د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه وژغورئ!

حاذق نرنګی 15.10.2011 23:09

څه موده مخکې د امريکا له خوا يو څو کسان په تور ليست (بليک ليست) که شامل شول، له نومونو خو ټول پښتانه معلوميدل، وروسته د يو چا له خوا په يوه ويبپاڼه کې په دې اړه يوه ليکنه خپره شوه، چې د دغه ليست ډير غړي يې پيژندل چې ملي تجاران وو، او له کومې ډلې سره يې چې دوی ورسره په اړيکو تورن شوي وو، هيڅ ډول اړيکي نه لري. ليکنه بوږنونکې وه. په کې څرګنديده چې شمال ټلواله په څومره زيرکۍ د پښتنو جرړې وباسي. ځکه دا ټول د هغوی د راپورونو پر اساس کيږي، چې ملي امنيت او داخله وزارت يې ټول په کنټرول کې دي.
بيا يو خبر خپور شو، چې ګوندې د کرزي د ترور دسيسه شنډه شوه، په دې ليست کې بيا هم ټول پښتانه وو، خو دا ځل کوم عادي پښتانه نه، اکثر يې ډاکټران د پوهنتون استادان او د پوهنتون زده کوونکي وو، زه يې د نومونو په آوريدو خورا خواشينی شوم، چې بيا يې د پښتنو لپاره يوه بله دسيسه جوړه کړې ده.
د کرزي د ترور په پلمه يې ډاکټر ايمل حبيب، ډاکټر عبدالله سهر چې دواړه د کابل طب پوهنځي تکړه استادان وو، او ډاکټر حبيب خو د نابغه په نوم شهرت درلود. کله چې يې په ټلويزيون ښکاره کړ، شاګردانو يې ويل چې د ډيرو وهلو ډبلو په وجهه يې پيژندل سخت شوي وو.
زه له دغو يو يې هم نه پيژنم، خو يوه پوښتنه را ته پيدا شوه چې ولې د طب پوهنځي يو استاد، چې په شخصي پوهنتون کې هم درس ورکوی، د داسې دسيسې غړی وي؟ هيڅ روغ عقل دا نه مني، او نه يې هيڅ امکان شته، دا يوازې د عالمو پښتنو پر ضد خورا دقيقه، خطرناکه او زړه بوږنونکي دسيسه ده. له زده کوونکو يې داسې خبرې آوريدل کيږي چې ټول پښتانه استادان اوس ډير بې زړه درسونو ته راځي او هر يو وايي کيدای شي سبا به زه هم نه يم او لکه د ايمل حبيب غوندې به په زندان کې پروت يم.
ای هغو چې څه مو له لاسه کيږي د پښتنو پر ضد دسيسې شنډې کړئ، موږ به دا پراخه پښتون وژنه وزغملای شو، خو په دې ډول د پښتنو بربادي خورا خطرناکه ده.
الفت صاحب څه ښه وائی :
هر څه چې مې وژنی خيال او فکر می مه وژنه
پـدی کـې مـې مـلـت ته ډیـر تـاوان لــیدلـی دی