د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد ګل پاچا الفت ملي، ولسي، شاعر، لیکوال او څیړونکې

انجنیر عبدالقادرمسعود 02.06.2011 10:32

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ادب په ډګر کې هغه لوی شاعر، ادب پوه، دیني عالم، پیاوړې لیکوال، سیاست پوه، ټولنیز پوه، څیړونکې، تاریخ لیکونکې، او تکړه ژورنالیست و، چې د ده په آثارو کې هنري ښکلا، ادبي اوفرهنګي،اجتماعي، سیاسي علمي ،  اخلاقي او ملي تفکراو پیغامونه نغښتي دي، چې داوسنیو او راتلونکو
نسلونو لپاره د یو لوی ادبي  درس او هنري مکتب حیثیت لري . زموږ هیواد وال باید د خپل ژوند په مختلفو اړخونو کې ترینه خوند او پند واخلي .
استادګل پاچا الفت د میر سیدپاچا زوی او د سید فقیر پاچا لمسی دی چې په (۱۲۸۸)هجري شمسي کال کې دلغمان ولایت د قرغیو په ولسوالې کې د عزیز خان په کڅ کلي کې زیږیدلې دی .
استاد الفت صاحب د لوی او ځانګړي استعداد او ذکاوت خاوند شخصیت و. ده خپل علمي تحصیلات په خصوصي توګه په غیری رسمي مدرسو کې پای ته رسولي دي، او د مروجو او متداوله علومو لکه : فقهي اصول، صرف، نحو، معاني، بدیع، بیان، عروض، منطق، حکمت، ریاضي، علم کلام، تفسیر، حدیث شریف، فلسفه او داسې نور علوم یې د لغمان او ننګرهار د ممتازو او نامتو استادانو څخه زده کړي او لوستلي دي او خپل بنسټیز مالومات یې په دې هکله تکمیل کړي وو.
استاد الفت صاحب د پورتنیو علومو او شخصي مطالعاتو وروسته دخپلې پوهې او لیاقت له مخې په دغو رسمي او دولتي دوایرو کې خپلې دندې تر سره کړي دي :
- په (۱۳۱۴) هجري شمسي کال کې کله چې دی (۲۶)کلن و، د انیس ملي ورځپاڼې په دفتر کې د کاتب په حیث رسمي ماموریت .
- په (۱۳۱۵)هجري شمسي  کال کې د ادبي انجمن (چې بیا پښتو ټولنه شوه)د تالیف او ترجمې په څانګه کې غړی شو.
- په (۱۳۱۶)هجري شمسي  کال کې کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه د زیري جریدې دچلوونکي په توګه مقرر شو.
- په (۱۳۱۸)هجري شمسي  کال کې د پښتو ټولنې دصحافت د مدیریت د مرستیال په توګه مقررشو.
- په (۱۳۱۹)هجري شمسي  کال کې د پښتو ټولنې د لغاتواو قواعدو دڅانګې د مدیر په حیث و ټاکل شو.
- په (۱۳۲۰)هجري شمسي  کال کې د اصلاح ورځپاڼې مشاور، د پښتو ټولنې عمومي مبصر او دکابل مجلې د چلوونکي په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۲۵)هجري شمسي کال کې د ننګرهار د اتحاد مشرقي د جریدې مدیر مقرر شو.
- په (۱۳۲۷)هجري شمسي کال کې د ننګرهار په ولایت کې د قبایلو د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۲۸)هجري شمسي کال کې د جلال آباد دخلکو له خوا د شورا د اوومې دورې لپاره د وکیل په توګه وټاکل شو،  چې بیا په ملي شورا کې دوهم مرستیال مقررشو.
- په (۱۳۳۰)هجري شمسي کال کې د ولس ملي جریده یې تاسیس کړه او تر (۱۳۳۲) هجري شمسي کال تر پایه د دغې جریدې د امتیاز خاوند و.
- په (۱۳۳۱)هجري شمسي کال کې د لغمان ولایت د قرغیو په ولسوالې کې د خلکو له خوا د ملي شورا د اتمې دورې لپاره د وکیل په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۳۴)هجري شمسي کال کې د جلال آباد دخلکو له خوا د لویې جرګې د وکیل په توګه مقررشو.
- په (۱۳۳۵)هجري شمسي کال کې په لومړی رتبه دپښتو ټولنې مشر وټاکل شو او د پوهنې وزارت د عالي شورا غړې مقرر شو.
- په (۱۳۳۸)هجري شمسي کال کې دافغان شوروي د دوستې د ټولنې ریس وټاکل شو.
- په (۱۳۴۳)هجري شمسي کال کې دکابینی غړې شو او دقبایلو د مستقل ریاست چارې وروسپارل شوې .
- په (۱۳۴۴)هجري شمسي کال کې د ولسي جرګې د دوولسمې دورې لپاره د جلال آباد له خلکو له خوا د وکیل په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۴۸)هجري شمسي کال کې د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې منتخب استازې و.
استاد الفت صاحب د حقوقو او ادبیاتو په پوهنځیو کې د پښتو ژبې د استادپه توګه هم دنده ترسره کړې ده .
استادالفت صاحب دیو مخکښ، نوښتګر، نومیالي،  ادبي، فرهنګي، ملي او مبارز شخصیت په توګه په خپلو آثارو کې فلسفي ، علمي او منطقي استدلال، سپیڅلې هیلې او آرمانونه دزړه غږ او ملي احساسات دخپل هیواد ، خلکو ، ټولنې او ټولنیزو روابطو او مناسباتو په هکله په داسې لویو او خیالي افکارو ترسیم او بیان کړي دي، چې زموږ هر هیوادوال د خپلو زړونودردونه ، هیلې او آرمانونومقاصد او اهداف په کښې موندلای شي . دالفت صاحب دآثارو ځلا او ښکلا لکه د نورو درنو لیکوالانواو شاعرانوآثار د پښتو ادب په ډګر کې دتل لپاره روښانه او نه ورکیدونکي دي .
د الفت صاحب منظوم ، منثور او څیړنیز آثار دادي :
دپسرلي نغمه، عالي افکار، دآزادې پیغام، ښه لمسون، دزړه وینا، غوره اشعار، دالفت خبرې، لغوي څیړنه، عالي افکار، پښتو کلي، منطق، غوره نثرونه، لیکوالي املا او انشا، اجتماعي نظریات، پښتو سندرې، ادبي بحثونه، ملي قهرمان خوشحال خان خټک، بله ډیوه، نوی سبک او نوی ادب ، څه لیکل یا لیک پوهه، د ټولنې په جوړښت کې داسلام نقش، د الفت نثري کلیات، نوی څرک یا نوې رڼا، څه ګورم او څه اورم، بیلابیلې لیکنې او مقالې، منظوم عالي افکار (ژباړه)، دټولنې علم (ژباړه)، دموفقیت لار(ژباړه)، لوړ خیالونه او ژور فکرونه (ژباړه)، احمدشاه بابا افغان (ژباړه) او داسې نور آثارچې تر اوسه چاپ شوي نه دي .  
په رښتیا سره چې الفت صاحب په نظم او نثر کې د ځانګړي هنري، ادبي اوعلمي سبک خاوندلیکوال اودلوړې پوهې او استعداد شخصیت و. ده دخپلې پوهې، دقلم دفضیلت او د کلام د عفت په وسیله خپلې ټولنې اوخپلو وطنوالو ته ډیر درانه او دستاینې وړادبي او هنري خدمتونه کړي دي،  او د پښو ژبه یې  دخپلو آثارو په وسیله پاللې او بډایه کړې ده،د ده آثار د پښتو ادب په تاریخ کې لوړ مقام لري،  او دپښتو ادب یې په خپلو ادبي اوهنري لیکنوروښانه اورنګین ساتلې دی .
دده دا هلې ځلې اوکارنامې دپښتوادب په تاریخ کې نه ورکیدونکي او نه هیریدونکي دي . همدا وجه  ده چې د ده نوم به د ده دآثارو په رڼا کې  تل ژوندی وي .
الفت صاحب دخپل کار او خدمت په اوږده دوره کې هغه خدمتونه نوښتونه چې دخلکو او د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره کړي دي دهغې وخت د مقاماتو له خوا لمانځل شوی هم دی . هغه سوغاتونه چې ده تر لاسه کړي دي دا دي :
د خوشحال خان خټک ادبي جایزه، د ابوعلي سینا علمي جایزه، د صدارت له خوا دویمه درجه تقدیرنامه، د ستوري دریمه درجه نښان، د پوهنې دویمه درجه نښان، دوکالت د دورو نښانونه، دلویې جرګې نښانونه او داسې نور.............
استاد الفت صاحب یو متدین، پاک او سپیڅلې انسان، ریښتینې مسلمان، عالم، ادیب،  نامتو شاعر اولیکوال و. دی د تقوا اوپرهیزګاری دروندشخصیت و، او د لویې حوصلې خاوندو. هر وخت غلې او خاموش ښکاریده، متواضع، حلیم، برده باره او بی کبره انسان و. ده د خدای پاک سره ، دوطن سره او د هیوادوالوسره د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې مینه او محبت درلود.
دالفت صاحب د منظوم او منثور آثارو پیغام او مضمون ډیر سلیس ، روان او په زړه پورې دی . ده دخپل آثارو مضامین او پیغامونه په داسې استدلال او منطق ترسیم کړي دي چې په لوستلو یې د خلکو په زړونو کې منګولې شخوي او ځان ته یې راکاږي .
الفت صاحب د خپل علمي او فلسفي نظریاتواو الفاظو په وسیله خپلې ادبي ټوټې داسې بیان کړې دي چې له هره حیثه زړه وړونکي اواغیزناکه دي . همدا وجه ده چې د الفت صاحب نوښتګر شخصیت د ده داستادي نښه تثبیتوي .
د ده په منظومو او منثورو آثارو کې دا خیالونه، تصویرونه، پیغامونه اولوړ فکرونه نغښتي دي :
د ځوانانو راویښول اود دوی عیبونه ورښودل، د بشري ټولنې اصلاحي اړخونه، د هیوادسمسورتیااو پراختیا، دملي احساس روزل اوغوړیدل، عالي او خیالي افکار، اخلاقي او تربیوي معیارونه، انسان او انساني کرامت ته احترام، د آزادې، دیموکراسې او خپلواکې پیغامونه، عدالت، انصاف او پاک نفسي، ملي او علمي تفکر، اتحاد،اتفاق، ملي هویت اویوالې، ملي انساني اواجتماعي دردونه، د ترقې، پیشرفت او لیاقت بنسټیز معیارونه، دواقعي او عملي تصوف او عرفان په هکله علمي او تحقیقي نظریات، د اسلام دحقیقي او سپیڅلي ارزښتونو نظریات او عملي ګامونه، دغریبانو، مظلومانو، مسکینانو، خوارانواویتیمانوسره خواخوږي او همدردي، د ظلم استبداداو بی عدالتې پر خلاف او د ظالم سره کلکه قلمي مبارزه او مجادله، دپښتون او پښتونولي سره ژوره مینه، دوستي، عشق، محبت، مینه او اخلاص،جذابیت اوښایست،  وفا اوصمیمیت، رښتیا او صداقت، دپسرلي نغمې ، د طبیعت د مناظرو ښکلا او داسې نور عالي او انساني خصایل او ارزښتونه ................

د بیلګې په توګه د الفت صاحب دا بیتونه ګورو چې وایي :

باغ و بڼ یې  بې بلبله  بې عندلیبه
رنځوران یې بې دوا بې طبیبه
څه په لوږه، څه په تبه، څه په تیغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خوار نصیبه
که یې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدایږو ته به هم پرې وژاړې رقیبه
ناپوهي، خواره خواري ده او پښتون دی
کور یې وران، کار یې ګډوډاو بې ترتیبه
لاس یې یو ځای، سر یې بل ځای، پښه یې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکیبه
نه ډوډی لري، نه پوهه نه تعلیم څه
بې له تورې  نور له هر څه بې نصیبه
چې رښتین، خادم یې وینم بینوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غریبه
که غمخور، همدرد، خواخوږی او دردمند یې
ژاړه ژاړه دپښتون په حال حبیبه
توره  مه ستایه هنر ورلره ستایه
چې نور هم نشي مجروح پښتون ادیبه
او یا وایي :
باداري پریږدی خادمان شی د وطن او د قام
په خوار غریب شی پس له دې لږ مهربان غوندې
هلته چې یو انسان دبل لکه غلام اوسیږي
په هغه ځای د خدای لعنت اوري باران غوندې
باداري نشته په اسلام کې نه په کفر کې اوس
تاسې یې نوره ټینکه مه ساتی ایمان غوندې
او یا وایي :
راځی چې یو شان دملګریو په شان کینو سره
غرور اوکبرپریښودل که نه وي ګران غوندې
د ملګرتیا ژوندکې خوندونه او خیرونه دي ډیر
تاسې یو څو ورځې خو وکړی امتحان غوندې
نورو سره ځان برابر ګڼل مشکل مه ګڼه
مشکل کارونه به خدای تاته کړي آسان غوندې
راشه دعدل مساوات لږ کوټي خوند وګوره
که پښیمان شوې دربه کړمه څه تاوان غوندې

او یا وایي :
 سرو صورت یوازی مه ګوره معنا وګوره
په سر کې فکر، زړه کې پټه مدعا وګوره
وینا یې واوره بیا یې وګوره عمل ورسره
میل و رغبت غایه، هدف او تمنا وګوره
او یا وایي :
حق او باطل نه معلومیږي حق بیان که نه وي
ظالم ته هیڅ نشې ویلی ټینګ ایمان که نه وي
پینځو روپو باندې یې ولې هره ورځ خرڅوې
دین و ایمان دې مسلمانه ډیر ارزان که نه وي
آه و فریاد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟
چیرې بې رحمه، خدای ناترسه ظالمان که نه وي
دا میدانونه  ولې سره دي په سرو وینو باندې
په هر هیواد کې شرمښان یا قصابان که نه وي
ولې له ظلم ناروا سره جهاد نه کوي
دا په نفلو باندې ولاړ ریاکاران که نه وي
ستوری د دین به درته وایمه ملا صاحبه!
دا ریا کاره بې عمله ملایان که نه وي
خوار وغریب او بینوا که په راحت و پکې
جنت یې بولم خیر دی حورې او غلمان که نه وي
چې مظلومان کړي فریادونه د ظالم له لاسه
ورته دوزخ وایه هیڅ اور لړم ماران که نه وي
د ناداري دا ناداني دا بدبختي له څه ده!
زموږکارونه زموږ فکر او خوی وران که نه وي
او یا وایي :
چې د نا پوهو نا خبرو توره شپه کړي رڼا
بلو ډیووغوندې د پوهې کتابونه لرم
څوک چې له خدایه نه ویریږي او ظلمونه کوي
زه په تش لاس ورسره خدایږو چې جنګونه لرم
راشی چې اور د ظالمانوپه کورولګوو
پاک الله وایي چې ظالم ته دوزخونه لرم
او یا وایي :
که یزید په کربلا کې ظلم کړي له حده تېر
شهامت به د حسین څوک تر قیامته نکړي هېر
یزید نوم داستبداد دی دسمبول په حیث جهان ته
حسین ډیر اعلی مثال دی دایمان اهل ایمان ته
ظالمان دیوه کور دي که عرب وي که عجم
وي ابولؤلؤ که ثمر که رحمن ابن ملجم
یو ظالم دی چې په یو نوم او په بل نوم مسمی شو
سکندر وي بیا چنګېز شي بیا تیمور یا اتیلا شي
په یزید باندې وریږي تر قیامته نفرتونه
دحسین په غم کې ژاړي جهانونه عالمونه
که جابر چنګیز هر څومره په قدرت دي مشهور شوی
خوبیا هم جلال الدین ته په ستاینه مجبور شوی
....................................................................
غرقیدونکی دی غرقیږي که فرعون دی که قارون
چې پیدا شي په ولس کې یو موسی او بل هارون
....................................................................
محمد او مومنانوکول ځکه جهادونه
چې د خدای په لاره سم کړي دا بې لارې قدرتونه
.......................................................................
ژاړه، ژاړه مسلمانه دمسلم په داسې حال
د صدیق، عمر مقام کړ یزیدانو چې پایمال
.........................................................................
د اسلام ډیوه چې مړه شي د زیارت ډیوه بلیږي
د بې روحه اسلام قدر ځکه ورځ په ورځ زیاتیږي
په ژوندي حسین څه وشوه؟  د مزار قدر یې ګوره
په همدغه ځای ( الفته ) دا خبره پریږده نوره

او یا وایي :
که تا کیښوده د چا په سر ګلونه
هیر به نه کړي هیڅوک ستا دا احسانونه
ستا نیالګي که وکړي سیوری په خوارانو
په عاجز او په غریب او یتیمانو
آخرت کې به همدغه ستا په کار شي
ستا هغه جهان به هم ګل و ګلزار شي
او یا وایي :
یم شمع د تورتم په سر اورونه قبلوم
په زړه لکه لاله سوي داغونه قبلوم
ته وساته په زړه کې محبت د نازنینو
ما پریږده چې دخوار غریب نازونه قبلوم
چې ستړی او ستومان وي په خدمت کې د وطن
په سر او په لیمو یې قدمونه قبلوم
او یا وایي :
چې له وطن سره اخلاص ، صدق وفا نلري
ورسره جوړ نه یمه درس د وفا مه راکوه
چې ویده ویښ نکړي په ویښ باندې اثر ونکړي
هغه بې خونده بې  تاثیره وینا مه راکوه
هغه کار وکړه چې یې ګټه ټول عالم وویني
نور په خبرو او وعدو تسلی مه راکوه
پس له دې ظلم ناروا د هیچا نه منم زه
دزور او ظلم فتوا مه راکوه
دابراهیم خلیل الله قرباني ستایه راته
د خوف او ویرې سبق ماته ملا مه راکوه
چې نا اشنا وي له غمونو او دردونو سره
هغه بې غمه او بې درده اشنا مه راکوه

چې لکه شمع توره شپه د چا رڼا نه کاندي

ماته بې سوزه بې ګدازه ژړا مه راکوه


په رښتیا سره که د الفت صاحب اشعارو ته په دقت سره پاملرنه وشي، د ده شعرونه ډیر خواږه، خوندور، ښکلي او جذاب دي . دده زیاتره شعرونه انتقادي، اجتماعي اوملي بڼه لري، او لوی حکمت اولذت په کښې نغښتی دی .
الفت صاحب واقعا دلوړې پوهې او علمیت خاوند شخصیت دی . د ده په شعرونو کې د قلم زور او قوت، د کلام فصاحت او بلاغت له ورایه معلومیږي .د ده شعرونه او نثرونه ساده او روان دي، همدا وجه ده چې د ده شعري کلیات څو ځله چاپ شوې دی او دټولو ادب دوستانو او دشعر د مینه والو په کاله کې لکه د نورو شاعرانو او لیکوالانو دیوانونه موجود دی . اروا ښاد عبدالحی حبیبي چې زموږ د هیوادشاعر ،  نامتو لیکوال، څیړنیز پوه، تاریخ پوه او تکړه ژورنالیست دی دالفت صاحب دنظم او نثر په هکله داسې وایي :
(دالفت  نثرهم شعر دی او نظم یې هم شعر دی . دی وایي کله کله د هغه نثر تر نظم خوږ وي . خلک وایي چې نظم پیودل دي او یو ناظم مرغلري پیودي، مګر زه وینم چې الفت په نثر کې بلا کوي او کله کله الفاط هسې سره پیودي چې ترهر رنګه نظم ښه ښکاري .)
په رښتیا سره چې الفت صاحب دپښتو ادبیاتو دهنري نثر یو مخوراوپیاوړی لیکوال و، همدا وجه وه چې دی په ډله ایزواوټولنیزوخپرونو کښې خپل لوی مقام او ځای درلود، او دده ډیرې مقالې ،  علمي او تحقیقي څیړنې اومضامین دوخت په خپرونو، ورځپاڼو جرایدو او مجلو کښې خپاره شوي دي .
د الفت صاحب شعر اوشاعري،او د ده اخلاقي،  اجتماعي، سیاسي، انتقادي، ادبي، دیني او ملي مضامین او مطالب دپښتو ادب په ډګر کې دقدر او ستاینې وړ دي . الفت صاحب نه یوازی په پښتو ژبې لیکنې کړې دي، بلکې په نورو ژبو کې هم لیکنې لري . ده په دري- فارسي ژبه هم اشعاراو نثرونه لیکلي دي، خو له بده مرغه دا لیکنې اوس محال په لاس کې نشته .الفت صاحب نه یوازی زموږ په هیواد کې د یو نامتو او پیژندل شوي شخصیت په توګه خپل ځای او مقام لري ، بلکې دهیواد نه بهر هم په ادبي اوهنري  حلقو کښې د یووتلي او پیاوړي ادبي  څیرې په توګه پیژندل شوی دی .
دیادونې وړ ګڼم، د ویښ زلمیانودملي غورځنګ په جوړښت کې زموږ د هیواد یو شمیر منورو ځوانانو، پوهانو،  سیاسي، اجتماعي، ادبي اوملي شخصیتونو فعاله برخه درلوده، یو له دغو اشخاصو څخه استاد ګل پاچا الفت هم و.
الفت صاحب د دغې غورځنګ فعال غړی و، اود (ولس د جریدی)چې د دغې غورځنګ نشراتي ارګان و د امتیاز خاونداود دغې تحریک ویاند هم و.
زموږ یو شمیر لویو شاعرانو، ادیبانواو لیکوالانودالفت صاحب پر شاعرۍ او لیکوالۍ خپلې څیړنې کړې دي،او خپل نظریات او په زړه پورې تحقیقات یې لیکلي دي، چې د دوی دا لیکنې د قدر او ستاینې وړ دي .
لنډه دا چې دالفت صاحب د شخصیت په هکله که هر څومره ولیکل شي بیا هم کم دي .  کله چې ما دالفت صاحب شعري کلیات ولوست نو زه هم دې ته وهڅیدم چې د ده د شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم .
ارواښاد ګل پاچاالفت صاحب په (۱۳۵۶)کال د لیندی د میاشتی په (۲۸) نیټه  د زړه دحملې په اثر دعزیز خان په کڅ کلي کې، چې د ژوند په آخرو وختونو کې هلته اوسیدو وفات شو، او د دوی په پلرنې هدیره کې خاوروته وسپارل شو.
اروا دې ښاده وي او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم .

ددغې مقالې په لیکنه کې د بیلابیلو انټرنیټي منابعوواو دالفت صاحب په شعري کلیات استناد شوې دی، خو بیا هم که چیرې زما په لیکنه کې ځینې نیمګړتیاوې موجود وي . د ټولوګرانو ادیبانو او لوستونکوڅخه مخکې له مخکې بښنه غواړم .