د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسفنديار او کرزی دې يې نه لولي- اسناد خبرې کوي

سلېمان خېل 02.12.2009 15:52

دافغانستان اسلامي جمهوريت جلالت ماب ولسمشر حامد کرزی صیب!

اسلام عليکم ورحمهّ الله وبرکات.

عاليقدر ولسمشره!

له دې خو به خبر يې چې دکوم ولس مشر يې؟

هو، ته دهغه ولس مشر يې چې درې لسيزې په اور کې لمبه شوی،درې نسلونو يې له زېږېدا وروسته تر الله اکبر وړاندې د ټوپک ډز اورېدلی.

ته يواځې د هغو افغانانو ولسمشر نه يې چې په هيواد کې دننه ژوند کوي؛بلکې له هيواده دبهر مېشتو افغانانو ولسمشر هم يې.

څرنګه چې په هيواد کې مېشت افغانان پر تا حق لري دغسې له هيواده بهر مېشت افغانان هم پر تا يوشان حقوق لري چې بايد دستونزو په هواري کې پوره پاملرنه وکړې.

جناب عالي :

موږ خبر يو چې په تېرو اتو کلونو کې دفخر افغان خان عبدالغفار خان بابا لمسي ( کاش چې ده هغه نوم ور پورې نه وی) اسفنديار ولي خان او په ټوليزه توګه عوامي نېشنل ګوند په دوو څه چې په څلورو لاسونو ولوټلې،په مليونونو ډالر يې په يوه او بل نوم درنه ووهل،کابل ته چې درشي نو دپښتو پښتو خبرې درته کوي او ته دنر بچی دورپيو بورۍ ور ډالۍ کړې...

زه چې کابل ته لاړ شم نو د کانټيننټال په دروازه کې مې څوک تېرېدا ته نه پرېږدي خو د عوامي نېشنل ګوند تش په نامه پښتانه نېشنلېسټان پکې لکه د پنجاب مېښې خرمستي کوي.

له دې خو به هم خبر يې چې دا مهال په پښتونخوا کې دعوامي نېشنل ګوند حکومت دی او د اسفنديار خان خوريی يې وزير اعلی دی؟

هو،حتماّ به خبر يې،که نور نه وي زلمي هيواد مل چې ددغه ګوند په چوکاټ کې د ISI د خاصو اجنټانو سره کلکه انډیوالي لري خو به درته ويلي وي،که له هغه هم هېر وي کېدای شي قانع به درته ويلي،رښتيا يوبل کس مې هېر شو،هغه چې په جلال اباد کې به يې اخبارونه پلورل بيا وروسته يې له آی اس آی سره اړيکې وموندلې او  د ISI دتلويزيوني شبکې (خيبر) خبريال شو،ياره نو داسې چمونه مه کوه، نوم اخيستو ته يې نو څه اړتيا ده ته خو يې ښه پېژنې!؟

ياره هغه چې تا د ژورنالېستانو او قلموالو په يوه غونډه کې ورته ويلي ول : نورحمان صاب! ياره راسه دا خپل ملي تلويزيون په پشو ودروه... ( غالباّ ستاسې موخه هغه ته دملي تلويزيون د رياست سپارل و).

هو، نورحمن شېرزاد يادوم،کېدای شي کله به يې له بهره درته زنګ وهلی وي او د پښتنونخوا چې ته ورته  دپاکستان سرحد ايالت وايې د حکومت په اړه مالومات درکړي وي.

داسې ښکاري چې ته لا نه يې خبر چې د فخر افغان کړوسی حيدر هوتي ستا خبره د صوبه، سرحد وزير اعلی دی.

وايي چې ورانه ده له خانه ده،که دې له اسد دانش سره انډيوالي جوړه کړې وای والله اوس به داسې له هرڅه خبرېدې چې ته  وايه شپاړس،خو پيره  پخپله دې پر ځان کړي،الو بلو کسان دې پر ځان راټول کړي،د پښتنو له حاله دې نه خبروي،په پښتو درته د ايران او تاجکستان خبرونه  درکوي.

جناب عالي ! خپه نشې،والله که به مې طنز او مزاح ليکل غوښتل،په پيل کې ډېر جدي وم او غوښتل مې ښه جدي ليک درته وليکم خو ايسته رانه شی وښويد.اوس به راشم خپلې اصلي خبرې ته چې په پښتونخوا کې دمېشتو افغان کډوالو د روان تريځ ژوند په اړه ده.

خو بيا هم خبره هغه ځای ته ځي چې ته به خبر يې که نه؟

زه بلا ورپسې کړه،کېدای شي خبر به يې،چې په پښتونخوا کې پر افغانانو څه تېرېږي.

څوک له کوره بهر نشي وتلای او که وځي هم نو يا خپله د کور يوه تورسرې او يا يو وړوکی ماشوم له ځانه سره بيايي چې له پوليسو ځان وژغوري او که داسې نه وي نو والله چې د پير بابا جنډه يې پر سر تړلې وي هم  که له پوليسو خلاس شي.

باور وکړه چې په هره لار،کوڅه او واټونو کې پوليس ولاړ وي ته به وايې طالبانو دي او  امريکايانو ته يې لاره نيولې،بس نو چې پر افغان يې سترګې ولګېږي داسې يې له ستوني ونيسي لکه کارغه چې په مرداره ور غر وهي.

   هره ورځ په سلګونو افغانان چې نژدې ٪۹۵ يې شنه دمجاهرت کارتونه لري نيول کېږي،يوه شپه په تاڼه کې ساتل کېږي او بيا نو جېل ته لېږل کېږي چې تر نامالومې مودې هلته خوار و زار پروت وي.

لالا!

تا خو هم په کوټه او پېښور کې وخت تېر کړی،د پوليسو نخرې درته مالومې دي خو باور وکړه چې په تېرو دېرشو کالو کې داسې لوبې پر افغانانو نه وې شوې لکه دا اوس چې کېږي،هغه مهال چې ته په پېښور او بيا په کوټه کې وې که به پوليسو کوم افغان له خوږه ونيوه نو بزن و بکن په سل نيمو روپو به يې خوشې کړ خو اوس هغه  وخت نه دی،ستا خوار  ولس اوس د نېشنليانو په دور حکومت کې د تاريخ تر ټولو بدې ورځې تېروي.

زه دلته اوسېږم،يو بېچاره مهاجر يم باور وکړه چې له کوره نشم وتلای که څه هم شين کارت يانې د مهاجرت کارت لرم خو دغه د اسفنديار خان پولیس نه کارت ګوري او نه بې کارته خو بس چې افغان ويني نو موټر ته يې پورته کوي او راساّ يې تاڼې ته بيايي،لومړی ترې موبايل اخلي او ترڅو چې يې خپلوان خبرېږي پر بېچاره يې وخته ددوی خبره پرچه کاټ کړې وي،بيا نو پرته له دې چې جېل ته ولېږدول شي بله لار نه وي.

ګوره لالا! ته خو زموږ د چا خبره باچا سلامت يې پير يې غ....ی....م دومره بېغوري هم ښه نه ده،لږ خو مو پوښتنه وکړه،که له زرداري وېرېږې نو لږ تر لږه له دې اسفندياره  خو پوښتنه وکړه چې دا ولې؟؟؟؟

باور نه کوم چې ته داسې وکړې؛ځکه چې تا د خپل ورک سفير حاجي عبدالخالق فراهي پوښتنه ونه کړه نو زموږ به څه وکړې.