د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځۍ چې مونږ خپل ځان كښې بدلون راولو

الحاج فضل الله رشتين 28.10.2009 11:58

مونږ پښتانه چې كله هم د هيواد په سياسي حالاتو او ټولټاكنو خبرې كوو او كه ليكل كوو نو په خپلو خبرو او ليكنو كښې تل كيلى كوو او وايو :
* د پښتنو په سيمو كښې امنيت نشته
* د پښتنو نيمايي نفوس په ټولټاكنو كښې بى برخى پاتې كيږي
* واك د اقليت پورې له تړلو جنكي ډلو سره دى
* د پښتنو په سيمو ړندې بمبارۍ كيږي
* د مخدره موادو په كر كيله او تجارت كښې هم پښتنانه بدنامه كيږي.
* امريكا هغه څوك قدرت ته رسوي چې پخپله امريكه يې غواړي.
* جكړه د پښتنو په سيمو كې روانه ده .

دا ټول واقعيتونه دي ، په دى مسايلو بايد خبرې او ليكل و شي
خو يو شى چې زما په فكر مهم دى هغه دادى چې دى مسايلو ته بايد د حل اصولي لارېې و لټول شي .
خداى پاك په قران پاك كې فرمايي :

إن الله لا يغيرو ما بقوم حتى يغير ما بأنفسهم . ( سوره الرعد )

خداى پاك په هغه قوم كښې بدلون نه راولي تر څو چې هغوي پخپله په ځان كښې بدلون نه وي راوستى.

د پښتنو په سيمو كښې چې امنيت نشته ، د پښتنو په سيمو چې ړندې بمبارۍ كيږي ، دا جكړه چې د پښتنو په سيمو كښې روانه ده ، دا بد بختۍ چې پښتانه ورسره لاس او كريوان دي ،ددى ټولو مشكلاتو علاج څه دى.
يو څوك چې بيمارشي نو ډاكټر يې علاج كوي ، د پښتنو د دردونو او زخمونو د علاج لپاره ډاكټرانو ته ضرورت دى .
احمد شاه مسعود د خپل قام د درد ونو او رنځونو لپاره د يو ډاكټر په توكه خدمت وكړ ، هغه د خپل قام لپاره يو مسيحا ؤ.
د پښتون قام لپاره يو مسيحا ته ضرورت دى چې ددى قام دبيمارۍ غم وخوري ، داسې يو شمله ور ته ضرورت دى چې ددې قام شمله جكه وساتي ، داسې يو ستر سپيڅلي پښتون ته ضرورت دى چې پښتنانه په ځان راټول كړي او ددوي د سياسي ژوند كاروان مخ په وړاندې روان كړي . دا قام د خوشحال ، احمد شاه ابدالي ، شيرشاه په شان مشرانو او رهبرانو ته ضرورت لري.

استاد رباني په ميدان كښې ولاړ دى او د خپل, خلكو لپاره خدمت كوي ، د عبدالله عبدالله تر شا ولاړ دى ، هغه د كرزي په فكر كښې نه دى ، هغه د كرزي د كاميابۍ غم نه خوري بلكې هڅې كوي چې كرزى له پښو وخورځوي او قدرت ته ورسي . رباني د خپلې بقا لپاره او د سياسي اقتصادي او نورو امتيازاتو د لاس ته راوړلو لپاره له ټولى دنيا سره خبرې كوي ، له روس سره روابط ساتي ، له امريكى سره ، له ايران سره ، له هندوستان سره ، له پاكستان سره لنډه دا چې له هر چا سره ارتباطات ساتي او خپلې استفادې كوي.
حكمتيار چيرته دى او څه كوي ؟
حكمتيار صاحب له امريكى سره مخالفت كوي ، له دنيا سره مخالفت كوي ، يوه ګناه يى همدا ده چې پښتون دى ، كه په قام پښتون نه وې نو نن به لكه رباني په كابل كښې ناست وى ، كه ده هم له امريكا او بين المللي ټولنې سره سياسي معاملې كړې وې نو نن به يې نوم د مطلوبو ارهابيانو په لست كې نه و ليكل شوى.
طالبانو ته چې كورو نو يوه خبره كوي او وايي تر څو چې خارجي قواوې له افغانستان څخه وتلى نه وي نو هغسې به جهاد ته ادامه وركوي. څومره چې طالبان په هيواد كښې خپلو پوځي عملياتو ته دوام وركوي په هغه اندازه پښتنو او پښتون قام ته په سياسي ميدان كښې ، په اقتصادي ميدان كښې په تعليمي او فرهنګي ميدانونو كښې تاوان رسيږي. د پښتنو د ښمنان د طالبانو تر شا ولاړ دي او ددوي له منفي سياستونوڅخه د ځان په نفع استفادى كوي .
د پښتنو د ښمنانو او مخالفينو د امريكې او د بين المللي ټولنې په وړاندې د طالبانو د سخت دريځ څخه ډيره كټه تر لاسه كړى ده . په بن كښې چې د حامد كرزي په مشرۍ حكومت جوړ شو ، نو دا حكومت د شمال د ټلوالې تر نفوذ لاندې يو حكومت ؤ ، ستر مقامونه دوي په لاس كښې واخيستل . حامد كرزى صرف په نامه رئيس جمهور شو. څو تنه پښتانه وزيران چې په موقت حكومت كښې شامل وو هغوى په انتقالي او منتخب حكومت كښې شامل نه شول. پروفيسور رسول امين په موقته اداره كښې شپږ مياشتې د پوهنې وزير ؤ ، د رسول امين په باره كښې په رسنيو كښې وليكل شول چې " دا دى يو بل محمد ګل مهمند پيدا شوى دى." رسول امين چې اعلحضرت او كرزي ته ته مخلص ؤ ، هغه ته رخصت وركړ شو ، او يو شمير كسان چې د رسول امين لخوا حامد كرزي ته معرفي شوي وو هغوي لا تر اوسه وزيران او رئيسان دي. دا ځكه چې امين په پښتو ټينګ ولاړ و ، هغه په چا خرڅ نه شو خو دده لخوا يو شمير معرفي شوي اشخاص چې نفسونه يى كمزوري وو ، هغوي خرڅ شول ، دوي خپل ايمان خپل ضمير ، خپل وجدان او پښتو هر څه تر پښو لاندې كړل.
د كرزي صاحب سره چې په جمهوري رياست كښې په لس هاو پښتانه مشاورين ناست دي ، دوي څه وكړل ؟ آيا دوي كومه ورځ د تلفزيون په پرده ښكاره شول چې په ملي مسايلو خبرې او بحثونه وكړي ،؟ آيا دوي د پښتنو په سيمو د ړندو بمباريو يادونه وكړه ؟ آيا دوي په ښكاره ډول دا واقعيت نړۍ ته او ملت ته څرګند كړ چې واك په اقليت پورې له جنكي ډلو سره دى؟ آيا دوي په ښكاره ډول د حامد كرزي له موقف نه دفاع وكړه؟

څو ورځې د مخه حامد كرزي د س ان ان سره په مركه كښې په ډير شهامت او جرئت سره دا خبره وكړه چې " پښتانه د حالاتو ښكار شوي دي ، په دوي باندې بمبارۍ شوي دي ،په دوي ظلم زياتى شوى دى. زما او د امريكى تر مينځ چې په روابطو كښې يو څه سوړوالى راغلى دى نو دا په همدې خبره راغلى چې ما ددغو بمباريو په مقابل كښې عكس العمل ښودلى دى."
دا خبرې اوريدل شوي دي چې له حامد كرزي سره په جمهوري رياست كښې يو شمير پښتانه مشاورين شته چې اته كاله د مخه ورسره هيڅ هم نه وو ، اما نن د مال دولت او كورونو خاوندان شوي دي. دا مال دولت او دا كورونه يې له كومه كړل ؟
آيا دا پيسې او دا كورونه يې د پښتون قام سره د خيانت له لارې نه دي پيدا كړي ؟ آيا دا پيسې او دا كورنونه يې له كرزي صاحب سره د جفا له لارې نه دي پيدا كړي دي؟ . خداى دى وكړي چې دا اوريدل شوې خبرې حقيقت ونه لري ، او كه حقيقت ولري نو دا ډيرډ بد كار دى ، دا خيانت دى ، دا يوه جفا ده.
د پښتنو رښتيني او مخلص خدمتكاران محمد ګل بابا ، ستر الفت ، ستر حبيبي ، ستر خادم ، ستر بينوا ، ستر رشتين بابا ، ستر رشاد بابا ، خداى بخښلى ملنګ جان او داسې نور مشران د پيسو لپاره پښتو او پپښتانه خر څ نه كړل هغوي پښتون قام ته افتخارات وكټل ، هغوي پښتو ژبه د نړۍ د ژبو سياله كړه . هغوي د پښتنو كټې په نظر كښې ونيولى ، هغوي د پښتو ژبه ژوندۍ كړه.
نن مونږ هغه شخصيتونه نه لرو ، نن پښتانه يتيمان دي.
د حامد كرزي په حكومت کښې يو داسې شمير پښتانه وزيران او چارواكي هم شته چې د شمال د ټلوالى تر تاثير لاندې دي ، دوي حتى له هغه چپړاسي نه هم ويره كوي چې د شمال په ټلوالې پورې تعلق لري.
حامد كرزي اته كاله د بيلابيلو سياسي ډلو سره سياسي معاملى وكړې او د هغوي هره خبره يى ومنله ، ددى كار څه نتيجه راووتله؟ ، اداري فساد ، د امنيت نشتوالى ، د مخدره موادو تجارت او قاچاق ! د حامد كرزي بد نامي !
دوه ورځې د مخه د بي بي سي له فارسي تلفزيوني خپرونې سره په يوه مركه كې ښاغلي محقق دا خبره وكړه چې " دى د هزاره و حقوق غواړي او كومې وعدې چې حامد كرزي ورسره كړي هغه بايد سرته ورسوي ." ښاغلي محقق يو ځل دا خبره هم كړى وه چې " مونږ ته د حامد كرزي په حكومت كښې له خپل حق نه زيات حق را رسيدلى دى ."
دا يادونې مې ځكه وكړى چې په هيواد كې هر يو د خپل قوم د حقوقو په فكر كې دى. تاجكان په دولت كښې له خپل حق نه زيات حق حاصل كړى دى ، هزاره ورونو ته هم له خپل حق نه زيات حق رسيدلى دى بيا هم د كرزي نوم بد دى ، د كرزي حكومت بد نام دى. حامد كرزى تر فشار لاندې دى ، هغه په داخل كښې هم د جنګ سالارانو او زورمندانو تر فشار لاندې دى او د بين المللي ټولنې فشار هم ورباندې دى. آفرين ددى سړي چې دومره حوصله يى كړې ده. كه بل څوك وې نو يو كال هم پاتې كيداى نه شو .

پښتون قام ولى له خپلو حقو څخه محروم دى ؟
هوا
دا ځكه چې ډير شمير پښتانه په خپلو حقوقو پسې سم نه ګرځي ، دوي چې په خيټه ماړه شي نو بيا د مړی خيې فارسي وايي.
يو شمير پښتانه وزيران چې تلفزيوني مركې كوي او د تلفزيون په پرده ښكاره كيږي نو دومره په خپله ژبه خبرې نه كوي څومره چې يې په فارسي ژبه كوي .
.د افغانستان جمهور رئيس په پښتو او دري دواړو ژبو برابر خبرې كوي اما دده زياتره پښتانه وزيران دا كار نه كوي.
پښتو د افغانستان د خلكو د اكثريت ژبه ده ، دا ژبه بايد د پښتنو لخوا وپالل شي ، وويل شي او وليكل شي.
دا يو مسوليت دى چې هر پښتون كه وزير دى ، كه رئيس دى ، كه والي دى ، كه سفير دى ، كه مدير دى ، كه ډاكټر دى ، كه انجنير دى ، كه تاجر دى او كه هر كاره دى ښايي چې په خپله ژبه ليكل وكړي ، بله چاره نشته.
ارواښاد پوهاند رشتين ته يو وخت په كابل كښې د يو كاونډي هيواد سفير داسې ويلي وو ." ته غواړې چې د افغانستان د فارسي ژبې پر ځاى پشتو چې يوه لهجه مروجه او رسمي كړى ." ارواښاد پوهاند رشتين ورته په ځواب كښې داسې ويلي وو." د ژبو په برخه كښې ستا معلومات كمزوري دي ، ته غلط پوه كړاى شوى يې پښتو كومه لهجه نه ده دا د فارسي ژبې په شان يوه مهمه او ژوندۍ د افغانانو ژبه ده ،مونږ خپلې پښتو ژبې ته خدمت كوو ، دا ژبه د فارسي ژبې پر ځاى نه راولو بلكې ددى ژبې حق ادا كوو ځكه چې دى ژبې ته پخوا توجه نه ده شوې ، تاسې چې خپلې ژبې ته كار كوى ، دا ستاسې حق دى ، هيڅوك نه شي كولاى ستاسې مخه ونيسي ، مونږ هم خپلې ژبې ته خدمت كوو نو هچاته اجازه نه وركوو چې زمونږ مخه ونيسي."
البته دا څرګندونې د ارواښاد پوهاند رشتين په خاطراتو كښې ليكل شوي ، دا خاطرات به كه ژوند ؤ نو په يو مناسب وخت كښې به د كتاب په شكل خپاره شي.
پښتانه بايد د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو لپاره په ټينګ عزم او اراده مبارزه وكړي . هيڅوك پښتون ته خپل حق نه وركوي ، دا حق كوم خيرات نه دى چې څوك يې پښتنو ته په ځولۍ كښې واچوي ، ددى حق د تر لاسه كولو لپاره كار او فعاليت په كار دى ، جد او جهد پكار دى ، مبارزه پكار ده ، خواري پكاره ده ، منډې تړلې پكار دى ، مينه او شوق پكار دى ، خلوص او صداقت پكار دى.

نن چې كرزي صاحب وايي چې پښتانه ناحقه تباه كيږي ، نن چې كرزى صاحب وايي چې پښتانه د حالاتو ښكار شوي دي. د ديورند په دواړو خواو پښتانه وژل كيږي ، دا واقيعتونه دي ، په دى واقعيتونو باندې پښتانه پوهيږي . هغه پښتانه چې پوهيږي او بې تفاوته پاتې كيږي هغوى دى بايد پوه شي او بې تفاوته دى نه پاتې كيږي ځكه چې دا د پښتنو د سرنوشت مسئله ده ، دا د پښتنو د عزت مسئله ده دا د پښتنو د وجود او فنامسئله ده .

ورك شوې فنا كيږې اى پښتونه له دنيا ځنې
ولې ناخبره يې له خپل ځان او له دنيا ځنې
وروسته خلك وړاندې شو همه واړه له تا ځنې
ته لا ويده پروت يې هيڅ خبر نه شوې له چا ځنې
اوس څه كول پكار د\ي ؟
هو !
پښتانه بايد د خپل پت او عزت ، د خپل وياړ او افتخار د ساتلو لپاره سره متحد شي ، يو موټی شي ، يو قوت شي او د ټولو مشكلاتو او ستونزو د مقابلې لپاره دى ، د مبارزې ميدان ته رووځي.
د سياست ، فرهنګ ، علم ، اقتصاد په ميدانونو كښې د مبارزې وخت دى . دا د خبرو وخت نه دى ، دا د عمل وخت دى
له نن نه 65 كاله پخوا ارواښاد پوهاند رشتين بابا داسې ويلي وو.
د عمل دولت كه نه لري په لاس كښې
په تش لاس به په بازار كښې څه سودا كا
په تش ډاډ د خولى تسل د هيچا نه شي
ننګيالى به هره چاره په رښتيا كا
له خبرو سره مل چې عمل نه وي
خوشى تشى د خولى ډوزې په هوا كا
چې رشتين خادم څوك نه شى په ميدان كښې
نو حاصله به په څه د خداى رضا كا
رشتين بابا 66 كاله د مخه د پښتنو د بيدارۍ لپاره خپل غږ پورته كړې او ورڅخه يې غوښتي دي چې له همت خه كار واخلي ، هغه داسې وخت ؤ چې پښتون ته به افغان غول ويل كيده.

د همت توره تر ملا كړه ډير به ښه وي
پرې حاصله مدعا كړه ډير به ښه وي
نن چې وخت د علم و فضل د كمال دى
په هر علم ځان ملا كړه ډير به ښه وي
په خولى وايى چې پښتون يم پښتو پالم
نو پرې ژبه دې كويا كړه ډير به ښه وي
په رښتيا كه پښتو ته خدمتګار يې
په پښتو املا انشا كړه ډير به ښه وي
د وطن په نام او ننګ او پښتو ژبه
اى رشتينه ځان شيدا كړه ډير به ښه وي
نو راځې چې د رشتين بابا په پورتني شعر عمل وكړو. له چا نه كيله په كار نه ده . كيله له خپلو نه پكار ده ، كيله له ځان نه په كارده. راځې چې مونږ په خپل ځان كښې بدلون راولو.