له کابله تر لندنه
30.01.2011 10:57خدای تعالی ادم علیه سلام د خټو څخه جوړ کړ او د هغه څخه یې ننې انسانان را مینځ ته کړل. دغه انسانان یې په قومونو، ډلو او قبیلو وویشل تر څو سره وپیژنې. همدارنګه په انسانانو کې یې بیا تور سپین، امیر غریب، جوړ نا جوړ او داسی نور پیدا کړل یعنی څوک یې پاچایان او څوک یې ګدایان چې د دې تر شاه لویې لویې فلسفی پرتې دی. ټول مسلمانان پدی عقیده لری چې رزق د خدای تعالی لخوا دی چا ته لږ او چاته ډیر ټاکل کیږی. خو بعضی خلک د رزق او یا د ښه ژوند د تر لاسه کولو په خاطر ډیری سختی او ناخوالی تيروی او بعضی خلک یې په ډیره اسانی لاس ته راوړی. یعنی بعضی خلک کوښښ کوی چې حلال رزق وګټې اګر که لږ هم وی اما برعکس بعضی خلک بیا حلال او حرامو پسی نه ګرځې. بعضی خلک بیا د ښه ژوند جوړولو په خاطر مسافریو ته مخه کوی او په کلنو کلنو د خپل کورنۍ او کور کلې څخه لری پاتی کیږی یعنی لری لری هیوادونو ته ځې تر څو په کم وخت کې ډیر څه پیدا او خپل راتلونکی ژوند ښه کړی چې ښه بیلګه یې انګلستان او نور غربې هیوادونه دی.
په ځانګړی توګه افغانان ډیر کوښښ کوی چې انګلستان، او نورو غربې هیوادونو ته لاړ شی تر څو د غریبی څخه ووځې او د یو ښه ژوند خاوندان شی، خو تاسو ګوری چې ډیر ښکلی او تنګې ځوانان د ترکیې او یونان په سمندرونو کې د ماهیانو د خوراک شول او بعضی د فرانسی او ایټالیې ځنګلونو کې لیوانو او زمریانو وخوړل.
ډیره د خواشینې خبره ده چې افغانان خپل بچې د مرګ خولې ته ورکوی تر څو انګلستان او یا نورو غربې هیوادنو ته د غیر قانونی او قاچاقی لارو څخه ولاړ شی خپلی کورنۍ ته او خپل ځان ته یوه کپه رزق پیدا کړی، اما یو پاکستانې او ایرانی خپل بچې ته ویزه اخلی او انګلستان ته یې د لوړو زدکړو لپاره لیږی.
په هر صورت، کیدای شې ډیر څه مو د هغو ځوانانو په هکله اوریدلی وی چې د ځمکې له لاری انګلستان ته تللی او یا روان دی خورا ډیری ویرونکی او غمجنې قیصی لری چې دغه قیصی ښیې چې افغان ځوانانو څنګه مرګ سره لوبی کړی او ځانونه یې مقصد ته رسولی دی. خو دا به مو هم اوریدلی وی چې د همدی ځوانانو څخه بعضی بیا په نیشو، تماشو او عیاشی سر شوی او خپلې درنې کورنۍ او کور کلې هیر کړی.
ډیر داسی پلرونه به تاسو لیدلی وی چې ځانونه یې د زامنو ضد لپاره خاوری او هیری کړي، دوی ته یې په پور، ګرو او داسی نورو لارو چارو د لندن مصارف برابری کړي تر څو د دوی اولادنو راتلونکی ژوند ښه شی. بیا د همدی زامنو څخه ځنې په لوفری سر شی، سپین ږیری پلار او سپین سری مور کور کلی تری هیر شی. البته په همدی هکله یو قیصه ما ته معلومه ده غواړم تاسو سره یې شریکه کړم.
زموږ د حصارک غلجایې ولسوالی یو تنګې ځوان قصه ده چې تقریباْ ۱۶ کاله عمر یې درلود څه باندی څلور کاله وړاندی خپل پلار نه وغوښتل چې لندن ته یې ولیږی، پلار یې ډیر کوښښ وکړ تر څو خپل ځوی ته قناعت ورکړی چې زویه دومره پیسی نه لرم او نه یې څوک په پور راکوی. دې تنکې ځوان دومره ضد وکړ چې کور پریښودو ته هم غاړه کیښوده هغه د چا خبره چې ځان یې لیونې کړ چې بلاخره لاچاره پلار دی ته اړ شو چې خپلو خپلوانو ته لاس اوږ کړي خو دا دومره لږ پیسې نوی چې څوک یې په پور ورکړی، څه نا څه ورونو او یا نورو نژدی خپلوانو ورسره مرسته وکړه خو ده باید لږ تر لږه لس زره امریکایی ډالره درلودی. لاچاره پلار خپله ځمکه ګرو کړه ولی بیا هم هغه مطلب رقم چې ځوی یې ارمانونو ته پری رسیده بسنه نه کوله بلاخره یو عراده ټکټر یې په یو کال نیټه واخیسته او په نقدو یې خرڅ کړ تر څو پیسی پوره کړی.
زلمی د لندن په سفر روان شو خدای په امانیانی شروع شوی حتی بعضو نژدی خپلوانو ډوډی هم وکړي. تقریباْ په پنځویشت ورځو کې ترکیې ته ورسیده او څه نا څه ستونزی په لارو کې ولیدی چې د ټیلفون په کرښه یې پریشانه پلار ته فریادونه وکړل چې ډوډی نه راکوی او کالې مو داسی دی او داسی نوری خو لنډه دا چې تقریباٌ دوی میاشتې وروسته یونان ته ورسیده. په یونان کې اته میاشتی وځنډیده چې په همدی موده کې د بعضو خرابو خلکو سره ناسته پاسته وکړه، کله نا کله به دی زلمی د یونان نه خپل پلار سره د ټیلفون په کرښه د خرچې په نوم د ډیرو پیسو د راولیږلو شخړی هم کولی حال دا چې داسی افغانان ځوانان هم وه چې یونان کې مزدوری کوله او کال پس به په ګټلو پیسو لندن ته تلل. لاچاره پلار ډیر کوښښ وکړ چې ځوی ته قناعت وکړي چې په یونان کې پاتې شی خواری غریبی وکړي او بیا مخکې لاړ شی خو بدبخته ځوی دا نه منله.
په یونان کې یو کال تیر شو، زلمی لا پروت دی نیشی یې هم شروع کړیدی او خپل پلار او مور سره روابط هم ښه ندی صرف د پیسو غوښتلو لپاره اړیکه نیسی او بس. لنډه دا چې زلمی څه موده وروسته ایټالیې ته واوښته او د هغه ځایه فرانسی ته لاړ چې بله خوا په وطن کې د پورونو نیټه پوره شوه، د پوروړو تګ را تګ شروع شو . پلار غریب هیران وه چې څه وکړي لاسونه یې سروګل او افسوس یې کوو چې ځوی یې له منګلو ووت. غیرتې نا چاره پلار پوروړو څخه شرمیده او بلاخره په پټیدو یې هم شروع وکړه ، له غمه او خفګانه ناروغه شوو او سر یې تر پاکستانه ورسید د ډاکټرانو د معایناتو څخه دا څرګنده شوه چې د ده ګوردی دواړه خرابې شویدې، پدی وخت کې ځوی لندن ته ورسیده چې پریشانه مور او پلار یې خورا خوشحاله شول چې ځوی مو په خیر او بې خطره خپل مقصد ته ورسیده اوس به زلمی ځوی خواری او غریبې کوی او موږ به اسوده شو، خو ځوی د رسیدو نه دری میاشتی وروسته پلار ته تیلفون وکړ او ویل یې چې پلاره کار خو نه پیدا کیږی او که پیدا هم شی ډیر سخت دی. د دی خبری په اوریدو سره د لاچاره پلار فکر لا ډیر خراب شو او حیران وه چې څه وکړي پریشانې ورځ په ورځ ډیریدی حیران وه چې خپل علاج وکړي کور وچلوی او که د ځوی غم وکی، خدای دې وریرو او مشر ورور سره ښه وکړي مرسته یې ورسره کوله خو هغوی به هم ویل چې زلمی ځوی یې په لندن کې دی. نا چاره پلار څو څو واری کوښښ وکړ چې خپل ناپوه زلمې ځوی ته نصحت وکړي او دا احساس پکې را ژوندی کړی چې پلار یې اوس ډیر کمزوری دي او ځوی یې باید خواری او غریبی وکړي او داسی نوری، خو بې احساسه ځوی به وویل چې دا خبری مې نه خوښیږی او حتی دا چې ټیلفون به یې بند کړو. ورځې تیریدی او د نا چاره پلار ناروغی ورځ تر بلې زیاتیده. د پلار ناروغی تر دی ورسیده چې په هرو دوو اونیو کې باید د بدن ټوله وینه بدله کړی او تقریباْ تر څلور پنځو زرو کلدارو پوری دارو واخلی چې دا د ده د توان نه لری خبره وه خو وریرو او نژدی دوستانو کله کله مرسته کوله. بلاخره دا کشتې به پدی سمندر کې تر کله راوانه وی ، ده فکر کوه چې تر کله به ماسره مرسته کیږی ما خو دا امید درلود چې زه به خلکو سره مرسته کوم دا خو زه مرستو ته احتیاج شوم همدی فکرونو او غمونو لاهو کړ او د ژوند کشتې یې د نن نه پنځه ورځې وړاندی ډوبه شوه. تاسو باور وکړي چې د همدی غیرتې پلار ځوی لا تر اوسه خبر ندی او په خپلو نشو او تماشو کې ډوب دی.
زما مسافرو ورونو په ځانګړې توګه هغه ورونه چې خپل قیمتی وخت خوشی او یا په بدو کارونو تیروی!
تاسو به خبر یاست چې داسی زلمی په وطن، کور او کلی کې ډیر بد یادیږی دا ډول ځوانان هیڅ راتلونکې نه لری تاسی باور وکړي چې څوک ورته د خپلوی زړه هم نه ښه کوی. نو ولی ورونو
تاسو خپل د ایران، ترکې، یونان، کلاش وختونه درپیاد کړی، د یونان د دیرو هغه سپګی د کلاش د کفارو د کلیسا ډوډیګانې، په ځنګلونو کې په شپو شپو مزلونه او داسی نوری غمیزی درپیاد کړی، تاسو خپلې زړی مور هغه شلیدلی او پیوند پیوند پړونې او د هغی ناچاری مور ارمانونه درپیاد کړی، تاسو د خپلو غیرتی پلرونو هغه د سوال ته غزیدلی لاسونه چې ستاسو لپاره یې یو او بل ته نیول درپیاد کړی. اوس هم وخت تیر ندی تاسو کولای شی په ځان کې بدلون راولی او مسؤلیت احساس کړی.
عزتمندو:
مور او پلار هیڅکله هم د خپل اولاد غم نشی لیدلی کیدای شی تاسو هم بعضی د اولاد خاوندان اوسی زه باور لرم چې دا خواری او تکلیفونه د خپل اولاد لپاره تیروی. همداسی ستاسو مور او پلار هم ستاسو په هکله فکر کوی ستاسو خوشحالی او نیکمرغی غواړی. تاسو هر یو د یوی غیرتې کورنۍ مټ یاست، تاسو باید د بل هر یو پاکستانی، ایرانی، بنګلدیشی او داسی نورو ځوانانو نه زیات زحمت وباسی تر څو خپل او د خپلی کورنۍ او وطن راتلونکی روښانه کړی. ستاسو کورنۍ ستاسو په تمه دی چې ګواکې زموږ ورور، ځوی په لندن کې دی او مزدوری کوی.
د پورته قیصی نه دا څرګندیږی چې د داسی زلمیانو دا دنیا او هغه دنیا دواړه خرابی شوی. دوستانو صرف څو ورځې ژوندون دی ولی په نیک نامې او د خپل مور او پلار په خدمت او د هغوی د خوشحالی لپاره نه تیروو.
په درناوي

