افغان پوځ هيواد ساتلي شي
08.07.2011 18:06افغان پوځ هيواد ساتلى شى.
صادق افغان
مونږ په تيرو مضامينو او مقالو کې ليکلي وه چې افغان پوځ ولې هيواد نشي ساتلاى؟! ددغه سوال او پوښتنې په ځواب کې مونږ بيلابيل دلائيل وړاندې کړي وو اوس مونږ پدې باور يو چې افغان پوځ ددې وړتيا لري چې د امريکايانو تر وتلو وروسته گران هيواد افغانستان وساتي پدې شرط چې لدغه پوځ نه پردي پال عناصر ووځي قيادت او قومانده سوچه هيواد پالو او دين پالو افغانانو ته په لاس ورشي لدغه پوځ څخه د هر هغه چا لاس لنډ شي چې پرديو ته ژمن او هوډمن وي، بل دغه پوځ د پرديو، پر مشروطو مرستو تکيه وه نکړي تر څو خپله خپلواکي او ازادي حفظ کړي او همدا ډول په حقيقي معنى په ځان کې ملي او اسلامي صفت پيداکړي دنده يې د هيواد د ځمکني بشپړتيا ساتل په سياست، گوندي تعصب کې دنه ښکيليدلو ژمنه وکړي ددغه پوځ په ترکيب کې بايد سوچه افغانان او مسلمانان ځاى ولري پدې پوځ کې بايد کرايې مليشې، مافيايې ډلگې سمتى او اربکي کنډکونه وجود ونلري ددې پوځ مشري بايد داسې چاته وسپارل شي چې له دوو سترو شيطاني امپراطوريو سره د جنگيدو د شرف مډال يې اخستى وي ترڅو هر طاغوت او زبرځواک ته ځواب وويلى شي.
له افغان پوځ څخه بايد ټول کمونست عناصر وويستل شي دا که افسران وي او که نور ملکي عناصر وي ځکه کمونستانو يو ځل وطن خرڅ کړى په ميليونونو افغانان يې د خپلو بادارانو روسانو پر لاس وژلي څوک چې له کمونستانو د خير او ښيگڼې توقع او طمعه کوي ساده گان او له واقعيتونو ناخبره خلک دي، کمونستان که هغه خلقيان دي او يا پرچميان دواړو يې امتحان ورکړى دواړه يې ملي خائنان دي فلهذا که دا عناصر د افغان پوځ په ليکو کې موجودوي هيڅکله به دا پوځ پوځ نشي اونه به دارنگه پوځ ته ملي پوځ ويلى شو، همدا ډول بايد کمونستان له نورو اړوند امنيتي ادارو لکه د ملي امنيت، ملي پوليسو له حساسو ادارو څخه اخراج شي د کمونستانو لپاره يوازې دا کافي نده چې له دندو گوښه شي بايد افغانان د دوى (کمونستانو) عادلانه محاکمه پيل کړي او د هغه دوو ميليونو شهداوو غچ ورڅخه واخستل شي چې دوى د روسانو پر مټ وژلي وو بل دا چې کمونستان منافقين هم دي ځکه دوى اوس مهال په هغه امريکايې ادارو کې په ټيټو سترگو او ټيټه ملاکارکوي چې دوى به ورته پرون نړيخور امپرياليزم وايه د کمونستانو لدې کاره معلوميږي چې دوى هم مفکوره ندرلوده يوازې د لينن، مارکس او انگلس نومونه يې اوريدلي وو او وار وار به يې پدغه تاريخي بدنامو او ملعونو څيرو درود وايه کله چې کمونستي اردو او پوځ سره د خپلو بادارانو د افغان مجاهدينو پر لاس ماته اوخوړه هر ډول حيثيت او وقار يې له لاسه ورکړ ځکه دغه کمونست پوځ افغان خاوره او افغانان نه ساتل بلکې د خپلو بادارانو د ارضا او خوښې لپاره يې مظلوم افغان ملت واژه دا ډول اوس په افغان ملي اردو کې هم داسې عناصر شته چې اسلام، هيواد خلکو ته نه بلکې ډالرو او امريکايانو ته ژمن دى په ډيره سپين سترگې او بيغرتي تر امريکايانو دمخه او د امريکايانو په مخ کې خپل مظلوم هيواد په نښه کوي او وژني يې.
زمونږ اوسنى اردو چې په روزلو يې امريکا پانگونه کړې د امريکايې کرايې مليشو حيثيت لري هر ډول وطني او ديني تشخص يې له لاسه ورکړى بلکې ويلاى شو چې افغاني غيرت او غرور يې هم له مينځه تللى ددې پوځ ترمخه امريکايان د افغانانو کورونو ته ننوزى کورونه تالاشي کوي پر ښځو ماشومانو تشدد کوي ځينې وژني ځينې نور له ځانه سره وړي ايا دا ډول او ځينې دا ډول پوځيان به هيواد وساتلاى شي ايا دا د شرم خبره نده چې زمونږ د ملي اردو مسلحو ځوانانو ترمخه امريکايان پر عامو افغانانو ظلم او تيرى کوي ځکه د پوځ او اردو اساسي دنده او وظيفه داده چې عامه خلک او هيواد د هر ډول ظلم او بيدار څخه وژغوري او حمايه يې کړي خو که يو څوک دا پوښتنه وکړي چې د مقاومت په ليکو کې هم ځينې خارجيان شته او هغه د مقاومت د مجاهدينو تر څنگ جنگيږي ايا دا افغان وژنه نده او دا پر افغانانو تيرى ندى؟!
ددې ځواب دادى چې دغه ډول جنگيالي چې په پخواني جهاد کې د روسانو پر خلاف جهاد ته راغلي وو يوازې او يوازې له بهرنيو قواو سره جنگيدل او له اولس سره يې هيڅ ډول تماس نه وو او نه هم د هغه وخت د مجاهدينو له قوماندې پرته چا څه کولاى شول په بل عبارت په پخواني او اوسني جهاد کې قومانده د تل لپاره د افغانانو په لاس کې وه، خو بيا هم که فرض کړو چې زمونږ صفونو ته ځينې داسې مسلمانان د جهاد د فريضې د اداکولو پخاطر راشي اوغواړي زمونږ تر څنگ وجنگيږي لدې سره به هم د يوې لحظې لپاره اجازه ورنکړو چې يوه افغان ته که هغه نر وى او که ښځه په برگو سترگو اوگوري ځکه دا کار مونږ د خپل کرامت او وقار خلاف بولو.
ځکه د افغان، نيونه، محاکمه او پلټنه به يوازې د هغه چا حق وي چې د هغې خاورې اصلي بچي او وارث وي نو ځکه مونږ پر افغان پوځ او ددغه پوځ په جگپوړو قوماندانانو، افسرانو، ظابطانه او د اردو پر ټولو وړو او غټو عناصر غږ کوو چې د امريکايانو ډډ او شا پريږدئ، الله جل جلاله او بيا خپل ملت ته رجوع وکړى، ددې لپاره چې د کمونستي اردو له برخليک سره مخ نشي نن هم چانس لري چې خپله رويه او عقيده سمه کړي د امريکايانو تر وتلو دمخه او د وتلو په درشل کې خپل ملي او اسلامي عهد وکړي، ملت ته ډاډ ورکړي چې تاسو د پرديو غلامان نه يې او تاسو د پرديو ملگرتيا پرې ايښى يوازې او يوازې اسلام او افغان ملت ته ژمن پوځيان او رزمندگان يې ددې لپاره چې د تلپاتې عار او شنار او د بشپړې نابودۍ څخه وژغورل شي همدا نن د مسلحو ليکو له مجاهدينو سره اړيکه ټينگه کړي او دا اطيمنان ورکړي چې تاسو د تيرو اشتباهاتو او اخطاوو د کفارې لپاره اوس د اسلام او وطن خدمت ته صادقانه چمتوالى ښيې که دا کار وکړي زما يقين دى چې زمونږ زړه سواند په الله جل جلاله او وطن مين فدايې او سرښندونکي مجاهد ځوانان به تاسو اوبښي او تاسو ته به خپلو ليکو کې ځاى درکړي بلکې په يقين کامل سره ويلاى شم چې تاسو به په خپلو دندو کې پريږدى او دا موقعه به درکړي چې د خپلو خلکو، هيواد او اسلامي ملي حکومت خدمت ته دوام ورکړي پدې شرط چې له پرديو نه استقلاليت اعلان او افغان ملت ته ژمنتيا څرگنده کړي همدغه ستاسو د حقيقي او تلپاتې نجات لار او د افغان ملي وحدت پر لور متين گام دى پدې کار سره به د افغان وژنې مسلسل پاى ومومي اردو به هم نه تالا او ترغه کيږي ټول تاسيسات به له چور او چياول څخه خوندي پاته شي دا زمونږ او ستاسو ملي او شرعي دنده ده مونږ د تيرو تجربو په رڼا کې ويلاى شو چې راځئ اردو نه ختموو بلکې د اردو په صفونو کې اصلاح راولو هسې هم زمونږ وياړلى ملت دا وخت په سنگرونو د لسو کلونو تجربه شوي داسې جنگيالي ځوانان او مجاهدين لري چې د ناټو ٥٥ هيوادونو ته يې ماته ورکړې او شايد چې دغه مجاهد ځوانان د ٧٠٠٠٠اويا زرو په شاوخوا کې وي فلهذا که دا اويا زره د درې لکه او يا څه کمو او زياتو افغاني عسکري قواو اشراف او نگراني وکړي او داسې تعديلات پکې رامينځ ته کړي چې هم پوځ پرځاى پاته شي او هم د مفسدو عناصرو مخه ونيول شي دا به د افغان اولس لپاره يو ستره ملي لاسته راوړنه وي په پوځ کې بايد يو بلې خبرې ته هم ژور پام وه شي چې د قومونو د نفوذ او عدد په اندازه به هر قوم ته په اردو، پوليسو او نور حکومتي ارگانونو کې په عادلانه ډول ځاى او دنده ورکول کيږي.
داسې نه چې يو قوم يو سمت او يو گوند په ټولو عسکري قواو او ارگانونو مسلط وي دا کار د ملي او اسلامي اصول خلاف کار دى که د ملت د افرادو ترمينځ توازن او اعتدال مراعت شي په اطيمنان سره ويلاى شو چې هيڅ افغان وگړى به د محروميت او مظلوميت احساس وه نکړي بلکې په ټول توان به د دين او هيواد خدمت ته مټې رابډوهي.
ملي پوځ او اردو همدې ته وايې چې د ملت د ټولو اقشارونه د عددى او نفوذ لحاظ پربنا جوړه وي، وطني او ملي احساس ولري او همدا ډول اسلامي غيرت ولرى او دا غيرت يوازې او يوازې په اسلام پالنه او هيواد پالنه کې نغښتى د پرديو غلامان هيواد نشي ساتلاى او نه يې ساتي بلکې هيواد خرڅوي نن د نړۍ په کچه د ډيرو هيوادونو ستر ستر پوځونه شته خو ددغه پوځونو او جنرالانو مهار د بل چاپه لاس کې دى، ددې ښه دليل دادى چې چيرې هم عسکري او پوځي ديکتاتور حکومتونه وينئ دا به حتماً د نورو نوکران او پر خپل اولس ظالمان وي، خو د ملي او اسلامي خپلواک پوځ دنده د پرديو او بهرنيو په مقابل کې د خپل دين اولس او خاورې ساتنه ده، افغانان نن همدا ډول باغيرته، باايمانه بااحساسه پوځ او اردو ته اړتيا لري.دا ډول ازاد، خپلواک دين، وطن، خلکو ته ژمن پوځ هيواد ساتلاى شي

