(هوسۍ منظومه) يوه حماسه ده
07.12.2011 15:30په لاندې کرښو کې لومړى د هوسۍ منظومې بڼې او منځپانګې ته په لنډه توګه نغوته کوو او بيا دا جوتوو، چې ايا هوسۍ منظومه حماسه ده او که نه؟
(هوسۍ) نومى اثر د عبدالغفور لېوال منظومه ده، چې له نن څخه ديارلس کاله مخکې (١٣٧٨لمريز کال) په منځنۍ کچه په ١٠٢ مخونو کې د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې (جرمني) له خوا چاپ شوې ده.
پر دې اثر اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد (د هوسۍ ډرامې په باب) تر سرليک لاندې شپږ مخيزه سريزه کښلې، چې په کې يې عبدالغفور لېوال يو رمزنګار شاعر بللى او زياته کړې يې ده، چې د هوسۍ ډرامه په پښتو ادب کې د خپل اسلوب له مخې، د رمزنګارۍ يوه ښه نمونه ده.
د استاد په وينا، لوېديځوال د رمزنګارۍ پيل د ١٩مې زېږديزې پېړۍ په پاى کې په فرانسه کې ښيي؛ دا په داسې حال کې، چې رمزنګاري په ختيځ کې کابو دوه زره کاله مخکې باب وه.
پوهاند رشاد زياته کړې، چې په دغې ډرامه کې هوسۍ د خپلواکۍ رمز او د لوړو غرونو کلى د ګران افغانستان سمبول دى. د دې کلي د هوسۍ د خپلولو لپاره لات دېو (لوېديځ استعمار) او بيا اوردېو (ختيځ استعمار) رادانګلي دي، د دوى د مهاجمو لښکرو د وحشيانه بريدونو له امله، چې هوسۍ ته کوم مصيبتونه پېښ شوي دي، د هوسۍ ډرامه د هغو دردناکو پېښو يو مرموز حماسي رويداد دى. څوک چې د هوسۍ ډرامه ولولي يا واوري، دى باور لري، چې دا به ومني، چې په دې ډرامه کې د پېښو ترکيب او تسلسل څومره نوښت لري، مافوق الطبيعت کردارونه په کې نه شته، تشبيهات او استعارې يې په زړه پورې او تخيل يې عالى دى.
په سريزه کې د هوسۍ ډرامه د بڼې له مخې، ازاد شعر ګڼل شوى، چې همدغه ازاد شعر بيا استاد رشاد د عروضو له مخې څېړلى دى.
له دې وروسته، پوهندوى اسد اسمايي د (هوسۍ تراژيدي) تر عنوان لاندې کښلي، چې د لېوال د هوسۍ منظومه، يوه داسې نوې هڅه ده، چې د خپل زړه خبرې يې د افسانوي سمبولونو په مرسته کړې دي.
د هوسۍ منظومې منځپانګه:
دا منظومه په څلورو برخو وېشل شوې، چې په پيل کې يې زموږ د هېواد (افغانستان) هغه حالت بيان شوى، چې خپلواکي يې لرله او اوسېدونکو يې هوسا او ارامه ژوند درلود؛ خو دغه ازادي بيا درې ځلې (لات دېو) ترې اخيستې ده، چې همدغه موضوع د دې منظومې لومړۍ، دويمه او درېيمه برخه تشکيلوي.
په منظومه کې راغلي، په هر ځل چې لوېديځ استعمار هڅه کړې، چې دا کلى خپل کړي او هوسۍ يې ترې يوسي، د دې کلي شاه زلميانو د لوېديځ په ځنګلونو کې بندي شوې هوسۍ بېرته ترلاسه کړې او نوموړي يرغلګر ته يې درې ځلې شرموونکې ماتې او غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى.
له دې کلي څخه چې کله هم خپلواکي اخيستل شوې، نو باتور او مېړني اوسېدونکي يې د ګټلو لپاره هر راز سرښندنې ته چمتو شوي او د سرونو په بيه يې هغه ترلاسه کړې ده.
په اثر کې زياته شوې، چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په موخه، په يادو شويو جګړو کې د نارينه وو ترڅنګ مېرمنو هم ونډه اخيستې، چې ښکاره بېلګه يې باتوره ملاله ده. نوموړې په خپلې يوې ټپې سره وکولاى شول، چې د غازيانو احساسات راوپاروي او دښمن ته ماتې ورکړي.
د دې منظومې د درېيمې برخې په وروستيو کې راغلي، کله چې دا کلى د (لات دېو) له پنجو څخه خلاصېږي؛ نو پر کلي د شمال پېريان (روسان) يرغل کوي، چې مشر يې (اوردېو) نومېږي. په دې سره په کلي کې يو ځل بيا ماتم خپور او د غمونو لړۍ پيلېږي؛ خو له دې ټولو سره سره، ختيځ استعمار هم د دې هېواد د بچيانو له خوا ماتې خوري او د شمال له کنګلونو راغلي پېريان سرټيټي له هېواده څخه وځي؛ خو د هغوى له وتلو سره سره، کلى سوکالي نه مومي، بلکې کليوال په خپلو کې سره نښلي او خپلمنځۍ جګړې پيلېږي. د پردې تر شا دېو او پېرى (انګريز او روس) وي؛ خو سرونه په کې د افغانانو له منځه ځي.
په دې ترڅ کې هغو پېښو ته هم اشاره شوې، چې د کلي په کوڅو کې د پرديو په اشاره د وينو ويالې بهېدلي او ظلمونه دې بريد ته رسېدلي، چې يوه ډله کليوال د بلې ډلې پر سرونو مېخونه وهي. په دې برخه کې د ناهيد شهيدې دردوونکې پېښه بيان شوې، چې د خپلو کليوالو له خوا يې د حيا لوټولو هڅه شوې ده؛ خو نوموړې د خپل عزت ساتلو لپاره د لوى ګړنګ پرانېستې غېږ ته خپل ژوند ورسوغات کړى دى.
د منظومې په څلورمې او پاى برخه کې د هغې مغرورې او مستې هوسۍ حالت انځور شوى، چې اوس د مړي په څېر د ژوند په وليو بار ده. نوموړې په ټپي حالت کې ويلي، ((هو! په رښتيا زه ګنهګاره يمه، دا ټولې وينې دلته زما له لاسه بهېدلي، دا هرڅه ځکه وشول، ترڅو چې زه د خپلواکۍ ملکه، د هسکو هسکو غرونو کلي ته راوګرځمه)). بيا زياتوي، چې: ((اې د هسکو هسکو غرونو خلکو، مګر دا زه په دومره وينو ارزم...))
د دې منظومې حماسي اړخ:
لومړى د دې خبرې اثباتول په کار دي، چې هوسۍ منظومه حماسه ده او که نه او که ده، نو د کوم ډول حماسې ځانګړنې لري؟
حماسه د ادبياتو په معنوي ډولونو کې يو ډول دى، چې د پېړيو په اوږدو کې د يوه ملت، قوم، قبيلې، کورنۍ او شخص د مېړانې، تورې کيسې او جنګي کارنامې په حکايتي او داستاني ډول په کې راغلې وي. په (هوسۍ منظومه) کې هم، پردې سربېره، چې د افغانستان د تېرو وختونو غميزو، په ځانګړې توګه د يرغلګرو بريدونو او بيا خپلمنځيو جګړو ته په کې نغوته شوې، د يوه ملت د مېړانې او باتورۍ کيسې او داستانونه د سمبولونو په بڼه بيان شوي دي. همدارنګه په حماسه کې يو بنسټيز اصل، د هغه اثر که نظم وي که نثر، داستاني ارزښت دى.
په دې منظومه کې هم، د دې هېواد د خلکو د قهرمانيو او مېړانې کيسې په داستاني بڼه راغلې دي؛ نو ويلاى شو، چې (هوسۍ منظومه) حماسه ده.
دا چې په کوم ډول پورې اړوندېږي، زما په اند، هوسۍ منظومه د بڼې له مخې آزاد شعر او د موضوع له پلوه مصنوعي حماسه ده، ځکه په دې نوعه حماسه کې د شاعر او ليکوال سروکار د پهلوانيو او قهرمانيو له مدونو داستانو سره نه وي، بلکې خپل نوښت کوي، يو داستان جوړوي او د حماسې له شرايطو سره سم د خپل داستان موضوع ابداعوي او له تخيل څخه هم په کې کار اخلي.
د دې اثر ليکوال عبدالغفور لېوال، د همدې منظومې طرحه په خپله ابداع کړې او دا ډول منظومه په همدې بڼه او جوړښت په مدونو داستانو کې نه راغلې او نه ليکل شوې ده.
په دې منظومه کې پرته له کورنيو جګړو، نور ټول جنګونه د يوه عالي هدف لپاره ترسره شوي او هغه هم له وطن څخه د دفاع او خپلواکۍ ګټلو لپاره، چې همدغه خبره هم د حماسو له ځانګړتياوو څخه شمېرل کېږي.
په دې اثر کې يو شمېر ښځې په ځانګړې توګه ملاله او ناهيد ځانګړى ځاى لري، ځکه هغوى دواړو په خپل وخت کې خپله مېړانه ښودلې ده. په دې منظومه کې ځاى ځاى غنايي اشعار هم راغلي دي، چې دا ټولې هغه خبرې دي، چې نوموړې منظومه يې د حماسو په کتار کې درولې ده.
په مصنوعي حماسو کې د ناهيليتوب خبرې هم کېږي، چې په دې سره خلکو ته تېر تاريخ ورپه يادوي او په ترڅ کې يې دا هم په ډاګه کوي، چې دغه حالت ته د پاى ټکى اېښودل په کار دي. په دې اړه سرمحقق زلمي هېوادمل ليکلي: "په مصنوعي حماسو کې د ياس او ناامېدۍ خبرې په دې دليل انعکاس مومي، چې ملت خپل تېر عظمت او شان له لاسه ورکړى وي، هغه د تېر عظمت د بيا احيا لپاره تلاښ کوي. په عام ولس کې چې کومې بې تفاوتۍ او شکست ليدل کېږي، شاعر او ليکوال هڅه کوي، چې خلک له دې حالته راوباسي، روحيه ورته ورکړي او دغو ټولو پېښو ته په پاملرنه يوه حماسه ابداع کړي(١)".
زما په اند، په هوسۍ منظومه اثر کې هم دغه کار شوى دى، ځکه دا منظومه هغه مهال ليکل شوې، چې افغانان له يو ډول ناهيليتوب سره مخ وو او د قنوطيت حالت ورباندې غلبه کړې وه؛ نو ليکوال هڅه کړې، چې د همدې منظومې له لارې خلک خپل تېر عظمت ته وروګرځوي او د هغه بيا لاسته راوړلو لپاره مبارزه وکړي.
بايد وويل شي، چې په پښتو ادبياتو کې له دې مخکې هم مصنوعي حماسې ويل شوي، چې ښکاره بېلګه يې د خوشحال دا قصيده (راشه واوره دا داستان) ده، چې د بيتونو شمېر يې ١٥٥ دى. په دې اړه بيا د سرمحقق زلمي هېوادمل نظر را اخلم، چې ويلي يې دي: "زما په پوهه دا يوه مصنوعي حماسه ده؛ خو زموږ ادبپوهانو لا دې خبرې ته پام نه دى اوښتى او يا نه دي ورته متوجه شوي، چې د بابا نوموړې قصيده يوه تمام عياره مصنوعي حماسه ده(٢)".
همدارنګه دا هم د يادولو ده، چې دا منظومه تاريخي ځانګړتيا هم لري، ځکه د افغان – انګليسي درې جګړې او همداراز د پخواني شوروي اتحاد يرغل رانغاړي او په کې د هېوادوالو د هغو مبارزو خبرې، چې د خپلې خپلواکۍ د ګټلو لپاره يې ترسره کړي، راغلې دي. په دې مبارزو کې افغانانو خپله مېړانه او باتوري ښودلې او په ترڅ کې يې د نړۍ سترو ځواکونو ته شرموونکې ماتې ورکړې دي.
نو د پورته څرګندولو له مخې، هوسۍ منظومه يوه مصنوعي حماسه بللى شو.
اخځليکونه:
(١) هېوادمل، سرمحقق زلمى: پښتو مصنوعي حماسې، د ماسټرۍ د دورې چيپتر، ١٣٨٩کال.
(٢) پورتنى اثر.

