د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قاهری د ازادی په میدان کی یوځل بیا مصری ځوانان پاسیدلې دی،

نجم الله شینواری 29.06.2011 06:33

نن د سی شنبی په ماښام د مصر د پلازمینی قاهری دالعجوزه په سیمه کی د ۲۵ د جنوری د شهیدانو د کورنیو ترمنځ شخړه را منځ ته شوه، چی د پولیسوپه چلند شخړه لاپسی پراخه شوی ، او اوسمهال په میدان التحریر (د ازادی ډګر) کی تر ۶۰زرو مصری ځوانانو اعتصاب اعلان کړی، چی په سر کی یی د پولیسو سره د اخ او ډب پیښی هم رامنځ ته شوی ، او پولیسو د اوښکو بیونکی ګاز کارولی چی په پایله کی یی لسګونه تنه ځوانان ټپیان کړی ، د یادونی وړ ده چی وار د مخه د مصر د رادیو او تلوزیون د ودانۍ (ماسپیرو) مخ ته د ۲۵ د جنورۍ د پاڅون د شهیدانو کورنیو اعتصاب کړی ، دوی غواړی چی د زاړه ریژیم چارواکی زر ترزره محاکمه شی ، دا کورنۍ وایی چی حکومتی چارواکی د زاړه ریژیم د غړو په محمکه کولی کی له ځنډ او سستۍ څخه کار اخلی ،