د پښتو فلمونه؟
26.05.2011 17:35لکه څرنګه چې یو رسام د خپلې رسامۍ د ښکلا لپاره رنګارنګ رنګونه راوړې همدارنګه یو هنر مند کوښښ کوې چې خپل د هنر سامان په قیمت ترینه بیه واخلې تر څو د خلکو توجه ځانته راوګرځوې. همدارنګه ځېنې کارخانې یا فیکټرېس کوښښ کوې چې د تجارتې محصولاتو د ښکلا لپاره ښه پاکټونه او د پاکټ پر مخ د ښکلې رسامۍ په واسطه د خلکو پام ځانته راواړوې تر څو په ښه بیه خرڅ او هم کار کوونکې ورڅخه ګټه لاسته راوړې.
د سینمایی هندارو یا فلمونو ښکلا په دې کې نه ده چې دې لپاره دې رنګارنګ رنګونه ګلونه او د توجه راګرځونکې څیزونه استعمال شې بلکې ددې د جوړونې مقصد نړیوالو ته د خپلې ټولنې عنعنات رسم او رواجونه او ددې پواسطه نړیوالو ته د خپل تاریخ ورپیژندل دې خو دلې متاسفا چې د نن سبا فلمونه چې په لره او بره پښتونخواه کې د محترمو ډایرکټرانو او لیکوالانو پواسطه جوړیږې مستقېما د پښتو او پښتنو سپکاوی دی د نن سبا د فلمونو ډایریکټران او کارکوونکې یواځې او یواځې د پیسو د لاسته راوړنې لارې چارې لټوې او د اسلام او پښتو څخه یی پوره توجه اوړیدلې ده. د بیلګې په طور په اکثرو فلمونو کې چې د مېنې او عاشقۍ رول پکښې د فلم د هلک او جېنۍ پواسطه ترسره کېږې په اکثرو ځایونو کې البته عموما فلمونو کې جېنۍ د هلک څخه غوښتنه کوې چې خپل مور او پلار زما د رشتې لپاره راواستوه. چې پدې فلم کې د پښتنو د حساسو با حیا او غیرتمنده پیغلو سپکاوی نېغ په نېغه شوی دی ځکه که پښتنه هر څومره د یو چا سره مېنه ولرې خو ولې خپله پښتونولې هغې ته اجازت نه ورکوې چې د پردې سړې څخه داسې غوښتنه وکړې. یوه بله نمونه یی د لرې پښتونخواه محترم سواتی صاحب دی چې په یوې پیڅه کې یی د زنګانه سترګه ښکارې او په بله پیڅه کې یی پونده هم پټه او وېښتان یی د انډیا د اداکارې مادهورې دېکشت پر څېر په اوږو پراته وې چې دده د کردار د ادا کولو او دداسې فلم نړیوالو ته د څرګندونې وروسته نړیوال داسې فکر کوې چې پښتانه ګویا دومره جاهل نا پوه او وروسته پاتې خلک دې چې تر اوسه یی خپل لباس هم نه دی اصلاح کړی چې دا د پښتنو د دروند او د حیا څخه ډک لباس سپکاوی دی.
د لباس په اړوند نور هم زیات مسایل د ښځو او نجونو په کردارونو کې لیدل کېږې.خو به هر حال له بله اړخه دې د پښتو او پښتنو لیکوالان هم په نېکۍ شې چې داسې لېکنې کوې چې یوازې او یوازې د شوخۍ او مستۍ څخه ډکې او هیڅ ډول اصلاحې او فرهنګېزه بڼه نه لرې. شاعرانو ورونو هم د ځېنو لېکوالانو پر څېر کوتک ډبې شروع کړی او د حفېظ غونډارې ولې لکه مثال یی د نغمې بې بې د یوه مست ساز سره مسته شوخه او بې معنا سندره ده چې ویلې یی دې.
یار مې شرابې په نېمو شپو راځې
غیږې ته زما په زنګــــــېدو راځـې
همدارنګه یو بل شاعر ورور بل غونډاری خوشې کړی دی او ویلې یی دې.
د مېنې په میدان کې عاشقان زنده بـــاد
او په ټولو نشیانو کې چرسیان زنده باد
چې ددارنګه شعرونو په اورېدلو سره ټولو کم معزو ورونو نسوارو،سېګرټ او ځېنې نورې نېشې پرېښودې دې او د چرسو او شرابو نېشو ته یی مخه کړې ده ځکه چې چرسیان خو زنده باد دې کنه او د شرابو څښلو ته نغمې بې بې هڅولې دې. په هر صورت که مونږ د پښتو د فلمونو د نېمګړتیاو په باره کې د خبرو د لېکلو هوډ وکړو نو قلم یی د لېکلو توان نه لرې. خو دا فلمونه چې دومره زیاتې نېمګړتیاوې لرې او د پښتنو سپکاوی د نړیوالو په وړاندې کوې نو ددې د مخنېوې لپاره یواځې او یواځې حکومت نه بلکې دا د هر پښتون با حیا او او با احساسه شخصېت دنده ده چې ددې په وړاندې جدې اقدام او د خپل ننګ او ناموس د سپکاوې څخه دفاع وکړې په پایله کې شاعران لېکوالان او ډایریکټران ورونه دېته هڅوم چې د شعر لېکنې کېسې لېکنې البته عموما لېکنې پر مهال دا سوچ وکړې چې زه دا د څه لپاره لېکم په دې کې زما د ټولنې اصول رسم او رواج په نظر کې نېول شوی او که نه همدارنګه د پښتنو هنر مندانو څخه هم هېله کوم چې د شعر د ټولنې ته د وړاندې کولو نه مخکې پرې سوچ وکړې تر څو د بل لېکوال د قلم د تېرې نوکې ښکار نه شې.

