د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوونځیوپه اړه داسلامي امارت اعلامیه

اسلامي امارت 31.05.2012 21:09

دافغانستان اسلامي امارت تل هڅه کړې ده ، چې دهیوادوالو   دخپلواکۍ ، سوکالۍ او تعلیمي  پرمختیا په برخه کې دخپل توان په اندازه  خدمت وکړي . په ځانګړي ډول په تعلیمي برخه کې ددې خبرې  یو نغد مثال دادی چې اسلامي امارت له ټولې اقتصادي ناتوانۍ سره سره دخپلې واکمنۍ په مهال دټولو نظامي او ملکي بخشنونو په پرتله  معارف ته زياته توجه کوله او دخپلې کلنۍ بودیجې تقریباشل فیصده يې معارف ته ځانګړې کوله  چې که دا رقم دنړۍ له هربل  هيواد سره په تعليمې برخه کې دهغه هيواد دکلنۍ بوديجې په تناسب  پرتله شې ترې زياتيږې

،  په داسې حال کې چې اسلامی امارت دا هرڅه له صفرنه پيل اوتر۲۰۰۱ کال پوري یې څه دپاسه ۱۱۰۰بابه مکتبونه فعال کړ ل چي تر یو میلیون زیاتو شاګردانوتعلیم پکې کاوه  او ټول لګښتونه يې  بې له کومې بهرني مرستې او تمويل دامارت له بودجي اجرا کیدل  .

ددې لپاره چې زموږ دوستان او دښمنان ټول زموږ په دریځ خبر وي ، اسلامي امارت یوځل بیا ابلاغوي ، چې موږ له هغو ښوونځیو او تعلیمي ادارو سره هیڅ کوم مشکل نه لرو ، چې دسپیڅلي دین اسلام اوزموږ دمشترکو ملي اقدارو په  زیان څه  پکې نه تدریسیږي،دیهودیت ،نصرانیت او غیري شرعي اعمالو روزنه نه وي پکښې په دې اړه داسلامی امارت  دمشرتابه لخوا په تصويب شوی  تعليمې لائحه کې چي له ډیره وخته عمل ورباندي روان دی داسي راغلي دي :

(  ۹-  ماده :  اسلامي امارت لاندي تعليمي اداري  په نظر کې لري.مکتبونه ، کليوالي نهاريه مدرسي ، ديني ليله مدرسي ، دارالحفاظونه ،پوهنتونونه ،د  ديني علومو دتخصص اداري .

۱۰ــ ماده : دپورته ذکر شوو تعليمي ادارو څخه حق داوليت دکليوالي نهاريه مدرسو او مکتبونو دى.

۲۷-    هغه ساحه چه داسلامي امارت تر تسلط  لاندي ده هر افغان وګړى کولاى شې چې هلته دمکاتبو دتاسيس يا ترميم يا اکمال دپاره قدم واخلي البته دولايت دتعليمي مسؤل سره به په تماس کې وي اجازه به اخلي .

۳۸-      دتعليم او تربيې عالي کميسيون ملکف دى چه داوسني عصر دژوند دضرورتونو دپوره کيدو په منظور دافغان مجاهد اولس دبچيانو دپاره دعصري علومو دتعليمي ادارو يعني مکتبونو دجوړولو او پاللو په منظور دامکاناتو په تناسب جدي قدم واخلي.

۳۹-    عالي کميسيون مکلف دى چه افغان مسلمان او مجاهد اولس وهڅوې تر څو د خپل مالي توان په تناسب شخصي تعليمي اداري يعني کليوالي مدرسي – مکتبونه – ديني ليليه مدرسي – دارالحفاظونه جوړ کړي او چه کوم جوړ دي هغه وپالي ترڅو ملت په تعليمي ميدان کې خود کفاء شي.

۴۰-    عالي کميسيون مکلف دى چه دتعلیم په برخه کې داولس دهڅولو او تشويق کولو دپاره دهيواد دمذهبي علماوو او سياسي او مسلکي پوهانو  او قومي مشرانو سره په تماس کښي شي او مشوره او مرسته ورنه وغواړي.

۵۲-     دولايت تعليمي مسؤل مکلف دى چه ټوله هغه ساحه چه هلته تعليمي پروګرامونه اجرا کيږي هلته يو تبليغاتي هيئت دعلماوو او پوهانو وليږل شي تر څو اولس دمدرسي او مکتب او علم په اهميت پوه کړي او دارنګه داولس شتمن اشخاص دشخصي مکاتبو او مدارسو جوړولو ته راوبولي او دولايت تعليمي  مسؤل مکلف دى چه په خپلو اجراتو کې دعالي کميسيون اطاعت وکړي . )                 

اسلامي امارت یوازې هغه وخت دتعلیمي ادارو په وړاندې  ځانته دعمل کولو حق ورکوي ، کله چې دتعلیم په نامه  دهیواد ماشومانو او ځوانانو ته غیراسلامي فکر تلقین کیږي ، یا د عادي تعلیم ترپرده لاندې دنورو دښمنانه موخو لپاره روزل کیږي ، په دې اړه د اسلامې امارت  په تعليمې لائحه کې داسې راغلي دي :

(۲۶ ــ ماده : په هره منطقه کې چه مکاتب موجود او شروع وي بايد استاذان او کتابونه يې کنترول او تر څارنې لاندي ونيول شي، دبنديدلو اقدام دي ئي نه کيږي بلکه دامکاناتو په صورت کې بايد اکمال شي.

۲۲ــ ماده : غلط اوناروامضامينو ته به فرصت نه ورکول کېږې چي تدريس شي لکه دجهاددمخالفت مضامين، دمسلمانا نو ميرمنو دنارواازادي مضامين ، دکفري طاقتونو دناروا قوانينو ته دغاړه اېښودو مضامين اودا سي نور. )

په پورته برخه کې احتياط او توجه ځکه اړين بلل شوي چې  افغانستان يو داسې اسلامی هيواد ده چې دخپلو معتقداتو او دينې ارزښتونو دساتلو لپاره يې دتاريخ په اوږدو کې  پريمانه دسر قربانۍ  ورکړې اوبل هيڅ ارزښت هم نشي کولای چې زموږ  داسلامی معتقداتو په وړاندې اهميت ولري ، موږ په هيواد کې داسې يو تعلیمي سيستم او بهير غواړو چې دهيواد بچيان مو دعصري اړينو تعلیماتو سره سره په ديني برخه کې هم معلومات ولري ،د همدې هدف   دترلاسه کولو په منظور داسلامی امارت  مربوط ارګانونه ګمارل شوي چې په ټول هيوادکې تعليمي بهير ترخپلې څارنې لاندې ولري  او بې له دې چې دتعليمې ادارو په روزمره کارونو کې کومه ستونزه پيښه شې دخپلو خلکو او معلمينو په وسیله  وخت په وخت داسلامی امارت  دتعلیم او تربې کميسيون  له تعلیمي فعاليتونواوپروګرامونو نه، شاګردان، استادان او عام اولس آګا ه وساتل شي .

داچې دمزدوري اداري،اشغاګرواو ځینونامرده رسنیو لخوا په پوره نامردۍ په اسلامي امارت دمعارف سره ددښمنۍ تور لګیږي ، هیواد وال باید پوه شي چې دمعارف  اصلي دښمنان همدغه حلقې دي ، چې ددې هیواد دبچیانو دزدکړو له موضوع څخه هم دخپلو سیاسي موخو لپاره ناروا تبلیغاتي استفاده کوي  او تل داسې ملی او هيوادني مسائل  دفشار او تبلیغاتو دوسائلو په څير دمجاهدینو دبدنامۍ په موخه  استعمالوي  .

دافغانستان اسلامي امارت