د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مینه(لنډه کیسه)

محمدالله ارین احمدزي 20.04.2010 18:32

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

لا به ډيره وړه چې زمونږ کره یې تګ راتګ کاوو او کله ناکله به زه هم ورتلم. تل به مو د یو بل سره ناسته کوله او بې د دې څخه چې څوک مونږ ته بد وايي او یا د کومې بدې شک راباندې د کور او خپلو خپلوانو په اړه کیسې سره کولې او تر ډيره به سره ناست وو.خو دا د ازادي څخه ډکې شپې ډيرې ژر تیرې شوې او ډير ژر یې رنګ بدل کړ. اوس یې د خپلو خپلوانو کره تګ راتګ بند شوی وو او مور یې نه غوښتل چې ډيره د خپلوانو کره لاړه شي. د دې سره سره چې زه هم نوی ځوان شوی ووم او د ښونځي په یولسم ټولګي ووم نو مې نه غوښتل چې د هر خپل خپلوان کره ډير لاړشم او تل به مې په کور کې ډيری وخت په خپله ځانګړې خونه کې په مطالعه تیروله. ډيرې شپې همداسې تیرې شوې او لا هم پسې تیریدې ما یو لسم ټولګی خلاص کړ او د خلاصیدو په ویاړ مې پلار یو ښه ختم وکړ او ډير دوستان یې را ووبلل. د دې دوستانو په ډله کې د مینې پلار او کورنۍ هم شامله وه. زمونږ په کلي کې رواج داشی وو چې ټولې رقعې به د نايي لخوا وړل کیدې ټولې روقع مو نايي ته وسپارلې او نايي هم ټولې د ځان سره واخیستې. زه د اشپز سره په دې لګیا ووم چې هرڅه څومره برابر کړو او .............. چې پلار مې را نارې کړې:
احمده زویه دلته راشه.
ما هم ورته وویل: په سترګو پلاره
په یبړه پلار ته ورغلم او ورنه مې وپوښتل چې څه وايې؟
پلار مې راته په قهر وویل چې دا وګوره د چمن ګل کاکا دوی رقعه پاتې شوه ده او بل داچې د چمن ګل کورنۍ مو د شپې لپاره راغوښتي وو ترڅو دې له مور سره د سبا په کارونو کې مرسته وکړي. ته یو کار وکړه زویه چې دا رقع درسره واخله دابه هم ورکړې او د کور ځينې ښځې او پيغله لوربه یې هم د ځانه سره راولې چې د شپې دې د سبا لپاره د مور سره مرسته وکړي.ما هم ورته نور څه وو نه ویل او ژر مې خپل سیکل واخیست او د چمن ګل کاکا دوی کلي ته چې د سیند پورې غاړې ته وو حرکت وکړ د ښّ ډير مزل څخه وروسته د چمن ګل کاکا دوی کلي ته ورسیدم د رسیدو سم مې چمن ګل کاکا ولید چې د نورو کلیوالو سره ولاړ وو چې زما په لیدو یې د کلیوالو سره مخه ښه وکړه او زما خواته را روان شو. د لرې څخه یې را نارې کړې.
یاره احمده د دې ځواني څخه خو چې وړکی وې ښه وې ډير به راتلې او د مینې سره به دې لوبې کولې. اوس خو بیخي راځې لکه چې مونږ درته پردي ښکارو.
ما ورته وویل: نه والله کاکا هسې په درسونو بوخت یم هیڅ چیرې هم نه یم تلی.
خو خیر یو بل ته له نیژدې کیدو ورسته سره غاړه غړی شو د روغ رنځور د پوښتنې څخه وروسته کورته سره ولاړو او د ننوتو سره سم یې نارې کړې د مینې مورې، مینې راشې احمد راغلی دی.
د مینې مور وویل: وی سترګې مو روښانه چې احمد د ډير وخت څخه وروسته زموږ کره راغی. ستړې مشې مو سره وکړه او کوټې ته د ننه شو. ډيرې ګیلې او مانې مو سره وکړې.په همدې ګیلو باندې بوخت وو چې د کوټې ور وټکید چمن ګل کاکا د خونې څخه پرې پوه شو چې څوک دی. ژر یې ورته وویل مینې لورې راځه مه شرمیږه دا دې د وړکتوب ملګری دی ډيرې مستي مو سره کړي دي او اوس ترې شرمیږې هو کې ور خلاص شو او مینه کوټې د را ننوتو سره سم یې یوازې د شرم څخه په ډکه څيره ستړې مشې راکړه ااو ما هم یوازې د سر په ښورلو ورته خیریوسی وویلې. خدای شته ښې ډيرې کیسې مو وکولې او زما او مینې په اړه یې مور او پلار ښې ډيرې کسې وکولې.نه هم مینې څه ویل او نه هم ما.ځکه مونږ ته دا کیسې یوازې د خوب لیده وو.
هوکې د چای د اچولو پر مهال مې د مینې سپين مخ او د زنې په سر شین خال ته چې داسې ځلنده ښکاریده لکه د ماښام لومړنی ستوری پام شو. او د لومړي ځل لپاره یې د مینې ډز را باندې وکړ. خو په هر حال ډير مې غوښتل کښینم او د ماشومتوب او اوسني حالت ننداره تر ډيره وکړم. ډيرې خبرې مې را یادې شوې چې ما او مینې سره کړې وې او ډيرې منډې او ساعت تیري مو سره کړي وو. خو اوس مو د هغو وختونو انځور یوازې یو بل ته په پټو کتو کې سره ادل بدل کړ.نه دې څه ویل او نه هم د مینې په سمندر کې داسې لاهو شوی ووم چې نور نو د چمن ګل کاکا ډيرې خبرې مې هم نه اوریدې. خو چې ساعت ته مې پام شو خدای شته مازدیګر شوی وو. نو مې ژر جیب ته لاس کړ او رقعه مې د چمن ګل کاکا مخې ته کیښوده او ورته مې وویل چې سبا ته زمونږ ختم دی او غوښتې مو یی خو مور مې ویل چې مینه او د مینې مور دې شپې ته راشي ځکه زه یوازې یم او د سبا لپاره به مرسته را سره وکړي. چمن ګل کاکا وویل چې ښه ده ولې نه خو اوس خو ډير ناوخته دی موټر هم نشته چې پکې لاړشی ته لاړه شه او دوی به زه د ځان سره سبا وختي درولم خو ما ډير ټينګار وکړ چې نه نه نه یې منم. خو خیر د مینې مور وویل چې خیر دی سړیه دا هلک هم ډير وخت کیږي چې نه دی راغلی او مینه هم ډير وخت کیږي چې د دوی کره نه ده تللې او تل به یې وویل چې د ترور کره مې ځم زه او ته به سبا ورشو او دی او مینه دې لاړ شي ځوانان دي رسیدی شي. خدای شته د مینې د مور د دې خبرې سره مې زړه باغ باغ شو او د ځان سره مې وویل چې ای خدایه ټولې غوښتنې مې همداسې قبولې کړې لکه څنګه دې چې زما په زړه پټه غوښتنه داسې ژر قبوله کړه. د مینې مور مینې ته وویل چې جګه شه نجیلی جامې دې واغونده او د احمد سره ولاړه شه. مینه هم دستي جګه شوه او ژر ژر یې جامې تیارې کړې د لږ ځنډ څخه وروسته د مینې پلار وویل چې احمده بچیه راځه مینه تیاره شوې ده زه هم په بیړه را ولاړ شوم او د دوی څخه مې خدای پاماني واخیسته. د کور څخه را روان شو او د کلي څخه را پناه شو او ځای ځای به مې مینې ته پښه نیوله ځکه هغه نه شوای تلای څو ځله مې د ځان سره وویل چې ورته ووایم چې لږ تیره راشي خو پښتو او له پښتو څخه ډک وجدان مې د داسې ویلو اجازه نه را کوله.لا به ښه ټوټه لاره پاتې وه چې نیژدې وو لمر نور د غرونو غیږې ته خپل ځان وسپاري نو مې په دې نیت چې لږ را وو چته شي مخ ور واړاوو. د مخ اړولو سره سم مې د دې په سپین مخ باندې چې د لمر د خدای پامانۍ وړانګې پرې پرتې وې او د دې د ښکلې مخ ننداره یې د وروستو شیبو لپاره کوله سترګې ولګیدې د ېد سترګې چې د لمر وړانګو اخیستې زما دې لیدو ته یې پام نه شو بیا مې ور وکتل او د بیا کتلو سره یې را پام شو او سترګې مو سره کلکې ولګیدې. نو مې د دې جنګ سره څه ناڅه ډاډ پيدا شو او ورته مې وویل چې مینې لږ را اوچته شه ځکه وخت ډير ناوخته دی دې هم دا ځل څه ناڅه ځواب راکړ او ویې ویل چې زه د دې څخه تیزه نه شم تلای لږ کرار ځه څه شوي دي وو به رسیږو نو مې ګامونه کرار کړل په لاره کې مو ډير یو بل ته په غلچکي نظر وکتل او بس په همدې کتو کتو کې کورته را ورسیدو او زه د کور د لوېې درازې په خولو کې د مینې څخه جلا شوم او د ماښام د لمانځه لپاره د جومات لور ته لاړم. خو په لمانځه کې مې یوازې او یوازې د مینې نظر مخې مخې ته کیده. ډير ځله په لمانځه کې غلط شوم خو ژر به مې ځان کابو کړ ترڅو څوک را باندې پوه نه شي. د شپې کورته راغلم او مینه مې د مور سره په خونه کې د ننې ناسته وه او سپين مخ یې د ورایه د کور څخه ښکاریده خدای شته د لومړي ځل لپاره په دې پوه شوی ووم چې مینه څه وي او مینتوب څه وي. زړه مې په کوګل کې د ننه نه وو. خو خیر سبا ته ختم خلاص شو او ډير دوستانو مې ماته ګلان راوړي وو او هر یوه په خپل وار خپل اخیستی ګل په غاړه کې را اچو. یو ځل مې مینې ته پام شو چې دې هم ګل په لاس کې نیولی دی حیران شوم چې مینې ګل د کومه کړ خو ډير ورسته پوه شوم چې دا ګل یې د کور څخه نه بلکه سهار وختي زما د وړکي ورور څخه را غوښتی وو چې دې هم په خپل وار سره ګل غاړې ته را واچاوو خپل ځان راته په خپل واک کې نه ښکاریده او هیڅکله مې نه شو کولای خپل ځان کابو کړم خو په هر حال کوښښ مې کاوو چې څه ناڅه ځان کابو کړم ځکه ان سهار مهال مې د تره زوی راته وویل چې هلکه رنګ دې ډير الوتی دی خیر خو دی چې خدای شته د خپل تره زوی ګل میر د دې خبرې سره مې څه ناڅه ټکان وخوړ ځکه نه مې غوښتل چې څوک په دې راز پوه شي ځکه چې په داسې یوه ټولنه کې داسې کول لوی جرم بلل کیده.د ختم او مراسمو له خلاصیدو ورسته ټول کسان د خپلو کورونو خواته روان شول او د مینې پلار چمن ګل کاکا هم خپلې غاړې تازه کړې او ویې ویل چې مونږ به هم لاړ شو ځکه چې کور کې هم څوک نشته او د مینې ادې هم لږ څه ناروغه ده. پلار مې ډير ورته ټينګ شو چې پاتې شي خو چمن ګل کاکا هغه د چا خبره کږه پوښتی وه او نه یې منله.
مور مې ورته وویل : خیر دی ته لاړه شه مینه دې یو څو شپې وکړي بیا یې احمد درولي.
خو چمن ویل چې نه کور کې څوک نشته.
خدای شته زړه مې ښه ډک شوی وو نه مې ویلای شول چې پاتې دي شي او نه مې هم ویلای شول چې لاړ دې شي. خو په پای کې چمن ګل خپلې لورته وویل لورې ځو په خیر.
مینې هم وویل: سمه ده پار جانه.
زه بې د دې څخه چې څه ووایم د کور څخه د باندې ووتم او د لیوني په شان مې هرې خواته کتل دنیا را باندې تیاره شوې وه او ټوله دنیا راته توره شپه ښکاریده.په همدې سوچ کې ووم چې مینه او پلار یې زمونږ د کور څخه را ووتل تر ما پورې را رسدلي وو او پلار یې ماته خندل خو زما ورته پام نه وو. زه یوازې بس د سوچونو سمندر پسې اخیستی ووم ځان او د نن ورځې مراسم ټول راته هیڅ هم نه ښکاریدل چې د مینې پلار را باندې نارې کړي څه چورتونه وهې زما هم پام شو او ژر مې وویل: هیڅ، هیڅ هیڅ هسې دلته ناست ووم. دلته زه هم څه ناڅه ور ته ټينګ شوم چې پاتې شي خو نور نه شو کیدی، لور او پلار رروان شول خوز ما زړه هم د دوی سره بدرګه وو. زه یې دلته یې زړه پریښودم او بس