دکبر او غروریوبل برج هم راونړید!
25.06.2011 18:58دکبر او غرور دا برج دننګرهار دامنییی پخوانی قوماندان جنرال علیشاه پکتیاوال و نوموړی چی خواوشاه یو کال وړاندی دننګرهار دامنیی دقوماندان په توګه وګمارل شو نو تر ما پوری ټول ننګرهاریان ددی امله خوشاله و چی یو خو دشمالی ټلوالی له جغ نه خلاص شو او بل داچی پکتیال په کابل کی خورا ښه نوم ګټلی ما هم ځسنو دوستانو او ملګرو ته دپکتیاوال په مقررۍ مبارکۍ ورکولی خو زه څه خبر وم چی دا به له ننګرهاریانو سره هغه دکفن کش ټوکه کوی،کله چی امنیه قوماندان شو زما یو دوست له کابه راغی راته ویل یی چی مبارکۍ ته ورځو ماورته وویل سړیه څه وخت صبر وکړه چی څه کارنامی خو ښکاره کړی خو ده ونه منله او په منډیی کی یی ښه چاری پسه واخیست او دجمعی په ورځ سره دځینو مشرانو او سپین ږیرو ورغلو کله چی دا جناب راغی نو ځان یی داسی حق په جانب نیولی و تا به ویل چی ټوله شپه په ننګرهار کی وسله واله جګړه تیره شوی او پکتیاوال هم دجګړی په مورچه کی ویښ ناست و دکیناستو سره سم یی خپل ګرځنده موبایل تلیفون راوویست او هغه دماشومانو لوبه (ګیم) یی پیل کړ ما ډیره حوصله وکړه خو ونه شوه نو له مشرانو می اجازه وغوښته او ښاغلی پکتیاوال ته می وویل له ویلو په اوریدو کی ګټه ډیره ده که غواړی چی دننګرهار خلکو ته خدمت وکړی او په کابل کی ګټل شوی نوم دی (چی وروسته یی بایلود) بیرته راخپل کړی نو دپولیسو په اوسنی سیستم کی چی تر ډیره خرڅ شوی دی سمونی راوله ده هم زما دخبرو پر وړاندی څه اوتی بوتی وویل او تری راووتو په لاره کی می هغه خپل دوست ته وویل چی مادرته نه ویل چی دا مړی په دی ژړا نه ارزی ،پکتیاوال نه یوازی داچی سمونی یی رانه وستی بلکی دپخوانی قوماندان په پرتله یی دولسوالیو او پاټکونو اجاری لوړی کړی،په رڼا ورځ به په لاریو کی چارتراښ او نور ممنوعه شیان بار او دڅو ولسوالیو په خوا کی به تیریدلی خو چا ورته بورته هم نه شو کتلی امنیت چی ډیره مهمه خبره وه له یوی ورځی بلی ته خرابیده یو چا راته ویل چی علیشاه ګل اغا شیرزی ته مشوره ورکړی وه چی دامنیت دخوندی کولو په موخه باید له شاهی ماڼۍ نه دیوال چاپیره کړی ،له رسنیو سره خو یی ګوزاره داسی وه چی دخپلی ګټی خبرونه به یی ښه تاوده ورکول دا ددی لپاره خپل څانته درواغجن او کاذب شهرت تر لاسه کړی دشپی به یی شراب څښل او له لغړ زنو سره به یی شپه رڼوله او دورځی به تر غرمی ویړده و دکبر او غرور پر داسی نیلی سپور و تا به ویل دا وطن همه فتحه کړی دی خو هغه چا رښتنیا ویلی چی دکبر کاسه نسکوره وی (دکابل بانک په پیښه کی خو دده کردار تر هیچا پټ نه دی) زما دکورنیو چارو وزارت مشرتابه نه هیله ده چی نوموړی ته نور دپولیسو په لیکو کی څای ورنکړی