د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلوڅ

سرمحقق دوکتور خليل الله اورمړ 22.04.2011 22:25

بلوڅ د افغانستان په جنوب لويديځ سيمو، د پاكستان په لويديځ برخو او د ايران په جنوب ختيځو سيمو او د تركمنستان په يوه برخه كې او سيږي، چې ځانونو ته بلوڅ Baloch، خپلې ژبې ته بلوڅيBalochi او خپل اصلي ټاټوبي ته بلوچستان Balochista وايي.
د برهان قاطع په ۳۰۰مخ كې د ((بلوڅ)) تر عنوان لاندې د بلوڅي كلمې معنا داسې راغلې ده: ((اوتاج لرونكى ته هم وايي.))
داچې ځينې بلوڅان د تاج لرونكى غوندې په خپلې خولۍ باندې پټكى تړي، ځينې خلك داهم ددې نامه لامل ګڼي او د دليل لپاره د فردوسي لاندې بيت راوړي:
سپاهى زګردان كوچ و بلوچ سكالنده جنګ مانند قوچ
يو وخت بلوڅ ساده او ساده زړي خلك وو، دې كلمې د هماغې ساده ګۍ معنادرلوده، خو انګليسي ليكوالان او څېړونكي، چې اكثره يې سر تيري او په هند كې د برتانيې د امپراطورۍ پراخوونكي وو، هر يوه يې له ځانه د يوې عجيبې او ناآشنا ريښې څخه يوه عجيبه او ناآشنا معنا راايستلې ده يو وايي، چې بلوڅ د هند له راجپوتانو((باليچا)) Bălaicha څخه يو قوم دى. بل وايي داكلمه او ښتې او د سانسكرت(ميلچه) mălchha ده، چې هندوانو به پرديو او ((دون دنيانو)) ته ويله. بل وايى داكلمه د((بدروچ)) Bad-roch د كلمې لنډه بڼه ده، يعنې هغه خلك، چې په بده ورځ اخته دي او ياد بد روز ګار سره مخامخ دي او زياتوي ګدروسي GedrosÜ هغه نوم و چې لرغونو يو نانيانو د بلوچستان او سيستان يوې سيمې ته وركړى و، هماغه ((بدروز)) دى، چې دوخت په تېريدو بلوڅ شوى دى.
او يو بل وايى د بلوڅ ريښه له ((بل)) Bel او ((بعل)) Bal څخه ده، چې اكادي اوبابلي خداى دى، خو هغه سند، چې دادې لورته راكاږي د هغه يونانې شوې بڼه (( بلوس))Belos دى.
نوپه دې باندې ټينګاركول، چې سامي نژاده اكاديان له تارومار كيدو وروسته، سره له دې، چې خپل ګران هېواد او خوږه ژبه يې له لاسه وركړه او يوه ځانګړې آريايي بيګانه ژبه يې په خپلو سينو پورې و نښلوله، درپه درخاورې په سر له عراق څخه شام ته او له شام څخه فارس ته اوبيا پورتنيو څلورو ذكر شوو هېوادونو كې خپاره شول او يوازې هغه شاهكاري، چې يې كړې د خپل خداى نوم يې هغه هم په يوناني بڼه په ځانونو ايښى دى، د پوهې او عقل څخه لږه ليرې خبره ښكاري.
ځينو هم سانسكرت ته مخه كړې او هغه له دووكلمو ((بل)) Bal او ((اوچ)) Ǔch څخه رغوي. بل د پارتي هماغه پهل دى او اوچ په اوستاكې UZ راغلى، چې د لوړ اوجګ معنا وركوي، نو بلوڅ جګ زورور پهلوان ته وايي، ځكه له فزيكي پلوه د ځينو نورو آريايي اقوامو په پرتله بلوڅان جګ، لوړ او ځواكمن دي او ژبه يې هم له پارتي څخه سر چينه اخلي.
كه چيرې تاريخ مطالعه كړو، ښايي و به وينو، چې موږ د لومړي ځل لپاره په څلورمه هجري(نهمه ميلادي) پيړۍ كې د تاريخ په پاڼو كې د بلوڅ له نامه سره مخامخ كيږو، خو تردې د مخه د هخامنشيانو په ليكنو كې د Maka ايالت (چې له ۲۳ايالتونو څخه يوايالت دى) د بيستون د ډبرليك په اوولسمه كرښه كې راغلي دي: د لومړي ساساني شاه پور پرمهال د كعبه زرتشت په كتيبه كې، چې په ۲۶۲ق.م كې حك شوې د ايرانشهر د پولو حدود يې ذكر كړي دي ((زه د ايرانشهر سترواكمن دغه ښارونه په واك كې لرم: پارس، پارت، خوزستان، ميشان... هرات او سراسر ايرانشهر، كرمان سكستان، تورستان، مكران (بلوچستان)، هندوياروان...)) (بلوچستان و تمدن ديرينه آن،۱۰۱مخ).
دين او معتقدات: د بلوچستان په سيمه كې دوه اصلي قومونه يعنې بلوڅان او براهويان او سيږي. كه څه هم له قومي اوژبني پلوه يوتر بله سره توپيرلري، خو د واحد ټولنيز سازمان په توګه سره نښتي دي. دا دوه قومونه يو دبل ترڅنګ او سيږي. معتقدات او مذهبي اعمال يې يو تربله سره په اسانۍ توپير كيداى نه شي. بلوڅان او براهويان ټول د تسنن مذهب پيروان دي.
عموماً د بلوڅانو ويښتان اوږده دي. ږيره او دسرويښتان نه لنډوي، خو بريتونه لنډوي. ملايان او سادات په كې كم دي. مشايخ او پيران په كې ددرناوي وړ دي.
بلوڅانو او براهويانو مخكې تردې، چې دې اوسنۍ سيمي يعنى بلوچستان ته مهاجر شي، د اسلام دين يې قبول كړى دى. داكاركيداى شي په جنوب ختيځه سيمه كې د لومړنيو اسلامي فتوحاتو په وروستۍ دورې پورې اړوندوګڼل شي. اصطخرى (۱۴۲-۱۴۱) ددوى اسلام قبلول د عباسي خلفاوو دوران ته منسو بوي.
بلوڅي ژبه: د آرياني ژبو د پرسيك ګروپ د شمال لويديځې څانګې څخه ده. (فره وشي ص ۴۹، ګايګر ص ۵) الفنباين ۳۶۰ – ۳۵۹، P635، III Iranica). پوهانو د غږيزې، صرف، نحوي او ويي پانګې تر څيړنې وروسته، بلوڅي ژبه په لاندې شپږو ګړدودونو (لهجو) ويشلې ده:
۱. رخشاني: چې لاندې درې څانګې په كې شاملې دي:
الف- كلانى ب – پنجګورى ج- سرحدي
۲. سراوانى
۳. لاشارى
۴. كچى
۵. ساحلي
۶. د ختيځې تپې بلوڅي
كه څه هم پورتنۍ لهجې د غږيز، صرفي، نحوي او لغوي زيرمې له پلوه يو تربله توپير لري، خو د ختيځې تپې له بلوڅي پرته نور ټول ويونكى يې د يو بل په خبرو سره پوهيږي.
ګايګر بلوڅي ژبه په دوو څانګو شمالي او جنوبي (مكرانى) ويشلې ده. ( ګايګر ص ۲۳۲، افشار ص ۳۶۵).
خوګريرسن او جهانى په بلوڅي ژبه كې دوه اصلى څانګې يعنې ختيځه او لويديځه (مكراني) شامله او د منلو وړ ګڼي. د دوى په اند لويديځه څانګه په مكراني او اخشايى لهجو ويشل شوې ده، چې مكرانى په خپل وار په كوچنيو لهجو لكه ساحلي، كچې، لاشاري او رخشاني په رخشاني او سراواني ويشل كيږى.
د بلوڅي ژبې جغرافياوي موقعيت: بلوڅي د هغه سيمې اصلي ژبه ده، چې په تركمنستان كې د مروې له ورشوګانو څخه د جنوب په لور تر فارس خليج، په ايران كې له سيستان څخه د ختيځ په لور زموږ د هېواد تر هير مند درې او ختيځ لور ته سرتاسره مكران او پاكستان تقريباً تر ابا سينده. له دې جملې څخه په جنوب كې د كراچۍ ښار او د كويټې په ختيځو او شمال تپو پورې غځيدلې ده. په متحده عربى اماراتو او كويټ كې هم ډيرې بلوڅي ژبې ډلې شته دى. د مروې له سيمې څخه د بير جند د جنوب تر درې كيلو مترۍ پورې يو شمير بلوڅي ژبې ډلې خورې پرتې دي د شمالي عرض د ۳۲ درجو په شاوخوا كې د بلوڅانو ژبه د سيمې اصلي ژبه ده او د لويديځ په لور د ختيځ طول د ۵۹ درجو په حدودو كې او د جنوب لورته د سيستان او بلوچستان په ولايت كې تر فارس خليج پورې ادامه لري. (ايرانيكا دريم ټوك ۶۳۴).
زموږ په ګران هېواد كې بلوڅي ژبه د نيمروز ولايت د وينا ژبه ده. بلوڅي ژبي ولسونه زموږ د هېواد په ټوله لويديځه برخه كې د تركمنستان تر پولو پورې شته دى، خو بلوڅي يوازې له چخانسور څخه د جنوب په لور اصلي سيمه ييزه ژبه ګڼل كيږى. د نيمروز د ولايت مركز زرنج څخه تيريږي او د هيرمند درې په اوږدو كې ختيځ لور ته د ختيځ لورته د ختيځ طول د ۶۴ درجو په شاوخوا كې د سيند جنوب لورته په چاغى Chari كې د پاكستان تر پولو دوام مومي. ( ايرانيكا هماغه مخ)
د يادونې وړ ده، چې د هيرمند په منځنۍ برخه كې براهوي ژبه هم له همداسې موقعيت څخه برخمنه ده او ډير خلك په دوو ژبو خبرې كوي. بلوڅي د پاكستان د ټول مكران عمده ژبه ده، چې په ختيځ كې تر شمالي – جنوبى خط پورې چې له نوشكى Noshki ( د ختيځ طول ۶۶ درجې) څخه تيريږي، غځيدلې ده او دا د براهوى سره د يوځاى كيدو نقطه ده. براهوي ژبه په پاكستان كې شمال لويديځ لور ته او د نوشكى جنوب ته د سراوان او جهلان په پراخه سيمه كې جنوب لورته ترلس بلا Las Bala پورې ويل كيږي او په دې ترتيب د كويټې د مري اوبوګطى سيمو د ختيځو او شمال ختيځو تپو همژبي بلوڅان سره يوتر بله جلا كوي. دا سيمه په شمال كې تر ډيره اسماعيل خان پورې غځيدلې ده. د بلوڅي ژبو خلكو ستره برخه بلوڅ قبايل تشكيلوى او يوازې غير بلوڅ خلك چې په دې ژبه خبرې كوي، براهوى قبايل دي.
تر وروستيو وختونو پورې بلوڅي ژبه، چې په څلور هېوادونو كې ورباندې خبرې كيږى په يوه كې هم نه ده رسمي شوې او په پايله كې اكثره بلوڅان په دوو يا دريو ژبو خبرې كوي، خو په ۱۳۵۷ كال زموږ په هېواد كې بلوڅي ژبه د ( ملي ژبې) په توګه پيژندل شوې ده.
د ليكنۍ ژبې په توګه د بلوڅي تاريخ لنډ دى. د بريتانيا په موزيم كې درې موجودې خطي نسخې (الفنبيا) ۱۹۶۰) د ديارلسمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي كې ليكل شوي دي.
لهجې: بلوڅى هغه ژبه ده، چې تر اوسه په كې دومره بدلون نه دى راغلى او لهجې يې سره ډيرې ورته دي. بلوڅان د ختيځو تپو د بلوڅانو له ژبې پرته د نورو بلوڅانو په ژبه يو تر بله سره په اسانۍ سره پوهيږى.
۱. رخشاني لهجه: په تركمنستان كې له مروې څخه د جنوب په لور، د ايران او افغانستان په سيستان كې او ددې سيمې لويديځ لورته، په دې لهجه خبرې كيږي، دا لهجه لاندې درې كوچنۍ لهجې لري:
كلاني په پاكستان كې له لس بالا څخه د كويټې تر جنوب پورې، پنجګورى د پاكستان په كلران كې او سرحدي، چې په ډيره پراخه سيمه كې ورباندې خبرې كيږي، د پاكستان په چاغى كې له نوشكى څخه نيولې د ختيځ څخه د لويديځ په لور د ايران د پولو په اوږدو كې تركومه ځايه چې په بلوڅې خبرې كيږى دا لهجه مروجه ده.
د شمال په لوري كې، چې ټولې برخې په افغانستان كې شامليږى. په بلوڅي ژبه خبرې كيږى. د هيرمند سيند په اوږدو كې د ختيځ طول له ۶۴ درجو څخه د لويديځ په لور تر چخانسور پورې او د ايران دننه په ټول سيستان كې بلوڅى ويل كيږى او له هغه ځايه شمال لورته په افغانستان او ايران كى تر مروې پورى په تركمنستان كې سرحدي لهجه د كويټې او كابل د راديو تلويزيون د پروګرامونو اصلي لهجه ده. (ايرانيكا ۶۳۴)
۲. سراواني: چې په ايران كې ورباندې خبرې كيږى او مركز يې د سراوان كلي دي. تقريباً د خاش د جنوب ختيځ په ۱۵۰ كيلو مترۍ واټن كې پراته دي. په سراواني لهجه باندې د زاهدان راډيو پروګرامونه خپريږى.
۳. لاشاري: هغه لهجه ده، چې مركز يې په لاشار كلى كې دى او د ايرانشهر د جنوب په ۱۲۰ كيلو مترۍ كې واقع دى. حدود يې په شمال كې له اسپكه Espaka څخه پيل كيږي، په جنوب كې له پيپ Pip څخه تيريږي او په ختيځ كې تر نيك شهر Nikshar او قصر قند او په لويديځ كې تر فنوج Fanuch (= بلوڅى Panuch) پورې رسيږي. (ايرانيكا ۶۳۶)
۴. كچي: د كچ په دره كې رواج ده، چې كچ دره په پاكستان كې د مركزى ګلران د غرونو د لړيو جنوب ته واقع ده. د الهجه له هيروك څخه د لويديځ په لور تر تومپ Tomp ( د مند Mand كلي سيمه) پورې اورګيش Gish سيند شمال ته په پرتو كليو كې خوره ده. (Iranica,III,P637)
۵. ساحلي لهجه: له بيابان څخه، چې په ايران كې ميناب ته نږدې دښته ده د ساحل په اوږدو كې ختيځ لورته تر چاه بهار Cha Bahar پورې، په پاكستان كې (سند) دشت او ساحلى تړانګې په ګډون د ايران له پولې څخه ختيځ لورته د ګوادر، پستى Pasni او اورماړه Ormara په شمول په دې لهجه خبرې كيږي.
۶. د ختيځې تپې بلوڅي لهجه: چې تقريباً يوازې د كويټې د ختيځ په قبايل ميشتو تپو او عمدتاً په مري او بوګطى قبيلو كې ورباندې خبرې كيږي. د جيكوب آباد له شمال څخه د عليا سند په پوله كې د شمال په لور تر ډيره غازي خان او په لويديځ كې له سيبى Sibi څخه تقريباً تر ابا سيند پورې په ختيځ كې دوام لري.كه څه هم نورې ژبې هم په دغه ځاى كې شته، خو تقريباً ټول اوسيدونكي يې بلوڅي ژبي دي.د بلوڅي ژبې يوه څانګه د شمال په لور په حركت كې ده، چې عمدتاً د پښتو ژبو خلكو ځاى نيسى.په اوسني وخت كې بلوڅي ژبه د ډيره غازي خان او ډيره اسماعيل خان ترمنځ سيمه كې واكمنه ده.له دې امله، چې دا لهجه د انګليس په پخواني قلمرو كې واقع وه (د پاكستان په كلران او د كلات په سيمو كې واقع وه)، د بلوڅي ژبې په اړه چې كومې لومړنۍ شرحې خپرې شوي په هغې كې يې عمده ونډه درلودلې ده، چې د هغې د واقعي اهميت سره تناسب نه لري.د بلوڅي ژبې د ليكل شوو اثارو او ادبياتو په اړه الفنباين ۱۹۶۱ ، ۱۹۸۳ او Iranica III, P.640 وګورئ.
ګرامر كليات: بلوڅي په ټولو اصولو او كلياتو كې د شمال لويديځو آرياني ژبو څخه يوه ژبه ده، چې د منځنۍ دورې پارتي ژبې سره مستقيمې اړيكې لري.
لاندې څيړنې د بلوڅي ژبې پخوانى انځور په لاس وركوي:
د بلوڅي ژبې د غږيزو تحولاتو مشابهت په ډاګه كوي، چې ددې ژبې منځنۍ دوره ښايى پارتي ژبه وي.
له تاريخي پلوه د بلوڅي ژبې مهمې ځانګړنې د دوو واولونو تر منځ د لرغونې آريانى ژبې د كانسوننټونو او همدارنګه د كلمې د پاى كانسوننټونو ساتل دي. لكه:
Ap
Dantan
Dragj
Rac
sikum اوبه
غاښونه
اوږد
ورځ
ستن اوستايى
Danatan
Drajah
زړه فارسى
اوستايى Apa
اورمړي
Raucah
Sukurana
dra
اورمړي Suk
بلوڅي د پارتي سره په لاندې مواردو كې نږدې اړيكې لري:
بلوڅي asin اوسپنه پارتي Swn منځنۍ فارسى hwn
بلوڅي Kasan كوچنى،
وړوكى پارتي Ks منځنۍ فارسى Kyh
بلوڅي Zamat زوم پارتي Zamat منځنۍ فارسى Damad
بلوڅي Zan پوهيدل پارتي zan منځنۍ فارسى dan
بلوڅي Zir ( سيند)، پارتى Zyrh، منځنۍفارسي Drayab، زړه فارسى Drayah، اوستا Zrayah

د لرغونې آريانى ژبې د D او g فونيمونه يې په انټروكال (ودوووالو په منځ كې) حالت كې ساتلي دي:

بلوڅي Oda هلته پارتي wwd منځنۍ فارسى wy
بلوڅي pad پښه پارتي pd منځنۍ فارسى P,y
بلوڅي Nigos څښل پارتي ngws منځنۍ فارسى nywxs
لرغونى د ل پېليز فونيم يې ساتلى دى:
بلوڅي Jan وهل، پارتى Zan, jn منځنۍ فارسى zn اوستا jan
بلوڅي Jan ښځه، پارتى Zn, jn منځنۍ فارسى zan اوستا Daini
بلوڅي Boj پرانستل،پارتى Boz منځنۍ فارسى Boz اوستا Buj
بلوڅي Rajit رنګ Raj منځنۍ فارسى raz سانسكريت raj
بلوڅي draj اوږد اوستا Drajah

د لرغونې آريانى د rd ګروپ كانسوتاټ يى ساتلى دى:
بلوڅي Zird زړه،قلب، پارتى Zyrd, zird منځنۍ فارسي dyl اوستا Zarad
بلوڅي Pcitibidi بل،دوه نور، پارتى bdyg منځنۍ فارسي dwdyg
آرياني R > s فونيم يې ساتلى دى. [ له آرياني R څخه راوتلى s يى ساتلى دى]

بلوڅي se درې، پارتى Hry منځنۍ فارسي se اوستا Oraya
بلوڅي pusag زوى، پارتي pwhr منځنۍ فارسي pusar اوستا Puora
بلوڅي ژبه په لاندې مواردو كې د ډيرو لويديځو آرياني ژبو سره توپير لري:
د لرغزمې آرياني P,T,K انترواكال قونميونه او د كلمې د پاى C او J يى ساتلي دي:
بلوڅي ap اوبه، پارتي ab زړه فارسي Api اوستا ap
بلوڅي Buta ؤ
بلوڅي huk خوله، عرق
بلوڅي brat ورور، پارتي bradar زړه فارسي bratar اوستا bratar
بلوڅي roc ورځ، پارتي Roz زړه فارسي rucah اوستا raocah
بلوڅي draj اوږد، اوستايى drajah
بلوڅي د لرغوني آريانى W فونيم په مقابل كې د gwa ګروپي فونيم او يا د g فونيم كاروي:
بلوڅي gwat باد، پارتي wad اوستايى vata
بلوڅي gist ۲۰، پارتى wist اوتايى Visaiti
بلوڅي war د خوړلو مضارع ماده، پارتي Xwar مضارع ماده، اوستايى xvar
بلوڅي camm سترګه، پارتي casm زړه فارسي casa اوستايى casman
ځينې دا بدلونونه په نورو ژبو كې هم ليدل كيږي لكه: g(w) < w په پراچي او اورمړي ژبو كې، چې جنوب ختيځې آرياني ژبې دي. (Iranica vol. III, P.636, Vol. I.P.522) ددې بدلونونو زماني ترتيب په ختراني (Khtrani) كې د Vahor له بڼې څخه دgwahr (سوړ، يخ) په دخيله كلمه او د vachi له بڼې څخه د gwac ( خوسكي) په دخيله كلمه كې راڅرګند شوى دى (Iranica III, p.635) او په ډاګه كوي، چې په بلوچې كې دا W هغه مهال موجود و كله چې دا د هندي ژبو سره په لومړي ځل مخامخ شوه.
د w<xw بدلون هم په ګوراني كې لكه war (خوړل) او د sm<hm بدلون په اورمړي كې لكه cim (سترګه) او هم په بشكردي كې لكه cehm (سترګه) موندل شوى دى. (Iranica, III, P.635).
صرف: په بلوڅي ژبه كې اسم ګرامري جنس نه لري، خو دوه شميرې، مفرد او جمع، څلور حالتونه، فاعلي nominatave، مفعولي ( مستقيم مفعول) Accusative، مفعولي (غير مستقيم مفعول) dative او اضافي genitive لري.
د اسم د صرف وروستۍ نښې يې په لاندې ډول دي:
۱. مفرد: فاعلى -، غير فاعلي ، مفعولي (مستقيم مفعول) او ، اضافى ay- او a- .
۲. جمع: فاعلي –an او -، غير فاعلي ، مفعولي (مستقيم مفعول) او –an، اضافي او - او د وروستاړى دنكره نښه ده.
صفت: د شمير او حالت له مخې له خپل موصوف سره مطابقت نه كوي. د وروستاړى كيداى شي د ټولو صفتونو سره ورزيات شي. خو كارول يې په صفت او موصوف پسې لازمي دي. (الفنباين ۳۵۵)
د تفضيلى صفت نښه د Tir وروستاړى دى، خو د عالي صفت لپاره ځانګړې نښه نه شته او په ندرت سره د دري ژبې د عالي صفت د نښه كارول كيږي.
شخصي، اشاري او پوښتنيز ضماير هم څلور حالته لري، فاعلي، غير فاعلي، مفعولي (مستقيم مفعول) او اضافي. په رخشاني لهجه كې د ارګټيو جوړښت (په ماضي متعدي افعالو كې مجهول جوړښت) د نشتوالي له امله غير فاعلي حالت نه لري. (ايرانيكا، دريم ټوك، ۶۳۷ مخ).
په بلوڅي ژبه كې د ټولو اشخاصو لپاره متصل شخصي ضماير شته دى، چې كيداى شي په غير فاعلي، مفعولي (مستقيم مفعول) او اضافي رول كې وكارول شي. (ايرانيكا، دريم ټوك، ۶۳۹ مخ)، خوكارول يې د دريم شخص له مفرد او جمع متصل ضمايرو پرته په اكثرو لهجو (ادبى) كې كيږي.
له دې سره سره دا متصل شخصي ضماير اوس هم د سراواني، كچې او لاشاري لهجو په وينا كې دود دي.
د فعل صرف: د بلوڅي د فعل صرف د مضارع او ماضي مادې پر بنسټ دى، په مضارع ماده باندې د (i)ta-، وروستاړي په زياتولو سره ماضي ماده لاس ته راځي. د مصدر اسم د نښو د بې قاعده ماضي مادو لپاره د –ag وروستاړى دى، چې د مضارع مادې سره نښلي، خو په رخشاني لهجه كې مصدر اسم غالباً له ماضي مادې څخه جوړيږي او په –tin پاى ته رسيدلى دى. فاعلي صفت، مستقبل مغعولي صفت (= الزامي صفت) او اسم فاعل په ترتيب سره د –an، (g) – او ok – وروستاړو په مضارع ماده باندې له ورزياتولو او مفعولي صفت د a(g) – وروستاړي په ماضي ماده باندې له ورزياتولو څخه جوړيږي لكه:
(وژونكى)، (g) (وژل كيدونكى)، ( قاتل) او Kusta(g) (وژل شوى).
د a- فعلي مختاړى، چې په تداوم او استمرار باندې يې دلالت كاوه، اوس يې خپل معنايي رول په اكثرو لهجو كې له لاسه وركړى دى، خو په بدل كې د k- مختاړى د ځينو ماضي او مضارع مادو سره چې په واول پيل كيږي، نښلي او استمرار څرګندوي.
په بلوڅي كې د فعل صرفي نښې دادي:
اشخاص مفرد جمع
لومړى شخص
دويم شخص
-it
دريم شخص
-ant,-an
د دويم مفرد شخص امري فعل نښه نه لري او د مضارع مادې سره يوشان دى. د دريم مفرد شخص فعل د لازمي افعالو ماضي، هم نښه نه لري او د ماضي مادې سره يوشان ده، خو كيداى شي ددې پر ځاى له مفعولي صفت څخه هم كار واخيستل شي.
د ربطي فعل متصلې صيغې – چې په هر اسم يا قيد پورې نښلي او د مركبو زمانو په جوړښت كې هم رول لوبوي، په لاندې ډول دي:
اشخاص مضارع مفرد مضارع جمع ماضى مفرد ماضى جمع
لومړى شخص
-an, - in
-atan, -atin
دويم شخص
دريم شخص -int, -in, - t -ant, - an, -a -at -atant, -atan
د فعل د نفى مختاړى na- او د نهې مختاړى ma- دى. د رخشاني لهجې په استثنا، مجهول جوړښت لري يا په بل عبارت، متعدي ماضي فعل يواځې د مفرد او جمع دوه بڼې لري، چې د مفعول سره مطابقت كوي، خو په رخشاني لهجه كې معلوم جوړښټ د فارسي له نوعې څخه رواج دى.
بلوڅي له ژبنيو مركبو فعلي جوړښتونو څخه برخمنه او ډيره بډايه ده. (ايرانيكا، دريم ټوك، ۶۳۸ مخ).
د ډيرو مهمو مركبو فعلي جوړښتونو له ډلې څخه كيداى شي، امكاني جوړښت او غير محقق جوړښت Irrealis ته اشاره وشي.
امكاني جوړښټ د ماضي مادې ياپه a پاى ته رسيدلى مفعولي صفت او د كومكي فعل kanag (كول) په مرسته جوړيږي لكه: ( په وژنه قادر كيدل)، (كولاى شم ولاړشم) او غير محقق جوړښت د bi- د مختاړي د اصلي فعل ماضي مادى، وروستاړي او ربطي فعل د مضارع په مرسته جوړيږي مثلاً: agat…. (كه.... راتللې) agat….Bibastenum ( كه .... تاړه مې) د بلوڅي ژبې په ويي پانګه كې د ختيځې آرياني يو شمير لومړني كلمات شامل دي:
* بلوڅي ، سغدي ، په پښتو كې ، خو په منځنۍ فارسي كې n,n په دري كې نان.
* بلوڅي sagan (خوشايي) په پراچي كې ، په واخي كې sagin، په اورمړي كې skan، په ختني كې satana، خو په پهلوي كې او په دري كې سرګين.
* بلوڅي gwand (لنډ)، په ختني كې vanda (كوچنى)، په پراچي كې ، gud (رخت، كالي) (كالي اغوستل) په پښتو كې ، په اورمړي كې (اغوستل)، خو په منځنۍ مانوي فارسي كې ، په مانوي پارتي كې په دري كې (اغوستل).
* بلوڅي gar (ډبره)، په واخى او پښټو كې ، په اورمړي كې giri.
* بلوڅي (زوى) په پراچې كې ، سغدي كې z k، خو په پارتي او منځنۍ فارسي كې zhg منځنۍ فارسي pws، pwsr او په دري كې psar.
* بلوڅي (ښه)، په سغدي كې په پښتو كې ، په اورمړي كې ، په ختنې كې خو په منځنۍ فارسي او فارسي كې xub.
د بلوڅي ژبې يو په درې برخه ويي پانګه د فارسي او عربي د خيل كلمات تشكيلوي. ( الفنبايق ۳۵۸ مخ).
سربيره پردې يو زيات شمير كلمې يې له هندي ژبو په ځانګړې توګه له سندهي، لهندا او اردو څخه پور كړي دي.
په بلوڅي ژبه كې د خيلې براهوي كلمې ډيرې كمې دي. په دې برخه كې په براهوي باندې د بلوڅي ژبې اغيز ډير دى. په داسې توګه چې په سلو كې د ۲۰ په شاوخوا كې د براهوي كلمو اصل بلوڅي دى.
Agnes korn- Towards a historical grammar of balochi wies baden, 2005 Encyclopedia Iranica val I, III, newyork ny 2000.
Morgenstierne G…R An atumological vocabulary of Pashto wies baden 2003.