د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتنو دادۍ اوس له خپله لاسه ورکیږو

لوګۍ 02.09.2011 21:23

پښتنو دادۍ اوس ورکیږو
هره ورځ د ویبپاڼو له لیاری د پښتنوله خوادا بحثونه خپاره کیږی چه پښتنوته خپل حق نه ورکول کیږی، مقصد د لیکوالو دپښتنو غوښتنی دافغانستان د اساسی قانون په چوکاټ کی ده. هلته واضح بی له کومه شکه او شوبی نه لیکل شوی چه پښتواو دری د افغانستان ملی ژبی دی.
نو چه داسی ده نو باید ټول دولتی کارمندان باید د قانون په آساس په دواړو ژبو پوه او په خپلو رسمی دندوکی دواړه ژبی وکاروی وا چوی تر څو چه له یویخوا د ملت نیمګړتیاوی حل شی اوله بلی دا حس دبیګانګی د افغانانو په منځ کی ړنګ او داخلی افغانی روحیه ټینګه شی.همدارنګه د معارف په ساحه باید پرهغه زبه درس او تعلیم رواج په کومه کی ژبني ډیرښت موجود وی. دا مشکل پرونی نه دی بلکه اوږد تاریخ لری چه دلته یی د لنډی یاده ونی اړین لیدل کیږی.
د ظاهرشاه د حاکمیت په وخت کی چیرته چه په افغانستان ارامی وه امکانات د له منځه وړلو ددی بی انډولی وه، کوم چه به نه یواځی دا نا حقی له منځه وړی وای بلکه د افغان اولس یووالۍ به یی نور هم ټینګ کړۍ وای وو، متآسفانه ظاهرشاه حکومت او هم حکومت کول د یو څو ځان اعتبار وړو تاجیکانوته ور وسپارل. دلته نه ظاهرشاه اونه دی ګمارل شویو تاجیکانو د پښتنودعلم معرفت په زده کړه کی ځان ته کوم تکلیف ورکړ دوی نه غوښتل چه په پښتنو کی تمدن انکشافوکړی ځکه چه د اشرافی د ډلی شان او شوکت له ویشلو سره مخامخ کیدل نو هغه بخیلتوب تر اوسه پوری دوام لری.
موږ پښتانه چه اوس په دی ناانډولی پوه شوی یو نو پر خای ددی چه ګډه او یوه غږ پری کړی ګامونه ددی بی انډولی پر ضد پورته کړو مسفانه د درویزګرو په ښان دځان ناری وهو چه زموږ حق راکړه. کو مو چه خپل حق په ډیره هوښیاری لاس ته راوړۍ ساتلی او دهغه دساستنی لپاره یی هر راز قرباانی ورکړی او ورکوی یی. حال دا چه موږ پښتنو خپل حق له یرغلګرو اخستۍ او بیا مو تاجکانو ته سپارلۍ ، ځکه چه موږه یی په ارزښت او ګټه نه یو پوه شوی او هر هغه و خت چه موږ ته شرایط دځان دکلتوری حق د لاس را وستلو امکانات برابر شوی موږ پښتنو له داسی احساساتواو زور نه کار آخستۍ چه هغه شرایط مو په ډیره سادګی له لاسه ورکړی حتی دخان دبربادی له پاره مو کندی کنلی دی.
علت ددی سادګی او بدبختیو څه شی دۍ، په هغو باید ځانوه پوه او ښکاره بحث ور باندی وکړو.
بښنه غواړم خدای مکړه چه څوک زما په لاندنیو یادونو ځان زخمی حس نکا. موږ سیاسی ګوند نلرو چه په کی راغونډشو، او که یی لروکار نه ورته کوو.
موږ مسوَلیت په غاړه نه اخلو.
موږه دملی ګټو لپاره کار نه کوو.
موږ یو پر بل اعتبار نلرو او نه یی کوو.
موږ بخیل یو پر بل باندی مو نه مالی او نه معنوی آبادی لوریږی.
موږه یو دبل غیبت کوو
موږه کینه کښ یو
موږه لاپی وهو او عمل نه کوو.
موږ تعلیم نه زده کوو حتی هغه کورنۍ چه په اوروپا او امریکا کی اوسیږی بی تعلیمه پاتی دی.
موږه سازش نه کوو چا که زموږ خواهشات ونه منل هغه د خان دښمن ګڼو بی له دی چه بله لار چه ددواړوپه ګټه وی ولټوو.
موږه افراتی او خپل سرحد نه پیژنو.
موږه نه متحد کیږو.............
دا پاس یادونی یواقعیت دی موږ پښتانه یی باید ومنو او د علاج لار یی ولټوو.
غیر پښتنی قومونه و کولای شوای د وخت له شرایتو سره سم داسی سازش وکړۍ چه مکسیموم ګټه تری پورته کړی یو علت یی هم دادی چه په دوي کی پاسنۍ یادونی یا نشته که شته هم په قومی کچه نه لیدل کیږی.
دلته یو څو لنډ ا مثالونه دتیرو دیرشو کلونو دکړکیچنو:
پښتنو خدای بښلی سردار داوود خان نه یواځی چه هغه یی ونه ساتنه بلکی پر ډیره نا ځوانی اوښتون ورباندی وکړه.
د ۱۹۷۸ کال په اپریل کی خلقیانو پر ضد د شهید سردار داودخان کودتا وکړه او قدرت یی خپل لاس ته را وړ لیکن دوی ونکړای شوای چه تر اتو میاشتونه زیات حکومت وکړی او چپه شول چه علت یی په پاسوکمښتوکی لیدل کیږی. پرچمیانو چه پښتانه نه وو دخلقیانو په مرسته چه پښتانه وو د شخصی عقدو لرلو او سیاسی نا پوهی(لکه سروری وظیفه پیلوټ، ګلاب زوي خردظابت، وطن جار ټانکست) پرچمیانو استعمال کړل خپل قدرت یی د یادی شوی ډلی او روسانو په مرسته د خلقیانو له لاسه واخيست.
دلته باید داهم ووا یوچه باقی خلقیا ن له کومونه چه برچمیانو ته خطر لیدل کیدو هغه پرچمیانو مړه یایی تیښتی ته مجبوره کړل چه مهاجر شی، د ټیټو صوفو خلقیان له کومونه چه خطر نه لیدل کیده او نه یی دتیشتی لاره درلودله د پرچمیانو د ساتنی لپاره تر هغو وجنګدل تر څو چه یی هزارګانو، اوزبکانو او شمالی ټلوالویی میخونه بر سرکی ور ووهل.
دپاسنی خواسو په اساس خلقیان نه په سیاست پوهیدل،نه یی سیاسی ملګری درلودل او نه یی دسپین ژیرو مصلحتوته غوږ نیول.
وګوری چه پرچمیان خپل روابط ورځ په ورځ له شمالی ټلوالی سره ټینګوی کوم چه د سردارداوودخان او د خلقیانو په دوره کی پاکستان ته تښتیدلی وو. وګورۍ چه پرچمیانو په کومه هوښیاری سره خپل قومیان شمالی ټلوال شعلیان او ستم ملی دا ټول چه تاجک دی له جنګی ساحی او پاکستان څخه راباسی او هغوي خپلو منطقوته ځی او هلته خپل سیاسی روابط په حیث دمجاهد له روسانو او پرچمیانو سره ساتی او خپلی منطقی له جنګه ساتی. لیکن پښتانه بی سرنوشته بی کوم رښتین سرکښه جنګ ته نور هم دوام او دپاکستان او غربی نړی تر کوماندی لاندی تش په نامه جهاد په مقابل د روسانوکی جنګول کیږی او جنګ یواځی د پښتنو په منطقه کی مرکزیت نیسی او دا حالت غیر مستقیم پرچمان هم غواړی چه له یوی خوا یی سیاسی پوزیشن د روسانو په مقابل نور هم ټینګ شی او له بلی خوا د پښتون قوم سیاسی قدرت ضعیف ملی شخصیتونه مړه معلمان قتل مکتبونه وران، کروندی وجاړی پښتانه بزګر او عام خلک د روسانو اود مجاهیدینو له لاسه داسی مهاجرت ته مجبوره کیږی چه پاکستان ته وتښتی. دا مهاجرت داسی شکل نیسی چه ددوۍ د بیرته ستنیدو امکانات نورنوی.
پرچمیان اوس له روسانواو ګلمجم سره په ګډه د پښتنو په قتل عام شروع کروندی کورونه یی سیستیماتیک ورانوی تر څو چه افغانستان بی پښتنونه کړی. برسیره پردی چه په آخره دوره د پرچمیانو کی رَیس جمهورهم پښتون لیکن پرچمۍ په دی ضد پښتنی بشری خیانت کی فعاله برخه اخلی چه لنډ مثال یی دګلم جم سمبالول او پر ضد دپښتنو یی کار تر ی اخست.
پښتانه تر هغوپوری جنګیږی تر څوچه روسان له افغانستانه وزی. ښاغلۍ نجیب پښتون وژنی ته له ګلمجم سره دوام ور کوی او لد خبر نده چه دی د خپلو پرچمیانو او شمالی ټلوالی د کودتا قربانی ته ورروان دی.
دلته د شمال ټلواله را میدان کیږی له پرچمیانو سره په ګډه سیاسی قدرت ته په وچ زورځان رسوی او دولتی چاری په خپل لاس کی نیسی او ښاغلی نجیب له منځه وړی.ڼو کله طالبان راځی تاجکان پرچمیان ډا کتر نجیب چه ددوی له ډلی وو پاکستانی جاسوسانو طالبانو ته وسپارل ولو که د دوۍ خدمتګار خو پښتون وو. اوس دلته بله تراجیدی پښتنوته پښیږی چه هغه د دوی په لاس کی لویدل و پاکستان ته چه نتیجه دا زموږ نني حال ده .
دا تپوس به له پښتونه بیځایه نه وی چه دادی د خلقیانو کودتا اویا دا تش نامه جهاد دڅه لپاره؟ ځواب به یی داوی چه ما خو دا قرباني د وطن د ازادی او د خان د حق د دفاع لپاره ورکړه وګوره دا یی هم ثمر دی چه نن می وطن ازاد او خپل حق می لاس ته را ووړ.
اوس بل تپوس دادي چه ستا حقوق چیرته دی چه ته یی اوس ددرویزګر په شان ناری وهی چه زما حق راکړه؟
ځواب یی دادۍ چه تا د خپلو حقوقو دفاع ونه کړه داخو ستا د جهاد یو هدف وو ګوره دا کار پای ته ونه رساوه.
دا مو هم یو له پاسنیو خواصوده چه خپل حق نه شو ساتلای لیکن جنګیدلای او خان بربادولای شو.
پښتونه تا خودا وطن ازاد کړ تا خو په زراوو زراوو شهیدان ورکړل تاته خو په زراوو زراوو ګوډان یتیمان کونډی او رنډی پریښودی دهغوي غمه به څوک خوری .
دلته موږ پښتانه باید پدی اقراروکړو چه په سیاست نه پوهیږو، سیاسی ملګری نلرو، ملی مخکښ نه لرو، ټولنیز ګوند نه لر.
د پښتنو له دی سیاسی انارښی څځه غیر پښتنی قومونو په ډیره ناځوانی سره سره ګته پورته کړه لکه چه پښتانه د افغانستان غړی نوی زه ویلای شم چه دوی سیاسی غلا وکړه هو بی لدی چه دا فکر له ځان سره وکړی چه دا قام به له ما سره یو وخت حساب کوی نو ولی یی دښمنی ته شعورآ شرایط برابره وو او داده چه شروع یی روانه ده ځکه چه له یوی خوا زما حق تر پښو لاندی او له بلی خوا دوی له ما سره په ۲۱ پیړي کی د اپارت هاید په ښان چلند کوی.
دا نورو ټولو غیر بښتنی قامونو له دی تیر شوی ۳۰ کلنی جنګ څخه بریالی راووتلو برسیره پر دی دوی په هوښیارانه توګه د سیاسی اوضاع په تحلیله ولو سره وکولای شوای چیرته چه یی خپلی ګټی لیدلی همهغه شان دوی خپل دریز ته تغیر ورکړ. دوی نه یواځی ځان ته په نړیوال ډګر کی سیاسی ملګری پیدا او د خپل قام مخ کښی قواوی او مشران یی سره یو موټي له مرګ ژوبلی له جنګه وساتل چیرته چه پښتانه شپه او ورځ جنګیدل تر اوسه وساتل او سیاسی قدرت یی هم په لاس کی ونیول.
دا ځکه غیر پښتنی قومونه کار کوی ، مسولیت په غاړه اخلی، یووالۍ لری دوی وکولای شوای سیاسی ګوندونه لکه پرچم،شعلیان ستم ملی..... ټول تر یوه بیرغ لاندی را ټول اوهغه تیوریتیکی توپیرونه یی چه یی د پښتنودغولو لپاره سیاسی میدان ته را منځ ته کړی ول منحل نور ورته اړینه نه وه.
کله چه امریکایانو افغانستان ته د راتګ فیصله کوله موږپښتنو په کافی اندازه وخت درلود چه له طالب او بن لادن مو لاس اخستۍ او که نور هیڅ نه وای پښتنو منورینو خو په نړیواله سطحه کولای شوای د امریکایانو راتګ ته ښه راغلۍ ویلۍ وای او خپل ګډ کاری مو اعلان کړی وای یواخنۍ پښتون چه دامریکایانوسره یی کار کاوه کرزۍ وو هغه امریکایانو ریَیس جمهور کړ.
وګوره دلته دو نوروته چه لا په خوایی د طالب او بن لادن پر ضد خپل دریځ نیولۍ او پدی پوهیدوچه دا بی سازشه طالبان له منځه وړل کیږی ځکه چه نه یی شرق اونه یی غرب غواړی هو اسبات یی دادی جه موږیی نن په افغانستان کی وینو چه پښتانه نه په بره خوا او نه په لره خوا د امریکایانو او د پاکی په مکتب روزل طالیبانو له لاسه وژل کیږو.
اوس موږپښتانه راځو په دوی دا تهمت لګولو چه تاسی خوجاسوسان دروسانو، پاکستانیانو، ایرانیانو اوپه اخرکی د امریکایانویاسته. دلته هم باید په ریښتینی توګه ووایو چه تالیبان، ګلبدین، حقانی ..... ایاجاسوسان د پاکستان ندی د جهاد په وخت کی د امریکایانوجاسوسان نه وو؟ خاص توپیر یی دادي پښتانه دخان دتباهی او دا نور د ځان دقوم د ابادی لپاره کار کوی.
دا نور قومونه په دی پوه شوی چه دپښتنو په قدرت اخستو سره به دوی اړین وی چه خپل دا شان شوکت ور سره ویشی خو دوی دا فکرهم وهی تر څوچه پښتانه دومره مخ په وړاندی ځی او د ځان د حق رسیږی، افغانستان به خدای مکړه دا اوسنۍ جوړښت ونلری.
دلته بی له تهمته دا هم باید ووایم چه داسی غیرت لرونکی تاجک هم نه تر سترګو کیږی چه غږ پورته که او ووایی احتیات دلته موږ نور وروڼه هم لرواو په دی وطن کی همدا شانه حق لري لکه موږ، او موږ باید له راتلونکی کورنی جنګ نه ځان وساتو نور بس.
که چیرته تاجکان سیاسی او مالی ویش لکه له ورور سره د پښتنو سره ویشلی وای نو دا به ددوۍ په ګټه وای ځکه نور به بیا له دوی سره دا بیره نه وای چه کله به پښتانه بیا له موږه سره لکه د طالب په وخت دا شات شوکت ویشی.
خو دلته دا واقعت دۍ چه دوی په دی جنګ کی دومره ندی ځوریدلی لکه پښتانه چه وځپل شول که ځوریدلی وای کوم چه زما په حیث د یوه انسان په دوی نه می لوریږی نو نن به دا ناورین په افغانستان یا هیڅ نه وای او که وای خو ډیر کم به وای .
له دی پاسنۍ لیکنی مقصد دادی چه نور له دی بحثو نه چه موږ ته څوک حق نه را کوی ځانونه مو پردی مصروف ساتلی چه پلانۍ دا وایی او پلانۍ دا وایی نور تر دوو سپږمو یم.
راشه که رښتیا هم تاسوته خپل حق، ژبه، دود او کلچر ګران وی رامیدان ته شه وایی خله، څوک نن زمان چاته بخشش نه ورکوی.
رامیدان ته شه کار وکړه له شپی نه ورځ جوړه کړه.
را میدان ته شه دپښتون پښی نوری مه غوڅه وه بښنه وغواړه
را میدان ته ښه ځان ته ګوند جوړ کړه چه سیال د ستا زور وپیژنی.
را میدان شه دیموکراتی په کور کلی کی پیاده کړه.
را ولاړښه سياسی مخکښ د وساته اعتبار پری وکړه.
را ولاړشه سیاسی نسل تربیه کړه.
خدای بښلی فخر افغان ویلی: یابه یوکیږو یا به ورکیږو.
د هغی ورځی په هیله چه پښتانه سره یو شی.