د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو سره سوله د افغانستان د ثبات لپاره حیاتي رول لري

سلام خان 13.02.2012 10:43

په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې د پاکستان ژورنالیست احمد رشید له خوا د افغانستان د سولې د خبرو اترو په اړه یوه مقاله خپره شوې ده، په دغه مقاله کی ویل شوی دي چی په افغانستان کی دسولی لپاره له طالبانو سره خبری یو ښه فرصت دی
احمد رشید چې د طالبانو په نوم د کتاب لیکوال دی، د طالبانو له خوا دا اعلان چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره خبرو اترو ته چمتو دي، د سیاسي بهیر په ترڅ کې لوی پرمختګ بولي،د احمد رشید په باور دا مساله په افغانستان کې د کورني ثبات او سولې د ټینګښت په برخه کې حیاتي رول لري. دا سوله هغه څه دي، چې امریکا او ناټو ورته له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې اړتیا لري، څو د دې له وتلو وروسته په دې هیواد کې بې نظمي او وینه تویدنه رامنځ ته نه شي،خو لیکوال د خپلې لیکنې په اوږدو کې وايلی دی چی، د دې لوبې ټولې غړي باید مخکې ترهغې چې هر څه سم شي، ډېر زیات کارونه ترسره کړي، دا هیلمندي شته، چې د جرمني او قطر په مرسته د امریکا او طالبانو ترمنځ پیل شوې پټې خبرې د افغانستان د حکومت سره د دې ډلې په سولې تمامې شي، ښايي پر دې مساله د طالبانو ټینګار، چې یوازې له امریکا سره خبرې کوي او بس د وخت په تیریدو سوړ شي او بدل شي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره بله بدیله لاره نه شته او د سولې د خبرو د بریالیتوب امکان ډیر دی.
ارسلا رحماني، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې وزير و، په دی ورستیو ورځو کی په کابل کی دځینو رسنیو سره په خپلو خبرو کی ویلی دي چی:طالبان له ناټو ځواکونو سره له لس کاله جګړې وروسته حاضر شوي چې خپل سخت او بنسټپال دريځونه بدل کړي. ده همداراز ویلی دی چې په جرمني او قطر کې له امريکايي مقاماتو سره پټو خبرو، چې د دتیر م ۲۰۱۰ کال له نومبر څخه پيل شوې دي، د د سولې د برياليتوب لپاره ښه چانس رامنځته کړى دى دنوموړی په وینا طالبان نور هماغه لاره نه تعقيبوي چې د خپل حکومت په وخت کې يې غوره کړې وه.که دوى پخلا شي د نورو افغانانو په شان به وي،رحماني، چې په کابل کې په خپل کور کې له رويټرز خبري اژانس سره خبرې کړی دی، دا هم ویلی دی چی: (( طالبان بيا په زور د افغانستان د نيولو هڅه نه کوي بلکې د دوى هغه کسان به چې استعداد او وړتيا لري د ولسمشرۍ يا پارلمان په انتخاباتو کې ځانونه کانديد کړي او يا به په کابينې کې غړيتوب ترلاسه کړي.)) همدا رنګه په کابل کې د افغانستان د چارو د يوې خپلواکې څېړنيزې موسسې غړې مارتين وان بيجليرت هم تیره اوونی په کابل ویلی دی چی هېڅوک داسې نه شي انګېرلى چې له طالبانو سره خبرې نتيجه نه شي لرلى. داسي ښکاري چې اوس ښه چانس برابر شوى وي،له دې سره په يو وخت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مشر مولوي قلم الدين ډېلي ټلګراف ورځپاڼې ته ويلي دی، چې د طالبانو استازي قطر ته رسېدلي دي. ده ويلي چې په قطر کې د طالبانو په ډيپلوماتيک ماموريت کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر پخوانى سکرټر طيب آغا چې له نژدې يوکال راهيسې يې د طالبانو او امريکايي او جرمني ډيپلوماټو ترمنځ د منځګړي په توګه فعاليت کاوه، د طالبانو د رژيم د بهرنيوچارو مرستيال وزير شېرمحمد عباس ستانکزي او د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د طالبانو سفير مولوي شهاب الدين دلاور شامل دي،د قلم الدين په وينا دا استازي ټول تعليم يافته دي، په انګليسي ژبه روانې خبرې کوي او دوى ته د معتدلو طالبانو په سترګه کتل کېږي؛ خو په عين حال کې د طالبانو تحريک ته هم ژمن دي. په ملګروملتونو کې د طالبانو د رژيم استازى او اوس مهال د سولې د عالي شورا مرستيال عبدالحکيم مجاهد وايي، چې په نيويارک کې د ده پخواني سکرټر سهيل شاهين هم په قطر کې دى
خو له بده مرغه د قطر د خبرو په اړه تر اوسه شوي پرمختګونه داسې دي چې نه يوازې سولې ته درسېدو لاره نه لنډوي، بلکې په دې لاره کې خنډونه هم پيدا کوي. د قطر د خبرو په اړه د لومړنيو رپوټونو له خپرېدو سره داسې اټکل کېده، چې ښايي سولې ته د ښکېلو غاړو په مخکنيو شرطونو کې هم بدلون راشي او په لومړيو ورځو کې داسې څرکونه هم وليدل شول، خو اوس اوس ښکاري چې دواړه غاړې نه يوازې په خپلو پخوانيو دريځونو ولاړې دي، بلکې خپل شرايط يې لا هم سخت کړي دي. امريکا اوس هم وايي چې طالبان دې د افغانستان اساسي قانون ومني، د ښځو، اقليتونو... حقونه دې ومني. حيرانوونکې خو يې دا ده چې امريکا پر طالبانو د داسې څه د منلو خبره کوي، چې دوى يې خپله نه مني او يا يې هم په عملي ډول تر پښو لاندې کوي او يا داسې څه يادوي چې تر اوسه پورې هيڅ نشته، خو امريکا يې خپله لاسته راوړنه بولي. طالبان هم همغه خپله پخوانۍ خبره کوي، ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي، په افغانستان کې دې د طالبانو له تعبير سره سم اسلامي حکومت جوړ شي...
اوهم دا ټولی ځرګندونی دهغه پرخلاف دی چی په دی ورستیو کی د امریکا د پوځ په یوه پټ سند کې خبرداری ورکړای شوی چې پاکستان هڅه کوي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان بیا پر افغانستان واکمن کړي.په راپور کې ویل شوي، طالبان باور لري چې که د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف ځواکونه له افغانستانه ووتل دوی به بیا افغانستان ونیسي،په دی سند کی داهم ویل شوی دی چی دپاکستان استخباراتی اداری پربهرنیو ځوا کونو په خملو کی له طالبانو سره مرسته کوی،بي بي سي هم په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې د همدې راپور په ارتباط لیکلي چې پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي اداره (آی ایس آی) پوهېږي چې د طالبانو اصلي مشران چېري دي او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د ایستلو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي،د طالبانو مشران په منظم ډول د آی ایس آی له غړیو سره غونډې کوي، د آی ایس ای غړي طالبانو ته سپارښتنې او مشورې ورکوي.»