د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال خټک

اېمل افغان 24.02.2010 16:39

د خوشحال خټک د ژوند ، د آثارو افکارو د څېړنې لپاره خورا کافي مواد د محققانو او ادبپوهانو په واک کې دي. د خوشحال خپل آثار، د ده د کورنۍ ، د ځینو غړو آثارو او له یوې پېړۍ نه زیاتې مودې راپدې خوا د ده په باب تر سره شوي تحقیقات د خوشحال د ژوند او هنر اوفکري مسیر د څېړنې لپاره لازم او اساسي مواد جوړوي.
خوشحال په خپلو آثارو کې د ځان په باب ډېرڅه لیکلي او ویلي دي ، په خپله یوه قصیده کې یې خپل ځان داسې را پېژندلی دی:

زه خوشحال د شهباز خان یم چې تورزن یم کان په کان
شهبازخان د یحیاخان و چې بل نه وهسې ځوان
یحیاخان د اکوړي و چې په توره شو سلطان
د اکبر باد شاه په دور شو د خپل ولس طرخان
د هجرت زر دوه ویشت سن و چې زه راغلم په جهان
هغه کال پوره پنځوس و چې شهید شو شهباز خان
د هغه دور پاد شاه و قدردان شاه جهان
د پلار ځای یې وما را کړ په ولس شوم حکمران

خوشحال خان د شهباز خان زوی د ۱۰۲۲ ه ق کال د ربیع الثاني په میاشت د خټکو د اکوړې په سرای کې زېږېدلی دی.
خوشحال د خپلې کورنۍ په غیږ کې لویېده ، خوله کوچنیوالې څخه د ده ژوند له ځینو حوادثو سره ملګری و. د مثال په ډول دی په ۱۰۲۹ ه ق کال د لنډي په سین کې ډوب شو او نجات یې وموند. په اته کلنۍ کې په ۱۰۳۰ ه ق کال له څپرنه کاڼی پرې را ولوېد، دا ځل هم له مرګ نه بچ شو. دی دیارلس کلن و، چې په ۱۰۳۵ ه ق کال د خټکو او یوسفزو تر منځ د جهانګیري په کلي کې جنګ واقع شو، په دې جنګ کې خوشحال هم ګډون درلود.
خوشحال له ځوانۍ څخه د ښکار شوقي و او د علومو د تحصیل ترڅنګه یې له ښکار سره هم خپله مینه پالله. د خپلې کورنۍ د سردارۍ د ټینګښت لپاره یې له دیارلس کلنۍ څخه په محلې جنګونو کې شرکت هم درلود. په ۱۰۴۳ ه ق پرعیسا خېلو برید او په دې جګړه کې د خوشحال بری، د زیاتو ولجو ترلاسه کول به ضرور د ده پر رزمي روحیه اغېزه درلودلې وي او ده ته به په آینده جنګونو کې د بریو د زمینو په پیدا کولو کې مرستندوی واقع شوی وي؟
خوشحال د عیسا خېلو ترحملې درې کاله د مخه په ۱۰۴۰ ه ق کال کې لومړنی واده وکړ. د استاد رشاد د څېړنو له مخې د خوشحال مشره مېرمن مرجانۍ نومېده . د دغه واده په مهال کې د ده عمر د اتلسو کالو و، تر دې واده وروسته خوشحال نور ودونه هم کړي دي.
په ۱۰۵۰ ه ق کال د مندړو اکاخېلو قبیلې د مالیې له ورکړې انکار وکړ، د خوشحال د پلار شهباز لښکرو د اکاخېلو پرکلیو یرغل وکړ. خوشحال هم په دې جګړه کې شامل و. د مندړو او خټکو ترمنځ سخته جګړه وشوه، په جګړه کې خټکو ماتې ومونده ، شهباز خان غېشی خوړلی و، له جګړې پنځه ورځې وروسته مړشو. خوشحال هم په دې جګړه کې زخمي شوی و.
د پلار ترمړینې وروسته له قبیله یې رسومو سره سم خوشحال د پلار پرځای د خپلې سردارۍ پرګدۍ کښېناست ، له ټپ نه تر جوړېدو وروسته ډېر ژر د انتقام اخیستو په فکر کې شو. پراکاخېلو مندړو او یوسفزویې لښکرې وخېژولې او د دې خلکو ډېر کلي یې وسوځول او تر جګړو او مرګ ژوبلې وروسته بېرته خپل کلي ته راغی.
دغه وخت ده ته د هند د مغلي امپراتور له درباره د سردارۍ فرمان را ورسېد او خوشحال د شاه جهان منصبدار او د خپلې قبیلې سردارشو.
تردې وروسته خوشحال د شاه جهان پاچا د منصبدار او سردار په توګه د هند له امپراتورانو څخه د سرغړوونکو د ټکولو او د دې امپراتورۍ د ستنو د ټینګښت له پاره جنګونه کول.
په ۱۰۵۱ ه ق کال په ختیځ پنجاب کې راجه جګهت سنګه د شاه جهان له درباره سرغړاوی وکړ او یاغي شو. پاچا خپل زوی مراد بخش د راجه جګهت سنګه د ټکولو لپاره واستاوه.
خوشحال هم له خپلودوه زروتنو لښکرو سره په دې جنګ کې برخه درلوده خوشخال په دې جنګ کې په مېړانه وجنګېد او د تاراګده تر فتحې وروسته یې موقف لوړشو.
د ۱۰۵۵ – ۱۰۵۶ ه ق کالونو ترمنځ خوشحال د هند مغلي امپراتورۍ له لښکرو سره د بلخ او بدخشان په جنګي کار رواییو کې برخه واخیسته او په دې پېښو کې هم ډېر ښه وځلېد او په منصب کې یې اضافه راغله.
په ۱۰۵۹ ه ق کال شاه جهان د کندهار د نیولو لپاره له هنده راوخوځېد، په پښتونخوا کې یې خوشحال مخې ته را ووت او تر ډکې پورې د ده ملګری و، بیا کابل ته ورپسې ورغی، دغه مهال شاه جهان پاچا خوشحال ته د یوسفزو د سیمې سرداري هم ورکړه.
خوڅنګه چې د یوسفزو مشر بهاکو خان له شهزاده داراشکوه سره روابط درلودل، نویې ځکه ډېر ژردغه سرداري د پاچاهي په اوامرو له خوشحال څخه بېرته واخیسته.
د ۱۰۶۳ – ۱۰۶۴ ه ق کالونو ترمنځ خوشحال له بنګښو سره جګړې وکړې او درې ځله یې دغو خلکوته ماته ورکړه.
په ۱۰۶۸ ه ق کال د شاه جهان پرځای اورنګزیب عالمګیر دهند د مغلي امپراتورۍ پرتخت کښېناست. په لومړیو څوکلونو کې د خوشحال خان خټک او اورنګزیب ترمنځ روابط ښه وو، خود اورنګزیب د سلطنت په دوران کې د مغلي امپراتورۍ له خوا د راهدارۍ اخیستل منع شول ، اما د پښتنو په سیمو کې د دغه امر عملي کول یو څه ګران کار اېسیده.
د تاریخ مرصع د بیان له مخې دا مهال امیرخان د کابل صوبه دارو، هغه پاچا ته ویلي وو چې راهداري هسې نه منع کېږي ترهغې چې د زبردستۍ عمل ونه شي. پاچا ورته په مجمل ډول ويلي وو: ما د راهدارۍ د بندولو حکم درکړی، څنګه چې ته دا کار کولای شې هسې یې وکړه. صوبه دار د دغسې یو اجمالي امر تر، ترلاسه کولو وروسته بېرته پېښور ته راغی او د خوشحال د کورنۍ له ځینو غړو سره په مصلحت کې یې د خوشحال خان خټک د نیولو حکم وکړ.هماغه وو چې دی یې له سرای اکوړي نه پېښور ته را وباله او د ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک د څېړنې له مخې د ۱۰۷۴ ه ق د شپږمې میاشتې په دوولسمه د مغلو له خوا ونیول شو او د همدې میاشتې په نولسمه یې منصب ضبط شو، دوې میاشتې په پېښور کې و، د همدې کال د اتمې میاشتې په اواخرو کې یې ډيلي ته روان کړ. د شعبان په میاشت کې لاهور ته رسېدلی و او د ۱۰۷۴ ه ق کال د رمضان المبارک په نیمایي کې ډيلي ته ورسېد. دوه نیم کاله یې په ډيلي او د هند د راجستان د سوايي ماد هپور د رنتبهور په کوټه کې تېر کړل . د ۱۰۷۴ ه ق کال د ذي القعدې په ۵ مه د رنتهبور له کوټه وایستل شو او اګرې ته راو ستل شو او هلته له قیده خوشی شو. خو کورته د تللو اجازه ورنه کړل شوه او په ډيلي کې نظربند وساتل شو. د نظربندۍ دغه ورځې هم خورا د مصیبت نه ډکې وې، خو دغم دا ورځې هم تېرې شوې او په ۱۰۷۹ ه ق کال خپلې سیمې ته د ورتللو اجازه ورکړل شوه. د ارواښاد عقاب خټک په قول د ۱۰۷۹ ه ق کال د دریمې میاشتې په لسمه عالمګیري منصبدارشو، خوشحال خان د خپل بند او خوشي کېدو مراحل په خپل یونظم کې داسې ښوولي دي:

عالمګیرچې په تخت کښېناست له قرانه په قران شوم
له بګرامه پښې تړلی هندوستان لره روان شوم
په ډيلي په رنتهبورکې درې څلور کاله حیران شوم
په اګره کې مې پښې واشوې بیا نوکر د بد سلطان شوم
د شجاع په شرو شور کې خپل وطن وته روان شوم

کله چې خوشحال بېرته خپل کورته راغی . د ده په افکارو کې پوره بدلون راغلی و. تر بند وروسته خوشحال کابو یوویشت کاله نور ژوندی و، خو د ده د ژوند دغه کلونه هم آرام نه وو، له ډېرو پېښو او پرابلمونو سره مل تېرشول. د نامتو خوشحال پېژندونکی ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند په وینا د خوشحال د ژوند وروستي څو کلونه له تیارو او ناکامیو ډک دي.
تربند وروسته د خوشحال ژوند پېښې په کرونولوژیک ډول داسې ښوول کېدای شي:
په ۱۰۷۹ ه ق کال مغلو په لنګر کوټ کې کلا جوړوله ، خوشحال د دې کلا په جوړولو کې له مرستې انکار وکړ، په ۱۰۸۱ ه ق صوبېدار امین خان خیبر ته بوته. په دې جنګ کې پښتنو د اېمل خان په مشرۍ مغلو ته سخته ماتې ورکړه، د دې ماتې په نتیجه کې محمد امین د علي مسجد له لیارې پېښورته په شاشو او د لښکرو بله ډله یې د تاترې له لارې په شا کېده چې په تاتره کې پښتنو پرمغلو بیا حمله وکړه او دوی یې ډېرزیات له منځه یووړل. تر محمد امین خان وروسته مهابت خان د کابل صوبه دارشو. په ۱۰۸۲ ه ق کال کې یې خوشحال ته د مرستې لاس وغځاوه ، خو ده مرسته ورسره ونه کړه . د خوشحال د دې رویې په مقابل کې مغلي حکمرانانو په خپل کور کې خوشحال ته پرابلمونه ایجاد کړل. د ده زوی بهرام د مغلو په طرفدارۍ ودرېد، د خوشحال او بهرام ترمنځ د ۱۰۸۳ ه ق د دریمې میاشتې په لومړۍ نېټه جنګونه وشول.
په ۱۰۸۴ ه ق کال کې خوشحال پرله پسې دری لویې سوبې وکړې. د خیرآباد کلایې فتح کړه ، دوابه یې ونېوله او د نوښار پرکوټ یې بری وموند.

ماخذ:
د پښتو ادبیاتو تاریخ