ایا اوسنۍ افغانۍ پیسې دي ؟ په ځواب کې
21.05.2012 19:25پرته له شکه چې پیسې هغه وسیله ده چې له راتګ سره یې سر داول نه دانسانانو ډیری شمیر تبادلوي ستونزې حل کړي دي ، زمونږه افغانئ هم زمونږه دهیواد ملي پولي واحد دی چې پرې ویاړو او زمونږه هویت هم دی.محترم ورور داود نیازي پخپله یوه ډیره ضعیفه لیکنه کې په ضعیف او غلط استدلال سره دا ثابته کړیده چې اوسنئ افغانئ پیسې نه دي .
نوموړې په خپله لیکنه کې ویلي دي چې پیسې دتبادلې وسیله ده چې په یو مشخص حریم کې یې خلک دخپل پولي واحد په توګه استعمالوي او ټولو خلکو ته دمنلو وړوي ، وروسته علاوه کوي چې لکه دافغانستان په ختیځ کې پاکستانئ کلدارې چلیږي ، لویدیځ کې یې ایراني تومن چلیږي نو ځکه ویلی شو چې زمونږه افغانئ پیسې نه دي .زه صرف نوموړي ته دومره ویل غواړم چې په چلښت او دپولي واحد منلو کې ډیر ستر فرق وجودلري ، دا به سمه وي چې په دغو سیمو کې دبهرنیو اسعارو نه دافغانئ ترڅنګ په تبادله کې ګټه اخستل کیږي خو دا خبره غلطه ده چې په یادو سیمو کې افغانئ چاته دمنلو وړنده هیڅوک به به دغو سیمو کې داسې پیدا نه شي چې ووایي چې زه افغانئ نه اخلم بلکه هغوی ته چې څوک افغانئ ورکوي افغانئ هم اخلي او لیکه ایزو اغیزو لاندې بهرني اسعار هم استعمالوي فلهذا دا ویلی شو چې زمونږه افغانئ هم دتبادلې وسیله ده او هم ټولو افغانانو په ټول افغانستان کې دمنلو وړده او هیڅوک دې نه انکار نه شي کولای که هغه پلورونکی وي او که پیریدونکی چې زه افغانئ نه اخلم ،ددې نه مالومه شوه چې افغانئ ټولو افغانانو ته دمنلو وړده.
دوهم پرته دکوم دلیل نه نوموړی وايي چې لکه څنګه چې افغانئ ډیرو خلکوته دمنلو وړنه دي نوځکه دارزش دذخیره کولو لپاره ترې څوک استفاده نه کوي ، زه ورته دومره وایم چې ګرانه وروره ته خو یوځل راشه چې دلته خلک ځمکې بسوه بسوه په افغانیو خرڅوی او که په کلدارو او یاهم په ډالرو ، په ختیځ او لویدیځ کې هیچا ځمکه په کلداراویاهم تومن نه ده خرڅه کړې (پرته له ډالر څخه چې ټوله نړئ کې استعمالیږي) نو ددې نه دا مالومیږي چې دافغانیو څخه خلک دارزش دذخیره کولو لپاره هم ګټه اخلي او زمونږه افغانئ د پیسو دادوهم صفت هم لري .
دریمه خبره چې ښاغلي نیازي ترې پرته دکوم استدلال نه یادونه کړیده او وایي چې افغانئ دارزش دمعیار په توګه نه استعمالیږي ، زه ورته فقط دومره وایم چې ته دغو سیمو ته ورشه ګرانه چې څوک په افغانیو پور اخلي او که نه ،بلکه دکلدارو او تومن داوسني پولي بحرانو په لیدو سره اوس ټول خلک دپور په معاملو کې له افغانیو نه ګټه اخلي چې له دې نه په جوته توګه مالومیږي چې افغانئ دارزش دمعیار دټاکلو په توګه هم کارول کیږي او خلک پرې باور لري .
دپورتنیو دلایلو څخه دا په جوته توګه مالومیږي چې زمونږه افغانئ دمعیاري پیسو دټولو ځانګړتیاوو څخه برخمنې دي او پرته دکومه شکه ورته پیسې ویلی شو .