په افغانستان کې ستونزې او په سیمه کې د لویدیځ گټې
24.02.2010 11:07لیکنه // سید سلیمان اشنا
واشنگټن، ٢٠٠٩ / نومبر
د افغانستان سیاسي موقعیت 
څه کم نهه لسیزې کیږي چې شاوخوا پنځه ویشت ملیونه افغانان د افغانستان په نوم د خپل هیواد آزادي لمانځي. پدې څه کمه پیړئ موده کې په ملیونونه افغانان د همدې ورځې د ساتلو په هدف د هیواد قرباني شوي، کیږي او ښایې لاهم دوام ولري. ددی هیواد چې په منځني ډول نیم په نیمه اوسیدونکي یې له سواده محروم او د ژوند په ابتدایي شرایطو او امکاناتو ځان ساتي ، هیڅ کله د پردي تر واک لاندې خاني نه خوښوي. مذهب چې عمدتاً د هیواد نهه نوي وگړي یې مسلمانان دي په کلتوري لوښي کې یې شکل نیولې او هرڅه یې تر همدې دوه گوني عقیدې ، دین او کلتور نه قربان کړي. اکثره کاري قوه ځوانه خو په جگړو کې زیږیدلي ، لوی شوي او مړه شوي دي. ښایې دا سلسله تر لږترلږه دوه نسلونو نوره هم دوام وکړي؟
اوس ددی رهبري تل ، میشت اکثریت قوم یعنی پښتون کړی. پدې معنی چې په وروسته پاتې ټولنو او پرگنو کې تل قبیلوي او سنتي رسوخ او نفوس ستره رایه لري او هرڅوک چې دا کالي په تن کړي نو رهبري کوي. په اصل کې خو پدې قوم مشري کول تر ټولو گران کار دی.ځکه خو یې هیڅ کله مشرتابه ونه شو کړې چې د خپل هدف پای ته ورسیږي او تل لمړې قبیله په قبیله او وروسته شخص په شخص حاکم او له منځه ولاړل اما د غرونو او پراخو ځمکو لمنو ته پراته اولسونه تل د نونلسمې او حتی تر هغه د وړاندې پیړیو په بڼه ژوند ته دوام ورکوي. په نړئ کې یو شمیر هیوادونه چې د شلمې پیړئ تر پایه یې ځانونه ټولنیز ثبات ته ورسول ، لکه اندونیزیا ، مالیزیا ، جاپان ، ترکیه ، عربي آمارات او ځنی ورته نور دلیل یې دا څرگند شو چې لمړی یې ځمکنئ بشپړتیا پوره لاسته راوړه او وروسته یې د خپلو ملي گټو د پیژندلو پر اساس د هیواد د ودې او پرمختگ تگلاره خپله کړه او نړیوال موقعیت یې ځانته ثابت کړ.
سیمه ایز ارزښت
دلته د یادو شوو او ډیر شمیر نورو هیوادونو د پرمختگ عوامل زیات شته خو موږ به یې یوازې په غوره رهبرئ او ملي حاکمیت وگړیږوو.د هر هیواد تاریخ او جغرافیایی موقعیت د هغه د ودې او انکشاف پورې تړاو لري او ستراتیژیک موقعیت یې اساسي عنصر بلل کیږي. نو دا چې نړئ په سرعت خپل حرکت تر وچې په اوبو او فضا کې ډیر کړې نو افغانستان پدې دواړو کې دومره ښه چانس نه لري.
د فضایې پرمختگ لپاره یې ډیر ستر اقتصادي ځواک ته ضرورت دی او د اوبو نه په سلگونه کیلو متره لرې بی واکه پروت هیواد دی. خو د نړئ د اقتصادي حسدوې پټې جگړې چې سترو قدرتونو د انرژئ د ذخیرو د لټې پسی گرځي او هر یو ځان بډایې کوي نو د دی انتخاب په صورت کې ښایې افغانستان د یو موقتي ستراتیژیکې سیمې په توگه استعمال شي.دا په هغه صورت کې کیدونکی دی چې کمزوری حکومت او بی تعلیمه اولس ولري. تر ډیره حده ټولې خبرې په اوسني وضعیت صدق کوي. تر ډیره فاسد ، بی سواده او بی رسوخه اشخاصو د حکومت په دایره کې ځای ونیو ، او په عین وخت کې نړیوال ستر قدرتونه د خپل اخري ځواک سره چې پوځي او اقتصادي نمایش دی ، د افغانستان ښکرورو غرونو او لمنو ته ښکته شوو.
که چیرته هدف دا و ؟ او وي ؟ چې افغانان دی یو خپلواک او په سیمه کې سیال با ثباته هیواد وي نو تردی چې په دری میاشتو کې د افغانستان د جوړولو لپاره په ورخطایی د جگړه مارو یو حکومت رامنځ ته کړي نورې غوره لارې هم موجودی وی.
تردی چې په ملیاردونو ډالره د کوکنارو او چرسو د کښت په مقابل کې ولگوي ډیرې تولیدې کارخانی جوړیدی شوی چې همدا کروندگر پری مصروف کړي،
تردی چې په ملیونو ډالرو په موقتي پروژو ولگوي ، د افغانانو د کرهنیزو او صنعتي توکو اخستل غوره وو، د ښځو د حقوقو تر شعار لاندې د ملیونونو ډالرو د بی ځایه لگښت پرځای د نوي نسل پر ښځینه قشر د تعلیمي پروژو پیلیدل اسان وو، د بیلگې په توگه ، په افغانستان کې په زرگونه دوکانداران ، موټروانان او په آزاد بازار کې په ملیونونه نارینه افغانان مصروف دي خو د میړونو یا ورونو په خوا کې په هیڅ یو رستورانت، دوکان ، مغازو او یا هم سفری موټرو کې ښځینه طبقه کار کول نه غواړي او نه هم ورته دا زمینه جوړه شوه چې د خپلو حقوقو لپاره اقتصادي منابع ولري، ځنې کارونه د نا دولتی موسسو له لورې د لاسي صنایعو په جوړولو لپاره شوي او ښایی یو شمیر میرمنې تری راضي هم اوسي خو برعکس پرځای یې سیاسي اړخ کې تل د وزارت ریاست او سفارت لپاره په نړیواله کچه ناری ووهل شوی ، دا کار په هر هیواد کې د ښځو تر لسو فیصدو پورې دوا کیدې شي نه د یوې منظمې او کاری تگلارې په څیر چې مونث جنس په ټولنه کې مخامخ د نارینه سره اوږه په اوږه لاس ورکړي، ترحم او کلتوري ارزښت ورکول جلا خبره ده. که چیرته دا ډول سیاسي حقوق د ښځو د اقتصاد او ظرفیت لوړیدو عامل کیدې نو اوس به په افغانستان کې د لسیزو رادیخوا پدې طریقی بربڼډه نتیجه پرته وی. خو داسی هیڅ کله کامیابه نتیجه یې نه درلوده. د نجونو او هلکانو د والدینو په وسیله د اقتصاد او تعلیم جوړولو لارې موجودی وی. او همداسی نور.
ددی ټولو مجهوله امرونو داسی څرگند شوو چې سترقدرتونه لکه روسیه ، امریکا، بریتانیه ، جرمني او په دی لیکه ولاړ هر یو په خپل نوبت تر پایه بیا په گاونډ کې چین ، ایران او هند هم خپل اغیز غواړي او د همدې یو هدف چې نړیواله انرژي څوک زیاته تر خپل کنترول لاندې راولي لوبه پیل کړه چې گټه یې د بهرنیانو او زیان یې د / دیموکراسۍ ، بشري حقونو/ بیان آزادۍ او آزاد بازار تر نامه لاندې د افغانانو په بیه تمامیږي. 
په نوییمه لسیزه کې د پخواني شوروي د جمهوریتونو ټوټی کیدلو فدراتیفه روسیه وټکوله او په نړئ کې یې د غربي بلاک تله درنه کړه خو په سرعت سره د روسیې اقتصادي رشد د لویدیځ او په ځانگړې توگه سپینه ماڼۍ دیته متوجه کړل چې د منځنئ او شرقي اسیا د کنترول لپاره غوره وخت او د ځواکونو په فزیکي موجودیت سره ٢٠٠٠ کال د یویشتمې پیړئ دروازه ده.
دا پریکړه وشوه چې افغانستان به په واک کې واخستل شي او عملاً یې پدې بهانه خپل ټول ځواک د اتلانتیک سمندر پورې غاړې ته واړو او د ناټو په گډون د څلویښتو/ چې اکثره یې لویدیځوال دي هیوادونه دغی خاورې ته چې لاهم د نونلسمې پیړئ په څیر انسان پکې ژوند کوي ور ننوتل.د تلو لپاره دوه دلیلونه کیدلې شي، په پخواني شوروي جمهوریتونو کې د روسیې د گټو په اړوند اندیښنو علاوه یوازې دغو ټکو ته اشاره کوو.
الف – مذهبي سخت دریځه چې په پاکستان کې په ستره پیمانه فعاله دي او هغه تروریستان چې د القاعدې شبکې په نوم د چتر لاندې د غربي نړئ پرضد شعار ورکوي او په نړیواله کچه اغیز لري ختم او د افغانانو لپاره په لنډه موده یعنی نیمه لسیزه کې یو پیاوړی مرکزي حکومت رامنځ ته او اقتصادي ، امنیتي او سیمه ایز ثبات یې ټینگ کړي.
دا هڅه د ټولو په مخ تیره او روانه ده او څرگنده شوه چې دا هدف ښایی نه و یا پوره نه شو.که وی نو په خپل سر هیڅ کله لویدیځ وال د چا کور او مال سره لاس نه کوي ، خو دوی شعوري دا کار په افغانستان کې وکړ. سنتي او کلتوري حساسیتونو ته یې دومره لمن ووهله چې په وخت سره یې افغانانو ته درک گران و او وروسته د اختیاره وتلي وضعیت سره مخامخ شوو.ښایې لویدیځ همداسی غوښتل؟؟
ب – په اداري سیستم کې یې حکومتی واحدونه په علني توگه په قومونو وویشتل او د هیواد اساسي ستنه چې ملي اردو ده هغه یې په قومي احصایې اعیار او په ټولیزه معنی چې په غیر رسمي توگه یې د افغانستان شتمني په ټولو قومونو تجزیه او هرچا ته یې د بیلیدو زمینه جوړه کړه چې دا کار پخپله د مرکزي بی ثباتئ سبب شو او په بی سواده او وروسته پاتې ټولنه کې یې د یو غیر رسمي فدرالي نظام سټه خښه کړه. ددی خبرې دلیل د حکومت په مهمو څوکیو د پخوانیو مجاهدینو د مشرانو واکمني څرگندوي چې خپلو مفسدو پیروانو ته یې وسپارلې او په اوسط ډول د هر وزارت نه یو جهادي مشر ته تر پنځوس نه نیولې تر سل زره او ملیون ډالرو میاشتنې بی له کوم دلیله باج ورکول کیږي.
ښایې دا کار د دوه زره څوارلس پورې همداسی دوام وکړي.
په سیمه کې د لویدیځ گټې ؟
که چیرته ددی پوښتنې ځواب په ځیر سره وڅیړل شي چې امریکا به په افغانستان کې څه گټه ولري چې د خپلو بچو په قربانۍ او د ملیاردونو ډالرو په بدل یې غواړی ؟ نو یو څو ټکي سمدستي څرگندیږي.
الف- په اوږدې مودې کې که هرڅومره گټه یې د افغانانو لپاره وي خو د لسگونو کلونو لپاره د افغانستان د حکومت سره د بگرام هوایي ډگر او څو نورو ورته مهمو ځایونو قرار داد کول او هلته په ډیره پرمختللی ټکنالوژئ سمبال پوځي استخباراتي مرکزونه جوړول او د هوا د لارې د افغانستان په شمول د سیمې څارل عمده دلیل دی چې امریکا غواړي د ډیر نژدې نه د چین ، روسیې ، ایران او نورو وروسته پاتې خو د نفتو غنی هیوادونو لکه اذربایجان ، ترکمنستان او ازبکستان څارنه وکړي اوحتی ښایي هڅه یې دا وي چې په سیمه کې د نفتو میشتې زیرمی په خپل کنترول کی راولي ؟ او یا په بله معنی چې امریکا نه غواړي روسیه لا هم د پخواني شوروي د بیلو شوو جمهوریتونو سره خپل پانگه شوي حقوق ولري.
د انگریزانو په منځ کې د اتلسمې پیړئ یو شعار پاته و چې افغانستان د روسیې او بریتانیې د امپراتورئ په منځ کې د یو پاک غوز (چارمغز) حیثیت لري او هرچا چې مات کړ د هغه دی. د خلیج هیوادونو ته د افغانستان د لارې د چیني اموالو رسیدل پخپله د امریکا لپاره یو تهدید دی او نه غواړي چې د عربي شیخانو درهم دی دومره ژر په یو چیني مارکیټ کې په مصرف ورسیږي. د لویدیځې نړئ په ستر آزاد بازار کې د چین د پانگو نه شریکیدل پخپله دا په ثبوت رسوي چې امریکا به هرور مرو ددی کار لپاره د هر کار نه د وسیلې په توگه استفاده وکړي ترڅو خپل مرام ته ورسیږي.په عمومي توگه ویلی شوو چې کله په طبعي توگه د نړئ په بلاک کې لاهم د مساواتو او سوسیالیستي اقتصادي نظامونه ریښی زغلوي او حکومتونه پرې پرمخ روان وي او بل لور ته د سرمایه دارئ یا کپیټالیستي نظامونو بازار گرم او د خلکو پانگې په خپلو زیرمو کې شریکوي یو څرگند ایډیالوژیک خو اقتصادي اختلاف دی او باید د مخالفتونو د ډیریدو انتظار موجود وي. د بیلگې په توگه به د کوپن هاگن د نړیوال چاپیریال د بدلون په اړوند په نړیوال کنفرانس کې د پرمختللې نړئ او مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ ستر جنجال او بی پایلی کنفرانس ، وړاندې کړوو.
ب- د راډیکالو تندلارو مذهبي او سیاسي ډلو چې اکثره یې په پاکستان او په لږ شمیر یې په ایران کې میشتې دي د مخربانه فعالیت مخنیوی وکړي او د سیمې نه د هرډول هغه تهدید چې امریکا ته په راتلونکې کې په احتمالي توگه مخ کیږي، دفع کړي.
که چیرته په لمړي دلیل زیات قناعت وشي نو دا به د افغانستان لپاره ښه زیرې ونه لري. د افغانستان د ډیرو لرې پرتو او طبعي سیمو نه داسی معلومات لاسته راغلي چې امریکایي الوتکی د شپی لخوا عمله انتقالوي او د افغانستان په غرونو کې لکه د کندهار، په ننگرهار کې د توری بوری او سپین غر په سیمه کې د یورانیمو په تشخیص او ټولولو بوخت دي او هڅه کوي چې د کونړ او نورستان نه د قیمتي ډبرو لاسته راوړل هم پیل کړي.
که چیرته د افغانستان دومره په لږه پیمانه معلومو شوو خامو زیرمو ته امریکا سترگی پټې کړی اوسي نو بیا سیمه خو باید چې په خپل واک کی راوړي !
دویمه ستره اندیښنه داده چې حامدکرزي ته د نیوکې گوته یوازې پدې دلیل نیول کیږي چې د مجاهدینو په لیکه کې یې ښه او خراب په یوه اندازه ونازول او دا کار ددی سبب شو چې پخواني غله او د کابل د کور په کور تالان کوونکي یو ځل بیا نکټایی وتړي او د خپلو وسله والو ملیشو سره د وزارت خانو په دروازو ورننوځي ، هغه غله چې د نویمې لسیزې په پیل کې د کابل په شمول د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د بی ناموسئ، غلا ، د جایدادونو په زور نیولو او د ملت مال په چور او تالان کې یې لاس لرو او همدغو اعمالو یې د طالبانو د تحریک په نوم لښکر وزیږو چې بیا وروسته یې له امله پر هیواد د کلونو لپاره تور کفن خور کړ. دا سمه ده چې د حامدکرزي نیمگړتیاوی ډیری دي خو اوس به یوازې په دی ټول نازک او ټکیدلي حالت کې د امریکا او لویدیځوالو د مرستندویه هیوادونو لاس وهنی او د تباهی او بد حالت ساتلو کې د نقش خبره وڅیړوو.
د کابل د حکومت وزارتونه مشخص د ځانگړو هیوادونو د مرستو برخمن شوو نو لمړی دلیل پکې همدا ذکر شو چې باید وزیر هغه څوک وي چې د مربوطه مرسته کوونکي هیواد سره اشنایي ولري او هغوئ ته د منلو وړ وي. دویم اکثره وزیرانو د هماغه مرستندویه هیواد تابعت درلود. او پدې زړور و چې د خیانت او کمزوري ماموریت پر وخت کومه شتمني د لاسه نه ورکوي. ځکه په تیرو اته کالو کې پیژندل شوي ملي خائینین او مفسد کسان هیڅ کله جریمه او یا په سزا ونه رسول شوو.په ټولو دولتي ادارو کې د امریکا یا بل هیواد له لورې د بهرنیو متخصصینو په نوم د اشخاصو گمارل ددی سبب شو چې ملي پالیسئ یوازې د دوه دری تنو په وسیله مخکی یوړل شي. هغه ملي پالیسئ چې نوم یې و خو محتوا یې نه لرله. د ملیاردونو ډالرو د مرستې د اعلان وروسته پر افغانستان یې د خروارونو احسانونو بوجې بار کړی مگر اکثره لوړ معاشونه او د پنځم لاس ته د ابادئ د پروژو قراردادونو رسیدل یې په خپل لاس پیل کړل. ټولو کلتوري حساسیتونو ته یې لمن ووهله او په نتیجه کې په کابل کې همدغه اته کلنې سړې جگړې یوځل بیا گاونډي هیوادونه وهڅول چې د کابل د بی ثباته سیاست او د بهرنیو د غلطو هدفونو په مقابل کې خپلو ملي گټو ته پام وکړي او پخوانۍ مخربې شبکې فعاله او د افغانستان پر لور یې سوق کړي. ټیټ رتبه خلکو خپل کلي پریښودل او د جهاد په نوم د پاکستان په کنترول کې د وسله والو مخالفینو سره یوځای شوو او لوړ رتبه یې د یاغیانو د مشاورینو په څیر د افغانستان نه ووتل او د بل د لاس پوڅي شوو.ددی څو وړو خو مهمو ټکو په شمول لسگونه نور داسی څه شوي چې مطلق اطلاق پدې کیږي چې لویدیځ پخپل لاس غوښتل چې افغانستان په یو دوړه کې گیر وساتي او د مفسدو مامورینو په وسیله د لسگونو کلونو هغه تړونونه لاسلیک کړي چې د سل زره غیر اسلامي او په افغاني کلتور ناپوه ځواک د مجهوله هدف په نوم په افغانستان کې پاته شي. پوهیږو چې ددی په خوا کې نور داسی څه هم شته چې د لویدیځ د پړ تیا سبب گرځي خو که په همدې دلیلونو هم اتکا وکړو نو راځو دی ته چې د افغانستان لپاره دا ډول یو غیر گټور ماموریت نتیجه به څه وي؟ ایا امریکا به وکړی شي چې د اوږدی مودی لپاره سیمه په خپل واک وساتي او په شاوخوا هیوادونو کې د حکومتونو په بدلون کې خپل د دیموکراتیک شعار لاندې اغیز تثبیت کړي؟
داسی وي که نه خو گاونډیان هرومرو په افغانستان کې د خپل نفوس د ښودلو لپاره خپل قدرت په یوه نه یوه بهانه څرگندوي. پاکستان خو د دوه زره څلورم کال وروسته مطلق نړیوالې ټولنې ته ثابته کړه چې په افغانستان کې د پاکستان د همکارئ په غیر امن او ثبات او پرمختگ ناممکن دی. که څه هم د ایران څرگنده وڼډه یوازې د افغانستان سره د یو مقدار پیسو او بیا جوړنې د پروژو په نوم مرستی وی خو اوس څرگندیږی چې د شیعه ورونو په ځانگړي تقوې او په کابل کې د محرم الحرام میاشتې په دا ډول د سرکونو پر سر لمانځل واشنگټن ته خبرادرې و چې په افغانستان کې هر ډول ماموریت د ایران د مداخلی پرته په نامنئ بدلیدې شي. دا به نه گز کوو چې په افغانستان کې سنيان څومره دی او شیعه گان، پښتانه څومره دي او غیر پښتانه خو دا باید وویل شي چې د شخصي گټو په پام کې نیولو سره چا د ملت ملا ماتولو ته اوږه ورکړه او څوک پرې چاړه راکاږي.
اوس دا چاړه رسا افغانستان په دوه برخو ویشلې شي، ځکه د مذهبي شخړو انجام وسلې ته اړتیا لري . که چیرته دا تند او تباه کوونکی توپان یو ځل په افغانستان کې پیل شو نو د هر هغه جومات چې د ایران په پیسو جوړ شوی د لاندې به یې بم کیښودل شي او د هر هغه سني چې د شیعه گانو مراسمو ته ورنه شي نو ژوند به یې تریخ شي. دا هغه عقیدتي جگړه ده چې امریکا پری پوهیږي او پاکستان کې برحاله هره ورځ د فرقوي جنگونو له امله په لسگونه کسان وژل کیږي یا شوي دي. فقهي اختلافات بیا په مذاکرو هم نه حل کیږي او نه هم غیر مسلمانان کولې شي چې د دیموکراسئ یا دیپلوماسئ په شعارونو یې حل رامنځ ته کړي. دا به د پیړیو جگړه وي او تر هغه چې د دوه عقیدو لرونکو ترمنځ د برلین دیوالونه ودرول شي. د تیر اته کلن حکومت پر مهال د شعیه مذهبو ورونو لخوا د هیواد په غرب او مرکزي سیمو کې د جایدادونو رانیول مطلق تثبیتوي چې افغانستان به د یو قوس په څیر تجزیه شي.ددی توپان علامی امریکا او بریتانیې ته څرگندی دي او د سیمې په مذهبي اختلاف کی به د هغوئ حضور لا تقویه او دایمي کړي.
دا باید وویل شي چې هری ستونزی ته د حل یوه لاره هم موجوده وي. نو ددی ټولو ستونزو حل په افغانستان کې د یو پیاوړي نظام رامنتځ ته کیدل دي. ترد هرې عقیدې او مذهب فقهي مسایلو ته په درنښت خو د قوانیونو په چوکاټ کې تنظیم او د تاوتریخوالي لرې زمینه جوړه شي.خو په کوم صورت کی دا نظام راتلی شي؟
که چیرته د هیواد معاصر تاریخ ته نظر واچوو نو د سردار داود خان حکومت د بیلگې په توگه ویلی شوو چې د ځنو نیوکو سره سره یو شمیر خلک تری راضي وو، که څه هم یو شمیر خودخواه او چپي افکارو کسان پکې شامل وو او د هیواد د تباهی عمده عناصر وبلل شوو خو نه به بیا هغسی موقع افغانانو ته په لاس ورشي او نه تر هغه دمخه وه. کله چې سردار داود د پخواني شوروي مشر برژینف ته په کرملین کې د خپلواکی تند ځواب ورکړ نو د ختمولو پریکړه یې وشوه. کمزوری او مفسده حکومت رامنځ ته شو او ملت ورسره همغږه نه و نو د هماغه وخته حکومت هڅه کوله چې د یو نړیوال قدرت ملاتړ خپل کړي او اولس په ویجاړ حالت کې د خپلواکې لپاره غږ پورته کړ.نو د کابل حکومت تل د بیروني قدرت په قوت اتکا کړی او اولس ورسره همغږه نه و.غربيانو د لاس وهنی لپاره ملا وتړله او د خپلو هدفونو په گټه یې هر هغه حرکت پیاوړی کړې چې د کابل د وخت حکومت سره په اختلاف کې و، که د کمونیست په نوم و که د مجاهد په نوم و او که د لویدیځ په ملاتړ د یویشتمې پیړئ په پیل کې جوړ شو. د پیړیو رادیخوا هڅه همدا ده چې افغانستان باید د روسیې د واکه بهر پاته شي او پخپله یې هم هیڅ ونه شو کړې چې تر خپل کنترول لاندې یې راولي.
،،،،،،،
پر افغانستان د پاکستان د سیاست اثرات مستقیماً محسوس کیدل او بلاخره داچې د لسیزو رادیخوا د ډیورند د مجهولې کرښې له امله د دواړو هیوادونو د اړیکو وضعیت د سیاسي اختلاف نیولې تر پوځي گواښونو ورسیدی.
په پاکستان کې د پوځي کودتاگانو د رامنځ ته کیدلو یو دلیل د هغه د ملکي حکومت له لورې د افغانستان په اړه نرمه تگلاره وه چې د هیواد د حاکمې شبکې د اسخباراتو له لورې رد کیدله او د افغانستان د بی ثباتئ تگلاره به یې خپله کړه.د کابل په وړاندې یې تل دوه رنگه پالیسي پرمخ وړی یوه د څرگنده گاونډي او بله د پټ دښمن. په هر حالت کې په کابل کې د پاکستان سفارت پرانستی و خو په خوا کې یې په هره دوره کې د افغانستان د حکومت مخالفین په خپل هیواد کې منظم او تجهیز کړي دي. دا بیلگه د ١٩٧٣ نیولې تر ننه په خپله د یو شاهد په توگه لیدلې شوو.د افغانستان د بی ثباته کولو لپاره د پاکستان اردو د یوی ځانگړې شبکې لپاره د خپل هیواد د کلنئ بودیجې شاوخوا پنځلس په سلو کې برخه ځانگړې کړې او د ضرورت پر وخت یې دا فیصدي پورته هم وړی . پر لویدیځ یې د قبائیلي سیمو هره مظاهره بغاوت بللی او کوچنی کورنی موضوع یې د یوی سترې نړیوالې جگړې په توگه پر غرب په ملیونو ډالرو پلورلې او پیسې یې تری لاسته راوړي. د ١٩٧٩ کال وروسته د پاکستان د پخواني صدراعظم ذوالفقاربوټو اعدامولو وروسته پوځي جنرال ضیا الحق په بربڼډه د کابل خلاف د جهاد د پیل مشري په واک کې واخستله او د هر مجاهد پر سر یې د لویدیځ نه پاکستان ته په سلگونو زره ډالر ورسول. د مجاهدینو په ژوند، د جگړې په ډگر او تجهیز کې لازم بدلون را نغی او په تشو لاسونو جگړې دوام وکړ چې حتی څوارلس کاله یې د افغان جهاد په نوم د پاکستان اردو ، صنعت او نړیوال موقف اتیا په سلو کې اوچت کړ. مدرنی وسلې او ټکنالوژي یې خپل هیواد ته واخسته او په ټولو تعلیمي ، او ملکي ساحو کې یې نړیوالې موسسې په کار مشغولی کړی.د کابل زمامدارانو پدې وخت کې د لینن او مارکس شعارونه ورکول چې یوه ډوډئ څو پتیری کړي. افغان اولس دوه نیمه شو شاوخوا اته ملیونه ځوانان د خلقي اردو او ای اس ای په واک کې د مجاهدینو په لیکو کې تقسیم شوو او بلاخره یو نیم ملیون یې د یو بل په لاس په ډیورند او ټول افعانستان کې ووژل شوو.د جگړو دوام د پاکستان په گټه و، او حتی ویلی شوو چې د پاکستان په ځنو صوبو کې بی ثباتي د پاکستان د اکثریت او حاکم قوم یعنی پنجاب په گټه و او دی
 
    
