پلار جانه! زه نه غواړم بلاشم
14.11.2011 08:55سهار وختی له خوبه پاڅیدم په کور کښی می اودس وکړ او سپاره می له ځانه سره واخیستله او مسجد شریف ته لاړم د سهار لمانځه نه وروسته ملا صاحب ودریده او ناستو کسانو ته یی مسئلی شروع کړی ملا صاحب ویل : دروغ مه وائی دروغ ویل ډیره لویه ګناه ده چاته اذیت او تکلیف مه رسوی د چا حق مه خوری په چا ظلم او ناروا مه کوی مونږ ټول مسلمانان یو په هر مسلمان د بل مسلمان مال ، ناموس او وینه حرامه ده دروغ ویل ، په وعده وفا نه کول او په امانت کی خیانت کول د منافقینو نښی دی له دی کارونوڅخه ځانونه وساتی ځکه چی منافقین له کفارو نه ډیر بد خلک دی د ملاصاحب د مسئلو د ختمیدو نه وروسته ټول لمونځ کونکی له مسجد شریف نه ووتل او مسجد شریف ته ددرس لپاره ماشومان راتلل تردی چی مسجد شریف له ماشومانو ډک شو زه هم په درس ویلو بوخت وم پخوانی درس می له ځانه سره تکراروه چی نوبت می راورسید ترڅو له ملا صاحب نه نوی درس ووایم را ولاړ شوم او د ملاصاحب مخی ته کښیناستم ملاصاحب رانه د پخوانی درس پوښتنه وکړه پخوانی درس می ورته تکرار که ملا صاحب راته وویل آفرین ته ډیر تکړه هلک یی که همداسی کوښښ وکړی تانه به یو ډیر ښه طالب جوړ شی ملاصاحب راته نوی درس راکړ او له ځانه سره می څوځله په مسجد شریف کی تکرار که زه لا د نوی درس په تکرار بوخت ووم چی ملاصاحب وویل رخصت یاست ټول ماشومان له مسجد شریف نه راووتل او هر څوک د خپلو کورونو په لور روان شول زه هم کورته راغلم د سهار چای تیار وو پلار می چای څکلی وو او دفتر ته د تلو لپاره یی خپل شیان برابرول چی پر ما یی ستر ګی ولګیدی رانه یی پوښتنه وکړه چی مولوی صاحب څنګه وو آفرین درسونه پری نږدی همیشه مسجد ته ځه د ملا صاحب نه درس وایه د ملاصاحب ډیر قدر او احترام کوه چه خدای پاک له تانه هم یو ښه ملا جوړ کړی که خدای پاک خوښه وه بیابه دی په یوه ښه مدرسه کی داخل کړم په همدی وخت کی موټر هارن وکړ او پلار می له کوره ووت مونږ د سهار چای په څکلو بوخت وو چی د تیلویزیون روانه خپرونه بنده شوه او پر ځای یی یو عاجل خبر خپور کړ چی همدا اوس د ملکی وګړو په موټر چاودنه وشوه چه په کی سپاره ټول ملکی وګړی شهیدان شوی او شاوخوا موجود څلور کسان سخت ټپیان دی ددی خبر په اوریدلو مونږ ټول ډیر وارخطا شو ځکه انفجار زمونږ کورته ډیر نږدی وشو او مونږ یی غږ واوریده مور می زر پلار ته زنګ وواهه موبایل ته زنګ تیریده خو چا جواب نه ورکاوه څوځلی می مور زنګ وواهه خو هیچا هم جواب ور نکړ مور می زړغونکی غوندی شوه د پلار موبایل دی جواب نه ورکوی !؟ خدای دی خیر کړی لږ څه شیبه پس په تلویزیون کی بیا عاجل خبر خپور شو چی د طالبانو لخوا په یو ه ملکی موټر انتحاری وشوه چی پکی سپاره ټول کسان یی شهیدان کړل او شاوخوا موجود څلور کسان سخت ټپیان شول طالبان غواړی پداسی بزدلانه حملو افغانان وویروی او په وطن کښی وحشت او ډار خپور کړی دوی غواړی د اسلام له نوم نه د خپلو شومو اهدافو لپاره استفاده وکړی دوی پخپلو د غو وحشی او ځنګلی اعمالو دنیاته ثابته کړه چی طالب معنی قاتل ، وطن پلورونکی د اسلام او مسلمان بدنامونکی بلکه د مسلمان په جامه کی د اسلام ضد یو وحشی ګروپ دی عاجل خبر لا خلاص شوی نه وو چی زمونږ د کور په نمبر زمونږ د پلار له موبایل نه زنګ راغی مور می په منډه غوږی را اوچت کړ چی تر څو خبرو وروسته می مور چغی کړی مونږ ټول په ژړا شوو مور می مونږ په غیږ کی ونیولو او په چغو چغو یی ویل چی تاسو یتیمان شوی ستاسی پلار طالبانو مړکه تاسی تباشوی خدای دی دوی هلاک کړی خدایه طالبان په خپل قهر ګرفتار کړی دوی په نوم مسلمانان دی دوی مسلمانان وژنی ماشومان یتیمانوی او بیا ځانونو ته مسلمانان هم وایی دوی له کافرانو هم بدتر دی مورمی په داسی حال کی چی ټول ځان یی رپیده راته وویل چی رازه ځویه د همسایه په موټر کی شفاخانی ته ولاړ شو پلار دی په شفاخانه کی دی کله چی شفاخانی ته ورغلو د شفاخانی په کټونو کی یوازی د غوښو ټوټی مات لاسونه او نور د بدن اندامونه پراته وو هیڅوک نه پیژندل کیدل د یوکټ څنګ ته ولاړ ووم چی سترګی می د کټ پر سر پر یوه شهید ولګیدی چی مخ یی شدید زخمی او پښی یی دواړه پری شوی وی نا څاپه می له خولی ووتل پلاره !!؟؟ نږدی ورغلم مور می هم را منډه کړه ګورم چی پلار می پروت دی غږ نه کوی پښی یی نشته مخ یی ډیر ژوبل دی ډیری چغی می ورته وکړی مور می هم ژړل خو زه یی دلاسا کولم زما د اوښکو ډکی سترګی په یوه کاغذ ولګیدی چی د شهید پلار له جیب نه نیمایی راوتلی وو هغه می راواخیست خلاص می که کورته د ضروری شیانو لیست وو چی کیدی شی پلار می سهار لیکلی وی مورمی چی کاغذ ولیده نو چیغی یی ګړی ځویه نور تاسی ته څوک نوی کالی نه اخلی نور تاسی ته ښه خوراک څوک نه راړی تاسی یتیمان شوی یتیمان زمونږ په وطن کی د خلکو پسماندی خوری او د خلکو زاړه کالی آغوندی خلک ور باندی ظلم کوی څوک ور سره ښه رویه نکوی ماهم د مور سره ډیر وژړل پلار جان ته می ډیری چغی وکړی خو هغه جواب نه راکاوه هغه ډیر ژوبل ؤ ما ډیر ورته وویل چی ته چا داسی په بی رحمی شهید کړی!!؟؟؟ تا خو هیڅوک نه وو ازار کړی پدی وخت کی یو ډاکټر راغی پر سر یی لاس راکیښود او راته یی وویل پلار ته دی دعا وکړه هغه طالبانو شهید کړی ما ورته په ژړا ژړا کی وویل مونږ خو له طالبانو سره دښمنی نلرو زه په مسجد کی له ملانه سپاره وایم او پلار می ویلی چی لوی شی بیابه دی په مدرسه کی داخل کړم د نورو طالبانو په شان به د ملائی پګړی وتړی او مونږ به همیشه طالبانو ته وظیفه ورکوله... پدی وخت کی یوکس چی ګومان کوم د هغه هم دکورنی کوم غړی د طالبانو لخوا شهید شوی ؤ زما خبری یی قطع کړی او راته یی وویل بچیه دا هغه پخوانی طالبان ندی دا طالبان ډیر بد خلک دی دوی خلک وژنی د خلکو سرونه پری کوی پخوا به د مدرسی له طالبانو ملایان ، مولویان ، شیخ الحدیثان ، او مفتیان جوړیدل خو اوس د ملا پر ځای تری بلا جوړیږی خاین ، قاتل ، وحشی او ځناور جوړیږی اوسنی طالبان خراب خلک دی هغوی خلک وژنی ..... زه چی د شهید پلار دکټ په بازو ناست ؤم په سوچونو کی لاهو شوم د ملا صاحب خبری می پر ذهن راوا وښتلی چه ماته به یی ویل ته ډیر تکړه هلک یی که کوښښ وکړی تانه به یو ډیر ښه طالب جوړ شی او شهید پلار می هم راته ویل چی په یوه مدرسه کی به دی داخل کړم چی یو ښه ملاشی یو ناڅاپه می له خولی چغه ووتله او ناری می کړی پلار جانه !!! زه نور له ملاصاحب نه سبق نه وایم سپاره هم نه وایم مدرسی ته هم نه ځم په مدرسه کی سړی طالب کیږی طالبان بلاګانی دی خراب خلک دی هغوی خلک وژنی د خلکو سرونه پری کوی هغوی بلاګانی دی خلک خوری خلک وژنی هغوی بلاګانی دی او مسلمانان خوری هغوی ته د کافرانو غوښی او وینی حرامی ښکاری هغوی د مسلمانانو په غوښو او وینو پسی ګرځی او په ډیر شوق د مسلمانانو وینی تویوی دوی د نس مړولو لپاره د معصومو افغانانو ښکار کوی او بیا دی ښکار ته جهاد وایی نو پلارجانه زه نه غواړم چی بلا (طالب) شم او مسلمانان وخورم افغانان وخورم دلته د ډیرو افغان ماشومانو پلرونه بلاګانو خوړلی زه نه غواړم چی د نورو ماشومانو چی پلرونه لری ددوی پلرونه وخورم مړه یی کړم او دوی هم یتیمان کړم ما وبښه پلار جانه زه ستا ارمان نه شم پوره کولی زه طالبی نشم کولی اوس له طالبه د ملا پر ځای بلا جوړیږی.