دخپلواکۍ زمری اواتل علیحضرت شاه غازی امان لله خان
17.08.2009 19:02
د خپلواکۍ اتل ستوری ښاغلی پیا وړی او سرلوړی غازی امان الله خان هغه څوک وه چه ټول افغان ملت او ولس ته یی د ظالم زبرځواک پیرنګی او انګریزی نه د خپل قلم علم ، ټکنالوژی او د توری په مټ نجات او خلاصی ورکړو او د خپلواکۍ او اتلولۍ میړانی او زړورتوب ستر ویاړ یی افغان ملت ته ورډالۍ او تحفه کړو اوافغانستان یی د تل پاتی ازاد او خپلواک با ثباته او د ټیکاو په ډګر کی ودراوه او پیرنګیانو ته یی د خبل مټ توری او د افغانیت درس ورکړو او هغوۍ ته یی وښوده چه افغان ملت هیڅکله غلامی او ګوډاګیتوب نه منی او د خپل ولس او خاوری نه په کلکه د ځان د قربانی کیدو په بدل کی دفاع کوی لکه چه یو ستر او لوی افغان بابا ښاغلی خوشحال خان خټک وایی :
لا تراوسه یی ماغزه په قرارنه دی .
چه چی ما سره وهلی سرپه سنګ دی.
اوبیا وایی:
په یو لاس کی می قلم په بل کی توره پهلوان یم.
او زه اتل افغان یم.
مانا دا چه ستر اتل غازی امان الله خان خپله خپلواکی د قلم او توری د دواړو په ملتیا تر لاسه کړه او خپل ګران ټاټوبی یعنی د ستر ټولواک او ولسواک احمد شاه ابدالی دویاړ راپاتی افغانستان یی یو ځل بیا د خپلواکۍ په ښایسته جامه او ګاڼه سینګار ګړو او دا ویاړلی افغانستان یی د نړۍ د نورو ازادو او خپلواکو هیوادونو په لیکه او قطار کی وځلوه دا چه شاه غازی امان الله خان نه دا چه خپلواکی یی واخسته بلکی د افغانستان د پخوانیو اتلانو او ویاړونو یاد یی لکه د بلی ډیوی غوندی رارڼا کړو لکه د بیلګی په توګه د ټولوافغانانو ستر بابا علحضرت احمد شاه ابدالی یاد،میرویس خان نیکه زمری وزیر محمد اکبرخان ، د میوند زمری سردار محمد ایوب خان او د اسلامی نړۍ لومړنۍ ځوانه پیغله او فاتحه ویاړمنه غازۍ ملاله چه د میوند په غزا کی یی خپله دغه مقدسه نا ره پورته کړه :
ټوټی ټوټی په تورو راشی .
د بی ننګۍاواز دی را مه شه مینه .
چه دغه مقدسی او د احساساتو نه ډکی نا ری د میوند په ستړواو مړژواندو غازیانو او زمریانو داسی تاثیر وکړلکه د مړوپه جسدوکی چه تازه روح واچول شی همغه وه چه دغازیانو وینی په جوش او خروش راغلی او د الله اکبر ناری شوی چه ددښمن لښکری یی دانګی وانګی او د میوند خطرناکه جګړه یی وګټله نو دا چه شاه غازی امان الله خان د هری نګاه نه مکمل او مجهز او په علمی ګاڼه سینګار شخصیت وه او د خپلی واکمنۍ په دوره کی یی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی او خدمتونه وکړل د پوهنی او معارف بنسټ یی کیښوده ،پوهنتونونه یی تقویه کړل ،ښونځی ،پلونه ،سړکونه یی جوړ کړل ، روغتونونه یی جوړ کړل .یو با انصافه عادل په حوصله صلحه ساتی علم پالونکی ابادی خوښوونکی شخص وه د افغانستان د ټولو وګړو او خلکو حقوق یی تامین کړل بله یی دافغانستان لږه کیو قومونو لکه : ازبک ،هزاره ، ترکمن ،تاجک ،پشه یی ،او ایماق ته په خپل حکومت کی مکمله ونډه او برخه ورکول او ټولو ته په یوه سترګه کتل د ښځو او نصوانو تعلیم ته خاصه توجوکول د خا رج نه د علمی کدرونو او تجربه لرونکو ښوونکوراغوښتل د ممتازوزده کړیالانو او محصلینوخا رج ته د تعلم لپاره لیږل د خپلو ګاونډیو او ملګروهیواونو سره ښی اړیکی لرل نو دا ټول هغه څه دی چه د شاه امان الله خان په او صافواو کړنو پوری اړه لری نو راځۍ چه په ګډه لاسونه پورته کړو او ووایو چه روح دی ښاد او یاد دی تل تازه او تاند وی
دزمری او اتل شاه غازی امان الله خان به یاد