د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېواد وتلی او ملي سندرغاړی عبدالله مقری او موسيقي !

یوسف فهیم 31.10.2011 20:10

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

موسيقي د ژوند له خوښيو او خوابدیو او هم له خوږو او ترخو شېبو سره ژور تړاو لري.

که موږ خاندو، له موږ سره رباب هم په کټ کټ  خندلای شي او که موږ ژاړو له موږ سره شپېلۍ خوارکۍ هم په کړيکو کړيکو ژړلای شي.

موږ چې غم او ښادي لرو، موسیقي هم له موږ سره په غم  و ښادۍ کې برخه لرلای شي خو؛ په دې شرط چې موږ يې خپل غم و ښادۍ ته راوبولو او د غم و ښادۍ د نمانځلو اومراسمو معیارونه  په پام کې وساتو .

موږ کولای شو، د خپلې ژړا د لا اغېزمنتوب په موخه ، شپېلۍ هم  وژړوو او که ښاد یو د خپلې خندا د لا اغېزمنتوب په موخه رباب هم راسره ملګری کړو، په خپلو ملي غمېزو کې شپېلۍ په کوکو وژړوو او په ملي خوښیو کې رباب په کټ کټ وخندوو.

همدغه راز موسيقي هله معیاري کېدلای او مثبت پیغام  لرلای شي چې د ژوند په خوږو او تر خو  کې له خلکو سره وخاندي او هم وژاړي.

موږ یوازې همدومره پوهېږو چې د سفر د وسیلو ترمنځ  توپیر د سفر د روا والي او ناروا والي، لامل نه شي جوړېدای، یوازې د کارونې او ترې د ګټې اخېستنې معیارونه او څرنګوالی يې دی چې په روا والي او ناروا والي يې نېغ په نېغه اغېز ښندلای شي. پرون موږ پر اوښ خو؛ نن په الوتکه کې سفر لرو!

همدغه راز که نجونې له چمبو سره ناوې ته سندرې ووايي، هلکان به هم حق ولري چې له تبلو سره شاهو ته سندرې ووايي او خپلو سندروته لیدونکي او اورېدونکي ولري.

پرون هم موسيقي او د موسيقۍ آلو شتون درلود ، خو يوازې موسيقي او د موسيقي آلو د کمیت او کارونې له مخې، له نن سره توپیر درلود، چې بې له شکه نن خو مو د ژوند ټول څه له پرون سره توپیر لري. خو يوازې يو څه چې پر خپل ځای پاتې دي، هغه د فطرت د حکم پر اساس یوازې او يوازې د ژوند د هر اړخيزو هوساینو او خوښیو د پلټنې او لاسته راوړلو هڅه ده  او بس.

پرون هم خلکو ژړلې او خندلې او نن هم خلک خاندي او ژاړي، تر څو چې خندا او ژړا مو له نړۍ کډه نه وي کړې، موسيقي مو له نړۍ او په نړۍ کې له ژړا او خندا سره نه بېلېدونکې ملګرې پاتېدلای شي او له شتون څخه يې انکار نه شي کېدای .

که موږ خاندو رباب له ځان سره په کړس کړس خندولای شو او که ژاړو شپېلۍ خوارکۍ په کوکو ژړولای شو، خو؛ که ژاړو، ښايي رباب ونه خندوو او که خاندو شپېلۍ به نه  ژړوو، دا ځکه چې په خوښۍ کې ژړا او په خپګان کې خندا له  انساني فطرت سره اړخ نه لګوي او یوه زیانمنه کړنه ده.

عبدالله مقری د هېواد وتلی او منلی ملي سندرغاړی دی چې په خپلو سندرو کې يې  د هېواد د بربادۍ عاملان رټلي او له ټولنې يې شړلي، په ذهنونو او زړونو کې يې منفور کړي، په ژوندونې يې وژلي او د هغوی د ژوند خوا يې له خونده خلاصه کړې ده.

د عبدالله مقري زړه لا  نه دی یخ او روان دی چې پر خپل خواږه غږ د بربادۍ له عاملینو په بشپړ ډول غچ واخلي او په دې ډول هېواد ورانوونکي، د هېواد له لا ورانونې لاس واخلي.  

ښاغلی مقری، خوږ سندرغاړی د شعور خاوند او دردمن شاعر دی. د ده شعرونه او سندرې په میلیونونو مینه وال لري.

 د سندرو آډیو يې د شعور د خاوندانو غوږونه نازوي او د سندرو  ويډیو يې په هر کور او هره دېره کې د اورېدونکو او ليدونکو د دردمنو زړونو په درملنه بوخته درملګره زبادېدلای شي.

 د ده مینه وال او اورېدونکي  لکه د نورو او ډېرو سندرغاړو په څېر یوازې د یوه صنف، يوه عمر او يوه مزاج خلک نه دي، بلکې هرڅوک يې غږ اوري او مینه ورسره لري.      عبدالله مقری د خپلو سندرو لپاره له موخو او پیغامه ډک شعرونه غوره کوي او د هېواد پر ملي غميزو د سختو زړونو خاوندان هم ژړوي خو؛ په خواشينۍ سره چې  یوه لویه نیمګړتیا يې داده چې له سندرو سره مل موزیک يې بیا مړي نڅوي او د شعر له روح او پیغام سره يې د موزیک تړون همغږي نه لري او تل يې په ډېرو تراژیکو سندرو کې د لوګر له ښاد او سیمه ييز ساز نه کار اخېستی او هم يې په خپلو تراژيکو سندرو کې تبلې ته چې یوه ضربي آله ده او د اورېدونکو په نڅولو کې تر نورو ډېر رول لري، د موسيقۍ قیادت په لاس ورکوي.

که د یوه ژور احساس خاوند يې اوري، نو کېدای شي داسې وانګېري چې سندرغاړی، د خپل هېواد او د خپلو خلکو د بربادۍ پرغمیزه ژاړي خو د موسيقۍ تړون يې د هېواد پرغميزو خاندي او سندرغاړی په یوه شېبه کې په یوه خبره  خاندي او هم ژاړي.

زما په اند که سندرغاړی، غواړي چې شعر يې اغېزمن شي، سندره يې تندر شي او پر منفورو انسانانو چې ژوند يې د نورو ژوند ته شېبه پر شېبه غميزې زېږوي را پرېوځي، ښايي چې شعر، موزیک او د موسیقي تړون يې، درې واړه لاسونه سره ورکړي او له یو بل سره یوه موخه او همغږي ولري.   

که د یوه سندرغاړي د شعر روح، تراژیک وي او موزیک يې ښاد، نو دا به دا مانا ولري چې موسيقي يې د سندرغاړي له خولې پورې خاندي.

ښايي چې هر سندر غاړی د دې ډول ستونزې او نه همغږۍ د له منځه وړو په موخه د مجربو موسیقارانو او کمپوزرانو مرسته له ځان سره ولري او د شعراو سندرې روح ته په کتو د موسيقۍ د تړون تابیا وشي.