د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان محترم جمهور رئيس

نجيب سليمان 31.08.2010 14:41

جلالتماب د افغانستان د اسلمي جمهوريت محترم جمهور رئيس

السلام عليكم و رحمة الله

ما د ټول افغان په سايټ كښې د كابل بانك په اړ ه يو ليكنه ولوستله . په رښتيا چې ستاسې په دولت كښې ډير فاسد عناصر وجود لري او زياتره يې د استادانو د استاد استاد رباني له ډلې څخه دي . همدا عناصر دي چې ستاسې د حكومت ماشين يې په ټپه درولى دى او هيڅ حركت نه كوي.

وايي : په جهان د ننګيالي دي دا دوه كاره
يا به وخوري ككرۍ يا به كامران شي

همدا اوس يې وخت دى ، مفسدين د قانون پنجو ته و سپاره او دا خپل حكومت له خائنانو او وطن فوشانو څخه پاك كړه. او كه دا كار نه شى كولاى نو بيا دا څوكۍ پريږده. له دى نه خوبه دا ښه وه چې رباني جمهور رئيس وې ، كه هغه جمهور رئيس وې نو بدنامي به هم د هغه په سر وې ، اوس خو بدنامه كارونه هغه كوي او بدنامي يې تاسې ته رسي.

دولت داري په دې رقم چې ته يې كوې هغسې نه كيږي . لږ له جرئت او قاطعيت څخه كار واخله ، لږ له شجاعت او بهادرئ نه كار واخله.

د كابل بانك رئيس لوى قمار باز دى ، په مليونو ډالرې خارج ته انتقالوي او بيا هم ناست او څوك ورته څه نه وايي ، دا حكومت دى ؟ دا حكومت داري ده ؟ ټول غله ، رهزنان ، قاچاقبران ، لوچكان ، مفسدين ستا په حكومت كښې سره راټول شوي او ته ورته خوشحاله يې چې والله زه حكومت لرم. د څه شي حكومت ؟ څنګه حكومت ؟

دا فطرت د افغانستان بانك رئيس د رباني خاص سړى دى او د پښتنو مخالف دى . ولى مو دى په دې څوكۍ پرې ايښى دى؟ د خلكو شكايتونه ستاسې پر ميز پراته دي خو بيا هم هغه ناست دى . دا ولې ؟ آيا دغه رئيس په دې خاطر نه لرې كوې چې استاد رباني به خپه شي ؟ كه دا وجه نه وي نو بله كومه وجه كيداى شي ؟

وطن ټوټې ټوټې شو ، خلك درپه در شو او تاسې جلالتماب لا فخر كوې چې حكومت لرم او رئيس جمهور يم .

ځانته يو ښه كاري ټيم جوړ كړئ ، يوه برنامه جوړه كړئ ، د خارجي او داخلي سياستونو د پاره ستراتيژي جوړه کړئ . دا كارونه په خپله وكړئ ،له اعتمادي او پوهو كسانو نه مشوره وغواړئ، خلك په كار واچوئ يوه ښه اداره جوړه كړئ .

د حكومت ماشين فعاله او د تجربه كارو او ښو خلكو په لاس يې وركړئ .

خبرې نورې ډيرې دي ، د روژې مياشت ده ، عاقل را يك اشاره بس ده .

په احترام
نجيب سليمان