افغانستان نن د خالي په ورځ د غوراوي پايلوبه کوي
24.03.2012 00:46نن د خالي په ورځ افغانستان د ناميبيا او ايرلينډ د لوبې د بريالۍ لوبډلې سره د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پایلوبه ترسره کوي. افغانستان له دې مخکې په لومړۍ پايلوبه کې ناميبيا ته په ماته ورکولو نړيوال جام ته لاره موندلې ده.
ننۍ لوبه د دوبۍ کرکټ سټيډيم کې د ماښام په ۶ بجو ترسره کېږي. نن لوبه که له يوه پله دا اهميت لري چې د بري په صورت کې به افغانستان د دې غوراوي اتل شي، له بله پلوه به بريالۍ لوبډله په نړيوال جام کې د استراليا او ويسټ انډيز او پاتې لوبډله به د انګلستان او هندوستان سره لوبه کوي.
د لوبې ځای: د دوبي کرکټ سټيډيم
د لوبې وخت: د ماښام شپږ بجې