د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکونړدولایت په اړوندوسیموپه ټولټاکنوکی درغلی.

عبدالله 21.09.2010 09:44

غواړم چی دکونړولایت اړوندپه څلوروولسوالیوکی درای ورکونی په مرکزونوکی ددرغلیوپه هکله درته لاندی معلومات درکړم هیله ده چی دستاسوښاغلودپاملرنی وړوګرځی اودبی سره هیواد دچارواکوغوږونوته یی د ټول افغان دویب پاڼی دلاری ورسوی.

دکونړدولایت دنرنګ، څوکی، خاص کونړاودنورګل په ولسوالیوکی دهغه ځای دڅوځورواکونوماندانوچی هریویی ځان ته خپل بی سره جنګیالی اوډلی لری اودجناب کرزی صاحب ډیرنږدی دوستان شمیرل کیږی په ډیر ی سپین سترګی سره دټاکنو دپیل څخه درغلی پیل شوی اودټاکنودوخت ترپایه یی ادامه پیداکړه دوی کوښښ کاوه چی دبیلابیلولاروڅخه دخپل ځان په ګټه درای ورکونی اصلی اونقلی کارتونه وکاروی په لس ګونه موټرلیدل کیدلی چی دکونړدجمعیت دلیسی ترڅنګ دیوی دولتی مدرسی څخه دیوه معلوم نوماندپه ګټه ډکیدل اودجمعیت دلیسی څخه به یی په رای ورکونی پیل کاوه چی دهغه ځای څخه وروسته به ټولونوروپنځومرکزونوته همدغه خلک چی یوه پلایی رایه اچولی وه وړل کیدل اوپه هربل مرکزکی ددوی لپاره ددی امکانات برابرشوی وچی خپله رایه ددوهم اوپنځم ځل لپاره هم وکاروی(یوکس چی غلام محمدنومیده په تلیفون کی خپل زوی ته وویل چی بچی لس کارتونه می لرل هغه می وکارول خواس هیڅ هم نشته څه کارتونه راته پیداکړه چی وه یی کاروم). دڅوکی دجمعیت په لیسه کی دکونړدملی امنیت دکارکونکولخوایوتن چی خپل ضمیریی په یوتن نوماند پلورلی ودرای اچونی دجعلی کارت سره ونیول شو چی کله ورڅخه پوښتنه وشوه چی داکارت دی دکوم ځای څخه لاس ته راوړی دی؟ هغه په جواب کی وویل چی دمدرسی څخه. پوښتنه ورڅخه وشوه چی داکارت چادرکړی دی؟ جواب یی ورکړ چی مولوی صاحب راکړی دی. په پایله کی مرکزدڅولحظولپاره بندشو دڅوشیبووروسته موولیدل چی هغه مرکزبیادهغه غلواودرغلګروپه وړاندی خلاص شو چی کوم دمخه پکی ودڅوکی دمعارف مدیرچی ددی وطن دبچیانودلیک اولوست دروندبارپه اوږولری ددرغلګروهرکلی ته دلیسی په دروازه کی ولاړو. هغه ماشومان چی درای ورکونی قانونی عمریی هم لانه وپوره کړی دڅوکی دمعارف دکارکونکوپه هانداوهڅو دکورونوڅخه په موټروکی راوړل کیدل اودپورتنیوولسوالیودرای ورکونی په مرکزونوکی ورڅخه دجعلی کارتونوپه لرلوسره دیوه معلوم نوماندپه ګټه کاراخستل کیده کله چی دنورونوماندانودڅارونکولخواددوی مخ نیوی وشوڅوشیبی وروسته دکونړدڅوکی دولسوالی ښاغلی ولسوال اوامنیه قوماندان پیداشول چی هغوهغه خلک په ډیروبدوالفاظویادکړل کوم چی ددرغلیومخ نیوی یی کړی وان تردی چی دملی امنیت یواستازی هم دګواښ لاندی ونیوه اوهغه درغلګروته یی اجازه ورکړه چی ترڅودقانون خلاف خپله رایه وکاروی. په بعضی مرکزونوکی درنګ په بدل کی په بوتلونوکی سرکه اچول شوی وه چی کله دڅارونکولخواوپلټل شوه دټولټاکنودکمیسون دپلورل شووکارکونکولخواورڅڅه بښنه وغوښتل شوه . دپاکستان څخه راوړل شوی جعلی کارتونه دګوتـو څخه درنګ دپاکلوډول ډول کیمیاوی مایع مواداوحتی چی په سل ګونه انسانان راوړل شوی وچی ترڅوهغه جعلی کارتونه وکاروی کوم چی په پاکستان کی دوی جوړکړی وچی دټولو هغه کسانولپاره چی وطن اوخلکوته دخدمت په نیت یی دټاکنوډګرته ملاتړلی وه دتصورڅڅه لری یوعمل وچی دټولووطن دوسته خلکولپاره دزغم څخه ډیرلری و. چی کله به یی دچامخه نیوله په وړاندی به یی دکونړپولیس اودټولټاکنودکمیسون غړی راپیداکیدل اوهغوته به یی اجازه نه ورکوله چی ددرغلیومخ نیوی وکړی.

يوډیرښکلی ځوان چی یقینا یی سوچه ښکلی ږیره هم درلوده په داسی حال کی درای اچونی دخونی ددروازی په مخ کی ودریده چی دچپ لاس دیوی ګوتی څخه یی وینی څکیدلی غوښتنه یی وکړه چی درای ورکولو پاڼه ترلاسه کړی اوخپله رایه دخپلی خوښی نوماندلپاره وکاروی. پوښتنه ورڅخه وشوه چی آیاتاخپله رایه نه ده کارولی؟ زلمی په جواب کی وویل چی نه؟ کله چی دده لاسونه ولیدل شول هغه هومره رایی کارولی وی چی په پایله کی دڅوځله پاکی شوی ګوتــی څخه وینی څکیدلی. زلمی دڅارونکولخواپولیسوته وسپارل شو خوبیاهم دپولیسولخواخوشی شو.

درنولوستونکو! آیادیوه وکیل، دخلکودتش په نامه استازی چی تهداب یی په درغلیوکیښودل شی اولس ته دخدمت کولوکومه تمه پاتی کیږی؟؟ که نه پاتی کیږی ددی ټولوسرغړونومسولیت به دچاترغاړی وی؟؟ څه فکرکوی چی راتلونکی پارلمان به دافغانستان دغلواووطن پلورونکودجونګړی یوډیرښکاره بیلګه نه وی؟؟