د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتو کې د مقاومت د ادبیاتو لومړني څرکونه

صدیقه زرمتې افغان 20.01.2010 14:29

د اوومې پېړۍ د دوهمې لسیزې په جریان کې (۶۱۷ ه ق ) د چنګېز د تالانګرو لښکرو حملې د افغانستان پرځینو ښارونو او اسلامي فرهنګي مراکزو پیل شوې. د دغو تباه کارو لښکرو د جنګونو،خونرېزیو او تالان په نتیجه کې ښارونه په کنډوالو بدل شول ، انسانان ووژل شول او فرنګي مراکز خراب شول. عالمان، شاعران او د فرهنګ لوی شخصیتونه یا ووژل شول اویا د خپلو ټاټوبو پرېښوولو ته اړشول، کتابخانې او کتابونه له منځه ولاړل.
دغه وخت زموږ په هېواد کې د غزنویانو او غوریانو شاهي کورنیو اقتدار ختم شوی و په شمالي برخویې خورزمشاهانو حکومت کاوه. پرسیستان او شاوخوا سیمو د نیمروز محلي حکمرانان مسلط وو، په هرات کې آل کرت حکومت درلود.او د افغانستان په شرقي برخو کې ځینې داسې کسان حاکمان وو، چې پخوا غوریانو ګمارلي وو.
چنګېز او د ده اولادې د اوومې پېړۍ په جریان کې زموږ د هېواد په بېلابېلو برخو حاکمیت درلود او په ډېره بېرحمۍ یې د دې هېواد بیوزلي اولسونه وژل اود تمدن اوفرهنګ نخښې یې له منځه وړې ، خو د دغو ټولو بېرحمیو سره سره زموږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د چنګیز او بیا د چنګېزي لښکرو په وړاندې مقاومت روان و. زموږ د هېواد نومیالي مورخ ارواښاد میرغلام محمدغبار په خپل کتاب ( افغانستان درمسیرتاریخ) کې د چنګېز او د ده اولاد د تالان او تاړاک په وړاندې د افغانستان د بېلابېلو سیمو د خلکود مقاومت بیانونه وړاندې کړي دي.
د چنګېز او د ده د اولاد او بقایاوو د لښکرو په وړاندې د مقاومت موضوع د پښتو په لرغونو ادبیاتو کې هم منعکس شوې ده.
محمدهوتک په پټه خزانه کې د بابا هوتک یوه داسې سندره راوړې ده، چې د مغلود تالانګرو لښکرو په وړاندې د افغانستان د یوې سیمې د پښتنو د مقاومت څرکونه ځنې ایستل کېږي، هغه سندره داده:



پرسورغربل راته نن اوردی وګړیه جوړ راته پېغوردی
پرکلي کورباندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی
غښتلیو ننګ کړی دا مو واردی مغل راغلی په تلوار دی
په پښتونخوا کې یې ناتار دی پرکلي کورباندې مغل راغی
آد مرغۍ غښتلیو راسی پرننګ ولاړ د پښتونخوا سی
تورې تیرې غشي ترملاسی پرکلي کور باندې مغل راغی
زلمو په غشیو کړی وارونه د تیرو تورو ګزارونه
ور وړاندې کړي خپل ټټرونه پرکلي کور باندې مغل راغی
زما د زلمو وینې بهېږي مځکه او غرونه په سره کېږي
میرڅي زغلي او ترهېږي پرکلي کور باندې مغل راغی
پښتنو هلی پرغره جنګ دی سور غر په وینو د دوی رنګ دی
مهال د تورې دی د ننګ دی پرکلي کورباندې مغل راغی
زلمو پرننګ ځانونه مړه کړی دښمن غشیو مو پییه کړی
د پښتونخوا زمکی ساته کړی پرکلي کور باندې مغل راغی

د پټې خزانې له بیان سره سم هرکله به د مغلو لښکرو د ارغنداو، پرغاړو لوټ کاوه د اتغر او بولان سیمې به یې تالا کولې ، نو د دې سندرې ویونکي بابا هوتک خپل خلک را ټول کړل او سره غره ته نژدې یې له مغلو سره جنګونه وکړل.
په دې جګړه کې د پښتنو قوت لږ و او غلیم ډېرو، خو کله چې بابا هوتک په لوړ آواز دا سندره وویله نو زلمي به په جګړه کې تودېدل او سوبه د پښتنو په نصیب شوه.
داسندره د خپل شکلي جوړښت له پلوه یې محتوی رزمي ده ، چې د پردو لښکرو او تالانګرو په مقابل کې له وطن نه د دفاع مفکوره پکې منعکس شوې ده او خلک یې د پردو د تسلط په وړاندې مقاومت ته را بللي دي.
که چیرې موږ د پښتو په لرغونو ادبیاتو کې د مقاومت د مضمون لرونکو ادبیاتو لټون کوو، نو څرک یې د بابا هوتک د بارو زوی په ۶۶۱ ه ق کال د کلات د سیوري په اتغرکې زېږېدلی دی او دلته لوی شوی دی. دی په خپله سیمه کې د خپل قوم سردار او مشرو. بابا هوتک په ۷۴۰ ه ق کال وفات شوی و.
همدا ډول د دغه یاد شوي بابا هوتک زوی شیخ ملکیار هوتک ، چې د زېږیدو کال یې د پټې خزانې د نوشتو له مخې ۷۱۵ ه ق راوزي. د پښتو یو داسې شاعر دی ، چې که د مقاومت سندرې یې ترموږ نه دي رسېدلې ، خو ده خپله د مقاومت په جنګونو کې شرکت درلود، نو ځکه موږ ده ته په دې بحث کې ځای ورکوو، که نه وي د ده سندره د مینې یوه خوږه نغمه ده.
ملکیار هوتک ترخپل پلار وروسته د خپل قوم مشر و او د خپلو خلکو د آبادۍ لپاره یې کارونه وکړل او کله چې د پردو یرغلونه د سیوري پرسیمه شروع شول.
ملکیار هوتک له پردو سره د پرله پسې مقاومت له امله له خپلې سیمې دفاع وکړه او پردي (مغل) یې له خپلې سیمې وشړل.
ماخذ:
د پښتو ادبیاتو تاریخ
لرغونې او منځنۍ دورې