افغان دولت د حمزه بابا له زوی سره نغدي مرسته وکړه
19.01.2012 05:47
د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه د مراد شینواري د درملنې لپاره مالي مرسته وشوه
افغان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغې چې د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال امیر حمزه خان شینواري ځوې مراد شینواری د ناروغتیا خبر شو اسلام آباد کې افغان سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي ته لارښوونه وکړه چې د نوموړي د درملنې لپاره مالي مرسته ورسره وکړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري استاري ښاغلی زردشت شمس د مراد خان شينواري پوښتنې ته ورغی او د نوموړي کورنې ته يي د افغان ولسمشر او اسلام آباد کې د افغان سفیر ښې هیلې او پیرزوینې وړاندې کړې.
ښاغلي شمس د مراد شینواري مشر ځوې سجاد شینواري سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د دولت له لوري مراد شینواري د درملنې لپاره یو لک پاکستانې کلدارې ورکړې.
مراد شينواری د غزل بابا امير حمزه خان شينواري یواځنی زوی د پښتو ژبې وتلې شاعر او لیکوال دې او زیات شمیر چاپ شوي اثار لري.
سجاد شینواري د ولسمشر کرزي څخه ډیره مننه وکړه چې په سختو شیبو کې یی ددوۍ پوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ښاغلې شمس تیره اونۍ د مراد شينواری پوښتنې ته ورغلې وو او په کابل کې يي اړوند مقامات د هغه د مریضتیا څخه خبر کړي وو.