د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان ولې بريالي کېږي؟ د افغان انګليس لومړۍ جګړه بيا تکرارېږي

News Statesman 15.07.2010 17:01

د برتانوي رسنۍ نيوز سټيټسمين ليکونکي ويليم ډالريمپل په افغانستان کې له کابله تر ګندمکه د افغان انګليس لومړۍ جګړې هغه ليکي کتلي چې برتانويانو په کې د ډاکتر برايډن په شمول له یو څو کسانو پرته په کابل کې د برتانيا ټول ۱۸ زره پوځ له لاسه ورکړی و او افغانانو ورته ماته ورکړې وه. ويليم ډالريميل وايي چې تاريخ بيا تکرارېږي او له کابله تر ګندمکه تر کندهاره د بهرنيانو سره بيا هماغسې مقاومت روان دی. د ويليم په باور دا ځکه چې ناټو په افغانستان کې د شمالي ټلوالې واکمني رامنځ ته کړه او د دې هېواد اکثريت چې پښتانه دي بې واکه کړای شول.

ويليم ليکنه په دې پيل کړې ده چې په داسې حال کې چې غرب په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ ((ګوډاګی)) رژيم په پښو ودرول غواړي، په ۱۹مه پېړۍ کې (۱۹۴۲ ز) د برتانوي امپراتورۍ خونړې ماتې د تکرار د خطر سره مخ دي. نوموړی وايي چې

د ويليم ليکنه - چې اوږده ده او بشپړې ژباړې ته اړتيا لري - هغه ډېرو حقيقتونو ته اشاره کوي چې په افغانستان د ناټو د بريد په وخت کې هوښيارانو ويلي و خو نړيوالو ورته غوږ ونه نيولو او اوس یې د دوی به دې بېچاره هېواد کې له ماتې سره مخ کړي دي او د اونۍ په حساب پلانونه بدلوي.

د ويليم په ليکنه کې راغلي چې هماغه د خورد کابل او تيزين لوړې چې انګليسان په کې ووژل شول اوس بيا نارامه دي. نوموړی د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د وزير انور جګدلک سره د جګدلک او بيا له هغه ځايه ګندمک او جلال اباد ته تللی دی او هغه سيمې یې له نږدې کتلي دي چې د دولت وسلوال مخالفين په کې فعال دي او افغان دولت په کې ورځ په ورځ واک له لاسه ورکوي او بهرنيان په کې په دوامداره توګه د مقاومت سره مخ دي.

ويليم وايي چې کله انګريزانو په ۱۸۳۹ کال کې کابل په اسانه ونيوه، د دوست محمد خان پاچايي ختمه شوه، پوځ یې غرونو ته وخوت، شاشجاع یې په تخت کېناوه او فکر یې وکړ چې جګړه پای ته ورسېده. يو څو مياشتې یې کرکټ وکړ، د کابل هوا خوند ورکړ او فکر یې کاوه چې کابل به په هند کې د انګليسي راج د اوړي پايتخت کړي. خو مياشتې وروسته په کندهار او هلمند کې لومړی او ورپسې د پښتنو په نورو سيمو کې مقاومت زور واخيست او برتانوي ښکېل یې ناممکن کړ. د ويليم په باور اوسنی نړيوال بريد هم د ورته برخليک مخ دی او هغه برخه یې لا پاتې ده چې کله انګليسان له کابله وتلو ته اړ شو نو د په لاره ورته افغانان په وښو او بوټو کې پټ و او ټول ۱۸ زره پوځ یې له تېغه تېر کړ. 

 په ليکنه کې راغلي دي چې انور جګدلک - چې د کرزي په حکومت کې وزير دی - هم د خپلو نيکونو په دې کار وياړي او په دې باور دی چې دا کار د اوسنو بهرني ځواکونو سره بيا تکرارېږي.

ويليم وايي چې بهرنيو ځواکونو ولسمشر کرزی چې د سي ای ای سره یې کار کاوه په افغانستان کې واک ته ورساوه. سره د دې چې ولسمشر کرزی پوپلزی پښتون دی خو په حقيقت کې ناټو د شمالي ټلوالې واکمني رامنځ ته کړه او د هېواد اکثريت چې پښتانه دي له واکه بېرون پرېښودل شول.

ويليم زياتوي چې ((واقعيت دا دی چې د افغانستان په اوسنۍ ګډوډۍ کې مو یو طرف غوره کړی دی. په دې کورنۍ جګړه کې چې له ۱۹۷۰ ز کال راهيسي روانه ده موږ د جنوب خلاف د شمال سره، د هېواد په خلاف د ښار سره، د اسلام خلاف د سيکوليرزم سره، او د پښتنو خلاف د تاجکانو سره طرف غوره کړی دی. موږ یو داسې حکومت رامنځ ته کړی او اردو مو روزلې ده چې دواړه په مختلفو لارو د هېواد د اکثريت پښتنو سره تبعيض کوي... د ډېرو غربي ليبرالانو به طالبان نه خوښېږي - او د دې لپاره به ښه لاملونه لري - خو حقيقت دا دی چې طالبان د پښتنو د کلو محافظه غږ دی چې په کابل کې حکومت له پامه غورزولی دی چې لا له مخکې له واکه لرې کړای شوي دي. دا کومه حیرانونکي خبره نه ده چې پښتانه د رژيم مخالف دي او وسلوال مخالفت د دوي په سيمه کې ملاتړ لري.))

ليکوال وايي چې لا اوس هم ناوخته نه دی چې ناټو د برتانیويانو له ماتې سبق واخلي. برتانويانو افغانانو سره په ۱۸۴۲ کې خبرو ته هغه وخت تيار شو چې ډېر کمزوري شوي و او افغانانو يواځينی شرط همدا لرلو چې برتانوي ځواکونه دي ټول تسليم شي. نوموړی وايي چې نن لا ناټو په ځان کې ډېر توان لري. د طالبانو سره بايد په يو ډول نه يو ډول خبرې پيل کړي.

ليکنه اوږده ده او د ژباړل یې په کار دي. که چا مهرباني وکړه او ویې ژباړله نو د ټول افغان په پاڼو به یې خپره کړو.

د ويليم ډالريمپل ټوله ليکنه په انګليسي دلته ولولئ.