د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بريالي سوداګر مهارتونه

ضياءالرحمن ضياء 26.01.2011 21:27

نوې سوداګري ډېره پېچلې او مغلقه ده، په ډېره بيړه د نوې ټکنالوژۍ او علمي پرمختګ خواته روانه ده. په دې نوي عصر کې که څوک وغواړي تجارت پيل کړي، دغه لاندې مهارتونه بايد ولري، بې له دغو مهارتونو کېدى شي تجارت يې ښه وده ونه کړي او يا له زيان سره مخامخ شي.
١- خپل تجارت لپاره د پلان جوړونې وړتيا ولري: که يو سوداګر غواړي چې سوداګري يې پرمختګ وکړي، نو د پلان جوړونې او د ښه تنظيمولو وړتيا ولري.
٢- فعال وي: بريالى سوداګر بايد خپله هم فعال وي او کارکوونکي يې هم فعال او چالاک وي، چې د سوداګرۍ پر پرمختګ کې ډېره مرسته کولاى شي.
٣- زړور وي: زړورتوب د سوداګرۍ لپاره يوه ښه سرمايه ده. که چېرې يو سوداګر په پرېکړو کې زړه نا زړه شي، دا به د سوداګرۍ لپاره په راتلونکي په تاوان تمامه شي.
٤- مرسته کوونکى او کوپراتيف ولري: له خپلو کارکوونکو سره مرسته وکړي او د هغوى لپاره يو کوپراتيف جوړ کړي، چې د دغو کارونو په مرسته خپل تجارت ښه پرمخ بوځي.
٥- خواخوږى وي: خواخوږي د تجارت لپاره داسې ده لکه د يو ماشين لپاره چې تيل وي. خواخوږي لګښت نه لري، خو اعتبار او نوم لري، تجار بايد د خپل ښه خوى په واسطه د خپلو کارکوونکو زړونه راخپل کړي.
٦- تصميم نيوونکى وي: يو تجار بايد عاجل تصميم نيوونکى وي او پر دې هم پوه شي چې زما ژر تصميم نيونه زما د تجارت لپاره ګټوره ده.
٧- ډيسپلين او نظم ولري: کله چې د يو شرکت رئيس يا مشر ډيسپلين ونه لري، نور کارکوونکي هم ډيسپلين نه مراعتوي، چې دا کار د سوداګرۍ د پرمختګ مخه نيسي.
٨- ارزښت ټاکوونکى وي: تجار بايد خپل ځان وارزوي چې څنګه خپل کارونه پر مخ بيايي، دا کار به د سوداګرۍ د راتلونکي پرمختګ لپاره ګټور تمام شي
٩- اټکل کوونکى او محتاط واوسي: سوداګر بايد د اټکل يا وړاندوينې مهارت ولري، چې په راتلونکي کې خپلو مشتريانو لپاره څه ډول شيان توليد کړي او د هغوى غوښتنې به څه وي. يا په بله مانا چې په راتلونکي کې به زما توليدات څه ډول وي.
١٠- صادق او امانتکار وي: تجار بايد له نورو سره په معاملاتو کې صادق وي، ځکه چې صداقت له سوداګرۍ سره مرسته کوي.
١١- ډېر او سخت کارونه وکړي: کله چې په يوه شرکت يا تجارت کې مشر ډېر او سخت کار ونه کړي، نو کارکوونکي هم هماغسې عادت اخلي او سخت کارونه نه کوي، چې په دې ډول تجارت پرمختګ نه شي کولاى.
١٢- نوښتګر وي: که نړيوال تجارت ته پام وکړو، په ډېرې چټکۍ سره پرمخ روان دى، کېدى شي يو علت يې دا هم وي چې په خپلو توليداتو او محصولاتو کې نوښت منځته راوړي، تجار بايد په خپلو محصولاتو او خدماتو کې د نوښت مهارت ولري او د بازار موندنې نوي ميتودونه په کار واچوي.
١٣- علمي وي: يو ښه تجار بايد د خپل تجارت په اړه پوره پوهه ولري، لکه د مالي چارو، بازارموندنې، ټکس او نورو په اړه.
١٤- لارښوونکى وي: لارښوونه په تجارت کې ډېره مهمه او په دې کار سره له کارکوونکو ډېره کمه تېروتنه کېږي او ورسره هغوى تشيقېږي هم. تجار بايد د مشرتوب مهارت ولري، بې له دې خپل تجارت او کارکوونکي نه شي کنټرولولاى.
١٥- خبرلوڅ وي: که چېرې يو تجار ښه خبرلوڅ او وياند وي، کولاى شي خپل تجارت په ښه توګه پرمخ بوځي، ځکه چې بې له مفاهمې څخه نه شي کولاى پر مشتريان يې خبرې اغېز وکړي.
١٦- شخصيت لرونکى وي: که يو تجار ښه شخصيت ولري کولاى شي خپل مشتريان له هغه څخه متاثر کړي، که يې شخصيت ښه نه و، نه شي کولاى په سمه توګه تجارت پرمخ بوځي.
١٧- ژر پرېکړه کوونکى وي: تجار بايد ژر پرېکړه کوونکى وي، ځکه چې په تجارت کې داسې پېښې رامنځته کېږي چې هغه ډېر کم وخت ته اړتيا لري او په کمه موده کې ورته حل لارې پيدا شي، د تخنيکي او قضايي چارو مهارت ولري.
١٨- مسووليت احساسوونکى وي: بريالى تجار بايد خپل مسووليتونه وپېژني، که مسووليت ته قايل نه شي نو تجارت يې پرمختګ نه شي کولاى.
١٩- مبصر او انتقاد کوونکى وي: يو ښه تجار بايد خپلو تېرو تېروتنو ته پام وکړي چې په راتلونکي کې ترې تکرار نه شي.
٢٠- د مالي مديريت مهارت لرونکى وي: د بريالي تجارت لپاره دا يو ډېر اړين توکى دى، له دې پرته نه شي کولاى خپل تجارت په ښه توګه پرمخ بوځي، تجارت بايد ښه مالي مقام ولري.
٢١- په ځان ډاډه وي: بريالى تجار بايد په خپل ځان باوري او ډاډه واوسي، له دې پرته نه شي کولاى چې ژر پرېکړې او تصميمونه ونيسي.
٢٢- وخت پېژندونکى او هوښيار وي: يو ښه تجار بايد ماهر او هوښيار وي، چې له دې کبله کولاى شي په راتلونکي کې ګټه وکړي.
٢٣- تخنيکي مهارت ولري: يو ښه تجار بايد تخنيکي مهارت ولري، هغه بايد په خپله څانګه کې ځانګړې پوهه ولري.