د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو د غلو د مخنيوي لپاره قدم پورته کړ

مجاهد پښتون 18.06.2011 14:10

مجاهد ((پښتون))
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکز پيښور څخه خپريدونکى پښتو ورځپاڼې (وحدت) د جمعى او شنبې په ورځ (2011-06-18/17) د افغانستان د ننګرهار ولايت د طالبانو او د طالبانو د (اسلامي امارت) د ختيځ زون د نظامي کميسيون د استازي (شاهد) په حواله يو خبر نشر کړ چې طالبانو په ننګرهار کې د هغو خلکو پر ضد اقدام کړى چې د خلکو څخه په زور پيسې اخلي او داسې يې څرګنده کړې چې دغه خلک طالبان نه بلکه غله دي.
وياند شاهد ويلي د ننګرهار طالبانو ته داسې خبرونه رسيدلي چې پدې ولايت کې ځينې خلک د طالبانو يا (مجاهدينو) په نوم د خلکو څخه پيسې او نور شيان اخلي چې هغوى طالبان ندي او که چيرته وي نو د طالبانو د مشرانو لخوا ورته د دې کارونو اجازه نده ورکړل شوى .
د نوموړي د وينا تر مخې په اسلامي شريعت کې د کوم جرم په مقابل کې د پيسو د اخيستلو سزا نشته او که چيرته طالبان دا ډول خلک ونيسي نو د اسلامي شريعت په رڼا کې به سزا ورکوي.
همدا راز نوموړي د موبايل تليفونونو څو شميرې اعلان کړي او خلکو ته يې په ډاګه کړې هر څوک چې د طالب او مجاهد په نوم زورول کيږي او پيسې ځينې اخيستل کيږي نو د ننګرهار لپاره د طالبانو لخوا د ټاکل شويو مسئولينو سره دى پدې شميرو اړيکه ټينګه کړي څو مشکل يې ور حل کړي.
د (وحدت) ورځپاڼې لخوا خپور شوى خبر په لاندې ډول دى

هغه څوک چې د خلکو څخه د طالبانو په نوم پيسې اخلي طالبان نه ، بلکه غله دي.
په ختيځ زون کې د طالبانو د نظامي کميسيون استازي (شاهد) په يو تليفوني تماس کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې طالبان د يو جرم په مقابل کې هم د چا څخه پيسې نه اخلي او هغه خلک چې د طالب په نوم د خلکو څخه پيسې اخلي هغوى طالبان نه ، بلکه غله دي چې اسلامي امارت يې په کلکه سره د مخنيوي پريکړه کړى ده.
هغه په دې هکله افغان اسلامي اژانس ته يوه ليکلى پاڼه ولوستله چې په لاندې ډوله ده .
(د ننګرهار ولايت ټولو مسلمانانو ته خبر ورکول کيږي چې د اسلام په مقدس دين کې د جنايت او يا غير جنايت په مقابل کې د مال تعذيب نشته نو لدې کبله دافغانستان د اسلامي امارت د ننګرهار ولايت مسئولين خپلو هيوادوالو ته خبر ورکوي چې بعضې کسان د طالبانو او مجاهدينو په نوم د خلکو څخه جبراً او په زور د مال او يا نورو شيانو غوښتنه کوي چې دوى نه مجاهدين دي ، نه طالبان او نه د مجاهدينو مشرانو هغوى ته د دې ډول اعمالو اجازه ورکړى ده.
لدې امله چې دا ډول کارونه يو ستر جنايت دى د ننګرهار ولايت مسئولين د ننګرهار اوسيدونکو ته خبر ورکوي هر هغه څوک چې د دې ډول ستونځى سره مخ شو نو د مبايل تليفون په لاندې شميرو دې د اسلامي امارت د مسئولينو سره اړيکه ونيسي څو ستونځه يې حل کړي .
0799580257
0799580237
0797434709
0797434722
0797434721)
شاهد وايي چې طالبان د کوم جرم په مقابل کې د چا څخه پيسې نه اخلي بلکه هغوى ته د شريعت سره سمه سزا ورکوي.
هغه اى آى پي ته زياته کړه هغوى داسې راپورونه لري چې ننګرهار کې يو شمير خلک د طالبانو په نوم د خلکو څخه پيسې اخلي چې دا ډول خلک طالبان ، نه بلکه غله دي.
شاهد يو ځل بيا وويل چې طالبان د الله تعالى د رضا لپاره جهاد کوي او خلکو ته تکليف رسول د هغوى هدف ندې.

دا سمه ده چې پدې وروستيو کې په ننګرهار کې يو شمير خلکو ته د تليفون له لارې ګواښونه کيږي او د هغوى څخه د طالبانو يا مجاهدينو په نوم پيسې اخيستل کيږي ، يو شمير خلک خپلو کارونو ته نه پريښودل کيږي او د شتمنو خلکو پيسې په يو او بل نوم لوټل کيږي که چيرته پدې ولايت کې فعال طالبان په ريښتيا سره د خلکو دا ډول ستونځې حل کړي نو دا به يې يو ستر کار تر سره کړى وي.
ننګرهار او ننګرهاريان چې يو وخت د حاجي قدير لخوا ولوټل شول ، بيا د هغه کورنۍ او زوزات د هغوى وينې وزبيښلې او د ګل اغا شيرزي له راتګ وروسته دغه ولايت په بشپړه توګه د مافيايي کړيو لخوا يرغمل شو په ريښتيا سره چې د امنيت سره سره په هغه اندازه ندې پرمختللى چې بايد واى .
سربيره پر دې داسې خوځښتونه هم راولاړ شول چې د حکومت تر چتر لاندې نه بلکه د غلو ، داړه مارانو ، لارې شکوونکو د خلکو ژوند ته ګواښ راولاړ شو چې دولتي کړۍ ورته په رډو سترګو ګوري ، يا خو يې پر ضد اقدام نه شي کولاى ، يا نه غواړي داسې وکړي او يا دا هر څه د چارواکو په سرپرستۍ کې تر سره کيږي نو طالبان د يو بل ځواک په توګه را ولاړ شول او غبرګون يې وښود.
که چيرته په ريښتيا سره طالبان پدې لار کې بريالي شي نو د ننګرهار د اوسيدونکو په زړونو کې په ځاى ومومي او پدې ولايت کې به د حکومت واکمني محدوده شي .
دا چې په ننګرهار کې د حکومت د واکمنۍ کړۍ تنګيږي ښه کار دى او که بد ښکاره ده ځکه چې خلک امنيت غواړي ، د خپل مال او ځان مصئونيت غواړي او په خوندي توګه د خپل ورځني ژوند د پرمخ بيولو لپاره يوه ارامه او له مزاحت خالي فضا غواړي چې طالبان يې ورته برابروي نو بيا ولې د شيرزي ، کرزي ، جمال قدير ، نصرت ارسلا او نورو پلوي وکړي او د طالبانو نه ؟
پاى
2011-06-18