د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه

حنان حبیبزی 25.07.2010 12:37

کله چې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې کابل ونیوه او له ټوپکیانویې خلاص کړ،دوستم ، احمد شاه مسعود او کریم خلیلي ژر د خنجان په قوای کار کې راټول شول او بیړنی اتحاد یې جوړ کړ.

دې نوي اتحاد ته یې د دفاع نوم ورکړ. یوه ورځ وروسته یو سړی په منډه منډه زموږ کور ته راغی او خبر یې راکړ چې  دوستم ،خلیلي او مسعود پریکړه وکړه چې د افغانستان له شمال څخه پښتانه وشړي. وايي  " او- افغانا! چوچه مرغ تانرا نمي ماند ".  دې سړي نه غوښتل چې خپل پښتانه ګاونډیان په داسې حال کې وویني چې د شورای نظار ټوپکیان یې مجبوروي چې خپل اصلي ځایونه پریږدي.

دغه سړی خپله هم د یوې وسله والې ډلې قومندان وو او په هغه غونډه کې ناست وو چې د خنجان د قوای کارپه څلور کوټۍ کې وشوه او ددفاع شورا  یې رامنځته کړه. ده ددې شورا هغه توکي یا مادې اوریدلې وې چې له شماله د پښتنو د ډله ییزه شړلو او دهغوی د شتمنۍ پر لوټلو یې ټینګار کاوو.  

احمد شاه مسعود هڅه وکړه چې پخپله اصلي څیره کې راڅرګند شي او له پښتنو سره په ډاګه خپله دښمني وښيي.  دی چې ددفاع د شورا د تړون لپاره له کوم ځایه په الوتکه کې راغی دافغانستان د تجزیې وړاندیز یې وکړچې هغه بیا طالبانو شنډ کړ. دغلته د حکمتیار د اسلامي ګوند او د هغه وخت د طالبانو ونډه د یادونې وړ ده چې افغانستان یې له یوې خطرناکې دسیسې څخه وژغوره او هغه خلک یې په شا وتمبول چا چې غوښتل افغانستان تجزیه کړي.  د طالبانو له ماتې وروسته بیا شمال کې د پښتنو پر ضد ډله ییزو وژنو او جرایمو لړۍ د هماغې هوکړې نتیجه وه.

د کریم خلیلي او دوستم تجزیه غوښتنې خوبونه له هغې وروسته نیمګړي پاتې شول کله چې ددوی مشر احمد شاه مسعود له منځه لاړ.  داحمد شاه مسعود مرګ دشورای نظار هغو کوچنیو قومندنانو ته چې هیڅکله یې د لویو څوکیو خوب نشو لیدلی وخت ورکړ چې له لویو دولتي څوکیو څخه خوند واخلي.   همدې دولتي زور ، زرو ،فساد او  جرایمو ددوی ترمنځ د حفیظ منصور په څیر مشران وزیږول چې د جمعیت په استازیتوب هر غونډه ،رادیوي، ټلویزوني او رسنیزو ناستو کې خبرې کوي چې د خپل وژل شوي مشر پر قدمونو پښې ږدي. حفیظ منصور دشورای نظار او اسلامي جمعیت یو مهم مشر دی ،له خولې یې هغه ناویلې خبرې ووتلې چې هیڅکله داسې فکر نه کیده چې د اسلامي جمعیت یو مشر به یې منلو ته چمتو شي. ده وویل د اسلامي جمعیت لوی جرم دادی چې د دومې سقاوۍ لیکوال یې  ونه واژه. د ده له وینا څرګنده شوه  چې د اسلامي جمعیت په اصولو کې  وژنه  جرم نه دی.  زه بیا هغه وخت لاپسې حیران شوم چې  د پروان ولایت یو ملګري د احمد شاه مسعود د یوې غونډې ویډیو راولیږه.

په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې د شورای نظار مشر احمد شاه مسعود د خپلو قومندانانو ترمنځ ناست دی او یو قومندان یې وینا کوي. دغه قومندان پخپلو خبروکې پښتنو ته سپکې سپورې وايي او مسعود د تاید په توګه خپل سر ورته ښوروي. زما یو ملګری چې د ویډیو د نندارې پر مهال راسره ناست وويوښتنه یې وکړه ،هغه سړی چې له قومي او ژبني تعصب څخه ډک وو ،څنګه کیدای شي چې دافغانستان د جهاد ټولې لاسته راوړنې دې د هغه په نوم شي؟  جهاد خو هغه وخت ټولو افغانانو ته څرګند شو چې په اتیایمو کلونو کې شورای نظار له روسانو سره اوربند وکړ او په شمال کې یې د اسلامي حزب پر مرکزونو بریدونه وکړل. ددغو بریدونو په پایله کې یې  لسګونو بیګنا خلک ووژل یا یې معیوب کړل . له دې موکې  څخه روسانو هم پوره ګټه واخیسته او خپل ټول فشار یې د هیواد پر جنوب او ختیځ ډیر کړ.

اوس چې دغه حقایق د شورای نظار په مخکې کیښودل کیږي نو د اوریدو زغم یې نلري. زغم او سړه سینه د ولسواکۍ او دملي فکر ستره نښه ده. هغه څه چې  اسلامي جمعیت او شورای نظار له لاسه ورکړې ده.

د استاد اسماعیل یون څرګندونې چې ما د اریانا ټلویزون  په یو ویدیو کې واریدې ، د عدالت غوښتنه  پکې وه خو د ښاغلي منصور غبرګون له دښمنۍ ډک وو.  یون  همدا یوه خبره چې وېویل اسلامي جمعیت او شمال ټلواله هم له دولتي قدرت څخه خوند اخلي او هم د حکومت په مخالفت کې ولاړ دي، ډیره پرځای وه، خو منصور دېته هیڅ ځواب نه درلود او پر لفظي بریدونو یې پیل وکړ. د ټلویزون د یو ویاند عمر خطاب په خبره جمعیت هم پخپلو پښو کې نال وهي هم میخ.

 پایله : په افغانستان کې حالات هغه وخت  خرابه شول چې له طالبانو وروسته  دشمال ټلوالې پخواني قومندانان په ملکي جامو کې راڅرګند او مهمې دولتي څوکۍ یې اشغال کړې او خپل تنظیمي سیالان یې په یو او بل نوم پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو وځپل. دوی  هڅه وکړه چې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې خپل پخواني بشري جرمونه او جنایتونه پټ کړي او د ډیموکراټانو او نیکټايي پوشو په څیره ښکاره شي. د ملي پوځ په لیکو کې  یې په څرګنده توګه خپل خلک ځای په ځای کړل او پښتانه یې  د تقاوتیانو په نامه د پوځ له لیکو  څخه وباسل. دوی په حقیقت کې د هغو خلکو د ځپلو په لټه کې وو چې ددوی سیاسي سیالان بلل کیدل.

د شورای نظار دبدو کړنو  په نتیجه کی په  دولت کې دننه او بهر مخالفتونه راپورته شول ، او هیواد د بې ثباتۍ  خواته روان شو  او  اوس د دولت سیاسي او ټولنیز اغیز  ډیر کم شوی دی .  له همدې کبله د نړیوالو ځواکونو د ملاتړ سره سره  حامدکرزی نشي کولی چې دخپل دولت مهم سیالان له مخې لیرې کړي او یوه نوې ټولنه جوړه کړي .

له دولتي مخالفانو سره د خبرو اترو او سولې خبرونه په دې مانا نه دي چې یاغیان به د حکومت د رانسکورولو هڅې بندې کړي . دشمال ټلوالې مشران چې د طالبانو له زیاتیدونکي اغیز څخه ویره لري ،هڅه کوي چې هغه روڼ اندي او مفکرین وګواښوي چې په دې حساس وخت کې  د حقایقو د ویلو جرت لري. استاد اسماعیل یون یو له همدې کسانو څخه دی. دی یو وچت او لوړ غږ لري چې په هر بحث کې یې د شمال ټلوالې ویندیانو او مشرانو ته ماتې ورکړې ده.

خپله حامد کرزی هم په دې ښه پوهیږي چې د شمال پخواني قومندانان د چا نه خوښیږي خو بیا یې هم د ولس د ارادو پخلاف ډیر کوچني قومندانان د وزارتونو ترکچې ورسول.   پخوا به یوازې څو تنو طالبانو ددولت په ضد خبرې کولې ، اوس نه یوازې بیطرفه  دولتي مامورین بلکې پوهان ، ځوانان او د ټولنې بیلا بیل پوړونه د کرزي له دولت څخه  فاصله اخلي ځکه چې په دولت کې د نظار شورا لوی غړي او د شمال ټلوالې قومندانان له خلکو سره بد چلند کوي. دوی په دولتي فساد کې ښکیل او د ملي شتمنیو په ناقانونه ولکې تورن دي. د بشري حقونو د ماتونکو په توګه پرې لګیدلي تورونه خو پر ځای پریږده. دا هرڅه د کرزي تر مشرۍ لاندې کیږی او همدا دلیل دی  چې کرزی د ولسمشر په توګه اعتبار له لاسه ورکوي. زه ددې  ویاړ لرم چې د استاد یون  لاروی ځان وبولم چې تل د افغانستان د خیر لپاره هڅې کوي.

خو استاد  چې د عدالت او د قانون د حاکمیت لپاره غږیږي باید د داسې یو حکومت پرمشرتابه هم نیوکې وکړي چې په هغه کې افغانان دخپل تاریخ تر ګردو بد وخت تجربه کوي. ظلم او دولتي تشدد له حده تیر شوی او ولس د ظلم او ستم لاندې بدې شپې ورځې تیروي. د ولس د غږ د اوریدو لپاره هیڅ یوه دولتي اداره چمتو نه ده. حکومت نه یوازې  ددې وس نلري چې په هلمند کې د یو خبریال څرګند وژونکی ونیسي بلکې دغه قاتل په دولتي وسلې او تجهیزاتو د نورو ژوند هم ګواښوي. څو وخته مخکې خپله د هلمند والي ګلاب منګل وویل چې د بی بی سي خبریال صمد روحاني د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو خو دی د والي په توګه نشي کولی چې دغه مجرم ونیسي. کله چې یو والي نشي کولی چې د امنیتي ځواکونو په لیکه کې شته قاتل ونیسي او له واکه یې لیرې کړي نو له داسې دولت څخه د قانون د عملي کولو تمه او د عدالت د رامنځته کولو هیله څه ډول کیدی شي ؟ صمد چې د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې د لشکر ګاه له ښاره وتښتول شو او یوه ورځ وروسته یې په ګولیو سوری سوری مړی وموندل شو ، دوه کاله وروسته لا هم دده قاتل امنیتي اداره کې دنده لري  او هسکه غاړه ګرځي چې د هلمند والي ګلاب منګل ته ښه مالوم دی.

په څارنوالۍ کې اداري فساد دی. په محاکمو کې اداري فساد دی. هیڅوک له پیسو پرته  پر کاغذ کرښه نه باسي. ټولې فاسدې عدلي او قضايی اداري د ښاغلي کرزي له ملاتړه برخمنې دي. خپله عدلي ادارې په قانون ماتونکو ادارو بدلې شوي دي ،نو یون صاحب له داسې یو دولت څخه د عدالت او قانون د حاکمیت هیله څه ډول کولی شي؟