د کرزي دوره د قومونو د وزلوبې مسابقه
05.09.2011 15:32سلام،
لس کاله زموږ هیواد ته په یوه توره بلا پسې بله توره بلا راغله او نوم یې د ډیموکراسي ورکړ.
هیوادوال زیاتره خوشحاله ښکاریدل، پښتانه که له یوې خوا مات شول خو له بلې خوا یې راتلونکې ته امیدونه هم پیدا شول او همدا راز نور لږکي.
خو، اوس داسې ښکاري چې دا تیر لس کلونه د افغانستان میشتو قومونو ته د سیالۍ کولو ښه موکه په لاس ورکړه، او ټولو قومونو خپله وړتیا او د لیوالتیا ساحه ډیره ښه تعریف او تمثیل کړه.
هغه قوم چی بنسټ یې په بې اتفاقۍ، ورور وژنه، قدرت طلبۍ، جاهلانه سیاست او لاشعوري ژوند ایښی هم خپل ځان ښکاره کړ، او هغه قوم چې موخه یې یوازې خپلې قومي ګټې او د افغانستان د نورو قومونو سره د سیال کیدو لار غوره بلل وه هم خپل رول ولوباوه، او باالاخره هغه قوم چې تر ټولو یې ځان چالاک او زیرک باله او د رهبریت شوقیان ښکاریدل هم خپل ځان ددې وزلوبې د ګټونکي د مدعي په توګه رامخ ته کړ.
د افغانستان خاوره او خلک لکه د وزلوبې میدان، دوی ته په خدمت کې ورکړ شول.
پښتنو خپله مسابقه ورکړه، ځان یې معلوم کړ چې په کومو برخو کې ښه وړتیا او لیوالتیا لري او پدې لس کلنه دوره کې یې څومره لاسته راوړنې درلودې؟ (دلته پرې خبرې نه کوم).
پاړسیوانانو هم خپله مسابقه ورکړه، خدای شته د یو اقلیت توګه ښې لاسته راوړنې یې هم درلودې، هم په سیاسي ډګر کې هم په اجتماعي، علمي، کلتوري او بیا روغاونه کې.
هزارګانو هم ښه رول ولوباوه، او د توقع خلاف کارونو او تکتیکونو نه یې کار واخیست، حتی تر ټولو ښه رول یې درلود، داسې کورنۍ چې له نیکونو به یې کتاب په سترګو نه و لیدلۍ په یو ځل هلکان او نجونې په ښونځیو، تکیه خانو او پوهنتونو ور توی شول، او دادی تر نن پورې د مچ او میږي په څیر د افغانستان په ټولو پوهنتونو، ادارو، په خارج او داخل کې اوړي را اوړي.
نوریستانیانو او پشه یانو هم خپل رولونه د خپلې پوهې او وړتیا برابر ولوبول.
د مسابقې پایلې:
۱- پښتون قوم تر ټولو قومونو د زیات زحمت کش قوم په نوم ونومول شو، خو لاسته راوړنې یی صفر وې (ځکه دوه مساوي او مخالف الجهت قوې او خوځښتونه یې لوبول).
۲- تاجیک قوم له سره بریالی او د مسابقې ګتونکی، په سیاسي، کلتوري، او اقتصادي لنډمهاله او اوږدمهاله ګولونو کې. (ځکه دوی ورور وژنې ته کوم دلیل نلري، ولو که ترمنځ یې د کفر او اسلام خبره هم وي)
۳- هزاره قوم تر ټولو قومونو ډیرې لاسته راوړنې درلودې، دوهم بریالی قوم و بلل شو. د تعلیم په برخه کې د سیالی ګټونکی او د لمړي مقام څښتن.
۴- نورو لږکيو هر یو په خپل ځای او خپل وار مسابقه وکړه خو پایلې یې د افغانستان د وزلوبې په پایلو ډیره اغیز نه درلوده، لدې کبله یې دلته یادونه نه کوو.
پدې هیله چې په راتلونکي کې هغه قومونه چې ښې پایلې یې ندي ترلاسه کړي، خپلو نمګړتیاو ته ځیر شي او مسابقې ته له پوره تیارۍ او سمبالښت وروسته راشي.
د یو موټي او پرمخ تللي افغانستان په هیله

