په لندن کې دافغان ډیپلوماتانو له خوادیو پښتون وهل
23.02.2010 15:45په تاسف سره څو ورځې وړاندې مې له یوې ټلویزوني شبکې څخه یو خبر واورید چې لا تر اوســه زمــا د ذهن او فکر تارونه تخنوي اوډېرې مایوسۍ راته مخکې مخکې کوي او رنګارنګ پوښتنې یې راسره ملګرې کړي دي هغه دیو پښتون وهل د ډيپلوماتانوله خوا دپښتو ویلو پر جرم .
زه نه غواړم پر اړه یې نور وغږیږم ځکه تاسو ټول به له جریانه خبر یاست . خو غواړم یو څوټکي دپښتون
قام سره پر نړیواله دوښمنۍ ولیکم .
دا نن سبا پر پښتنه خاوره له هرې غاړې بلوڅې کیږي هغه که بر دي او که لر دجنګ ډګر دپښتنوخــــــاوره
ګرځیدلې ده خو پښتون تل دا ډغري خوړلې دي او دوی ته دا نوې خبره نه ده خو له بلې خوا دپښتو ژبـــــــې
دورکیدو لپاره هم ډېرو مټې رانغښتې دي ان تر دې چې په خپل سفارت کې دخپلې افغاني ژبې پر ویلووهـــل
کیږو هغه هم د ډیپلوماتانو له خوا ډېره دافسوس خبره ده همدې قام په یو اتفاق یو پښتون مشر ټاکلی او داعتماد رایې یې ورکړي دي په دې هېله چې ددوی افت خوندي پاتې شي خو متاسفانه چې ټولې هېلې یې دخاورو سره خاورې شوې اوپښتون اوس هم دیوپښتون مشر تر سیوري لاندې وهل خوري او ددوی ژبه اوس هم دشرم اوخجالت ژبه ده .
زه پر خپل نظردا هرڅه همدپښتون له خوا ګڼم او پخپله پښتون دی چې تل دخوشباورۍ ښکار شوی او ځان يې دبل ولمنې ته ورغورځولی دی هغه دشاعر خبره :
له بل چا نه دی له خپل ځانه مې ضرر خوړلی
خپله پښتون دپښتانه له لاسه سر خوړلی
زه به دبرې پښتونخوا یا دافغانستان مثال راواخلم پښتون په تام اکثریت یعنې ۵۸ سلنه دي خو ۲۷ فارسي وانان ورباندې هر وخت مسلط دي په ښارونو کې ښکلې ماڼۍ ددوی دي په دفترونو کې دوی دي په سفارتونوکې دوی دي قونسګرۍ له دوی نه ډکې دي ان تر دې چې په پښتنو سیمو کې هم لوی واک ددوی
دی او مونږهر یو پښتون که ډېره مو زده وي اوکه لږه په ماته ګوډه ورسره په پاړسو ګړیږو او دا ځان لپاره
ویاړ ګڼو چې ما پاړسو زده ده خو دوی که پوره پښنو یې هم زده وي مونږ سره په پښتو خبرې نه کوي اومونږ دخپلې ژبې ویلو ته مجبوروي که کابل کې دې په کوم دفتر کې چاسره پښتو وویله نو لنډ درته وايي
چې فارسي بګو فارسي نه میفهمي نو مونږ هم ورسره بې له دریغه په ماته ګوډه پاړسو ور شورو شو.
که تاسو خیال کړی وي کوم یو پښتون چې فارسي وانې سره واده کوي نو له ټولو مخکې ورنه پښتوژبه غوځوي او همداسې کوم فارسي وان چې د پښتنې سره واده کوي نوهم شرط پکې داوي چې پښتو به نه وایې
د هر هغه پښتون چې فارسي وانه ښځه ولري بچي به فارسي وانان وي او دهرې هغې پښتنې زامن به چې دفارسي وان سره یې واده کړي وي هم فارسي وانان وي .
ماته یوه کیسه رایاد شوه وایي چې په یوه زمانه کې یو پادشاه و چې زامن یې نه درلودل او دا دده دژوند تر
ټولو غټ ارمان و چې یو زوی یې درلودای وخت تېریدواوداسې ورځ راورسیده چې بادشاه دزوی پلار شو
وخت همداسې تېریده چې ماشوم ددوو کالونو شو خو حرکات او سکونات یې ټول نسواني وو هرڅه یې د جینکو په شان کول او دلوبو سامان به یې هم د جینکیو خوښولولنډه دا چې دنارینه نښې پکې نه لیدل کېدې
چې دې خبرې پادشاه بیا په چکر کې واچولو.
یوه ورځ یې په دربار کې د درباریانوسره دا خبره مطرح کړه او ترې یې دڅه چارې اوهلک کې دنارینه
خصوصیات دراوستو په هکله غوښتنه وکړه چې څنګه کیدی شي چې هلک دې ته وهڅوي چې ښځینه عادات پریږدي او لکه دنورو هلکانو نارینتوب ته مایل شي .
چې بالاخره درباریانو ورته مشوره ورکړه چې هلک باید دنورو سلو هلکانو سره په یو ځای کې ایسار کړي
او تر ډېره وخته ورته لویان ورنه شي یوازې یو سړی دې دیته موظف شي چې ددوی دخوراک څښاک او
نورو اړتیاوو دنده تر سره کړي. لنډه داچې همداسې وشول ماشوم یې دسلو همزولو ماشومانو سره په کور کې
پریښودو وخت تېریدو چې دوه کاله لا زیات به په منځ کې وتلي وي چې بادشاه یوه ورځ غوښتنه وکړه چې
دی له خپل زوی سره لیدل غواړي چې څومره بدل شوی دی.
کله چې بادشاه په هغه کور چې دده زوی اونور سل دهغه همزولي ماشومان پکې وو وردننه شو نوڅه ګوري
چې ټول ماشومان نسواني حرکتونه کوي او دده زوی خو هسې هم له مخکې همداسې و.
ددې خبرې نه موخه همدا ده چې که یو ځای کې سل پښتانه وي او یو پکې فارسي وان وي نو ټول سل ورته
پښتو پریږدي او دیوه لپاره ټول په پاړسو ګړیږي . یوه بله ژوندۍ خاطره چې زما دسترګو په وړاندي شوي
درته بیانوم چې زما دخبرې یو ښکاره او ژوندی ثبوت دی زه په متحده عربي اماراتو کې دالعین په ښار کې
له نږدې شلو کالو راهسې میشت یم زمونږ دېرې ته مخامخ یوه دبنو دپښتنو دېره وه چې مونږ ورسره ناسته
ولاړه درلوده هغوی دیارلس کسان په یوه دېره کې پښتانه وو او یو ورسره پنجابۍ اوسیده چې ټولو دیارلسو
پښتنو دیو پنجابي لپاره اردو ویله په لسو کالو کې هغې پنجابي یوه دپښتو خبره زده نه کړه کله کله به ما ورته
وویل چې هلکو تاسو دیارلس یاست او دا یو ولې دی پښتو نه زده کوي چې تاسو دده لپاره په اردو ګړیږﺉ
نو ددوی دلیل دا و چې دا زمونږ قومي زبان دی باید مونږ پدې ژبه خبرې وکړو خوزمونږ دکوزې پښتونخوا
وروڼه چې کله دقومي زبان خبره کوي نو ولې دا هیروي چې زه په قام پښتون یم او زما قامي ژبه پــښتو ده
لنډه دا چې هغه دمڼې او چاکو خبره ده که مڼه پر چاکو ولویږي هم مڼه غوځیږي او که چاکو پر مڼه ولویږي
هم مڼه غوڅیږي .
که پښتون فارسي وانه ښځه کوي هم باید له پښتو تېر شي او که فارسي وان پښتنه ښځه کوي هم باید له پښتوتېره شي
مونږ دیوه بلې احاس کمترۍ ښکار هم یو هغه داچې مونږ فکر کوو که مونږ خپله پښتو ووایو نو بیا به دا نور
وایي چې دا متعصب دی خو که هغوی دپښتنو پر وړاندې پاړسو وایي مونږ ورته متعصب نه وایو.
خبره له خبرې زیږیږي یوه ورځ په دوبی کې دافغان قونسلګرۍ دپرانیستې غونډه وه چې ځیني افغانان وربلل شوي وو زه تاسو ته په پوره یقین ویلی شم چې دلته د دوبۍ په اوسیدونکو افغانانو کې ۹۵ په سلو کې
پښتانه دي خو کله چې مونږ دغونډې جریان وکتو نو ټولې ویناوې پکې د ۵ سلنه فارسیوانانو لپاره په فارسي
وې یوازې یو کس چې دخوست ولایت اوسیدونکی دی او پخوا په بنګلادیش کې دافغانستان په سفارت کې
ډیپلومات و پکې په پښتو وینا وکړه چې البته ګنګوسې راپورته شوې او ډېرو پکې وویل چې دا خو یا دافغان
ملت غړی دی او یا هم ښه متعصب دی خو هلته چې د سلګونو پښتنو پر وړاندې ټولې ویناوې په پاړسو کې
کېدې یو پښتون هم دا ونه ویل چې دا ولې چې کله د ډوډۍ وخت شو نو اعلان وشو چې هغه وروڼه چې
دریشي یې اغویستې وي یوې غاړې ته اوهغه وروڼه چې پرتوک کمیس پر غاړه لري بلې غاړې ته شﺉ چې
چې په ډوډۍ کې هم بیا یو بام او دوه هوا وې خو کله چې دپروګرام د پای شېبې راورسیدې نو وار دموسیقۍ
شو چې دلته بیا نو کوم فارسیوان سندرغاړی یا موسیقار نه و میدان پښتنو ته پاتې شو چې دوی نرانو هم ښه
خواري وکړه او څڼې یې ډولونو ته واچولې چې یو ځل بیا مو عربو ته دا وښودله چې پښتانه یوازې دفاریسوانانو دساعت تېرۍ ګډوري دي اوبس.
زه به کومه نادوده بیانوم خو لنډ به درته ووایم چې يه پښتنو خپل ځانونه وپيژنﺉ او خپله ژبه وساتﺉ ګنې ټوله نړۍ درته یوه شوې ده او د پښتو نوم ورکول غواړي هیڅ مشر ته طمع او توقع مه کوﺉ چې ګنې ستاسو غم به وخوري هغوی سره دچوکۍ غم دی نه دپښتو او پښتنو زه په اخېر کې دهغه پښتون چې په سفارت کې یې
له پاړسو ویلو انکار کړی چې البته احمدزی یې تخلص و ستاینه کوم او کاش ټول دده پر قدم قدم کښییږدي او بس .
غلام رباني فیاض متحده عربي امارات العین