د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نن کابل بيا چاودنو ولړزاوه

رومان سحر 26.02.2010 04:51

نن سهار دکابل د شهرنو په سيمه کې د صافي لانډ مارک هو ټل ته نيږدې څو چاودنې شوې ، همدااوس هم ډزې روانې دي ، د کابل ښار ټولې څلور لارې بندې دي ، د مړو شمير تر اوسه ٩ تنه او د ژوبلو شمير ١٨ تنه ښودل شوی دی ويل کيږي  د سي ټي سنټر په خوا کې  په يوه بل هو ټل ته  هم څو تنه وسلوال  ننوتي دي او يو شمير بهرنيان چې زيات يې هنديان دي وژلي دي .عيني شاهدان وايي چې د سي ټي سنټر ته زيات مالي زيان اوښتی دی او د شاوخوا دوکانونو ښيښې هم ماتې شوي دي . ځای ځای تراوسه مقاومت روان دی