اغفر لي يا رب (يوه ريښـتوني کېسه)
29.08.2010 14:04ليکوال: دکتور حسين مونس
ژباړن او ترتيب: شاکر جلالي
کله چې امريکا او غرب د يوولسم سپتمبر ورورسته د افغانستان پر مظلوم ملت باندي يرغل وکړ نو ددې يرغل له ډيرو ناخوالو سره سره يې وغوښتل چې ځينې سريالونه له نورو بهرنيو ژبو پښتو او دري ته وژباړي چې ددې اکثره سريالونو موضوع ګاني به عشق او محبت وو او ځينې هغه ځوانان چې پدې ناروغي له پخوا هوم اخته وونور يې هم پکې سرائت وکړ ددې سره زمونږ د ټولني زيات ځوانان په بلي ناورغي اخته شوىدي چې هغه په ګرځنده مبايېلونو کې خبري اتري دي له نا محرمو زنانه وو سره ددې سريالونو او خبرو نتيجه دي ته راورسيده چې ځينې ځوانان او پيغلې پدې وروستيو کې د کور نيو نه پټ خپل کورونه يې پريښودل او د يوه څه وخت لپاره په تېښتې بريالي شول اما بيا هم د پښيماني نه وروسته نور نو څه لاسته رانه وړلو.
پدې وروستيو کې پدې اړه ما يو مضمون ولوست نو ومي غوښتل چې پښتو ژبي ته يې وژباړم ان شاالله چې ګټور به تمام شي زمونږ ټولني ته.
دا داستان ماته پخپله ددې داستان اتل وکړه که چېرې کېسه تر اخره پوري ولولي نو پوه به شي چې څرنګه اتل شوى دي.
دري کاله وروسته مي وغوښتل چې د حرمينو زيارت وکړم په همدې نيت لومړي مديني منوري ته لاړم هلته زما يو بوډا ملګري وه چې درې کاله مخکې زما ورسره ملګرتيا پيدا شوى وه کله چې د خپل ملګري دوکان ته ورسيدم نو ګورم چې هغه سپين ږيرى بوډا اوس نشته او پر ځاى يې يو سعودي ځوان په دوکان کې کار کوي نو ترينه مي وپوښتل چې هغه بوډا چېرته دي نو له سلام او ستړي مشي وروسته يې راته ځاي وغړاوه او زما لپاره يې چاي هم راوغوښته دواړه سره کېناستو او د زړه خواله مو سره وکړه نو ما ترې يو ځل بيا پوښتنه وکړه چې بابا چېرته دې ؟
ناڅاپه يې ځواب راکړو چې هغه خو دوه کاله مخکې وفات شوىدي نو ما هم ورته دعا وکړه او ځوان لپاره هم مشتريان راغلل هغه هم له هغوي سره مصروف شو او زه يواځې پاتې شوم ددې زوړ بابا په چورت او فکر کې ډوب شوم چې د هغه کېسه مي ياد ته راغله چې ماته يې کړې وه هغه داسي وه چې:
چې د مصر د قاهري په ښار کې پيدا شوى يم کله چې د ځواني مرحلي ته ورسيدم نو ما له يو رخت فروش سره کار کول شروع کړل ددې دکان څيښتن ډير هوښيار او زيرک انسان وو په ډيره کمه موده کې يې لدې وړوکې دکان څخه غټ حال جوړ کړ او زه هم په خپلو کارونو کې ډير محتاط وم.
زما د احتىاط په سبب زما رتبه هم ورځ تر بلي پر مختللو چې حتى خبره دې ته ورسيدله چې زه يې خپل مالي مقرر کړم مونږ به د سهار له اتو بجو نه کار پيل کاوه تر ماښام اتو بجو پوري مو کار کاوه لدې وروسته به مي د دوکان څښتن ته حسابي ورکوله او له حال نه به راوتم له ډيري ستړيا نه به سر راباندي گرځيده له مشر ورو سره به مي د ماسخوتن ډوډي د هغه په دوکان کې خوړله او بيا به کور ته تلو.
مور به مي ډير راته ويلي چې زويه واده وکړه خو ما به نه منله او له ځان سره مي وييلې چې کله دي پيسي پيدا کړې نودکان به جوړ کړې او چې کله سرمايه دار شي نو بيا به واده وکړې دوخت په تيريدو سره ما نور هم ځان دوکاندار ته معتبر کړلو او لدې سره سره به مي يو څه پيسي ترينه پټولو تر هغې چې دا پيسي زر ډالرو ته ورسيدي او ما کولې شول چې ځانته يو بيل دوکان پرانيزم.
زه د دوکان په لټه کې وم چې مور مي ناروغه شوله او تر څه وخت تيريدو وروسته هغه هم وفاته شوله کله چې مو مور خاوروته وسپارله نو له ما سره فقط څلويښت ډالره پاتي وو نور ټول د مور په ناروغي کې رانه مصرف شوى وه.
کله مي چې خپل حالت ته پام شو نو ړنا ورځ راباندي توره شپه شوى خداي(ج) پوهيږي چې ما دا پيسي څومره په سختي پيداکړې وي اما څومره زر پدې تيرو څلورو مياشتو کې رانه مصرف شوى.
پدې کوم حال کې چې ما کار کولو ورځ تر بلي يې کار په ښه کېدو وه او ددې حال تر څنګ نور دوکانونه يې واخيستل او سره يو ځاي کړل او خبره شرکت ته ورسيده زه پکې د محاسبي مدير شوم او ماته يې يو بيل دفتر راوسپاره هر ورځ به مي زرهاو روپي کته او پورته کولي او له ځان سره مي ويلي چې کاشکې دا پيسي له ما سره وي چې ما هم استاد عبدالله غوندي داسي لوي شرکت درلود ورځې او شپې تيريدلي چې يو ښائسته انجلي مي وپيژندله او دا انجلي د يو باعزته افسر لور وه نو ومي غوښتل چې واده ورسره وکړم نو ما يې کورنۍ ته وړانديز وکړ چې خپله لور ماته راکړې کله چې دوي پوه شول چې زه هسي يو کاريګر يم هلته په شرکت کې نو زه او ورور مي دواړه راوشړلو او په کلکه سره يې دا غوښتنه رد کړه.
لدې کړني وروسته زما غم او خفګان نور هم زيات شو نو لدې وروسته ما کوشش وکړه چې سميره نو له ياده وباسم مګر ما ونشواي کولاي او د سميري کورنۍ د شرکت ريېس يې زما لدې کړني نه خبر کړلو کله چې سهار شرکت کې خپل دفتر ته لاړم نو استاد عبدالله را باندي دفتر ته راننوت او زه يې ورټلم چې ولي دي دا کار کړېدي ما تري هم بښنه وغوښته او کله چې له دفتر ځينې ووت له ځان سره مي ښه وژړل چې دا په څه غم اخته شوى يې او پدې فکر کې شوم چې ددې انجلي له کور نه به لري چېرې کور نيسيم.
شپې او ورځې همداسي تيريدلي چې له يوه سعودي سوداګر سره مي پيژندګلوي وشوه هغه به کله له مونږ نه تکې اخيستلي.
دغه سوداګر څو شپې له ماسره تيري کړلي نو بله ورځ مي ورته خپله کېسه وکړه چې دغسي خپل زړه مي بايللي دي نو هغه زما نه پوښتنه وکړه چې ايا انجلي هم پر تا زړه بايللي ده؟ هو هغې هم زه خوښيږم.
سوداګر: نو ولي ورسره واده نکوي؟ ولي تښتي نه؟
محمود:واده !! تېښته!!!
سوداګر:هو وتښته؟
محمود:څوک له هغې سره زما اړيکه پيداکړې؟
سوداګر:د هغې انجلي خپلوان.
محمود: نو بيا چېرته وتښتو؟
سوداګر: له ما سره به لاړ شي کنه.
لدې خبرو وروسته مي پدې اړه فکر کول شروع کړل د شپې په بستره کې به تر نيمي شپې خوب نه راتلو په همدې سوچونو او فکرونو کې به ډوب وم.
څوک به راسره مرسته وکړې؟ تر څو له سميري سره اړيکه ټينګي کړم نو له ځان سره مي وويل چې عباس د سميري د تره زوي.
عباس زما ملګري او د مکتب د وخت همصنفي مي هم تير شوى وو او پدې وختونو کې يې وزرات مالي کې کار هم کولو سره لدې ښه خبره خو دا وه چې عباس د خپل د تره سره کرکه او نفرت درلود.
کله چې ما دا موضوع له عباس سره ياده کړه هغه هم وعده راکړه چې زه به درته کار وکړم له څو شپو او ورځو وروسته يې ماته وويل چې سميره مي راضې کړېده نو فلانې هوتل ته راشه زه هم له وعدي سره سم د ماسپښين لمانځه وروسته هوتل ته لاړم او هلته مي له سميري سره نکاح وکړه او له څه خوړلو وروسته هغې ته مي وويل چې اوس کورته لاړه شه بيا به سره ګورو هغه کورته لاړه هيڅ څوک پري خبر نه ول نه مور نه پلار او نه هم د کورنۍ کوم غړي بغير د تره زوي نه عباس چې زما او ددې تر منځ يې اړيکې پيداکړې وي اوف خدايه شيطان څه لوبي پرما وکړې.
کله چې سبا دفتر ته لاړم او پيسو ته به مي پام شو نو له ځان سره مي ويلي چې واخله او لاړ شه څوک به تا ګير کړې تر هغو پوري چې استاد عبدالله خبريږي نو ما به هر څه کړې وي به همدې فکروو کې ډوب وم چې ناڅاپه دروازه وټکېده ګورم هاغه سعودي سوداګر ده راته يې وويل چې ځان دي تيار کړه سبا نه بله ورځ مو سفر دي.
نو هغه ته مي وويل چې سمه ده مازديګر د شرکت ريېس استاد عبدالله راغي او راته يې وويل چې زه سبا ته سفر لرم او نشم کولاي چې دغه پيسي په بنک کې جمع کړم کېداي شي چې زه پنځه ورځې باد بيرته راشم.
نو دا زما لپاره ښه چانس ځکه وو چې شرکت زما په لاس کې پاتي شو بله ورځ مي ټولي پيسي راوخستلي او د وعدي سره سم لاړم سميره مي هم له ځان سره واخيستله او سعودي سوداګر راته منتظر وو په بندر کې ما او سميري دواړو ځانونه بندر ته ورسول چې نور نو خپل هيواد د ابد لپاره پريږدو.
آه څومره سخت وخت وو زه سميره او شيطان دري واړه سره ملګري شولو او د جدي بندر ته ورسيدلو له هغې وروسته مديني منوري ته لاړو.
دغه سعودي سوداګر راته يو کور په کرايې ونيولو کور ډير زوړ وو سميري خو په ډيرو ښکلو کورونو کې ژوند کړې وؤ.
نو په ډير تعجب يې رانه پوښتنه وکړه چې دا زمونږ کور دي!!!؟
ما نور نو ځواب نشو ورکولاي فقط دومره مي ورته وويل چې دا زمونږ کور دي.
ددې خبري په اوريدلو سره سميره نو چپه شوه هيڅ يې هم ونه ويلي خوارکۍ سميره!!
تر سبا پوري نه څه وويل او نه څه وڅکل فقط لاسونه او سر يې په څنګلو باندي ايښودلي وؤ او تر سبا پوري ژړلي نه خوب وو نه ارامي پدې وخت کې مي دا محسوسه کړله چې شيطان راباندي څه وکړل.
ما هم په مدينه منوره کې يو وړوکې دکان پرانسته د بزازې او هلته مي خپل کار پيل کړلو.
سميري ورځ په غمونو او شپه به يې په بي خوبي کې تر سبا پوري به ناسته وه.
ريښتيا هم کور ډير زوړ وو سميره ملامته نه وه چې دومره ژور خفګان يې کولو ما چې د سميري خفګان ليدلو نو يوه ورځ مسجدي نبوي ته لاړم او هلته مي دعا وکړه چې خدايه(ج) سميري ته خوشحالي نيکبختي ور په نصيب کړې.
يوه ورځ ماته سميري وويل چې غواړم مسجد النبوي ته لاړه شم ما هم هغې سره ومنله او دواړه لاړو کله چې هلته ورسيدو سميره سخته په ژړا شوه او خداي(ج) ته دعا وکړه چې:
اي خدايه(ج) ماته مغفرت او بښنه وکړې ...ماله خپل خپلوانو سره يو ځاي کړې ...خپل وطن ته مي بوځي ماته بښنه وکړې.
ما هم ورسره سخت وژړل دواړه بيرته کورته راستانه شولو نيمه شپه وه چې سميري را باندي غږ وکړو چې محمود! فکر کوم چې زما دعا قبوله شوىده او په خوشحالي يې راته وويل چې خپلوانو سره يو ځاي کېږم بيرته به خپلي کورنۍ ته ځم.
ددې خبري په اوريدلو سره زه هم لږ ورخطا شوم چې هسي نه سميره رانه بيله نشي ما خو کله هم دا فکر نه کاوه.
څو مياشتي وروسته بيا يوه ورځ مسجد النبوي ته لاړم د رجب مياشت وه عمره کونکې ډير زښت زيات راغلي ول ما هم لمونځ وکړلو او په دي مي شروع وکړه او په لوړ اواز مي وويل چې اغفر لي يا رب ... اغفر لي يا رب...
چې پدې سره له شانه مي يو اواز واوريدلو چې وويل ايا الله تعالي جل جلاله خائنانو ته بښنه کوي؟!!!!
وينه راکې وچه شوه چې د استاد عبدالله اواز مي واوريد او په آرامي سره مي شاته وکتل چې ګورم استاد عبدالله په قاعدي ناست دي او دعا کوي.
نو ورته مي وويل چې اي استاده له هغه ورځې وروسته چې کله ما دغه کار کړېدي نو هيڅ په ژوند نه يم پوه شوى.
استاد عبدالله: اعتراف خو کوي؟
محمود: ايا دا امکان لري چې زه په حرم کې دروغ ووايم؟
استاد: ولي دي دغه کار وکړلو؟ اي خائنه؟
کله هم ما زورولي وي؟
محمود: هر څه را باندي نفس وکړل.
استاد: نو ولي دي دغه کار وکړلو.
محمود: شيطان يا استاذه شيطان راباندي وکړلو.
استاد: خير زما پيسي دي څه کړلي؟
محمود: هغه ټول راسره کورکې دي هيڅ مي هم پري ندي کړې ټول هغه شته دي ځه چې ځو کورته.
په لاره کې مي ترينه پوښتنه وکړه چې څنګه دي زه دلته پيداکړم؟
ماخو ستا په اړه هيڅ معلومات نه درلودل خو کله چې دي پيسي پټي کړې نو سخت مالي زيان دي راورسيد وروسته لدې مي تصميم ونيولو چې عمره ادا کړم نو هماغه وؤ چې ته مي دلته وليدي.
محمود: ايا پوليس دي خبر کړې دي ؟
استاد: پوليس!!! ټوله دنيا مي درپسي وکته خو پيدا مي نکړې پدې خبرو کې وؤ چې له يو ځوان سره مخ شولو ګورم چې ممدوح د استاد زوي دي هغه هم سخت حيران شو چې محمود ..د پيسو تښتول...مدينه ...ډيره لري خبره ده.
پدې کې وو چې کورته ورسيدو.
د کور په انګړ کې مي دوي کېنول او پيسي مي وروته راوړي څه پيسي ترينه کمي شوى وي هغه مي وروسره وعده وکړه چې در رسوم به مونږ په همدې خبرو کې وو چې سميري شربت راوړلو.
او هغې بيچارهګۍ هم ترينه بښنه غوښته استاد حيران شو ترينه يې پوښتنه وکړه چې ته مصري يې؟
سميره: بلي زه د مصر نه يم د فلاني سړي لور يم او په فلاني ځاي کې مو کور دي.
استاد: تا سره هم دغه خائن خيانت کړې ده ستا مور او پلار خو له خفګانه درپسي هلاک شول.
سميره : موراو پلار مي څنګه دي؟
استاد: ستا د ورکېدونه وروسته ستا مور او پلار ډوډي کله هم نده څکلي زاره يې درپسي چاود ده.
سميره: کاکا ما دغلته نو مه پريږده زه هم له تا سره خپل مور او پلار ته ځم.
استاد: محمود! پريږده دا غريبه انجلي چې له ماسره لاړه شي خپل مور او پلار ته.
محمود: دا ازاده ده ...بيشکه چې ما ورسره ظلم کړېده.
زه خو لدېنه بغير ژوندي نشم پاتي کېدي مګر دا د خداي(ج) کړه وه چې وشوه او زه ددې له ارامي نه بغير نور څه نه غواړم.
استاد: نو پس طلاق ورکړه؟
زه لږ چوپ شوم پداسي حال کې چې له سترګو مي اوښکې رابهيدي ورته مي وويل چې ته پر ما طلاقه يې اي سميري.
استاد بيرته خپل اطاق ته لاړه او وويل چې سبا ته به له خيره مصر ته ځو.
چې سبا شو نو استاد او د هغه زوي راغله چې سميره له ځان سره بوځي .
استاد: هيچا ته به هم دا خبره ونکړم چې ته دلته اوسيږي خو په يوه شرط چې بل ځاي ته لاړ نشي.
محمود: چېرته به لاړ شم د مصر زندانونه ته.
لدې خبرو وروسته دوي دري واړه لاړل او زه يې تنها پريښودم.
کله چې دا سپين ګيري کېسه دغلته وروسوله نو له سترګو نه يې اوښکې رابهيدلي.
د ماښام اذان شروع شو نو ورته مي وويل چې بيا څه وشول.
وروسته بيا خبر شوم چې سميره د استاد عبدالله له زوي ممدوح سره واده کړېده.
لدې وروسته زما هم نور نو د تيکو له کار او بار نه زړه تور شوى وه او دغه د حلوي دوکان مي پرانيزه او همدلته مي واده هم وکړو وروسته خداي(ج) يوه لور راکړه او په هغې باندي مي نوم سميره کېښوده.
زمونږ په افغاني ټولنه کې هم که چېرې يو ځوان وغواړي چې واده وکړې نو لومړي خو يې کورودانه د مور او پلار په زړه انتخابيږي او پخپله هلک خو د انتخاب حق هم نلري او دا خو لا پريږده چې يوه پيغله سره دي د هغې په ورکړه کې له هغې سره مشوره وشي چې ايا فلاني ځوان ستا د ژوند ملګري کېدل غواړي ستا موفقه شته او که نه دا يوه ستونزه ده چې له هغې نه ما يادونه وکړه نوري ډير ستونزي شته دي په يادولو به يې کتابونه وليکل شي.
لدې سره که چېرې زمونږ په ټولنه کې لکه پورتني پيښي په څير کومه ستونزه مخي ته راشي د انجلي سزا خو مرګ ده مرګ د عفوي دود خو بيښي نشته چې ايا عفوه هم څه معنا لري او که نه.
زمونږ دغه ظالمه ټولنه خو بيا وايې چې هغه خو هلک ده (يعني هلک چې هر څه کوي هغه معاف ده) تا ولي دغسي وکړل.
زه دا نه وايم چې له دغو ځوانانو او پيغلو سره ده هيڅ هم ونه شي مګر دا زمونږ خپله نيمګړتيا ده چې دغسي پيښي منځته راځي.

