پښتو فلمونه
29.06.2010 09:25فلم د یوه قام د تهذیب، د هغوی د طرز ژوند او د کردار عکاسي کوي د هغوی د کړو وړو،لباس،دستور او ژبي هنداره وي.لکه د انګریزي فلمونو نه ډېر په اسانه د هغوی د طرز معاشرت او تهذیب اندازه لګېدلی سي ځکه چي دی د ژوند تمثیل دی.فلم هم لکه د ډرامې،ناول او افسانې غوندي له اردونه پښتو ته راغلي دي.کله چه انګرېز بر صغیر ته راغی نو له ځان سره یې ډېر جدید څیزونه او کارونه راوړه او دغو ځیزونو او کارونو د برصغیر د هري سیمي تهذیب،تمدن او کلتور چي څنګه متاثره کړو دغسي یې ادب او ثقافت هم متاثره کړو. فلم هم لکه د ډرامې،ناول او افسانې غوندي د قیصې او داستان نه جوړېږي دغه قیصې تاریخي هم وي،قومي،تهذیبي،سیاسي،معروضي او روماني هم وي. په تېرو وختونو کښي به د دنیا په هره سیمه د داستان ګویۍ رواج وو دا داستان ګويي به دیومالي او الف لیلایي هم وه،تاریخي،سیاسي او روماني هم وه.له خلکو سره به فالتو وخت ډېر وو،خصوصآ پښتنو څخه به خو د هر چانه زیات وو او د شپې حجرو کښي،جومات کښي او په کورونو کښي به د ژمي په اوږدو شپو کښي د قیصو کولو او اورېدلو رواج وو. د دې داستان ګویۍ به یو خپل محرکات وو. د وخت تېرولو سره سره به د عبرت او سبق په توګه هم داستان ګويي کولی سوه. پښتون قوم د دنیا د نورو قومونو نه زیات شاندار او ژوندی تاریخي پس منظر لري.تاریخي روایت او وراثت لري،د غیرت او حمیت نه ډک تاریخ د مړاني او ننګ او پت نه لبرېزه روایت،روماني سیاسي،تهذیبي او تاريخي داستانونه لري ډېره هنګامه خېزه سیاسي ماضي لري،کله یې په ملکونو حکمراني کړې ده کله یې مزاحمت کړی دی. دغه مزاحمت یې کله د عیسایانو او یهودیانو خلاف کړی دی،کله د مغلو خلاف او کله یې د فرنګیانو خلاف کړی دی. بر صغیر د فرنګیانو د راتګ نه وروسته دا داستان ګويي بیا د ډرامې،ناول او فلم په شکل کښي تبدیل سوه. د فلم نه مخکښي په کال ۱۹۰۲ عیسوي کښي په صوبه پښتونخوا کښي (الفریډ) نومي اردو تهیټر کمپنۍ سټیج ډرامې متعارف کړي وې
او بیا عبدالاکبر خان اکبر د اتمانزو په هایي سکول کښي په کال ۱۹۲۷ عیسوي کښي د پښتو اولیۍ ډرامه(درې یتیمان) سټیج کړه.ورپسې امیر نواز خان جلیا په کال ۱۹۳۰ عیسوي کښي د(درد) په نامه یوه ډرامه سټېج کړه. د سټېج ډرامو د دغه تسلسل په نتیجه کښي په کال ۱۹۳۷ عیسوي کښي په هندوستان کښي امیر حمزه خان شینواري صاحب په قیصه باندي د پښتو اولنی فلم (لیلی مجنون) جوړ کړی سو.د لیلی مجنون سندري هم حمزه بابا لیکلي وې. هیرو یې رفیق غزنوي وو. په قول د ریډیو پېښور ښاغلی نثار محمدخان:ـ
رفیق غزنوي ډېر ښکلی سړی وو همدغه وجه وه چه په کال ۱۹۳۷ عیسوي کښي کوم د پښتو وړومبی فلم (لیلی مجنون) جوړېده د هغې هیرو وو، په هغې کښي یې سندره هم ویلې وه چي تر اوسه د هغه په اواز په ریکارډونو کښي سته ((لیلا مي کاسه ماته کړه)) نثارمحمد خان مخکښي لیکي: امیرحمزه خان شینواری چي د رباب غږولو هم ښه استاد وو ده هم د دې فلم قیصۍ او سندري لیکلي وې. رفیق غزنوي پکښي د هیرو نه علاوه موسیقي هم ورکړې وه، خو د جنګ عظیم دویم په وجه دا فلم د سینما پردې ته راونه رسیدلی سو. د دې فلم نه پس تر ډېري مودې د پښتوفلم جوړ نه کړی سو تردې چي تقسیم هم وسو او پاکستان په وجود کښي راغی او په کال ۱۹۶۹ عیسوي کښي د اولسي شاعر علي حیدر جوشي په قیصې باندي د پښتو دویم فلم (یوسف خان شېربانو)جوړ کړی سو چي ایکټران پکښي بدرمنیر،یاسمین خان او نعمت سرحدي وو. دا په کال ۱۹۷۰ عیسوي کښي نمایش کړی سو،ورپسې سمدستي د پښتو دریم فلم (ادم خان درخانۍ) تیارکړی سو او بالترتیب ((د پښتون توره په کال۱۹۷۲عیسوي کال کښي ((علاقه غیر په ۱۹۷۳۰ عیسوي کښي ((دره خیبر ۱۹۷۳((کله بهار کله خزان ۱۹۷۴،مومن خان شېرینۍ۱۹۷۴، هیبت خان ۱۹۷۵،چراغ اله دین،میموني،د ګودر غاړه،مغرور رامداد خان، ټوپک زما قانون ، غازي کاکا،اوربل،زمابدل ملتاني،دهقان،چمنی خان،جوارګر،خانه بدوش،شیتو،امیل،دوستي او دغسي نور ډېر چي دا د پښتنو فلمونو لومړۍ عشرې یعني د ۱۹۷۰ عیسوي نه تر ۱۹۸۰ پوري تیار کړی سوي او نمایش کړی سوي دي. چي په دې فلمونو کښي د پښتون تهذیب،رسم ورواج، کلتور او ثقافت رنګ په ډېر مقدار لیدلی سۍ. د دویمي یو نیمی عشرې یعني د ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۹۵ عیسوي پوري آرمان،احسان،قیدي،باغي،میرنی ورور،کوچوان،د ويني تږی،ناوې د یوې شپې،بنګړي او هتکړۍ،انګار،ګنډکپ،اجرتي قاتل،مجرم،الزام،سوده،چغه،باران،آب حیات،دا ګز دا میدان،ښکاري،ډمه او ډاکو،آواز،مجاهد،ډولۍ،سره جوړه،د دښمن کلی،ښکلې ناوې،ناوې او نکریزي،او ډېر نور فلمونه تیار او نمایش کړی سو. د دغه عشرې په فلمونو کښي هم د پښتون تهذیب او ثقافت اګر چي په کم مقدار کښي وو خو بیا هم د پښتو د تهذیب او کلتور نمایندګي کولی سي.د دې عشرې نه وروستو چه نیزدې نیزدې عشره تېره سوې عشره کښي چه د پښتو کوم فلمونه جوړ کړی سوي دي هغې ته به فلمونه نه بلکه د پښتو د تهذیب او دستور او د حیا جنازه او د پښتونیت بیخ ویستل ووایو.دغه فلمونه شرمناک حد پوري کمرشلایز فلمونه وو.چه بنیاد یې په بې حیایۍ او بې پرده ګۍ باندي اډانه دی.دغه فلمونو ته به د پښتو او د پښتون د تهذیب خلاف یو ژور او خطرناک سازش ووایو.او د پښتون سره یو پرانیستی مذاق او ملنډه ده بلکه عین ګمان دا دی چي دا د پښتون معاشرت،تهذیب او کلتور خلاف یو ژور او خطرناک سازش دی او په ډېر وسیع بنیادونو یوه خطرناکه منصوبه ده چي تراوسه ېې د پښتون معاشرت او تهذیب ته ناقابل تلافي نقصان ورسوو او د یوویشتمي پېړۍ د پښتون معاشرت یې دنیا ته په ډېر فحش او بربنډ شکل کښي ښکاره کړو په دې شرمناک سازش کښي زما د تحقیق تر مخه زموږ ځني ملی اتلان هم شامل دي خو افسوس په دې خبري راځي چي زیاتره اداکاران پکښي پښتانه او فلم بین یې پښتانه دي البته زیاتره فلمسازان،هدایتکاران او ځیني اداکاران یې غیر پښتانه دي چي زیاتره فحاشي او عریاني هم دوی غیر ژبي فنکاران کوي خو د پښتو په پرده سکرین او د پښتو فلیټ فارم نه.خو ځیني فنکاراني لکه سنتیاخان،شهناز او مسرت شاهین هم په فحاشۍ او بې پردهګۍ هم څه کسرنه دی پرېښودی.او بیا په پرده سکرین باندي چي بربنډه پښتنه چه په ګډاوو سر سي نو پښتانه ورته د خفګان په ځای د خوشحالۍ نه شپېلۍ وهي او د پښتنې په دې عریاني ویاړ کوي.دغه وخت چه لږ ډېر غیرت یو پښتون لري نو ښکته ساه ښکته او بره ساه بره پاتي شي او د دې نه زیاته د افسوس خبره دا ده چي د اقتدار په چوکیو ناستو د پښتنو مشرانو هم په دې شونډه ونه سوزېده.نه پرې عالمانو د خپل خفګان او ناراضګۍ اظهار وکړو،نه پرې صحافیانو قلم پورته کړ او نه د یو څو لیکوالو،شاعرانو نه بغیر نورو په دې د لیک ضرورت محسوس کړو بلکي داسي برېښي چه دا ټول د پښتنو په دې بې عزتۍ راضي او مطمین دي. د سینما هال په تندي چي کوم د ټایټل تصویرونه او د سینما په برانډه کښي بورډونو باندي لګېدلي فوټوان د پښټون غیرت دپاره پرانیستي چیلینجونه دي. او د دې نه زیاته د افسوس خبره دا ده چي د پښتون د غیرت او حیا د ګرېوان د تار تار کېدو خواهشمند ډېر غیر ژبو د پښتنو سره ښکاره مزاق کوي نو پښتون یې په مخ کښي ډېر بې بسه وي خو هغه پښتون چي لږ ډېر غیرت لري. ګني هغه بې ننګ او بې حیا پښتانه په دې پېغورونو څه پوهېږي کوم چه په دې فلمونو کتو باندي فخر او ویاړ کوي.محترم نیمروز قیس د میاشتنۍ(ښکلا) په یوې ګڼه کښي د خپل غم او غصې څرګندونه د دې عنوان(پښتو بې پردې سوه) لاندي داسي کړې وه(د پښتو په فلمونو کښي چه نن ورځ د پښتون ولس ثقافت وړاندي کولی سي هغه د دې غیرتي،ننګیالي،باحیا،پرده داره او نوموړي قام پوري نه یوازي یوه خندا ده بلکه د دوی بې عزتي او توهین هم دی د دې ذمه وار څوک دی؟ د پښتو او پښتنو خلاف دا سازش چا روان کړی دی؟ د دې شا ته څوک؟فلم ساز،تقسیم کار،شاعر،اداکاران که کتونکي؟ دا داسي یو سوال دی چي د هر باضمیر او حساس پښتون ادیب دی که غیر ادیب،شاعر دی که غیر شاعر په مغزو کښي چورلکونه خو جواب یې له هیچا سره نسته. دغسي د هزارې یو زلمی لیکوال ګلفام صابر هم په ورځپاڼه(کاینات) کښي (د پښتو فلمونه) نومي عنوان کښي په یو مضمون کښي داسي لیک کړی دی: که د پښتو د دې نورو ژبو د کتونکو نه تپوس وکړی سي چي تاسو خو په پښتو نه پوهېږی نو دا د پښتو فلمونه بیا څه لپاره ګوری؟نو جواب یې دا وي چي یار د بې حیایۍ هم څه ژبه وي؟ که لږ حساس غوندي پښتون وي نو دسر وینه یې پښو ته او د پښو وینه یې سرته ولاړه سي بیا یې په هغه ځای کښي هیڅ لاس نه رسي چي څه وکړي؟او څه نه؟ ولي چي د پښتو فلم جوړوونکي زیات نور خلک وي. بې شکه چي په دې لړ کښي ورسره څه مذبذبه نیمه پښتانه هم سته. د دې برنړ اقتباساتو په رڼا کښي سړی ویلی سي چي دا لیکوال هم د پښتنو په دې بې عزتۍ او بې حیایۍ ډېر دردېدلی دی،ولي به نه وی دردېدلی چي د هر حساس او باشعوره پښتون تخلیقکار د پاره ډېره د شرم او افسوس خبره ده او یوه داسي المیه ده چي مخنیوی یې په اجتماعي شکل کېدای سي. پوره پنځلس کاله یعني د کال ۱۹۸۸ عیسوي نه تر کال ۲۰۰۳ عیسوي پوري د پښتو دغه فحاش،بربنډ او بې حیا فلمونه وچلېدل او پښتنو ترې نه ښه خوندونه واخیستل تر دې چي په فحاشۍ کښي د پښتو فلمونه د انګرېزي فلمونو نه هم آخوا اوړېدلي دي.او عربي ملکونو خصوصا سعوي عرب حکومت په خپل ملک کښي د پښتو پر قلم سکوټه او سخته پابندي او قرغن لګولی دی. پښتنو او غیر پښتنو فلم سازانو،هدایتکارانو،اداکارانو او سینما مالکانو هم د پښتو په دې بې عزتۍ او بې حیایۍ ډېر دولتونه وګټل او پښتانه هم یو طویل وخت پوري په فحاشۍ او عریاني کتو کتو ستړي او بې مزې سول او زړه یې موړ سو.ځکه چه اوس خو هغه پښتانه تر خاورو لاندي سوي دي چي د اردو فلم(بیګم جان) یوسین کښي د پښتنې پېغلي په یوې وړې بې حرمتۍ پوره سینما هال سوزولی وو.راقم هم وقتا په وقتآ د اردو په ورځپاڼو کښي د دې فلمونو په خلاف ارټنکل ورکړی دی.
د پښتو د دې فحاشو او بربنډو فلمونو فهرست خو ډېر اوږد دی خو یو څو نومونه د ذکر وړ دي لکه ګرفتار،شهید،کوچي،داغ،بندیوان،د مرګ سوداګر،اجل،بدعمله،جنګ او امن،خواږه زهر،بنګړي او هتکړۍ،نیمګړې دنیا،شېرشاه،بد شکل،زما جنګ،جشن،تور خامار،پاګل،سلطان ډاکو،امیر غریب،د شیطانانو جنج،لور دبلا،راج د شیطان،خان بهادر،لور د شیطان،کچه غوټۍ،ډمه،غلام،آزادي،خانداني بدمعاش،باډی ګارډ، پښتنه،میدان به زه ګټم،زولنې،د اوربل شپه، عیاش،چي کرې هغه به رېبې،د اور سمندر، د ځنګل بادشاه،بلا،محبوبه،ډاکه،مست پوډا،سور انګار،ډم توب نه منم،رواج،راج د پيسې د میني اور،اخر پښتون یم،ملک د پښتو،خان اعظم،خان دوست،شهنشاه،دمرګ تحفه،جواب،عذاب،ښه کوه بد نسته،ګنداګېر،سیلاب،وحشي دهشت،آدم خور،د مرګ سوداګر،غیرت،باغي،پټاخه،درې چکې،ګل او ازغي،باغي قیدي،سړی خور،ژوند یا مرګ،مات کړه زنجیرونه،د حسن خریدار،سنګدل،یلغار،قلم او کلاشینکوف،انصاف به زه کوم،شین ټاغی،جمعه خان،لیونی او د لېوني سپي لکۍاو دغسي نور ډېر.داسي ښکاري چي د دغه فلمسازانو څخه بیا د نومونو بحران وو.او د دې فحاشت لپاره ورڅخه د نومونو ډېر کمی وو. ګني جمعه خان،لېونی سپی او د سپي لکۍ هم څه نومونه دي؟دغسي ځیني نومونه یعني فلمونه پښتون سره شرمناک مذاق دی لکه پښتنه،آخر پښتون یم،ملک د پښتو وغیره.
د پښتو په فحاشۍ او بې حیایۍ مړېدو نه وروستو اوس د کال ۲۰۰۳ عیسوي نه دېخوا هغه فلمونه جوړېدل شروع سول که هغه د پښتون د تهذیب او معاشرت که عکاسي او ترجماني نه کوي نو بې حیايي،فحاشي او بې پرده ګي پکښي هم نسته.دغه فلمونه سوشل او کمرشل فلمونه دي او د نوي نسل د پاره تر څه حده سودمند دي د دې فلمونو نمایش نه وروستو نوی کهول دې فلمونو له په فحاشۍ او بې پرده کۍ ترجیح ورکړه او د فلمسازانو،هدایتکارانو،قیصه نویسو او اداکارانوهم د نوي نسل د مرضۍ او رضامندۍ ته غاړه کېښوده تردې چه د اردو فلمونو یو نوموړی فلمساز(سیدنور)هم یو اخباري بیان کښي په دې ویلو مجبوره سو چه (پښتو فلمونه جوړول او زما مجبوري ده) په نوو فلمونو کښي نوموړي اداکاران ارباز خان،شاهد خان،او هغه د پښتو د عزت او د حیا جګه او هسکه شمله غورځوونکي بې ننګه،بې حیا او فحش اداکاران او فلمسازان په ډډه او ورو ورو معدوم سول او هیله لرو چه په مستقبل کښي به هم دغسي صفا،پاکیزه او د پښتون نوي کهول دپاره د هغوی ترجمان او سبق اموز فلمونه جوړولی سي.
د دې عشرې د نوو یو څو فلمونو نومونه دا دي:- دلبري،غریبي به منې،منګی،ګورو به رقیبه،شنه بنګړي دي مات سه،شین اسمان ذرې ذرې،د نظره مه سې،شرنګ د بنګړو،نیازبین او مینه قرباني غواړي او ځیني نور....
......و ماعلینا الا البلاغ.........
يادونه!
که شمالي پښتونخوا له دی حالته سرټکوی ولي متاسفانه جنوبی پښتونخواه هم له داسي پښتون ضد عناصر څخه ډکه ده .چې
دلږو پيسو په وړاندي له هره سرحده پښه اړوي . دهر پښتنی پيغلی عزت ته لاس اچو ي چې ورته ناس اکثره نشيان، ټولني ترټلي او يو شمېر هغه له دونيا او طنه لری فاسقان چې ځانونه ته لوي لوي پېران او روحانین وايي ناست وی .