د ديموكراسي د راوستلو دروغ
24.11.2009 16:29د بوش د إداري هغه پلمي چي ويل به يي : أمريكا أفغانستان ته ددي لپاره وروسته له 11 سپتمبر نه راغله تر څو په دي هيواد كي ديموكراسي راولي. مګر د أوباما د إداري د بهرنيو چارو وزيري آغلي هيلاري كلينتون دي سترو درواغو ته د پـاي ټكي كيښود ، أو دا هماغه دروغ ؤ چي عراق باندي د تيري لپاره كارول شوي ؤ.
څرنګه چي اوس مهال أمريكا د أفغانستان نه د وتلو هيڅ كومه داسي لار نلري چي د دوي أبرو په كي وساتل شي. آغلي كلينتون د أمريكا شتون په أفغانستان كي په يوه ټكي كي ونغښتلو ، أو هغه يوازي او يوازي د ( القاعدي ) د ډلي له مينځه وړل دي ، نه ديموكراسي راوستل او يا په أفغانستان كي ترأبده پاتي كيدل.
آغلي كلينتون په څرګنده ټكو سره وويل : له مونږ سره أوهام نشته ، أو أوس هغه وخت تير دي چي مونږ به د هغو لارو په لټولو كي غږيدلو چي څرنګه وكولي شو د أفغانانو سره د نوي ديموكراسي په راوستلو كي كومك وكړو.
هيچا دا نه منله چي يو هيواد ته ديموكراسي راوستل دهغه هيواد په ورانولو ،وجاړولو ، وينو تويولو ، أوښكو بهولو ، أو د ننه أو بهر كي د خلكوپه بي ځايه كولو باندي راشي ، او خپل سياسي او اقتصادي مصلحتونه د بل په ورانولو كي. مګر د بوش إداري د خپل سياسي او نظامي قوت په زور او د توجيه شوي ميډيا نه په استفاده په نړي دا وتپل چي ددوي نيتونه پاك ، هدفونه سپيځلي دي او خير غوښتونكي دي چي غواړي په وړيا توګه خپل خدمتونه ددي هيواد مظلوم ولس ته وړاندي كوي ؛ تر څو دوي ددي بد حالت نه د اوس رفاه او ښه راتلونكي ته بوزي. ډير زر ددوي دا پروپاګندا وشرميده ، أو هغه غولونكي ديسيسي چي پر دي هيواد د تيري كولو لپاره استعمال شوي وي ښكاره شوي ، او ددي لپاره يي ټول بين المللي قوانين تر نظر لاندي ونه نيول ، او نړيوال عامه أفكارو باندي وختل ، أو ددي ديموكراسي د راوستلو لپاره يي په أفغانستان أو عراق كي هغه څه وكړل چي ټولو وليدل ، او څومره آفتونه يي په دي بيچاره ولس راوستل. كله چي هيلاري كلينتون راغله أفغانستان ته يي د راتلو هدف په يوه ټكي كي منحصر كړلو أو هغه د ( القاعدي ) دډلي حرړي ايستل ، نه ديموكراسي راوستل او يا په أفغانستان كي تر أبده پاييدل. وروسته له څو كالو مرګونه او ويجاړيو څخه هيلاري كلينتون أصلي لامل أمنيتي لامل وباله ، أو هغه د ألقاعدي سره مقابله چي دا مقابله له 2001كال نه شروع ده او لا دوام لري. د آغلي كلينتون له څرګندونونه داسي معلوميږي چي دلته سمونپالنه او سمونپالان او ديموكراسي او ديموكراسان نشته او دا هسي خوشي شعارونه دي. او په دي معنى چي هيڅ داسي كړنه نشته چي إنساني حقوق تر نظر لاندي ونيسي ، او دهغي ساتنه ضروري وبولي ، او ټولي نړي د بوش د إداري أوزونه تكرارول.
أوس چي د أمريكا إداره خپله استراتيجي د أفغانستان په باره كي له سره څيړي ، آيا دا جرأت به وكړي چي يو داسي استراتيجي خپله كړي چي په هغي كي ددي مظلوم ولس كړاوونو ته د پاي ټكي كيږدي ، أو د أفغانستان أو د هغو چي په أفغانستان باندي تير شوي دي تاريخ ولولي چي دوي ونه شوي كولي په دي هيواد كي ډير وخت تير كړي ، أو ددوي د پريوتلو يو مهم لامل أفغانستان ؤ أو آخر يي شوروي اتحاد ؤ چي د شكست تريخ خوند يي وڅكلا.

