مظلوم افغانان سوله غواړي
03.02.2012 19:24دنړۍ په جغرافيه کې افغانان هغه مظلوم ملت دى چې ترټولو يې زيات کړاوونه ،ستونزې ،بدمرغۍ ،ناخوالې اوډول ډول غميزې ليدلې دي ،له تاريخه جګړو،دپرديويرغلونو،دسيسواونوروسياسي لوبوځپلي دي،ددې مانا دا نه ده چې افغانان له جګړو،شخړو اومنازعوسره مينه لري بلکې نور ورباندې شخړې اوجګړې وتپي .خويوه ستونزه چې مونږ افغانان يې لرو هغه داده چې تل مونوروته غوږ نيولى وي اوپه خپلو کې يواوبل ته په ځيرکۍ اودقت سره غوږنه نيسوهمدا لامل دى چې وروسته بيادژوروبحرانونو،بدمرغيواوظلمونوپه دايره کې بندپاتي شو.
که دې وروستيولسيزو ته ژوره مګردعقلانيت په تله کې هراړخيزه کتنه وشي ،په څرګنده توګه داثبوت په لاس راځي چې مونږ دنورو دګټواوسياستونولپاره په خپله په ړوندو سترګوداسې جګړې وکړې چې دوى موخوندي کړل مګرمونږ لا اوس هم دتاريخي غمونوپه زانګوکې ټالونه وهو،دې ته رارسيدلي يوچې له دوى غواړو چې مونږنور له غمونوخلاص کړي اوراته سوله راولئ .
ځکه چې اوس مهال خو زمونږپه هېوادکې دسولې ددروازې کلۍ له دوى سره دي که ژورفکرورته وشي ددغه بندي دروازې دټينګې ساتنې لپاره يې زمونږپه لمنه کې روزل شوي افغانان په دنده ګمارلي ترڅويې ترخپله بريده اوموخې پورې ټينګه اوتړلې وساتي.
خودکلۍ اصلي لرونکي بايددنړۍ دسياسي تاريخ په دې قضاوت اوپايله باندې پوه شي چې دهرې جګړې اوبدمرغۍ وروستۍ حل سولې ته درناوى اوځان سپارل دي اوڅوک چې چاته دتاريخي دښمنۍ په مورچل کې ناست وي له هماغه مورچل به پردوى يرغل کيږي.
دنړۍ ټول ملتونه بايدپه دې پوه وي اوپوه شي چې افغانان يومتمدن ملت دى په دې سيمه کې لرغونى تاريخ ،هويت اودريځ لري داچې وروستيوجګړو دنړيوال پرمخيون له کاروان څخه شاته کړي اودپرديودسيسواولوبونندارچيان يې ترجوړي کړي دي داددې مانانه ورکوي چې افغانان پرمختګ ،سوله ،امن ،ترقي اوتمدن نه غواړي.
بلکې افغانان دنړۍ له ټولو ملتونو زيات سوله غوښونکى ملت دى،يواځې دځان لپاره سوله نه غواړي مګردټول ملتونولپاره دسولې پيغام ،غوښتنه او ارمان لري .
دا چې دم ګړۍ نړيوالوپه افغانستان کې دروانو شخړو اوکړکيچونو دهواري لپاره دسولې دمنځته راتګ ،ټينګښت اوساتنې شعاراوچت کړى دى ،اوغواړي په شخړه کې دښکيلواړخونوسره خبرې وکړي اودموجوده نظام سره يې پخلاکړي ،ښه خبره ده ځکه ټول مظلوم افغانان سوله غواړي،دې مقدسې غوښتنې ته درسيدولپاره ټولې بشري کړنې اوهڅې دستاينې وړدي .
ځکه چې نورپه دې هېوادکې انسانان خوڅه کوي چې حيوانات ،غرونه،هديرې اوځنګلونه هم دسولې نارې وهي اودځمکه په سرله ميشتوانسانانودسولې او امن غوښتنه کوي ،داچې ژبه نه لري نومونږخوپوهيږو.
افغان دولت ،نړيوال اوکله ناکله دپردې ترشاه دجګړې ښکيل اړخونه دسولې دخبرو اترو په اړه اعتراف کوي. نومونږ په ټولو ښکيلو اړخونوباندې دتاريخ په ژبه مګردمظلوموافغانانودې تاريخي ارمان اوغوښتنې ته په درناوي اوپاملرنې سره غږکوو،که چيرې غواړئ چې په واقعي توګه جګړه پاى ومومي نودسولې لپاره دروانې مذاکرې ميز،شرايط اوځاى بايدڅرګندوي ،اوددې مقدسې غوښتنې لپاره رېښتنى نيت اودبشردوستۍ پربنسټ ولاړ تکل شتون ولري ،اوکه چيرې ورته حالت نه وي نوعامه فکرونوته داسې پيغام په ډاګه کوي لکه چې داځل په بل ډول کومه بله بدرنګه لوبه راروانه ده.چې يواځې لوبغاړي پرې پوهيږي.

