ټولټاکنی اوکه په زورټاکنی
08.12.2010 18:30ټولټاکنی په هغه ټولنو کښی چه ټولنیزاوسیاسی نظام په ټولنه حاکم اوټولنیزاقتصاددخلکود اړتیاو تر یو بریده بسینه وکړی،دپوهاوی کچه په ټولنه کښی خپل طبیعی پړاو سرته رسولی وی،ټولنیز ذهنیت دحکومت په وړاندی روڼ اواداره هم دخپل ملت داستازو په واسطه تصویب شوی اساسی قانون په چوکاټ کښی دندی سر ته ورسوی درایو ورکول او اخستل دهغه چا په واسطه چه دپوهی ،درک،ټولنیزموقف اوفزیکی سالم روغتیای وړتیا لرونکی وی دویلو اوکولو تر مینځ د نه واټن په صورت کی خلکو ته دخدمت کولوټټروهی د خلکودچاروواګی دخلکوله خوا پر مخ ویوړل شی ټولنیزی ستونزی په ټولنیزو پریکړو د ټولنی داستازوله خوا دموکراسی بلل کیږی٠چه دغه اصل داسلام په سپیڅلی دین کښی هم په واضیح ډول بیان شوی دی پرته دپورتنیو اصلنو د هر ډول دموکراسۍچیغی وهل سیند ته کاڼی ګوزارل اویا دخپل ملت په سترګوکی خاوری اچول دی ٠ که موږدخپلی ټولنی شرایط په نظر کی ونیسو ،ایا کیدای شی چه دیوی خوادټوپک شپیلۍ توده وی اودبلی خواسیاسی ذهنیتونه اونیتونه دحکومت اواداری په وړاندی په زهرو ککړ وی،اقتصاد هم دداخلی اوبهرنی مافیا په لاس کښی وی دخلکواراده په زور او زر واخستل شی ،څارونکی اودپروسی کارکونکی خپله په فساد ککړ وی هیواد هم د ستر ښکیلاک اود ګاوڼډی هیوادونودهرډول کلتوری،اقتصادی،مذهبی،ژبنیز،توکمیزاوحتی نظامی تیری جال کښی ښکیل وی،دټاکنو دنتیجی تر مخه دښکیلو کړیویوبل ته مبارکی او خوښی
دااطمنان په ډاګه کوی چه زموږپه هیوادکښی نه دموکراسی شتون لری اونه هم دمنلو
وړده نه هم دغه ډراموی ټاکنی چه په زهرجنو لاسوهنو دسره شوی ،په هیڅ ډول نه حقوقی اونه هم ټولنیز مشروعیت لری ځکه دخلکودارادی دتمثیل هیڅ څرک پکی نه دسترګو کیږی٠
دمحترم یون صاحب،منشی صاحب اوفضلی صاحب ګډه ناسته چه دشمشاد دښکلی تلویزیون دڅپودلیاری خپره شوه کلک ملاتړ څرګندوم اودهغوی دغه سپړنیزی مباحثی لکه په هیواد هر مین هیوادوال طبیعی او اخلاقی حق ګڼم ،اودورته سپړندویه مرکو ته ټول روڼ اندوهیوادوالو دملاتړ هیله لرم٠
اوداهم دیو تریخ حقیقت په بڼه ومنو چه دستر ښکیلاک په شتون کښی اودملی وحدت ضد عنلصرو چه داقلیتونو دګریوانه سر راوباسی دخلکوملی ارادی اوستراکثریت په وړاندی په پردی مټ اومالی مرسته لومړی ملی اوتاریخی ویاړنی چه زموږد دهیوادجغرافیوی اوتاریخی میراث راپیژنی له مینځه یوسی ژبنیزه اوتوکمیزه تفرقه رامینځ ته اوډیر ځله دکلتورې یرغل زمینه برابره وی دملی مفاهمو اواشخاصو سپکاوی کوی اوبیادقدرت اوواک ګدۍ ته دهرڅه نه په تیریدو په ډیره یشرمۍ ځان رسوی تر څووکولای شی دخپلی وړتیا دښودلودپاره دغلامۍ کړۍ دتل لپاره په غوږ کښی ولری اودمریتوب په زنځیر زموږویاړلی ملت کلک وتړی،روابط په ضوابطو
لوړبولی،معامله ګری دځان هنر ګڼی ،تاریخی اوملی ویاړنی په شخصی نفعه دقمار په میدان ږدی په ټولنیزذلت کښی ځان خوشحاله محسوسه وی اوورته نور٠٠٠
په لڼډه توګه بایدووایم چه ورته عناصرددموکراسۍ دکلمی نه په ګټه نه دملت درد دوا کولی شی او نه هم داسورۍ شوې کښتۍ دساحل غاړی ته رسولی شی٠ په ډیره پښتنه مینه ا ف صافی٠