د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سالک او سندريزې چينې

نورالحبيب نثار 20.10.2009 08:14

سالک او سندريزې چينې

 [سندريزې چينې] په عالي جلد کې چاپ شوې شعري ټولګه ده. که غواړو چې ښاغلی مصطفی سالک دې باندې وغندو نو وايو به چې ښه يې نه دي کړي- پر دوتنه يې ورته د لوڅې، لپړې نجلۍ انځور چاب کړی- اخلاق يې نه ايجابوي، .... دا او دې ته ورته بلا نورې خبرې! خو په متن کې بيا بيا ستايل شوې نجلۍ دغه وړ انځور نه لري. رښتيا هم چې تصوير نقل دی او نقل اصلي شی نه وي.

که وايو چې په دغه شعري ټولګه کې دومره غزلې، دومره نظمونه، دومره څلوريزې، دومره قطعې او دومره آزاد يا نوي شعرونه راغلي دي- نو دا هم چندانې د حساب خبره ځګه نه ده چې د شاعر په معرفت کې يې راسره مرسته نه شي کولی. خدای دې وکا چې يوازې يوه څلوريزه يا ټپه يې ليکلې يا ويلې وي- خو چې زړونه وتخنوي همدغه شعر دی او چې ارواوو ته ترنم ورکړي همدغه د شاعرۍ بريا!! 

شپه، شوګير، تنهايي، اضطراب، سندره، رنګ، رڼا، نور، سين، سارا، سمندر، زمانه او ... د سالک د شاعرۍ بېلابېلې شيبې دي او په دا هره يوه شيبه کې بيا يوه نجلۍ لېدل کېږي چې کله ويښه ده، کله ويده- کله دعا کوي، کله ښېرې- کله ځان جوړوي، کله جهان.... او سالک په دا ټولو حالاتو کې د دغې نجلۍ په ننداره دی. هڅه مې وکړه، د دغې نجلۍ چې د ښاغلي سالک په شعر کې شيبه په شيبه ځان راښي، يو بشپړ انځور وکاږم. خو هڅه مې ځای ته ونه رسېده. البته، دومره وپوهېدم چې دا نجلۍ هغه يوه نه ده چې د کتاب پر دوتنه يې انځور چاپ شوی.

د سالک ژبه، خيال، فکر او عاطفه يا احساس درست سره شاعرانه دي. البته، تر خيال يې فکر پوخ دی. دی د نورو تجربې نه تکراروي- دی وايي:

د نورو خلکو افسانې زه محبت نه ګڼم

څو د هوس خبرې اور د محبت نه لري.

تجربه وخت غواړي او وخت چې څومره تېرېږي، هومره ځنې د ماضي برخه جوړېږي. د سالک د بيان زمانه زياتره ماضي ده. د ماضي ياد چې هر څنګه وي، د بنده اروا ورسره تړلې وي. له ماضي سره د اروا دغه تړون د سالک شعر ته يو عالم سرور وربخښلی دی. [يوه شپه] او [چې زه شاعر وم] نومي نظمونه يې په دې باره کې غور او فکر غواړي.

د چاپېريال له اغېز نه خلاصی نشته. لرغوني يا معاصر شاعران راباندې خامخا څه نا څه اغېز شيندي. سالک نېکمرغه دی چې په غزل کې يې د حمزه بابا د غزل رنګ خپور دی- دی وايي:

نور به په تېرو پسې نه ګرځمه

چې ضرورت د بهانې را نه شي.

حمزه بابا فرمايي:

ولې ورته زه به بې لوزي وريادومه

ولې د خفګان يې راته جوړه بهانه شي.

سالک ځينې داسې خبرې هم لري چې د غربي ډيموکراسۍ د مايه اوښ پر شا سپاره ښاغلي يې ښايي ترهګري وګڼي؛ مثلا:

جنګ ته به پاتې شوې تړلې کولبې

نشته د قام هغه جذبه چېرته ده!

سالک د خپلو ځينې شرارتي خبرو له پاره د استدلال يو عجيب انداز لري- وايي:

ته که ويده وې، ستا ښکلا ويښه وه.

ځکه خو ټوله شپه ويده نه شومه.

د تغزل هم ګڼ تعبيرونه شوي دي. د کره او کوټلي تعريف مسأله يې د پخوا غوندې پر ځا پاتې ده. درځئ چې د سالک دا لاندې غزل ولولو. ما ته خو د تغزل يوه ښکلې نمونه ښکاري:

څه نری نری باران راباندې اوري

تصور کې مې جانان راباندې اوري

ښکليو سترګو ته مې زړه حرا حرا شي

لکه توري د قرآن راباندې اوري

يو مهال دې چې پسته خبره کړې

لا دې کاڼي د احسان راباندې اوري

زه اوس ستا له شيش محله ماورا يم

شين ذرې ذرې آسمان راباندې اوري.

سالک په خپل شعر کې زبردسته انځورونه پنځولي دي- بالکل ژوندي او بالکل فعال!

دردونه د زړګي مې دې جينۍ راپارولي

دا سترګې، سترګې نه دي، وخت مچۍ راپارولي

د خپلې چنې سيوری يې پېرزو په ملنګ نه دی

ډمبرې د دېوال چې لېونۍ راپارولي

ته ګوره سوي غره کې رنګارنګ ټوپکې ګرځي

چا زاڼو ته نيولي، چا هوسۍ راپارولي

چې ځای د محبت وي شيرينۍ راته يادېږي

جذبې د انتقام مې ملالۍ راپارولي.

د سالک په شعر کې د فلسفي تفکر څرک بېخي جوت دی:

خنديده لکه مينا زما په مخکې

څه نشه نشه ادا زما په مخکې

زما سترګې د تيارو د زمانې دي

پيدا شوې ده رڼا زما په مخکې

انتها د خير و شر ته مې تادي ده

چې يې شوې ابتدا زما په مخکې

سالک خپلو لوستونکيو ته ښکلی او ښاغلی پيغام لري:

د مخ او زلفو تصور خو نه دی

د خير و شر فکرونه هم لرمه

د ننګرهار کيسه يوازې نه ده

زه د خيبر فکرونه هم لرمه.

د حسن او مينې د تقدير خبرې

ټولې په ګډه يو ځواب غواړي

د زرو لارو منځ کې تم وګړي

د يوې لارې انتخاب غواړي.

له سالک سره د پوره معرفت له پاره د هغه دا لاندې نظمنما غزل يا غزلنما نظم لولو:

لاشعور مې محرک لکه افغان يم

چې د غشيو په باران کې در روان يم

لاروی يم خو دمه کولی نه شم

د روانې زمانې د زړه ضربان يم

ډلې ډلې ښکلي راغلل، بېرته لاړل

خدای خبر دی چې د چا د زړه ارمان يم

مرګ او ژوند لکه جوړه قاصدان راغلل

زه يې کوم يو پر مخ ښکل کړمه حيران يم

دا ګرېوان مې چا مغل څيرلی نه دی

زه خوشال يمه، پر خپلو مې تاوان يم.

د ټولګې وروستی شعر يې چې [د ياغي ځوانانو سيمه] نومېږي او د قصيدې په چوکاټ کې دی، د شوروي- افغان د معرکې يوه ښکلې تذکره ده.

د [سندريزې چينې] د ۷۴، ۸۷، ۹۸، ۱۱۲، ۱۵۵، ۱۶۴، ۱۶۵، ۱۷۹ مخونو غزلې او د ۶، ۱۴، ۱۶، ۲۱، ۳۲، ۳۶، ۴۷، ۵۷، ۱۸۲ مخونو نظمونه د ښه شعر نمونې دي. د يادونې وړ ده چې د شاعر لږ څه نامېندۍ د هغه شعر لږ څه نور هم ښکلی کړی دی.