داختر څپلکې
07.09.2010 23:07داختر ورځ ده، کمکۍ نرګس نن ډېره خوشاله ده. هغې دخپل عمر څلورکوچني اخترونه تيرکړي خو نن ورځ هغې لپاره يو خاص اختر دی. هغه به نور لوڅې پښې نه ګرځي او هغه اوس نوې څپلکې لري. خپلې څپلکې يي په پښو کړې اوپه منډه له خپلې خونې راووته اود څنګ خونې په دروازه ننوته. دخپل کاکا زوی پنځه کلن بصيرته په غرورسره وايی : وګوره ماته پلار څومره خايسته څپلکې اخيستې، ته غريب خو يی نه لرې. بصيردخپلې سيالې په پيغورپه کينه شو، نرګس ته يي ښکته پورته وکتل او بيايی ورته وويل، ځه ناولې ! لاړه شه! پښوته دې وګوره چې لااوس هم په خاورو سپېرې دي. کوچنۍ نرګس خپلو پښو ته وکتل، ډېره ګيله منه شوه، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او په منډه له کوټې ووته. بهر يی يو څو سلګۍ ووهلې اوبيا دانګړپه منځ کې د څاه په لوررهي شوه چې خپلې پښې پريمنځي. دڅاه خالي بوکه يی خوشې کړه اوچې له اوبو ډکه شوه بيايی دڅرخ په تاوولوشروع وکړه. له څوشيبو وروسته د نرګس دکوچنيو لاسونوڅخه زور وخوت ، بوکه يې له لاسه خوشې او د لويدو شدت يی کوچنۍ نرګس هم د بڼکې په څیرله مځکې پورته او څاه ته وغورځوله.
په کورکې غوغا جوړه شوه، هلئ چې نرګس څاه ته ولويده ، واړه اوغټ راغونډ شول. لاندې يی وکتل چې نرګس ترنامه پورې په اوبو کې ډوبه ولاړه ده اوپه حيرانتيا سره رډ رډ پورته راګوري. ښايی له ډېره ډاره يې ژړا هم له ياده وتلې وه. دکورځوان هلک سمندر رواورسيد، خپل بوټان يی وويستل او په چټکۍ سره د څاه تل ته ورښکته شو. کوچنۍ نرګس په تخرګ کې ونيوه او ګام په ګام يي د مځکې سر ته راپورته کړه. نرګس ودرېده اوچې خپلوپښوته يي وکتل سمدستي په ژړا شوه. موريی فرياد شروع کړ، اه خدايه لکه چې دلور مې کومه پښه ماته شوې ده، نيايی وویل، کيدی شي ملا کې يې پړک شوی وي. مو ر يي بيا ورته وايی: لورې پښه دې درد کوي؟ خو نرګس دسر په ښورولو سره د نه ځواب ورکوي.
نيایې په سر لاس راکش کړ او ورته وايی : بچۍ خبرې وکړه کوم ځای دې خوږيږې. نرګس په سلګو سلګو کې وويل : څپلکې مې څاه کې پاتې شوي دي.

