د خالص بابا د شعر د نقد په ځواب کې!
19.05.2012 14:35کله کله راته سوال پيدا شي او همداسې نا ځوابه پاتې شي، چې دا حکمتيار صاحب ولې له دومره عميقې(؟) مطالعې سره ځينې وخت طفلانه خبرې ليکي؟ کله مې هغه د نحويانو خبره ذهن ته راشي چې "اعتراض اغماز" ته وايي، نو ځکه حکمتيار خامې ته کوزېږي، ګني په رڼو سترګو څنګه له يو چا لار خطا شي؟ کله راته دا سوال پيدا شي چې دا بوډا ماشوم به کله عقلي بلوغ ته رسيږي؟ کله دا فکر وکړم چې دا د حکومت تنده غری(حکمتيار) به اخر کله هم د چوکۍ ارمان پوره کړي، که نه؟
د ده په اړه په فکر کې ډوب يم چې شهادت يا تنوير کې يې نوي زرين اقوال را ترسترګو شي يا يې کومه وېبپاڼه کې څه په مخه راشي. نن(پنجشنبه) مې زړه کې تېر شول چې د دې هفته پام خبرلوڅ نوي د پام وړ ارشادات څنګه نه ښکاري! يوه ملګري راته پيغام راولېږه چې شهادت وېبپاڼه خلاصه کړه او د حقمل په نامه د خام خبرلوڅ ليکنه ولوله!
ليکنه مې پيدا کړه، ګورم چې د حضرت خالص بابا رحمة الله عليه پر يوه شعر باندې يې نقد ليکلی و. نقد نو ډېر عجيبه دی او په لوستو ارزي. نقد کې ليکوال ځان داسې مسخره کړی چې له خندا به مو بډوډي وخوږوي. ليکدود يې هم وربرابر کړی او هغه هم پر هغه ليکدود چې دی ورباندې لکه د خپل بې خاصيته سياست او خپل سخيف عقل انفراديت لري. تعبير يې هم ورته کړی. زه په تعبير کې ځکه څه نه وايم چې د بابا په اړه او د داخلي جنګونو په باب لوستونکي او ولس ډېر ښه قضاوت کوي، دی بې چاره چې د ټول ولس او امت د طعن ولعن لاندې دی او له هغې مرحلې وتی چې بايد د ځان سپيناوی پکې وکړي، بيا هم خپل طفلانه عادت کوي او همغو خبرو ته خوله اچوي، چې دی پکې د اصلي مجرم په توګه پېژندل کيږي. دی لا هم په خپلو هغو جرمونو خاورې اچوي، چې هره ورځ يې خدايي شمال رالوڅوي!
زه د ده د ليکنې په نورو اړخونو څه نه وايم، بس يوازې د ده د شعري تصحېح په اړه د لوستونکو پام راړوم.
درنو لوستونکو!
د ادب علماء او د شعر استادان د شعر په اړه څلور شيان ډېر اړين ښيي :
۱ - الفاظ
۲ – معنا
۳ – رواني
۴ – وزن
کوم شعر چې اقلا په پورته ځانګړتياوو پسولل شوی وي، هغه "شعر" بلل کيږي او که په ذکر شوو ځانګړتياوو کې يوه هم مختل شي، شعريت له لاسه ورکوي. بيا که له دې ځانګړتياوو سربېره خيال، تصوير، رموز او لا زيات سلاست ولري، ښه شعر بلل کېدای شي.
د ارواښاد خالص بابا (د خيال، حقيقت او خوب ترمنځ) شعر له پورتنيو ځانګړتياوو سربېره د ښه شعريت بېلګه هم ده. شعر دا دی :
د نارنج د ګل مېله وه، زه يې هم وم وربللی
اديبانو کې ملګرو، زه لا هم ومه شمېرلی
ډېر په مينه ور روان شو، په جامو کې نه ځايدمه
چې به زه هم ورسره شم، دوی محفل جوړ کړی ښکلی
پسرلی دی خوشالي ده، زيړ ګلونه غوړيدلي
بلبلان وايي سندرې، بورا ګل ته نڅېدلی
هلته ګورم د باغ کونج کې، ببر سری بنده ناست دی
ما ويلې دا به څوک وي، ور روان شوم غلی غلی
ګورم ناسته ده تور سرې، له کوترې نه اوتره
سر سرتور وربل يې جړ دی او ګرېوان يې دی څيرلی
حق حيران شوم چې دا څوک ده يو قدم شومه وروړاندې
يو ماشوم يې دی په غېږ کې، په سرو وينو لمبېدلی
نا ببره مې کړه کريغه، چې دا څوک دی او دا ولې؟
دا ماشوم وايه د چا دی او دا کوم ظالم وژلی؟
بنيادم يې که شيشکه، دلته کله يې راغلې؟
څه درشوي، څه دې کړي، چې دې پرېښی کور او کلی؟
ورو يې سترګې کړې راپورته، وې چې زه خو کابلۍ يم
دغه ځوی مو مجاهدو، په راکټو دی ويشتلی
ورور، څښتن او مشر زوی مې، هلته شول د خاورو لاندې
دا يو څو ورځې د مخه زمونږ کور دی نړېدلی
احساساتو مې اور واخيست، لاس مې پورته کړو اسمان ته
ما وې خدايه ته يې هلاک کړې، چې دا کور چا نړولی
دې وې چپ شه نبي خېله، ښېرا مه کړه، مجاهدو
له روسانو په سرو وينو دا هېواد دی راګټلی
د ګل خوا کې خو اغزي وي، خزانې سره ښامار وي
دا متل مې څو څو ځلې له مشرانو اورېدلی
اديبانو ته مې مخ کړو، ما وې وخت د مېلې نه دی
دښمن اوس هم لاس په کار دی او هېواد دی غم لړلی
چې مې سترګې رارڼې کړې، هاتف غږ راباندې وکړ
نبي خېله لمونځ قضا شو، عجيبه خوب دې ليدلی
شعر کې انځورګري په داسې ډول شوې، چې نثري تشرېح يې شايد يوه تمثيلي پارچه يا حتی لنډه ډرامه شي. دا شعر څو برخې لري :
لومړۍ برخه يې د نارنج ګل مېلې تصوير کاږي. لومړني درې بيتونه د مېلې تابلو انځوروي. که حکمتيار له بل هر څه سترګې پټې کړي، نو د دې نيم بيتي دا تصوير به يې لږ هېښ نه کړي؟
بلبلان وايي سندرې، بورا ګل ته نڅېدلی
کاش دې ړانده او کاڼه جمالياتي ذوق لرلای، کاش دی په شعري قوت او ضعف پوهېدلای!
په لومړي شعر کې د بابا ادب ته وګورئ! سره له دې چې هغه يو رهبر و، د عمر په لحاظ هم شايد د مېلې له ګډونوالو مشر حساب شي، خو شعري عبارت څومره احترامانه جوړوي :
اديبانو کې ملګرو زه لا هم ومه شمېرلی.
که د بابا پر ځای حکمتيار د دې شعر ويناوال وای، نو دا بيت به يې داسې و :
اديبانو کې احمقانو زه لا هم ومه شمېرلی
يو خو به يې خلک احمقان بلل، بل به يې د شعر وزن هم ماتوه، ځکه چې "ابۍ سر زورې ده". د دې پر ځای چې د شعر ښکلې انځورګري او روانه ژبه د ده ذوق راجلب کړي، دا بد ذوقه د شعر رواني خرابوي او د تصحېح په بهانه او دليل پکې سکته پيدا کوي، د شعر دوهم بيت ولولئ او د حکمتيار دې تصحېح سره يې پرتله کړئ :
ډېر په مينه ور روان شوم، ځايېدم نه په جامو کې
دلته خو بايد لومړی دا په پام کې ونيول شي، چې (نه ځايدمه) بليغه ژبه ده او که د حکمتيار (ځايېدم نه)؟ د دې لپاره چې خپله خوشالي په اخر حد کې وښوول شي، بايد نفې لومړی راوړل شي، دا ابوالکلام لومړی اثبات کوي بيا نفې!!
دوهمه خبره د سلاست او روانۍ ده. د بابا شعري عبارت ډېر سليس او روان دی، خو دا چې حکمتيار په هر شي کې د تکلف او تصنع عادي دی، ځکه خو يې په شعر کې هم تصحېح له تعقيده ډکه ده.
کله چې بابا په خپل شعر کې دوهمې منظرې ته اوړي، نو هم حکمتيار يوه ټونګه اچوي او غواړي، لکه ماشوم په دوهمه تابلو د خپل فکر خېرن لاسونه راکاږي او تابلو بې رونقه کړي، پاس څلورم بيت ولولئ او د أشعر الزمان(!) سمونه هم ملاحظه کړئ :
ما ويل چې دا به څوک وي، ورروان شوم غلی غلی
د شعر د سلاست لپاره نقادان يوه لاره خلاصه پرېږدي، چې د شعري اړتيا يا ضرورتِ شعري په اصطلاح متعارفه ده. دا په هغه وخت کې په کار راځي، چې شعر د يوې کلمې د اوږدوالي يا ثقل له امله د شعر رواني او وزن خرابيږي، نو ممکنه ده چې شاعر يوه کلمه نيمه کړي، يا يې په ولسي لهجه ووايي. دا چې حکمتيار صاحب(!) له دې قاعدې اصلا خبر نه دی، ځکه يې يوازې د يو (چ) په راوړلو خپله توره ښوولې!!
سوال دا دی؛ که (ما ويلې) سم نه بولې، نو ته په غلطه يې او که سم يې بولې، نو اطناب ته څه اړتيا ده، چې بې موجبه جمله اوږدوې؟ يوازې په (چ) کې کوم خاص بلاغي قوت پروت دی، که غوږ له څټه رانيسې؟
پينځم بيت کې هم ګلبدين صاحب(!) د "خپل حکمت" ياري کړې او حکمت ترې داسې لکۍ کړې، چې خدازده چېرته به يې پټوي؟ پاس پينځم بيت ولولئ او دا نجاري هم وګورئ :
ګورم ناسته ده تور سرې، تر کوترې وه اوتره
بابا په دې بيت کې دوه ځانګړتياوې ورزياتې کړي : لومړۍ دا چې د (ر) مکرر استعمال يو ډول موسيقي زېږوي او د ويلو پر مهال ترې خوند اخيستل کيږي، حکمتيار د (ر) تکرار راته ګنډېروي، د بلې (ت) او (ر) په ورزياتولو هغه خوند له منځه وړي، چې مخکې يې لاره.
دوهمه دا چې بابا دا صحنه داسې انځوروي، لکه فعلا چې څوک يوه مشاهده لري، خو حکمتيار صاحب بيا له حکمته کار اخلي او دا تصويرکشي خرابوي. بابا له اوله په شعر کې د حال زمانه اختياروي او هغه هم د همدې لپاره چې په عقل او عواطفو يې اغېز ډېر دی، مثلا :
پسرلی دی خوشالي ده، زيړ ګلونه غوړېدلي
بلبلان وايي سندرې، بورا ګل ته نڅېدلی
يا
هلته ګورم د باغ کونج کې ببر سری بنده ناست دی
يا همدا بيت
ګورم ناسته ده تور سرې، له کوترې نه اوتره
دلته د ګلبدين حکمت دا ايجاب کړې چې د لوستونکي ذهن واړوي، چې دا خو تېره شوې کيسه ده، په تېره هغه خلک چې ماضي يې ښه نه وي، لکه په خپله حکمتيار، نو شايد هيڅ خوند ورنه کړي! سوال دا دی چې د بيت لومړۍ جمله حال پرېږدئ او دوهمه ماضي ته اړوئ، ولې؟
ګورم ناسته ده تور سرې، تر کوترې وه اوتره
په شپږم بيت کې نو بيا بله نخره کوي، داسې چې له ښځې نر جوړوي. پورته په ډېره واضحه توګه راغلې چې دا ببر سری بنده ښځه ده، خو دی ورته د نر حکم کوي، نه پوهېږم چې ولې؟ پاس بيت ولولئ او بيا دا جعل کاري هم ووينئ :
هک حيران شوم چې دا څوک دئ يو قدم شومه وروړاندي
دلته که د حق او هک خبره وکړو، نو شايد هک اصح وي، خو دا هم بايد هېره نه کړو چې (حق حيران) هم ويل کيږي او دلته (حق) د (هک) په معنا دی، نه د "حق" په معنا. د پام وړ نکته دلته دا ده چې حکمتيار "استاجي" (ده) په (دئ) بدل کړی او شايد خپله هم پوه نه شي چې ولې يې داسې کړي!
کله چې درېيمې منظرې(سوال او ځواب) ته اوړي او بيا څلورمې(پای) ته، نو هم د حکمتيار ذوق او عواطف نه راويښيږي، بلکې لا هم په خپل زاړه حسد کې ډوبيږي، سربېره يې د خپلې بد ذوقۍ اظهار هم کوي. دی نه د شعر رواني په پام کې لري، نه وزن پېژني. د دې پر ځای چې دا ژبپوه(!!) مفغن کلمات وپېژني، بېرته يې هغه حالت ته اړوي چې اصلا پښتو کې په هغې بڼه نه تلفظ کيږي. بابا په لاندې بيت کې (بنيادم) لفظ د (بني آدم) مفغن لفظ کارولی، چې هم روان دی او هم پښتو ده، دی يې په (بني آدم) بدلوي. هم يې سکته پيدا کړې، هم يې وزن خراب شوی.
بني آدم يې که شيشکه، دلته کله يې راغلې؟
څه درشوي، څه دې کړي چي پرېښی تا کور کلی!
تاسې د بابا بيت هم ولولئ او د خليفه موسی جان خبره د "مستري" سمونه هم وګورئ، چې څومره يې ځان ښوولی!
په نورو بيتونو کې يې هم داسې طبع ازمايي کړې او د دې پرځای چې د شعر پر پوخوالي او د بابا پر شعري رياضت اعتراف وکړي، خپله تمبلي او ذوقي زوړتيا يې ښکاره کړې. تر دا ډول نقدونو وړاندې که جناب د ادب مطالعه وکړي، نو شر به يې يو څه کم وي او که همداسې پاتې شو، نو د رحمان، خوشال، حميد، حمزه او...خير نه شته!