د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی د پښتنو مشر او مسعود ملی اتل

داکتر محمد الیاس 08.11.2010 16:47

وائی چی په تیرو زمانو کی به چی کله پاچا تعین کیده نو اعلانونه به و شو او جار به و وهل شو چی ټول خلک په یوه لویه دښته کی را غونډ شی نو بیا به خلک ټول په معینه وړځ په همغه ځای کی راټول شول او هر یوه به هیله کوله چی پا چا شی خو د پاچا د ټاکل کیدو طریقه داسی وه چی یو مرغه( چی هغه به باښه وو)به ئی پریښود او هغه به چی د هر چا په سر کښیناست بیا به هغه پاچا وو دغه د باښه په واسطه ټاکل شوی پاچا به کله کله داسی یو لایق او پوه شخص را ووت چی د هیواد او خلکو لپاره به ئی ډیر ستر ستر کارونه وکړل او خپله ټولنه به ئی د ترقی په لور رهبری کوله او خلک به هم د ده له کارونو څخه ډیر خوشحاله وو خو ځینی وختونه به د باښه انتخاب کړی پاچا ډیر ضعیف او بی تجربی را ووت اونه دا چی خدمت ئی نشوای کولای بلکه هیواد به ئی د بر بادی په لور رهبری کاوو او خلک به هم د هغه له کړو وړو تر دوو سپوږمو ورسیدل. زه فکر کوم چی دا زموږ کرزی صاحب هم د همغی ډلی له جملی څخه ده ځکه له یوی خوا هغه داسی کارونه کړی او کوی ئی چی د یوه رئیس جمهور سره نه ښائی له بلی خواهغه په داسی ډول د افغانستان په خلکو و تپل شو چی په تاریخ کی ساری نه لیدل کیږی تاسو و گوری کرزی چی په خپل ټول ژوند کی ئی د دولتی کارونو تجربه نه درلوده او هیڅ کله ئی هم دا فکر نه کاوو چی دی به دافغانستان د خلکو مشر شی. د بون د کانفرانس له خوا پرته له دی چی د هغه کاری سابقه او نور هغه خصوصیات چی د یو هیواد جمهور رئیس باید ولری په پام کی و نیول شی هغه ئی دافغانستان د خلکو له مشوری او ارادی پرته په خلکو و تپل . ځینی خلک بیا خدای پاک با استعداده پیدا کړی وی او د رهبری او زعامت استعداد لری کله چی ورته کومه دنده سپارل کیږی نو بیا زیار باسی چی هغه په سمه توگه سر ته ورسوی او داسی ستر کارونه و کړی چی پخوا ئی ساری نه وی لیدل شوی چی ژوندی مثال ئی د کرزی له ولایت څخه احمد شاه با با و هغه هم هیڅکله د پادشاهی خوب نه وه لیدلی ولی کله چی پادشاه شو نو بیا ئی داسی کارون وکړل چی تر اوسه موږ ټول په هغه ویاړو. را به شو د کرزی صاحب کار نامو ته:
کرزی صاحب د دی لپاره د افغانستان په مظلوم او ځوریدلی ولس و تپل شو چی گواکی هغه پښتون ده ځکه په رایه گیری کی ئی له پنځلسو رایو څخه صرف دوه رای وړی وی. زه وایم چی کاشکی یو تاجک یا ازبک یا هزاره زموږ رئیس جمهور تاکل شوی وای نو اوس به مو هیڅ گیله نه کوله او دومره به تر انتقاد لاندی نه و موږ به هم خلکو او نور قومونو ته لاپی وهلی چی که جمهور رنیس پشتون وای نو داسی ستر ستر کارونه به ئی کړی و زه باور لرم چی د کرزی په جای بل هر څوک ټاکل شوی وای نو اوس به افغانستان په داسی بد حالت کی نه و.
زما خو هیڅ نه په یادیږی او که ډیر په اغراق سره ووایم نو شاید په دی لسو کلو کی می 6-10 ځله د کرزی خبری په پښتو اوریدلی وی. چی قسم هم و خورم شاید گنهگار نشم او رشتیا وایم چی ما تر اوسه د پښتو مکتوب په هیڅ وزارت خانه کی نه ده لیدلای. د ملی تلویزیون او نورو تلویزیونو نشرات خو ټول خلک وینی. زه تعصب نلرم او زما په کور کی هم زما اولادونه په دری ژبه خبری کوی ځکه میرمن می دری زبانه ده ولی دا وایم چی لا اقل که اول نه وی پښتو ته خو دی دوهم ځای ورکړ شی د پوهنتونونو اوعالی موسساتو تدرسی ژبه خو با الکل دری ده. دا هم د کرزی صاحب د خدمت له کبله. زما په یاد دی چی کله قدرت کرزی صاحب ته سپارل کیده نو یوه ډله ناخبره پکتیاوالو غوشتل چی کابل ته راشی او کرزی ته د تاج ورکولو په مراسمو کی گډون و کړی خو د خوست په لاره کی بمباران شول او بله ډله چی کابل ته راغله د نظار شورا ور ته ارگ ته د تلو اجازه و رنکړه اما کله چی اسمعیل خان غونډی ته را ورسیده نو کرزی صاحب د غونډی په گډون والو غږ و کړ (وانه جناب امر صاحب اسمعیل خان تشریف اورد لطفاٌ به احترام امر صاحب بخزید).
کرزی صاحب قدرت ته له رسیدو وروسته سمدلاسه د افغانستان د ملی یوالی او وحدت دشمن ، د ملل متحد د سولی د پلان ماتونکی ، د ملی اردو ړنگونکی او د کابل ښار د بیگناه ښاریانو د وژلو قاتل ته د ملی قهرمان لقب ورکړ. آیا کرزی صاحب ویلای شی چی ملی قهرمان باید کوم خصوصیات ولری. آیا ملی قهرمان او د هغه عسکر باید د یو اقلیت قوم په ناموسونو باندی تعرض و کړی(تاسو د افشارو د جنگ او د کارته سه د نیولو فلمونه او داستانونه ولولی چی هلته د هزاره قوم ښځو¸په خپله خوله اعتراف کړی چی په دوی باندی تجاوز وشو. په دی دواړو جگړو کی د هزاره قوم تر نیمائی په زیاتو ښځو تجاوز شوی و). ملی قهرمان به تل په افتخار ویل چی زه د داسی ورځی په هیله یم چی نور د( څوک ئی) کلمه وا نورم. داچی ملی قهرمان څومره جهاد کړی و ټولو خلکو ته معلوم ده او کتابونه پری لیکل شوی دی.خو دلته په لنډ ډول وایم چی هغه نه تنها جهاد نه وه کړی بلکه د نورو مجاهدینو په لاره کی خنډ هم و. د سالنگ لویه لاره ئی شوروی کاروانونو ته خلاصه پری ایښی وه تر څو هغوی و کولای شی وسلی او مهمات راوړی او نور ولسونه او قومونه ورباندی و وژنی په کاپیسا پروان او نور شمالی ولایتونو کی ئی د حزب اسلامی د مجاهدینو مخه نیولی وه تر څو هغوی و نشی کړای چی د روسانو سره و جنگیږی او په خپله ئی د شوروی قوا و سره اوربند اعلان کړی وو او شورویانو به ورته وسلی ورکولی تر څو د حزب اسلامی مجاهدین و وژنی. خو کرزی صاحب هغه ته د ملی قهرمان لقب ورکړ. کله چی طالبان د کابل دروازو ته را ورسیدل نو مسعود په میدان ښار کی د هغو مخی ته ورغی او دا فکر ئی کاوو چی شاید ده ته د دفاع وزارت ورکړی ولی طالبانو له هغه څخه د بی قید اوشرطه تسلیمیدو غوښتنه وکړه. مسعود یو څه وخت د طالبان په مقابل کی و جنگیده خو با لاخره په تیښته د پنجشیر ښمڅو ته ولاړ او د سالنگ په شمول ئی ټول پلونه والوزول د پروان او جبل السراج خلکو په هغه باندی د امر صاحب پلچکپران نوم کیښود او یو چا قیصه کوله چی د پنجشیر کوم سپین گیری سړی په یوه خصوصی مجلس کی مسعود ته ویلی وو چی (خدا مه را پیش از تو از ای دنیا ببره) مسعود ورته ویلی وو چی چرا؟ هغه سړی ورته ویلی و چی که ته لومړی مړ شی نو بیا به پل صراط هم و الوزوی او د موږ لاره به جنت ته بنده کړی.

د کرزی صاحب بل ستر ابتکار داوه چی ستر جنگسالار او د کابل د منډوی دوه ځلی لوټمار او د ابو حنیفه د مدرسی فارغ ته ئی د مارشالی رتبه ورکړه. بیا هم وایم ایا کرزی صاحب په دی پوهیده چی مارشال باید کوم خصوصیات ولری. ایا دی مارشال د افغانستان کوم نړیوال یا داخلی جنگ فتح کړی وو چی هغه ته ئی مارشالی ور کړه. اصلی خبره دا وه چی شمالی ټلوالی غوشتل د مارشال شاه ولی خان په ضد چی هغه په قومی لحاظ پښتون و او د کابل او شمالی له نیولو وروسته ورته د مارشالی رتبه ورکړ شوی وه نو دوی هم فهیم ته د مارشالی رتبه ورکړه او کرزی بیچاره مجبور و چی هغه امضا کړی.
کرزی صاحب د پنجشیر ولسوالی ته چی ټول نفوس ئی شاید څو منی بوسه شی د ولایت مقام ورکړ او اوس بیا وائی چی دی ولسوالی د ولایت معیارونه نه درلودل.وختی چی دی ولسوالی د ولایت معیارونه نه درلودل نو تا بیا کوم مجبوریت درلود چی هغه ته د ولایت ارتقا ورکړی. اصلی خبره داده چی پنجشیر ته فهیم د ولایت ارتقا ورکړی وه او یوازی هغه ستا امضا واخیسته او تا دا صلاحیت نه درلود چی هغه رد کړی.

ددی ټولو اجراتو څخه دا معلومیږی چی کرزی صاحب اصلا صلاحیت نه درلود او یوازی په دی خوشحاله و چی خلک ورته جمهور رئیس ووائی او که ئی صلاحیت درلود نو اوس د ووائی چی ده دا کارونه په کومو منل شویو نورمونو سر ته ورسول.
کرزی صاحب خو د بون په کنفرانس کی یوازی په دی خاطر رئیس جمهور شو چی پښتون ده او د پښتنو نماینده گی و کړی. ایا کرزی صاحب ویلای شی چی څومره ئی د پښتنو حقوق ساتلی دی اوس څو فیصده پښتانه دده ملا تړکوی. د نظار شورا په کرزی داسی چاری وکړی چی شاید 1-2 فیصده پښتانه هغه هم خدای خبر چی وی به که نه د کرزی ملاتړ وی.
کرزی صاحب قدرت ته له رسیدو وروسته په یو سفر مزار ته ولاړ هلته ورته د شمال ولایتونو نه پښتانه مشران را غلل او د سفاک دوستم دجبر او ظلم خخه ئی کرزی ته عریضی و کړی کرزی صاحب په جواب کی ورته وویل چی ولاړ شی عریضی مو دوستم صاحب ته ورکړی هغه به ستا سو مشکلات حل کړی.
دا چی په زرهاو پښتانه طالبان پس له تسلمیدو وروسته په کنتینرونو کی مړه شول او یا ژوندی تر خاورو لاندی شول اویو کم تعداد ئی چی نیم ژوندی و او نیم مړه دوستم د لکهاو افغانیو په بدل کی خلاص کړل دا خو ټول پری خبر دی د لیلی دشته د کرزی د قدرت او بیرحمیو شکاره مثال ده. زما په یاد دی چی په اولو ورځو کی به کرزی د نظار تر شورا زیاتی چیغی وهلی چی طالبان او حزب اسلامی ټول تروریستان دی باید د خپلو اعمالو په سزا ورسیږی موږ به هیڅکله ملا عمر او حکمتیار ته په دولت کی برخه ور نکړو بلکه هغه به محاکمه کړو . زما دا هم په یاد دی چی په کابل کی یو تعداد د حزب اسلامی غړی چی غوښتل ئی د دولت سره همکاری و کړی په یوه شپه کی د کورونو څخه را و ایستل شول او جیلونو ته واستول شول او داسی تور ئی ور باندی و لگاو چی دوی کودتا کوله .ایا د نړی په کوم قانون کی راغلی چی تسلیم شوی کسان دی بی له محکمی مړه شی ایا کرزی ددغو اعمالو مسئولیت منی او که نه دغه په زر هاو طالبان خو د کرزی تر مشری لاندی په بیرحمی سره و وژل شول دا چی دوستم و وژل یا شورای نظار دا ځانته خبر ه ده مسئولیت د کرزی و ځکه هغه رئیس جمهور و.او کرزی صاحب د دی په ځای چی د دوستم نه پوښتنه و کړی چی ولی ئی په زرهاو تسلیم شوی طالبان و وژل هغه د دی کار د قدر دانی په خاطر دوستم ته د مسلحو قوا و د درستیز وال رتبه ورکړه او د هغه د نازولو لپاره ئی ازبکی رسمی ژبه کړه او په هره کابینه کی د دوستم پهلوانانو ته وزارتونه ور کوی.

دکرزی لمړی دوری ته له کاندیدیدو وروسته ټولو پښتنو په یوه اتفاق سره د کرزی ټولی نا دودی هیری کړی او صرف ددی په خاطر چی کرزی پښتون ده او شاید پس له انتخابیدو وروسته د پشتنو تر پشو لاندی شوی حقوق بیرته ورکړی هغه ته رایه ورکړی. پښتنی میرمنی پداسی حال چی هیڅ کله له کوره نه وی وتلی رای گیری مرکزونو ته ولاړی او کرزی ته ئی رایه ورکړه ما هم د خپلو دوستانو سره یو ځای کرزی ته رایه ورکړه). ولی افسوس چی کرزی دومره ډارن ده چی د نظار شورا له اجازی پرته حتی کندهار ته هم سفر نشی کولای.
زما په یاد دی چی د کرزی په اوله دوره کی پشتانه ا و په خاص ډول کندهاریان به کله چی کابل ته راتلل نو جامی به ئی بد لولی. که چیری به څوک د ملی آمنیت په زندان کی د بندیانو د لیدو لپاره ورته نو د نظار شورا بد ماشو عسکرو به د دروازی په خوله کی ور ته ویل ( لونگی ته پس کو کتی لونگی اجازه نیست) او په دی ترتیب به ئی په پشتنو او د پشتنو په کلتور ملنډی و هلی او پر ته له هغه هم د ملی امنیت په زندانونو کی 90 فیصده پشتانه وه زما په یاد دی چی یو ځوان ئی په زندان کی په دی تور و ژلی و چی دری ئی نه وه زده.

کرزی صاحب د خپلی اولی دوری او د هغه نه مخکی دوری په وخت کی د پشتنو د وژلو په سر امریکائی او د ناتو قوماندانانو ته دو مره د غازی امان الله خان مډالونه ور کړل چی هره ورځ به د خبرونو په و خت کی یو مډال ور کاوه. کرزی صاحب ولی په همغه وخت کی چی هره ورځ به کلی او د واده مراسم بمباران ول خپل اعتراض نه کاوه ، هغه ځکه چی بوش په کلکه د کرزی ملگری وه. کرزی هیڅکله هم د بوش په دوره کی د بیگناه افغانانو په وینو خپل خفگان شکاره نکړ. کله چی د بوش دوره ختمه شوه او بوش په عراق کی یوه ژورنالیست په بوټو وواهه په ټوله نړی کی هغه ژورنالیست ته قهرمان وویل شول ولی کله چی بوش کابل ته راغی کرزی ورته د غازی امان الله خان مډال ورکړ.او تل به ئی بوش ته ویل چی د افغانستان خلک به هیڅ کله هم ستاسو دوستی او مرستی هیری نکړی.

په دی ورځو کی ځینو افغانستان دښمنه کړیو د افغانستان د تجزیی خبره را پورته کړی ده او داسی ویل کیږی چی پښتانه ډیر وروسته پاتی خلک دی او دوی هیڅکله هم تمدن او پر مختگ نه خوښوی اویوازی غواړی چی د تمدن نه لری په قبیلوی سیستم ژوند و کړی نو باید افغانستان په دوه برخو وویشل شی او امریکا باید خپل عسکر د پښتنو له سیمو را وباسی او ډیر کم تعداد ئی په شمال کی وساتی او خپلی مرستی د شمالی افغانستان سره وکړی. گرچی دا یو خیال او جنون ده او دا تجربه پخوا ثابته شوی او ډیرو پوهانو ورباندی خپل نظرونه څرگند کړی چی دا کار امکان نلری . خو که خدای نا خواسته بیا هم وایم خدای ناخواسته افغانستان تجزیه شی ددی بد بختی ټول مسئولیت به د کرزی او ملا عمر په غاړه وی.

د کرزی صاحب د ناکردو او د ناخوالو څخه به تیر شم ځکه دا نا خوالی دومره ډیری دی چی باید کتابونه پری ولیکل شی. را به شم یوی بلی نا خوالی ته چی هغه هم د کرزی صاحب د بی صلاحیته اقتدار سره ارتباط لری.

د اختر نه دوه ورځی مخکی د مسعود د مړینی نهمه کالیزه د لوی جرگی په خیمه کی په ډیرو شاندارو مراسمو و نمانځل شوه او د نظار شورا ډلی ټپلی بیا هم خپل زور کرزی ته ور شکاره کړ. گر چی دا مراسم د کرزی په فرمان سره تر سره شول چی د هیواد په دننه او د باندی کی ور باندی ډیر درانه لگښتونه و شول ویل کیږی چی یوازی د پیښاور قونسلگری د مسعود د تلین لپاره تر 400 زیات میلمانه را بللی وه چی د هر نفر مصرف د دوه زرو کلدارو په شاو خوا کی وه. د مسعود په کړه وړه مو ږ مخکی خبری و کړی او دا مو هم وویل چی ایا په رښتیا هم هغه ملی قهرمان و که نه، که تاسی د هیواد له 34 ولایتونو څخه پنجشیر په نظر کی ونه نیسی ایا له کنړ نه تر هرات او له هرات نه تر بدخشان پوری به څو فیصده خلک مسعود حتی د یو پاک قوماندان په صفت و منی قهرمانی خو پریږده. ولی په دی مراسمو کی ټولو برخوالو د مسعود په مړینه د درواغو او ښکی تویه کړی زه خو دی سیاست او دی مکر او چلونو ته حیران پاته یم دا څه قسم سیاست ده دا څه قسم د خلکو په سترگو کی خاوری اچول دی . د کرزی مرستیال کریم خلیلی د مسعود څخه نعوذ بالله پیغمبر جوړ کړ. او په دی هم نه شرمیده چی مسعود او د هغه لنډه غرو لکه مخکی می چی وویل په افشارو او کارته سه کی د هزاره قوم تر نیمائی په زیاتو ښځو تجاوز و کړ او عبد العلی مزاری خو د مسعود له ډاره طالبانو ته ورغی. په دی غونډه کی سیاف ، ربانی او احمد ضیا مسعود همغه زړه توره بیا کرزی ته ور شکاره کړه تر څو کرزی و ډار کړی. زما په یاد دی چی کوم وخت چی فهیم له معا ونیت څخه لری شو نو په هره غونډه کی به ئی ویل چی ( مجاهدین از دولت کنار زده میشود مجاهدین بنامهای جنگسالار یاد میشود و این جنگها را اگر مجاهدین ارام نسازد هیچکس نمیتواند) د نظار شورا بل مخکښ او دربانی زوم چکری به هم تل ویل چی (مجاهدین از دولت کنار زده میشود) مگرم کله چی فهیم او چکری ته چوکی ور کړی شوی نو بیا همغه خبره له منځه ولاړه . د مسعود په نهم تلین کی ربانی ، سیاف او احمد ضیا مسعود بیا دا خبره را برسیره کړه چی ( مجاهدین کنار زده میشود ) د نظار شورا په فکر مجاهدین یعنی دنظار شورا لنډه غری دی که د نظار شورا لنډه غری له قدرت څخه لری شی نو مجاهدین کنار زده میشود. کاشکی دا لنډه غری له قدرت څخه لری شوی وای مگرم دوی خو اوس هم ټول په قدرت کی دی حتی کرزی صاحب د دوی له ډاره په پښتو خبری نشی کولای. د مسعود د تلین په لمانځلو کی سیاف د مسعود په باره کی شعر و لوست او دوه ځله ئی و ویل چی تر څو د مچاهدینو دروازی نه وی ټک ټک شوی او له مجاهدینو مرسته نه وی غو شتل شوی په دی ملک کی آرامی نشی را تلای ، مگر سیاف هیره کری ده چی هغه دلته په کابل کی وو او دربانی معاون وو او د دولت ټول پوځی امکانات له دوی سره وه او سیاف به طالبان د امریکا زامن بلل ولی کله چی د امریکا زامنو په کابل حمله و کړه سیاف و تښتیده او د پنجشیر سمڅو ته ئی پناه یوړه او د مسعود تر چتر لاندی ئی خپل ننگین ژوند ته ادامه ورکوله او اوس بیا وائی چی کرزی باید د سیاف دروازه ټک ټک کړی. په دی دومره لویه گیره داسی بیځایه خبری کول څومره شرم ده.زه بیا هم نپوهیږم چی ټول سیاستوال د ربانی او سیاف په شان بی شرمه وی او که یوازی دوی بیشرمه دی. سیاف غواړی چی د دوی دروازی و ټکول شی او یوځل بیا دوی قدرت ته ورسیږی او یو ځل بیا د کابل ښار په تنظیمونو و ویشل شی او د خلکو مال، ناموس اوسر په آمن کی نه وی او یوځل بیا جنکی له کورونو ځانونه کشته وا چوی او د کابل ښار د هر پله د لاندی د جنکیو جسدونه پراته وی او یو ځل بیا د خلکو په سرونو کی میخونه ټک وهل شی.او د کابل ښاریان بیا مهاجرت ته آړ ایستل شی. سیاف او ربانی لکه چی حافظه له لاسه ورکړی او یا دوی فکر کوی چی دافغانستان خوار ولس حافظه نلری او ټولو به د دوی جنایات هیر کړی وی. خو دوی باید پوه شی چی دا ولس که وږی وی یا تږی خو بیا دومره عقل او شعور لری چی د شو او بدو توپیر وکړی او که دخدای رضا وه یوه ورځ به دا ولس ستا او د ربانی او دمسعود د پلویانو او د مزاری او حکمتیار د لنډه غرو گیرو او گریوان ته لاسونه در واچوی او تاسی به د خپلو ننگینو اعمالو په سزا ورسوی. خدای پاک تل د مظلومانو ملگری ده.
د نظار شورا لنډه غرو د مسعود دمړینی په ورځ په سلهاو موټر را ایستلی و او د مسعود عکسونه ئی ور باندی ځړولی و او د کابل له ښار نه د ارزان قیمت پروژی په لوری ولاړل او کله به چی په لاری کی د پښتنو د خړو کورونو له څنگه تیریدل نو لاس به ئی د پښتنو کورونو ته و نیول او شعار به ئی ورکاوه چی مرگ بر پاکستان. د دوی په نزد ټول پښتانه پاکستانیان دی. د نظار شورا د کابل ښار هغه وران او سپیره حیصه د احمد شاه بابا په نامه یاده کړه چی خلکو به ورته ارزان قیمت ویل. ولی د مسعود په ویاړ منارونه چوړ شول.
کرزی صاحب چی کله قدرت ته رسیدلای نو د دی لپاره چی د نظار شورا ئی و نه وهی اویا ئی لری نه کړی خپل یو معاون همیشه پنجشیری ساتی لکه چی د اولی دوری نه پخوا فهیم ، په اوله دوره کی احمد ضیا او اوس بیا فهیم ده او بل معاون ئی خلیلی ده. دا چی د ده دواړه معاونین هیڅ لوړی زده کړی نلری دا خو خیر ده مگرم دواړه معاونین په دولتی چارو کی د ده په ضد عمل کوی او د ده په ضد جبهه جوړه وی. کرزی یوه ورځ یوه خبره کوی او بله ورځ بیا بله خبره ځکه دهغه دواړه معاونین او نیمائی کابینه د ده مخالفه وی. کرزی په خوله د سولی چیغی و هی خو په عمل کی هیڅ هم نشی کولای ځکه ما مخکی و ویل چی د کرزی معاونین ، دوستم ، محقق، عطا محمد ، ربانی ، سیاف او د ده تر نیمائی زیات وزیران او والیان د کرزی د سولی پلان نه منی او هغوی خپلی گټی په سوله کی نه وینی. را به شو یوی بلی عجیبه پریکړی ته او هغه دا چی کرزی صاحب د سولی د جرگی مشر ربانی و ټاکه اوس نو تاسی قضاوت و کړی چی و ختی چی ربانی د سولی جرگی رئیس وی ، دوستم د مسلحو قواو درستیزوال وی، خلیلی او فهیم مرستیالان وی استاد عطا هم د بلخ ولایت او د شمال زون خود مختاره پاچا وی ایا طالبان به سولی ته حاضر شی او ایا دا منطق منی چی د دی کسانو په موجودیت کی طالبان سولی ته غاړه کیږدی او دا به خنگه د هغو وجدان و منی چی د دوستم سره هغه خبرو ته کینی.
دا چی د افغانستان وضعه ورځ په ورځ مخ په خرابیدو ده او اوس ئی نو د جوړیدو او ښه کیدو هیله بیخی له منځه تللی ده. داټول د کرزی د بی کفایتی څخه ده. ایا په رښتیا پښتانه د طالبانو ملا تړ کوی. زما په نظر نه، که کرزی پښتانه له ځان سره ساتلی وای او دهغو حقوق ئی ور کړی وای نن ورځ به هم کرزی محکم وه او هم به پښتنو طالبانو ته مراجعه نه کوله.آیا پښتانه دومره جاهله دی چی نه زده کړی غواړی او نه هم ښه ژوند. آیا پښتانه د هزاره گان، ازبکو او د پنجشیر د پنچر مینانو نه جاهل قوم ده. ولی متاسفانه دا ټولی بدبختی په پښتنو کرزی او نظار شورا لنډه غرو راوستی دی. او زمینه ئی دی ته مساعده کړه چی ټول پښتانه د کرزی خخه مخ واړوی او کرزی تنها پریږدی داچی نن ورځ کرزی صاحب ربانی ، فهیم ، محقق او دوستم ته څه نشی ویلای او هر یو له کرزی نه ډیر قدرت لری علت ئی داده چی هغو ټولو خپلو قومونو ته مراجعه و کړه او خپل قومونه ئی په غیږ کی و نیول نو نن ورځ هغه قومونه د دوی ملاتړ کوی و گوری کرزی عطامحمد له ولایت څخه نشی لری کولای دوستم او محقق خو لا په ځای پریږده. که کرزی د خپلی و اکمنی په تیرو لسو کلونو حداقل د پښتنو روا حقوق و رکړی وای او د هغو رایو ته ئی احترام کړی وای نو نن به یو ډیر لوی لښکر د کرزی تر شا ولاړ وو او هیچا به د ده مقابله نشوای کولای. خو افسوس چی کرزی اوس د یوه والی د لری کولو توان هم نلری او شاته ئی له خپلی کورنی پرته هیڅوک نشته همدا علت ده چی د ملت قاتلین ، لوټماران او جنگی جنایتکاران په ډیرا اسانی سره خپلی غوښتنی په کرزی عملی کوی او ورځ په ورځ په ټولنه کی او په خاص ډول په پښتنو کی د کرزی وقار او حیثیت له منځه وړی او کرزی نور هم یوازی پاته کیږی.
د کرزی له افتخاراتو څخه یو بل غټ افتخار هم داده چی په ټوله نړی کی د ده د دولت په شان فاسد دولت په نړی کی و جود نلری او دا یوه طبیعی خبره ده وختی چی د کرزی معاونین او له نیم څخه زیات لوړ پوړی چارواکی د کرزی په ضد وی نو څنگه به دولت او حکومت پاک او خدمتگار وی. د نظار شورا په کرزی داسی چاری وکړی چی نور نه خپلو خلکو ته ، نه هم پشتنو ته مخ لری او له خپلی کورنی پرته بل څوک د ده ملا تړ نکوی. زما په نظر خو اصلا دولت وجود نلری که وزارتونه دی که محاکم دی که آمنیتی اورگانونه دی ټول په چور او چپاول لگیا دی.او هر کارمند چی هره ورځ دندی ته ځی یوازی د دی لپاره ځی چی چور و کړی د هیڅ یوه سره دا احساس نشته چی خدمت و کړی. تر 90 په سلو کی په زیاتو جنائی جرمونو کی پولیس لاس لری او هغه هم ټول د نظار شورا سره اړیکی لری . هره لویه غلا چی په کابل کی کیږی حتما د نظار شورا په کی لاس لری او هغه موټر چی د غلا لپاره یا دبل کوم جنایت لپاره تری استفاده کیږی حتما دملی قهرمان عکس ور باندی ځوړند وی. آیا څوک په تاریخ کی بل داسی مثال لری چی یو اعدامی کس چی لاسونه ئی هم تړلی وی د اعدامیدو په وخت کی و تښتی او خلاص شی او بیا هیڅوک هم مجرم ونه پیژندل شی. دری کاله پخوا چی کله د شمال ټلوالی مظاهره و کړه او د کابل ښار ئی چور کړ او نژدی و چی ارگ هم و نیسی ایا څوک محاکمه شول. که دا کار پښتنو کړای وای شاید د کابل زندانونه ټول ور باندی ډک وای. دکوچیانو او هزاره گان په موضوع کی چی یوه حقوقی موضوع ده اوباید د قضائی ارگانونو په مرسته حل شی د کرزی معاون ځی او له هزاره گانو سره په خیمه کی کینی او کرزی هم له ډاره سمدستی امر کوی چی کوچیان باید د سیمی څخه ووځی.
خلاصه که د کرزی صاحب د بی کفایتی او ډار قیصو ته ادامه ورکړو یو خروار کاغذ په کار ده او کرزی باید پوه شی چی تاریخ هرڅه له ځانه سره ساتی خو کرزی نه تنها ځان او خپله کورنی و شرموله بلکه په مجموع کی ټول پښتانه ئی و شرمول. ایا کرزی صاحب ویلای شی چی ولی په دومره ټیټو سترگو خپلی بی صلاحیته واکمنی ته دوام ورکوی ایا دی نه ده خبر چی دی د خلکو په منځ کی څومره منفور ده. سره د دی ټولو نا خوالو بیا هم کرزی د پوهنتون د استادانو په لویه غونډه کی وائی ( ایله دادنی نیستم) څومره د شرم خبره. موږ نه وایو او هیڅ کله هم دا طمعه نه کوو چی کرزی اویا بل رئیس چمهور دی د پښتنو په نا حقه ملاتړ وکړی او پښتنو ته دی اجازه ور کړی چی د نورو وروڼو قومونو حقوق تر پښو لاندی کړی. موږ دا وایو چی کرزی باید ټول هیواد ته او په دی هیواد کی هر قوم ته خدمت و کړی او د یوه صادق او پاک پښتون په توگه دا فاسده اداره پاکه کړی او دا هیواد له بربادی او ورانیدو و ساتی او که دا کار نشی کولای نو په ډیره ابرو مندانه توگه پرته له دی چی ټول پښتانه و شرموی خپله استعفا ورکړی.
زما وروستی خبره داده چی کرزی باید نور نه ځان سپک کړی او نه پښتانه د داکتر نجیب په شان دی و وائی چی ما و نشوای کړای چی د افغانستان مشکل حل کړم او د وروستی ځل لپاره دی یوه د پشتنولی خبره وکړی او دا دروند مسئولیت دی داسی چاته ورکړی چی هغه دا ټوته ټوټه هیواد سره و گنډی او جوړ ئی کړی. او زه مطئن یم چی نور د کرزی دوره ختم ده که دی دا کار و نکړی بیا هم دی له منځه تلونکی ده. دا د بی غیرتی ژوند ته دی خاتمه ورکړی.

په درناوی