د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډر دا خو سړی دی !

پوهنمل محمود نظری 28.03.2012 20:41

طنز

 

د کلیوالو تر منځ سوی جینګ داړی دی

دښمنانو ورته پوخ کړی  نری کیچړی دی

له کابله ورته  راغله یوه  ډله سپاهیان

ځکه ورته  روان د پارلمان یو غړی دی

هغه په چل له همدې کلي وکیل سوی
اوس منځګړی هلته د جوړجاړی دی
یو ویل مو ږ نه منو دا بې ایمانه لمغړی
د هر چاپيسو ته هغه رنګ کربوړی دی
بل ویل غټه یې خوله په پښه ګردی دی
زه یې پیژنم هغه لکۍ لرونکی ماربچړی دی
بل ویل هغه چي زه پيژنم له هغه ځوانی
کوشنی يې سترګې لکه پيل ټوله خړی دی
دخوږو په سریې بونګهار لکه غوباړی دی
په خلکو کې مشهور په پزپریکړی دی
اوس انسان لږ خو ډیر د سرکس زمری دی
په پارلمان کې تل خوب وړی دی
په وعدو کې لکه اوباما نیمګړی دی
په سیاست کې کټ مټ خپله کرزی دی
پردو ته په غورمالی لکه ګنګری دی
د وطن شرمښانو ته تک سپين وری دی
ساده کلیوال چې هرڅه چرت کړ ایله
پوه نسو غوباړی ماربچړی، که زمری دی
اوازه سو له کابله هغه منځګړی راغی
په پارلمان کې سور ټوکر ته جنګي غويي دی
ساده کلیوال لوڅي پښې په منډه ورغی
تا چې ویل هغه یې تښتیدلی پوروړی دی
کلیوال په ګڼه ګوڼه کې په زورو ځان ورورساوه
د هغه په کتو يې رمباړه کړه دړ دا خوسړی دی
پزپریکړی( بی حیا). څړی ( نوکر)،ماربچړی( دماربچی )، نوم وړی ( مشهور)
جینګ داړی (داړې سپينی کړی یا غاښونه یو بل ته ښکاره کړی ) المغړی( چالباز)