خلک زمونږه په وطن کې اسلام راولي چې د مخکې نه شته او بجلي نه راولي چې مونږه ورپسی ړانده شو
16.08.2010 20:36پښتون شاعر او ليکوال نزار يوسفزي په فيس بوک په خپله پاڼه ډېر فعال دی او د خپل ولس د راويښولو کوښښ کوي. زما یې يو څو خبرې ډېرې خوښي شوي دي چې دلته یې د ټول افغان د لوستونکو سره شريکوم.
په درنښت
ه. مومند
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱. چې موسی عليه سلام لاړو نو ساميري يو سخی جوړ کړلو چې ناشنا ناشنا اوارونه به تری راوتل. او بني اسراييلو به ورباندی ايمان راوړلو. دغه شان به د موسی خواري برباده شوه، دغه شان پنجاب هم د ساميري په شان د سخو کارخانی لګولي دي. چې سراج الحق، امير مقام، رحيم الله، رستم شاه مهمند ، حامد مير. کاشف اباسي، شاهد مسعود ډاکټر دانش، کا...مران خان او اسما شيرازي غونده سخي جوړه وي او ټول د پښتون خلاف اوازونه ترينه راوزي.
۲. خداﺉ بخښلي شير علي باچه به وييل ، که پښتانه سره يو نه شول نو مونږه به د يو قام په توګه ټول چوړياګان شو. په پردو کلو او کوڅو کې به خيرونه غواړو او خلک به مو په خپلو کوڅو کې نه پريږدي. دا چوړياګان هم چيرته يو زوره ور قوم وو او وطن يې لرلو خو ځان يې ونه پيژندلو نو اوس در په در ګرځي.
۳. د غازي امان الله پر خلاف د ډيره اسماعيل خان په اودلخيل کلي کې د فيرنګي جاسوس لارنس چې ځان له يې پير کرم شاه نوم ايښی و په مشزۍ کې غونډه وشوه. ملانو او فيرنګيانو امان الله خان په کفر تورن کړو او پښتنو افغانانو لکه د شامل باجو په امان الله بريدونه وکړل او خپل د پرون غازي يې د نن کافر کړلو.
۴. تاريخ د هغه ظالم استاذ نوم دی چې څپيړه اول وباسي او سبق وروستو ښايي خو مونږه هغه بد نصيب قام يو چې تاريخ رانه څرمن اويستله خو يو ټکې سبق مو ترينه زده نه کړو. هغه ورځ به راشي چې پښتانه به په بردو کوڅو کې ميلوګان ګډوي. او خانه بدوس به وي. ارواښاد شير علي باچه.
۵. دوي د سيند په غاړه ناست په تيموم مونځ کړي. په سوات کې خو بيخي چيرته اوبه نشته چې بريښنا کوټ پری جوړ شي او بجلي ترينه جوړه شي نو ځکه د سوات خلک مجبور دی چې جنريټر واخلي. ياره کوم دور ته پاتۍ شو. خلک زمونږه په وطن کې اسلام راولي چې د مخکې نه شته او بجلي نه راولي چې مونږه ورپسی ړانده شو.

