دانې یا ابسی (Abcess)
16.02.2011 22:35دانې یا ابسی (Abcess)
دانې د بدن په هره برخه کې پیداکیدای شي. کله کله یوی جراحي عملیی ته اړتیا ده چې د دانې خیرې (pus) تش کړی شي. ځینی وخت انټي بیوټیکو ته هم اړتیا پیښیږي.
ابسی یا دانه څه شی دی او لاملونه یي څه دي؟
ابسی په بدن کې د پس (pus) یا خیری د راغونډیدو له امله پیداکیږي. پس یوه ټینګه مایع ده چې په خپل ترکیب کې د وینی سپینې حجری، مړه نسجونه او بکتریاګانې او مکروبونه شامل دي. د دانې لامل اکثراً د یو میکروبي حالت په پايله کې منځته راځي چې بکتریا پکې شامل وي. ځیني بکتریاګانې نسبت نورو ته د پس د جوړیدو زیات وړتیا لري ځکه چې دوی یو ډول زهري یا کیمیاوي مواد تولیدوي کوم چې د بدن د انساجو د تخریب لامل ګرځي: دغه بکتریاګانې دادي: ستافلوکوک اوریوس او سترپتوکوک پایوجن.
ابسی یا دانه څه شی دی او لاملونه یي څه دي؟
ابسی په بدن کې د پس (pus) یا خیری د راغونډیدو له امله پیداکیږي. پس یوه ټینګه مایع ده چې په خپل ترکیب کې د وینی سپینې حجری، مړه نسجونه او بکتریاګانې او مکروبونه شامل دي. د دانې لامل اکثراً د یو میکروبي حالت په پايله کې منځته راځي چې بکتریا پکې شامل وي. ځیني بکتریاګانې نسبت نورو ته د پس د جوړیدو زیات وړتیا لري ځکه چې دوی یو ډول زهري یا کیمیاوي مواد تولیدوي کوم چې د بدن د انساجو د تخریب لامل ګرځي: دغه بکتریاګانې دادي: ستافلوکوک اوریوس او سترپتوکوک پایوجن.
مکروب د بدن د معافیتي نظام د فغالیدو لامل ګرځي. د معافیتي نظام د فعالیدو له امله د وینی سپینې حجرې او کیمیاوي مواد د بکتریاګانو سره د جګړې لپاره چمتو کیږي او رادانګي. پدی جګړه کې د هماغه میکروبي برخی نسجونه مړه کیږي، د تخریب له امله یو تش ځای منځته راځي چې د خیرو یا پس (pus)سره د یوې کڅوړی په ډول ډک کیږي. که چیری مکروب پرمختګ وکړي نو دغه کڅوړه غټیږي او د ابسې د جوړیدو سبب ګرځي.
ابس ګانی د بدن په کومو برخو کې پیداکیږي؟
- پوستکی: د ابسی ګانو ډیری برخه د پوستکي لاندی جوړیږي، لکه د ویښتانو په بیخ کې انتان پیداکیږي او په وړوکي ابسی بدلیږي. د مقعد ګردچاپیره پوستکی هم د ابسی د جوړیدو لپاره ډیر معمول ځای دی. د پوستکي د ابسی نښی او اعراض دادي: پړسوب، سوروالی، درد او د هماغی برخی د حرارت د درجی لوړوالی.
- د بدن په دننه کې: یوه دانه کیدای شي د بدن د غړو په دننه کې او یا د بدن په تشو ځایو کې لکه د دوو غړو ترمنځ خالي ساحه کې پیدا شي. ددی ډول دانو بیلا بیلې نښی نښانی دی پوری اړه لري چی ابسی د بدن په کومه برخه یا غړي کې ځای لري، نو نښی نښانی هم د هماغه غړي د ګډوډیدو له مله منځته راځي. که یو ډاکټر ددی ډول دانو د شتوالي په هکله شکمن شي نو د ابسی د ځای ځایګي د پلټولو لپاره کیدای شي الټراسونډ او یا کوم بل ډول راډیولوجیک معاینات ترسره کړي.
ابسی په کومو خلکو کې پیداکیږي؟
ابسی کیدای شي په هغو خلکو کې هم پیدا شي چې بالکل روغ او جوړ وي او هیڅ ډول ناروغۍ ونلري. پدی خلکو کې که ابسی په بشپړه تداوي شي، پرله پسی او دوامداره ستونزی نه ایجاد وي. ستاسی ډاکټر کیدای شي ستاسی ادرار د شکری د مالومولو لپاره معاینه کړي ځکه چې ابسی ګانې د شکری په ناروغانوکې نسبت و روغو وګړو ته ډیر لیدل کیږي. که چیری په یو کس کې ابسی په پرله پسی توګه منځته راشي نو دا ددی ښکاروندی دی چې کیدای شي د شخص په معافیتي نظام کې ګډوډي وي.
هغه ابسی ګانې چې د بدن په داخلي غړو او یا د دوو غړو په منځ کې پیداکیږي په هغو خلکو کې لیدل کیږي چې نوری ناروغۍ هم لري او یا په هغو خلکو کې چې معافیتي نظام یی ښه کار نه کوي؛ دبیلګی په توګه د سږو ابسی یا دانه کیدای شي د سینه بغل یا نمونیا د یوی حملی نه وروسته منځته راشي، دغه راز دماغي ابسی ګانې کیدای شي د سر د خلاصو ټپونو او یا د بدن د کومی بلی برخی د مکروب څخه منځته راشي، او داسی نوری بیلګې شته.
د ابسی یا دانې درملنه څنګه کیږي؟
پس (pus)باید تش کړای شي. ځیني وخت انټي بیوټیکو هم ته اړتیا لیدل کیږي. د پوستکي ابسی ګانې د وړی جراحي عمليي پوسیله دابسی پاسنی برخه شق کیږي او دانه پدی ډول تخلیه کیږي. ددغه ډول جراحي عمليي نه وروسته د پوستکي د ترمیم د پروسې په پایله کې کیدای شي یو داغ پاتی شي چې دغه داغ د سکار scar په نامه یادیږي.
هغه ابسی ګانې چې د بدن په داخلي غړو کې پیداکیږي، پرمختللو عملیاتو او معایناتو ته اړتیا لري. ددی ډول عملیاتو پیچلتیا دی پوری اړه لري چې ابسی د بدن په کومه برخه کې موقعیت لري.
که ابسی تداوي نشي څه پیښيږي؟
د پوستکې ابسی ګانې ورو ورو غټیږي، درد زیاتیږي او بالاخره چوي او خیری یا پس د پوستکي په سطح جریان مومي. په ټولیزه توګه د ابسی درملنه د ابسی تخلیه او د انټي بیوټیکو کارول دي. خو د پوستکي یوه وړه دانه کیدای شي پخپله وچوي او پرته له کومی درملنی ښه شي. که د بدن داخلي ابسی ګانې تداوي نشي نو خطرناکې پایلې منځته راوړي او حتی کیدای شي د ناروغ ژوند د ګواښ سره مخامخ کړي.
یادونه: دغه لیکنه د ناروغی په هکله یواځی لومړني مالومات دي، د ناروغۍ د تشخیص او درملنی لپاره باید ونه کارول شي. مننه

