پارترې (انځور) : د بابا جامع الکمالات، د لمسیانو جامع الجرایئم
10.01.2010 07:41که یې خپله پوهه د الله ج د خوښۍ، د ولس په ښېګڼه او د هېواد په ښېرازۍ کې کارولې وای، هم به د ملت بابا او هم یې لمسیانو ته جامع الکمالات وای. ده هر ګوره خپله ټوله پوهه او انرژي د جرمونو په سرته رسولو کې په کار اچولې ده او لا اوس هم ورته اړم دی . دی په پوره ځانخبرۍ او له بریده وتلې سپین سترګۍ هغه څه کوي چې په نیږدي وخت کې به یو ځل بیا افغان ورور توکمونه په چاړو سره ورولي . دی که ناخبره بابا ته جامع الکمالات دی، خو د خپلو رسمي او شخصي کړنو پر بنسټ باخبره لمسیانو ته یو ستر جامع الجرایئم دی .
د افغانستان د قانون شپږمه ماده، آخري بند وایي چې "په هېواد کې موجود اداري اصطلاحات ساتل کېږي."
ښاغلی رهین هر ګوره د خپل دولت چې ده یې د جوپړ قسم کړی دی، قانون ماتوي، او په لوی لاس ټولې رسمي نومونې او ملي ترمینالوژۍ پر اېراني هغوی بدلوي . ملي ترمینالوژي که څه هم چې د ده په خپله یا د ده د بادار په ژبه نه ده، خو د هغه سرتېرو ننګیالیو په ژبه ده چې د هر ځناور فوځي اوکلتوري یرغل یې په شا تمبولی او د د ه (رهین) او ټول نورو رهینیانو ماشومانو ته یې د خپلې ژبې حق ساتلی دی، که نه اوس به د ښاغلي رهین ماشومان د خپل پلار هرې دري پوښتنې په وړاندې ویل چې :
یه نیې پونیمایو تې بیه! اتې ګوریش پو روسکي؟
(ستا په خبره نه پوهېږم، روسي د زده ده؟)
خو ښاغلی رهین هر ګوره د همدغه ننګیالي ولس د بچیانو رښتې (حقوق) چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي، د خپلو ایراني بادرانو د خوښۍ لپاره تر پښولاند کوي .
قانون وایي چې باید پښتو ته کار وشي، او ولس ته اجازه ورکړل شي چې په خپله ژبه خبرې او زده کړه وکړي، خو ښاغلي رهین د یوه کوشني رسمي دوتر له سر دړې څخه رانیولې، تر کتاب، مجلې، وزارت او ان تر سفارت پورې ټول پښتو نومونه پر پارسي بدل کړل . په دولتي رادیو تېلویزیون کې یې پښتو پینځه سلنې ته راټیټه او چېرته یې چې پوره وس ورسېد، هلته یې ګرد سره ورکه کړه . پښتو مجلې او ورځپاڼې یې هره ورځ تر نیوکې لاندې نیولې وي؛ کله د هوسۍ مجلې د راجستر قانوني پاڼې نه مني او کله خوست مېشتې رسنۍ بندوي چې ولې یې پینځه ویشت سلنه برخه دري ته نه ده ځانګړې کړې .
ښاغلی رهین نړیوالو ته د مطبوعاتو د آزادۍ باټې ولي؛ همداسې یې له طلوع تېلویزیون سره په مرکه کې وویل چې "پرېږدئ چې نوي ځوانان پر ما لیکنې وکړي او د مطبوعاتو د خپلواکۍ په برخه کې پر ما زده کړي". خو په کړن کې هر ګوره ده خپرونې دومره سانسورولې چې خپل مرستیال ښاغلی عبدالحمید مبارز یې کار پرېښوولو (استعفا) ته اړ کړ . ښاغلی رهین پر یوې کوشنۍ نیوکې دومره قهرېږي چې محمدیار یې له کندهار څخه کابل ته راکش کړ، همداسې یې صالح محمد درواخلئ . حال دا چې تر اوسه پورې په یوه هم کوم تور ثابت نه شو . ښاغلی رهین دلیل وایي چې ګواکي دې دوو ښاغلیو د ده سپکاوی کړی دی، خو دی په خپله، یا د ده په خوښه، یا هم د ده تر واک لاندې یو نامالوم کس د سروش په نامه (چې د ډېرو په ګومان سروش په خپله رهین دی) د خپل مرستیال عبدالحمید مبارز په اړه په انیس دولتي ورځپاڼه کې لیکي :
"خود و دختر خود را به رییئس یک کاندیدای ریاست جمهوري آویخت ."
له دغې غونډلې څخه سړی نه پوهېږي چې د ښاغلي سروش یا ښاغلي رهین موخه څه ده . په افغان ټولنه کې په ټولیزه توګه دغه ډول کلمې کارول او تورونه سړی په بل چورت کړي . په یوه حکومتي ورځپاڼه کې د یوه چا پر پت او عزت (په دغه اکر کې د ښاغلي مبارز د لور په اړه) په یوه اسلامي ټولنه کې دغه ډول تور لګول د یوه وزیر، ویښیار او خانقایي شخص ځانګړتیا نه ده . که په افغانستان کې محکمه او قانون د زورواکانو په لاس کې دی، د الله ج په محکمه او قانون کې څوک لاس نه شي وهلای . په اسلام کې دروغجنو تورلګوونکیو ته (چې په پاکو ښځو تور ولګوي) فاسقین ویل کېږي، باید چې اتیا دورې ووهل شي، شاهېدي یې هېڅ وخت ونه منل شي تر څو چې توبه ونه باسي او اصلاح نه شي . خو د ښاغلي رهین د فسق لمن تر دې نوره هم پراخه ده .
د افغان ټولنې ډېری برخه، کلیواله او ښاري، د هغو تېلویزیوني خپرونو سره ناباندې ده چې د اسلام او افغاني دودونو سره سم نه وي . خلک وایي چې تېلویزیوني خپرونې له فحشا ډکې دي . له همدې امله د دې ډول چینلونو د بندېدا غوښتنه څو ځلې له ښاغلی رهین څخه وشوه، خو ده نورې هم پراخه کړې . د آفتاب ورځپاڼې خپرندوی او څښتن، ایراني حیسن مهدوي، اسلام ته سپکاوی وکړ، خو له څارنوالۍ څخه د ښاغلي رهین په مرسته وتښتېد . کله چې سترې محکمې تېلویزیوني کېبلي چینلونه د فحشا د خپراوې په له امله بند کړل، ښاغلی رهین دلیل وایي چې خلک تفریح ته اړ دي . د روژې په مبارکه میاشت کې چې کوم کېبل د سترې محکمې لخوا بند شوی وو، ښاغلي رهین یو ځل بیا د خپراوي اجازه ورکړه . په مکروریانو کې د اطلاعات او کلتور وزارت په مېلمستون کې شراب چښل کېږي او الله ج پوهېږي چې نور به څه کېږي . ښاغلي رهین ته شکایت وشو، ده غوږونه کاڼه واچول . له آره خو هېڅ شکایت ته هم اړتیا نه وه ، ځکه چې ښاغلی رهین به پوهېده چې د ده په مېلمستون کې څه تېرېږي . دغه په دې مانا چې ښاغلی رهین په افغانستان کې رسنۍ او وزارت د فحشا خپرولو لپاره کاروي . ښاغلی رهین خپله پلرنۍ ریښه ان په حضرت محمد ص پورې تړي او ځان د میر واعظ کابلي، میر ابوالقاسم و ابراهیم بن موسی کاظم (رض) سره په تړاو تر رسول الله ص پورې رسوي، خو د دغه لوی پیغمبر د یوه حدیث څخه چې د فحشا په اړه دی، هم نه دی خبر او یا ځان نه خبروي . د حدیث شریف متن او لنډیز په لاندې توګه دی:
څوک چې یو بل کس د یوه ناوړه کار په کړن وویني، باید په لاس یې له دغه ناوړه عمل څخه منع کړي، که یې وس ونه رسېږي، نو باید په خوله (نصیحت) یې ترې منع کړي، او که دا وس هم ونه لري، نو باید چې په زړه کې یې بد وګڼي، او دغه د اېمان ډېره کمزورې مرتبه ده .
که ښاغلی رهین په خپله فحشا نه خپروي، نورو فاحشانو ته یې اجازه ورکوي . که چېرې یو چینل فحشا خپره کړي، ښاغلی رهین د وزیر په توګه په شخصي، رسمي او ملي توګه پازوال (مسئول) دی چې څښتن او خپروونکي یې محکمه او چینل یې وربند کړي، خو ښاغلی رهین بندشویو هغوی ته بیا اجازه ورکوي . د ښاغلي رهین له زړه څخه الله ج خبر دی چې د ده به له دغو فاحشانو څخه بد راځي که ښه، خو د مکروریانو مېلمستون یې ښایي چې د زړه پاکۍ کوم لاسوند ونه ګرځي .
ښاغلی رهین په خانقا مین او پېژندل شوی دی . دی چې په خانقا کې څه کوي، د پوښتنې وړه ده . ځکه د عبادت لپاره خو ښه ځای جومات دی، د خدای ج د خوښۍ او د دین سره د مینې او خپراوي هڅې باید په تېلویزیون، رادیو او لیکنیزو رسنیو کې پلې شي . د ده تر واک لاندې رسنیو کې هر ګوره د لویدیځوالو، ایرانیو او د هېندوانو هغه سریالونه خپرېږي چې نه یوازې ژبیز بلکې مذهبي پیغام یې هم د افغان ټولنې سره نه جوړېږي .
د اطلاعات او کلتور وزارت کې د ښاغلي رهین نیږدي ملګری وایي چې :
"مبارز شخص نمک حرام است، با وجود 3000 دالر که وزیر برایش مېداد، مبارز مخالفت مې نمود ."
که دا خبره ریښتیا وي، ښاغلي رهین :
دغه 3000 ډالر له کومه کړل ؟
آیا دا د ده شخصي روپۍ دي که د وزارت چې د ولس لپاره دي؟
ښاغلی رهین ولې ښاغلي مبارز ته د میاشتې 3000 ډالره رشوت ورکوي ؟
آیا ده د قسم اخېستلو په وخت کې د رشوت ورکولو اجازه واخېسته؟
آیا دغه رشوت ورکول د کومې ځانګړې موخې لپاره نه کېږي؟
آیا دا په خپل فساد نه دی؟
آیا د فساد سرته رسوونکي ته فاسېد نه ویل کېږي؟
د فاسېد جزا څه شی ده؟
ښاغلي رهین له ایران څخه د ادبیاتو د دوکتورا تر څنګ پوره ایرانۍ کینه او غوصه هم راوړي ده . ده په کابل پوهنتون، د اطلاعات او کلتور وزارت د هنرونو په برخه کې، د جهاد په دوره کې د تنظیمي ګوندونو د نشراتو رییس، د آزاد کابل د رادیو مشر، د اطلاعات او کلتور وزیر او په هېند کې د افغان سفیر په توګه کار کړی دی . همداسې یې د روم او بن په ناسته کې برخه درلوده . د اېران له استخباراو سره ان د محمد داوود خان له وخته اړیکې لري . د افغانستان له نامه سره د ضد له امله په خراساني هم مشهور دی . ډیره د یادښت وړه ده چې ښاغلي رهین له شهید محمد داوود خان څخه نیولي تر په نامه جهادیانو، ټلوالیانو، ستمیانو، اوسنیو دېموکراتانو او تکنوکراتانو پورې له ټولو سره یو ځای کار کړی دی . په امریکا کې د امید د مجلې مشر وو . خو له بده مرغه ده تر اوسه افغان ټولنې ته د یادښت جوپړ نه دی تر سره کړی . د هغه مډال ارزښت به څه وي چې د داسې بابا لخوا څخه ورکړل شوی دی چې نه د لمسیانو په ژبه پوهېده او نه یې د ښاغلي رهین پر وړاندې له هغو لاریونونو څخه خبر شو چې په 1381 او 1382 کې یې وکړل . نو داسې ناخبره بابا به د یوه وزیر کار څنګه وارزولای شي .
ښاغلي رهین په امریکا کې هم ژوند کړی دی . د لویدیځوالو په څېر ډېر عصري او په دریشي کې ګرځي . خوله یې تل له موسکا ډکه وي، خو په زړه کې یې چې څومره کینه ده، د ده کړه وړه یې زبادوي . دی هر ګوره ځانته یو پرمختللی، بې کینې او د لویدځوالو په څېر یو متمدن کس وایي . له بدمرغه د لویدیځ سرکاري یا رسمي اخلاق یې نه دي زده کړي . په دې مانا چې په لویدیځ ملکونو کې هېڅ څوک له خپل مسلک او واک څخه ناوړه ګټه نه اخلي، د خپلو خلکو په منځ کې نفاق او جګړې نه رامنځته کوي، خپل کلتور ته درنښت کوي او د بل چا سپکاوی نه کوي . خو ښاغلی رهین د خپلو کړو وړو پر بنسټ داسې ښکاري لکه له لویدیځ څخه یې چې یوازې د تفریحي کلتور په راوړلو کې ډېر پرمختګ کړی وي .
ښاغلي رهین د ادبیاتو او کلتور، اسلامي تاریخ او د سیدجماالدین افغاني په اړه، "هیند او هیندو د امیر خسرو په شعر کې، له افغانستان سره د پېړیو دهلوي او کلتوري اړیکې، د خراسان اوښکي، سوګواران، پاسخ به نامه استاد، اوسني مسلمانان" کتابونه، او نورې پښتو، دري، انګلیسي، اوردو او عربي مجلې لیکلې دي، خو دا چې بیا هم ولې د مجرمینو په څېر منفي انرژي یې پیاوړې او بدکارۍ ته ډېر ماتوالی ښیي، سړي په دې اند کوي چې ګواګي دی په خپل علمي کارونو باور نه لري . او یا به دا هم د افغان ولس یوه بله بدمرغي وي چې د ادبیاتو ماسټر او ډاکتر یې دومره لاره ورکه کړې ده .
ولسي جرګې یو وار ښاغلی رهین د کاري وړتیا د نشت، فساد، فحشا او جرمونو له امله وشړه، خو دا ځل یې بیا هم لستوڼي را بډ وهلي دي . که څه هم چې ولسي جرګه یې یا وغولوله یا یې د خپل بادار پر روپیو وپېرله، خو د باور رایه یې ترې واخېسته . د ایران حکومت ښاغلي کرزي ته په تېلېفون کې د ښاغلي رهین د بري مبارکي هم ورکړه . ښاغلي کرزي که څه هم چې څو کاله وړاندې د ښاغلي رهین په اړه وویل چې :
"رهین مخدوم د خپل ولس په وړاندې همیشه د اخلاص او هېواد پرستۍ له مخې د هر ډول ملي خیانتونو مخه نیولې ده ."
له بده مرغه چې د ښاغلي کرزي پر باټو سربېره، ښاغلي رهین خپله آره څېره بیا هم پټه نه شوای کړی . وزارت ته د راتګ پر لمړۍ ورځ یې ژبه تر پښو اوږده کړه او پښې خو یې لا له دېرشو کلونو څخه تر بړستنې را اوږدې کړې دي . پر همدغه ورځ ښاغلي رهین او ملګرو یې د باختر آژانس مشر احمدضیا بومیا او یو بل ژورنالېست ته ښکنځا وکړې، پښتانه یې فاشېستان وبلل، پر دوی او ښاغلي عبدالکریم خرم یې د مرده باد شعارونه ورکول . دا جرم خو یې د خپل کار تر پیله وړاندې وکړ، د وخت په تېرېدا به مالومه شي چې ښاغلی رهین به خپله جرمي دوسیه څومره نوره وپړسوي .
محمدکریم نور
اخځونه :
ټول افغان وېبپاڼه
بېنوا وېبپاڼه
روهي وېبپاڼه
فارسي ویکیپېدیا وېبپاڼه
خاوران وېبپاڼه
په هېند کې د افغانستان لوی سفارت وېبپاڼه
مخدوم رهین د قضاوت په تله کې (کتاب)
طلوع تېلویزیون
دانش نامه آریانا وېبپاڼه

