د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي ته د خپل زوی ميرويس جان ليک

نظرمحمد مطمئن 16.03.2012 15:35

پلارجانه! سخت درڅخه خوابدی یم. زړه مې نه غواړي چې خبري درسره وکړم. د يکشنبې په ورځ د زنګاوات د کوچنیانو له وژلو وروسته مې ډول ډول سوالونه په ذهن کې راګرځي.
ما په ټلويزون باندي دهغو کوچنيانو، ښځو او سړو انځورونه وليدل چې ستا په غوښته د راغلو امريکايانو له خوا څخه د شپې له خوا په خپل کور کې په ډیره بې ر حمي سره وژل شوي وو او له وژلو وروسته يې زما په څير کوچنيانو ته اور اچولی وو.
پلارجانه! ته د خلکو سره په مجلسونو کې وايې چې ميرويس جان اوس غټ دی او په خبرو يې سر خلاصيږي، ته رښتيا وايې او زه اوس په ډيرو خپرو پوهيږم. زه هره ورځ زموږ په هيواد کې د وژنو، نيونو، او بې ګناه خلکو د ځورولو خبرونه اورم. زه هره ورځ د انټرنيټ په پاڼو د هيواد ناخوالي ګورم.
کله چې ستاسي دنوم پلټنه په ګوګل کې ورکړم، ستاسي د حکومت دوخت ټولي ناوړه پېښي يو په بل پسي راځي، دومره ډيري دي چې يواځي د غټو تورو (عنوانو) په لوستلو يې ستړی شم.
زه دهغو معلوماتو څو نموني تاسي ته وړاندې کوم. هيله ده پلارجانه! چې زما دغه څو کرښي په غور سره ولولي او هيله کوم چې فکر پرې وکړي.
پلارجانه! ما ولوستل چې تاسي د طالبانو په خلاف د امريکايې پوځ په راتګ کې د زړه له کومي مرسته وکړه. په ارزګان کې د خپلو قوميانو په مټ وتوانيدې چې د امريکايې چورلکو په مرسته څو نفريزه مخالفه ډله جوړه کړي.
بل ځای مې بيا وليدل چې ستاسي د واک په وخت کې د ارزګان په دغو کليو چې تاسي يې وساتلۍ او ستاسي سره د طالبانو په خلاف ودريدل دهغوی د واده په ورا د امريکايې الوتکو له خوا بمبارد وشو، ډیری کوچنيان، نر او ښڅي شهيدان شول. خو تاسي يې هیڅ پوښته ونه کړه او نه مو د هغوی قاتلان (امريکايان) له هيواده وشړل.
پلارجانه! ما وليدل چې د ارغنداب د ترکو کلی د امریکا په بمبارد کې هوار شو، او ددغه کلي کوچنيان، ښځي او نر ټول په شهادت ورسيدل.
دشاوليکوټ په ولسوالي کې امريکايانو د کلي مشران راټول کړل، په يوه کور کې يې ننه ايستل، هلته يې شهيدان کړل، له وژلو وروسته يې وسوځول او بیا يې هغه کور بمبارد کړل او مړي تر ديوالو او بامولاندي شول.
په ميوند کې يې د شپي له خوا د یوه بزګر څخه د هغه په کور کې په ژوندون دهغه د بدن ځينې برخي وکښلي، په داسي حال کې چې دکورنۍ غړو (زامنو او ميرمن) يې چغي اوريدلي چې امريکايانو قصابي پري کوله.
په نادعلي او مارجه کې يې د ولسي وګړو په کورنو بمبارد وکړ او ډيربې ګناه افغانان يې شهيدان کړل. د مارجي خلک يې له کورونو څخه بې ځايه کيدو ته مجبور او هلته يې درنه بمباري هم وکړه.
د شينډنډ په يوه کلي کې يې له سلو څخه زیات بې ګناه کليوال په ډله ېیز ډول سره په شهادت ورسول. دننګرهار په هسکه مېنه کې يې د واده په ورا چې ښځي او ماشومان وو بمبارد وکړ هغه يې په شهادت ورسول. په کونړ او نورستان کې يې څو څو ځله په ماشومانو او بې ګناه خلکو بمبارد وکړ او بې ګناه د ښوونځي ماشومان يې هم په شهادت ورسول. د تګاب په سيمه کې يې په نږدې وختونو کې اوه تنه ماشومان بمبارد کړل او شهيدان يې کړل.
پلارجانه! ما هرڅه وزغمل او ددي تمه مې درلودله چې ستا دصبرکاسه به ډکه شي او يوه ورځ خو به ددغه ناخوالو پرخلاف عمل وکړي. خو ما وليدل چې ته لا هم هرڅه په سړه سينه زغمې، او ما هیڅ وخت هم د بې ګناه افغانانو د وژلو او ځورولو له امله ستاپر تندۍ د خفګان نښي ونه ليدې.
اوس چې د زنګاوات خونړۍ پېښه وشوه، پلارجانه! د يوڅو شېبو له پاره خپل سر په زنګون کېږده او داسي فکر هم وکړه چې ستاګران زوی ميرويس جان هم ددغو شهيدو او په بې رحمي سره وژل شوو کوچنيانو په قطارکې دی.
پلارجانه! داسي وبوله چې زه په زنګاوات کې يم، په کورکې ارام ستا او مورجاني سره په خواږه خوب ويده يم. د راتلونکي له پاره ډول ډول چورتونه وهم، زه به غټ شم. هيواد ته به خدمت وکړم، خپل زوريدلي ولس ته به د هوسا ژوند هڅي کوم. او تاسي هم زما په اړه فکر کوئ چې ميرويس جان به لوی شي، زده کړي به وکړي، د هيواد د پرمختګ او هوسايې له پاره به کار کوي. خو يو ناڅاپه ستا په غوښته هيواد ته راغلي امريکايان کورته راننوځي او ستا بې ګناه او ماشوم زوی ستا په مخ کې په چړو وهي، له بدن څخه يې د سرو وينو داري هوا ته پورته کيږي، او له دي وروسته ستا او مورجاني په مخ کې ستا ګران زوی ميرويس جان د ټوپک په ډزو په مخ ولي، د سرکاسه او ماغزه يې شېندل کيږي، لا هم ستا په غوښته راغلي امريکايان بسنه نه کوي او د دي ټولو ظلمونو سربيره دي ګران زوی په اورکې سوزوي، او کورته هم اور اچوي.
پلارجانه! په دغسي يوه حالت کې به ته او مورجانه زما د غچ او انتقام اخستلو له پاره څه کوئ؟
زما ګراني موري او ګران پلارجانه! زه عذرکوم، زارۍ کوم او سوال کوم، د زنګاوات کوچنيان هم زما په شان هلوکان وو، هغوی هم هيلي او ارزوګاني درلودلي، هغوی هم خپل مور او پلارته هر يو ميرویس جان وو، هغوی هم زما وروڼه او زما همزولي وو، زه پوښتنه کوم چې په کومه ګناه هغه له وژلو وروسته په اور کې وسوځول شول. زه پوښتنه کوم چې ولي تااو مورجاني زما د وروڼو پوښته ونه کړه، زه پوښتنه کوم چې ولي تا ستا په غوښتنه له راغلو امريکايانو څخه دميرويس جان د قاتلانو غج وانه خيست، زه پوښته کوم چې ولي تا د خپل ګران زوی قاتل ته له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورکړه. او زه پوښتنه کوم چې ولي ته زما د وروڼو په قتل عام پټه خوله يې، زما د قاتل له مشر او امر وروکوونکي پنيتا سره په مينه غاړه غړۍ کيږي، هغه ته خوندور خواړه او شربتونه تياروي، دهغه قدر له دي امله کوي چې زما د وروڼو قاتل دی.
ګرانه پلاره! زموږ د ماڼي سره نږدې د امريکايانو ټانک ولاړ دی، دلته هره ورځ امريکايان راځي، هغوی وايې چې زما دپلارساتنه او څارنه کوي، او هغه د شپي او ورځي موږ ته ډير نږدې اوسيږي.
دزنګاوات له پېښي وروسته ډير ويريږم داسي نه چې زموږ کور ته هم کوم یاغي او ليوني امريکايې پوځي راننوځي (افغان عسکر خواران خو ورڅخه ويريږي او دتګ او راتګ پرمهال پوښتنه ورڅخه نه شي کولای)، لومړی به ما په چړو ووهي، بيا به مې په مرميو وويلي او بيا به اور راباندي بل کړي، زما له وژلو وروسته به تا او مورجانه هم ووژني.
پلارجانه! دلته زموږ په کور (آرګ) کې ستا له دفتر سره نږدې يو لوی کتابتون ما ليدلی دی، زه ستاڅخه پټ کله کله ورځم، هلته د افغانستان د پاچايانو د تاريخ کتاب ما پيداکړ.
د پاچاهي په سر يوه ورور د بل ورور سترګي ور ايستلې دي، د پاچاهي نيولو له پاره يوه ورور ته عسکرو د بل ورور پرې کړی سر راوړی دی، د پاچاهي ګټلو او ساتلو له پاره په نيزو سره د خلکو سترګي ايستل شوي او دهمدې غملړلي پاچاهي ساتلو له پاره زموږ په اوسنۍ کور (ارګ) کې د سردار داؤد خان ټوله کورنۍ ووژل شوه، دهغه سره يوځای دهغه زامن، لمسيان، لورګاني او ميرمن يې دده د اردو د عسکرو له خوا په ډزو وويشتل او ووژل شول.
پلارجانه! مورجاني! په دغه کور کې پاچا تره کی د انقلاب رهبر دخپل ډير نږدې ملګري او وفادار شاګرد حفیظ الله آمين له خوا څخه وژل شوی دی. او له ده وروسته آمين هم دهمدې پاچاهي ساتلو په ارمان په دارالامان کې ده ته د وفادارو ساتونکو او روسانو له خوا څخه په مرموز ډول سره ووژل شو.
پلارجانه! د ارګ څخه د ژوندي خلاص شوي ببرک کارمل حال مې هم په کتاب کې ولوست چې دهغه قبرپه مزارشریف کې په بمونو والوزول شو، او له مرګه وروسته دوهم ځل بيا په بمونو ځکه والوزول شو چې د ارګ دغه سلسله مراتب مراعت شي.
مورجاني! له پلارڅخه مخکې پاچا ډاکټر نجيب چې له ارګ سره څيرمه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې سختي او غمجني شپي تيرولي، د طالبانو په راتګ سره یې مړی د آريانا په څلورلاري کې له ورور شاپوراحمدزي سره يوځای د خلکو ننداري ته کيښودل شو.
هر وخت چې په آريانا څلورلاري تيريږم، ويريږم او د ډاکټر نجيپ د مرګ کيسه او دهغه په دارځوړول مې تر سترګو سترګو کيږي.
پلارجانه! په کتاب کې ليکلي دي چې کله د طالبانو له ویاند څخه پوښته وشوه چې ډاکټر نجيب خو د هيواد جمهورریس وو تاسي ولي وواژه؟ وياند وويل چې: ډاکټر نجيب ډير افغانان وژلي دي، دده د خاد دریاست په وخت کې يې په زرونو افغانان په ژوندون ترخاورو لاندي کړي دي، او کوم افغانان چې وژل شوې هغه هر يو خپل مور ته ډاکټر نجيب وو.
کله چې ما دغه پورته جملي ولوستلي له ځان سره مي سمدستي په ذهن کې راوګرځيدل کوم افغانان چې زما د پلارجان په پاچاهي کې وژل کيږي هغه هر يو خپل مور ته کرزی او ميرويس جان دی.
پلارجانه! ما ستاسي د چهاد د وخت مشر حضرت صبغت الله نوم هم د پاچاهانو په لسټ کې وليدی، دهغه الوتکه هم په هوايې ډګرکې د کوزيدو په وخت کې ويشتل شوي وه، خو دی ژوندي پکې پاتي شوی وو.
په حضرت صاحب باندي ستاپه پاچاهي کې هم څو ځله وژونکي حملي وشوي، چې دوه يې ډيري خطرناکې وي، اوس که څه هم حضرت صاحب ژوندی دی خو دمړو په قطارکې ګڼل کيږي. ځکه چې د اخرنۍ وژونکي حملي له امله يې د بدن ټول سیسټمونه ګډ وډ شوی دي، د ترکيې هيواد دي خير يوسي چې ځانګړي پېمپر يې ورته جوړکړي دي.
مورجاني!پلارجان ته ووايه چې د استاد برهان الدين رباني (دافغانستان د مجاهدينو د وخت وروستي پاچا) په مرګ خو ده هم ډير وژړل. هغه هم ژوندی پاتي نه شو.
پلارجانه! ته به وايې چې ملامحمد عمر آخند ولي ژوندی پاتي دي، خلک وايې چې: طالبان په سياست نه پوهيدل خو ډير هوښيار وو او ددوی په حکومت کې ډيره ارامي وه.
ملامحمد عمر آخند پوهيدی که دغي خوني ماڼۍ (ارګ) ته راشي نو دده برخلیک به هم د نورو تيرو پاچاهانو په ډول وي او دمرګ په ورځ به له دغه نازنيني ماڼۍ څخه ؤځي، ځکه خو هغه له کندهارڅخه کابل ته رانغی، او دپاچاهانو په کټ تر خوب کولو يې دکندهار پر پلاسټيکي فرش خوب کول غوره وبلل.
پلارجانه! مورجاني! زه بيا داخبره ویل غواړم چې ويريږم داسي نه چې زموږ د کور (د ارګ ماڼۍ) ترڅنګ د څارني او ساتني امريکايې پوځيان موږ هم د زنګاوات د بې ګناه کوچنيانو، ښځو او سړو په ډول ونه وژني، مخکې له دي څخه چې موږ ووژني زما دغه یوه ارزو او اميد پوره کړئ زما د کوچنيو تنکيو کندهاري ماشومانو مرګ مه هيروئ او دهغوی قاتلان مه پريږدئ.