د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تروریزم پټ نه پاتې کیږي

ع صادق 26.02.2011 22:51

داچې دامریکا په ستراتیژۍ کې دافغان حکومت جوړول ،امنیتي ځواکونه یی په پښودرول اوځینونوروموضوعاتو تر څنک موهمه اواساسي نقطه چې څرګنده شوې په سیمه کې دتروریستانو له منځه وړل دي که دا مهال ددې ستراتیژۍ موهم اصل چې تروریزم بلل کیږي نظر واچول شي له افغانستان څخه وتلي او دښاغلي حامد کرزي په ګډون یوشمیر بهرنیوسیاستوالوهم تائید کړې چې دتروریستانو مرکزونه له افغانستانه بهر په پاکستان کې دي ،خوبیا هم امریکا دپاکستان په همکارۍ غولیږي او ددې مرکزونو له منځه وړلو لپاره هغه هیواد سره غوڅ دریځ نه اختیاروي اوپاکستان هم دپدې لاره کې دمرستو جلبولو یوه ښه منبع پیداکړې اوهمدا ترلاسه شوېو پیسو یوه برخه بیرته دهمدې تجارت په پرمخبیولو لګوي امریکایان او ناټو هم پدې هیږي خو داچې ولې پرې غور نه کوي داسې څرګندیږي چې یاخو له امریکا او ناټو لاره ورکه شوې او یاهم دتروریزم پرضد مبارزه ددوی له اساسي هدفونو(ستراتیژۍ) څخه نه ده په ډیر تاسف سره وایم که دوی همدا هدف درلودی نوولې یی سر چینی چې ورته څرګندې دي له منځه نه وړې . تروریزم یوه بدرنګه مفکوره ده نه شخص، کیداې شي هرڅوک یی دخپلوغوښتنو لپاره وکاروي او داسې انګیرنې شته چې ښایی دا مفکوروي ډله اوس په سیمه کې دامریکا،پاکستان،ایران اوځینو نوروهیوادونودسیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره په ډلګیو بدل شوي او هر یوله همدې لارې دیوعمل عکس العمل ښیۍ ترڅوګټې یی زیانمنې نه شي .
یوه بله موهمه مسئله چې امریکا او ناټو لپاره په افغانستان کې حیاتي ارزښت لري اوپخپله یی له لاسه ورکوي هغه په دې وروستیو کې دناټو اوامریکا یی ځواکونو لخوا په ځینو ولایاتو کې خپلسري عملیات او پکې تر یوسلو پنځوسو ملکي وګړي چې دسړوترڅنګ پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي په ډیرې بې رحمۍ وژل شوي چې بیلګه یی په کنړ ولایت کې د ۶۲ تنو ملکیانو وژل دي که څه هم دوی همیش لپاره داسې پیښې خپله سهوه بللې ،خو دانسان وژل په سهو نه بخښل کیږي که چیرې دوی وایی چې هلته یو تنه تروریستان ول نو بیا یی دانور ملکیان ولې وژل ؟ دوی خو په ځمکه ترلس سانتي شیانو دلیدلو ادعا هم کوي زما په اند ددوی دعسکرولخوا ددښمن درست نه پیژندل او په بې غورۍ ویشتل کول یوه لویه تشه ده ،خوبلخوا بیا بنیادي تروریستانو هم په ننګرهار کې دکابل بانک پیښه کې وښوده چې ددې هدف څه دی او څوک وژني اوس به مبالغه هم نه وي که ووایو چې افغانانو لپاره دامریکا په وینا تروریستان یا القاعده او امریکا یا ناټو دواړوعملیات تروریستي دي چې داسې کړنې دامریکا او متحیدینو لپاره یی چې دامن راستلو لپاره راغلي په زیان تمامیدای شي ،پوښتنه داده چې دوی دتروریزم په له منځه وړلو پسې راغلي او که دپښتون نسل ؟ خو دا مسئله ورو ،ورو دروښانتیا په لور روانه ده دې قوم سره د امریکابې ضمیره عسکرو او هغه چې دپاکستان استخبارات یی ترشاولاړدي دحشي تروریستانودواړو ډلو برخورد یوشان دی هو فرق یی دادی چې یوه ډله یی په ښکاره ددوستۍ تر نامه لاندې او بله یی دپاکې عقیدې څخه ددفاع په نامه په بې رحمۍ وژني نو اوس ورځ تربلې دتروریزم کلمه روښانه کیږی او افغان ولس ته په ډاګه کیږي چې تروریست څوک دی ځکه تروریست دهغه داعمالو له کبله پټ نه پاتې کیږي .