د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنځوسم پښتو قاموس آنلاين شو

خبرتيا 14.07.2010 14:34

د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پاڼې پنځلس نوي پښتو قاموسونه آنلاين کړي دي چي پدې توگه پدغه پاڼه کي د پښتو قاموسونو شمېر پنځوسو ته جگ سو. د آنلاين پښتو قاموسونو د ټولو لغتونو شمېر اوس تر نيم مليون اويا زره څخه لا هم جگ سوی دی. د دې تر څنگ قاموسونه ټکی کام لس زره پښتو لنډۍ هم آنلاين کړي دي چي دغه په انټرنټ کي د پښتو لنډيو تر ټولو ستره پانگه ده.

د قاموسونو ټکی کام پر مخ بېوونکي احمدولي اڅکزي پر ټولو پښتنو ږغ کړی دی چي د قاموسونه ټکی کام په پروژه کي ورسره مرسته وکړي. د نوموړي په وينا د پښتو لپاره يو مهمه کار د پښتو ژبي پانگه راټولول دي چي پدې لړ کي نوموړي په لسگونو زره داسي پښتو لغتونه راټول کړي دي چي تر مخه په هيڅ قاموس کي نه وه.  د دغې پروژې سره کومک کول ډېر آسانه دي او هر پښتون پکښي برخه اخيستلای سي. لومړی کومک دا دی چي هر څومره زيات چي وي ددغې پروژې د پاڼې څخه کار واخستلای سي او پکښي د لغتونو معناوي ولټول سي. هغه پدې وجه چي اوس پدغه پاڼه کي دا تخنيکي نوښت ورزيات کړل سوی دی  چي هر هغه لغت چي لټول کيږي هغه په پاڼه کي ځېرمه کيږي. وروسته د پروژې پر مخ بېوونکي هغه لغتونه ترې رابېلوای سي چي په قاموسونو کي نشته خو د پاڼې کاروونکو لټولي وه. د دې تر څنگ اوس هر څوک کولای سي چي په ډېره آساني سره او بېله د ځان د ثبتولو د لغتونو او د لغتونو د معناؤ وړانديز وکړي. دغه وړانديزونه به بيا د کنټرول وروسته آنلاين راوستل کيږي. احمدولي اڅکزي پدې لړ کي د خپلې پاڼې د کاروونکو څخه هيله کړېده چي هر هغه لغت چي دوی يې په قاموسونه ټکی کام کي معنا ونه مومي هغه دي پخپله پکښي ور اضافه کړي.

د دې ترڅنگ قاموسونه ټکی کام پر ټولو پښتو انټرنټ پاڼو چلوونکو ږغ کړی دی چي په خپلو پاڼو کي د قاموسونه ټکی کام لپاره دايمي اعلاني انځورونه او لينکونه ځای پر ځای کړي تر څو ددغې پاڼې د کارونکو شمېر زيات او پدې توگه د ټولو سوؤ پښتو لغتونو شمېر زيات سي.

د  http://www.qamosona.com   په پاڼه کي د کاراخيستنې لپاره د چمتو قاموسونو ليک لړ پدې ډول دی:

1ـ انگرېزي ـ پښتو (د علومو اکاډمي کابل)
2ـ انگرېزي ـ پښتو د سياسي لغتونو قاموس
3ـ انگرېزي ـ پښتو د شمېرپوهنې قاموس
4ـ انگرېزي ـ پښتو کمپيوټري قاموس (عمر منصور انصاري)
5ـ ايسپرانتو ـ پښتو
6ـ اېټالوي ـ پښتو
7ـ پورتگالي ـ پښتو
8ـ پښتو ـ اردو