په سرپل او ننګرهار کې له ياسيني ملاتړ، او ياسيني دحج او زکات پانګو پروګرام اعلان کړ
10.08.2009 13:14شنبه د زمري ۱۹ ، ۱۳۸۸
په سرپل کې ميرويس ياسيني ۹۰۰۰ کسانو ته وينا وکړه او ولږې او فقر د ورکول لپاره یې د حج او زکات پانګې جوړول اعلان کړل
يادونه: کولای شئ د ميرويس ياسيني د حچ اوز کات پانګو په اړه د نوموړي له ويبپاڼې معلومات لاس ته راوړئ.
په سرپل کې ميرويس ياسيني یوې سترې غونډې ته چې تر ۹۰۰۰ (نهه زره) زياتو کسانو ملاتړو په کې کډون کړی وو وينا وکړه. دا پرتمينه غونډه د سرپل ولايت په مرکز سرپل ښار کې وشوه.
په غونډه کې بېلابېلو قومونو او استازو یې برخه اخيستي وه. غونډه د ګذرشان په جامع مسجد کې ترسره شوه او له ميرويس ياسيني برسېره ورته محمد الله رحماني، حميدالله بای، شاه ولي خان، شايسته خان، غلام علي سالم، حاجي محمد نور، او یو شمېر نورو قومي مشرانو ويناوې وکړې او له ميرويس یاسيني د حمايت برسېره یې وویل چې د ټاکنيز کمپاين له پیله یې په سرپل کې ميرويس ياسيني ته کمپاين کړی دی چې ډېره ښه نتيجه یې ورکړې ده او د ميرويس ياسيني د ((نجات او بدلون)) پيغام یې د سرپل ډېری خلکو ته رسولی دی.
غونډه د سهار په ۹ بجو پيل شوې وه او د غرمې په ۱۲ بجو پای ته ورسېده. ميرويس ياسيني په خپله وينا کې خپله تګلاره بيان کړه او تاکيد وکړ چې افغانان یو مسلمان ملت دی، اکثريت او اقليت په کې نشت او دا د هوښيارو دښمنانو ټکي دي چې د افغانانو د کمزوري کولو لپاره یې کاروي. ياسيني وویل چې افغانستان ته یواځې افغانان نجات ورکولی شي او بايد د افغانستان د نجات لپاره بهرنيانو ته سترګې په لار ونه اوسي.
ياسيني په وينا کې خلکو ته ژمنه ورکړه چې ولږه او فقر به له هېواده ورکوي او د دې لپاره د حج او زکات پانګې جوړونې په پروګرام کې لري چې د لسو کالو په موده کې به په افغانستان کې ۳۰ مليارده ډالر پانګونه رامنځ ته کړي، کارونه به پيدا کړي او ولږه او فقر به کم کړي. نوموړي وویل چې د دې پانګو د جوړولو په نتيجه کې به په زراعتي سکتور کې افغانان د غلې د لرلو له پلوه خودکفا شي.
شاه ولي خان او علي سالم په خبرو کې د افغانستان اوسنی حکومت د ولس سره په خيانت تورن کړ. دې مشرانو وویل چې د طالبانو له سقوط څخه وروسته د ښاغلي حامد کرزي حکومت سرپل ولايت ته هيڅ خدمت نه دی کړی. دوی وویل چې د سرپل ښار هماغسې لکه څلوېښت کاله مخکې چې څنګه و هيڅ تغییر په کې نه دی راغلی. په کار خو دا وه چې د ښاري پراختيا وزارت د دې ښار پرمختګ ته لږه پاملرنه کړې وه.
حاجي محمد نور وویل چې د سرپل ولس په هيڅ صورت ښاغلي کرزي ته بيا رایه نه ورکوي، او نه هغه خلکو ته چې دا ملت یې په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړی و او د لسګونه زره افغانانو وينې یې د واک او پيسو لپاره تویې کړې. دوی وویل چې په دا ډول خلکو باور نه کوي او ميرويس ياسيني ته چې هم عالم دی او هم له پيله د خلکوخدمتګار دی رایه ورکوي. قومي مشر حميدالله بای وویل چې د کرزي په حکومت کې چې هره ورځ د بې شمېره سړکونو د جوړولو دعوې کوي، په سرپل کې یو کيلومتر سړک هم نه دی جوړ کړی. نوموړي وویل چې ازمودن را ازمودن خطا است او بيا نه غواړي کرزي او عبدالله ته رايه ورکړي. نوموړي دا ناکام مشران وبلل.
دا غونډه د افغانستان په شمال کې د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين د سلسلې یوه برخه ده. درې ورځې کېږي چې ميرويس ياسيني په شمالي زون کې په خپله کمپاين کوي، غونډو ته وينا کوي، په ښارونو دېرو او بانډو ګرځي، او د ولسونو سره ګوري.
په دې لړ کې ميرويس ياسيني له سرپل برسېره، فارياب، جوزجان، او سمنګان ولايتونه ته سفرونه کړي دي. پرون د فارياب په ميمنه کې ميرويس ياسيني په ښار کې وګرځېد او تر ۷۰ فيصده ښار کتلو په لړ کې یې د هټۍ والو او ولس سره په خپله وليدل او انتخاباتي کارتونه یې ورباندې وويشل.
دننګرهارپوهنتون محصلينو د ولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني ملاتړوکړ.
پرون د يکشنبې په ورځ مازيګر د ننګرهار پوهنتون د اړونده پوهنځيو په نماينده ګۍ يو شميرمحصلين دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني دکمپاين دفترته راغلل اوديوې غونډې په ترڅ کې خپل بشپړملاتړدنوموړې څخه وکړ.
دمحصلينوپه نماينده ګۍ سميع الله جليلي خبرې وکړې اوويې ويل چې محصلينوپه دې موخه دياسيني ملاتړوکړ چې نوموړى په پارلمان کې وه اودننګرهارپوهنتون په محصلينودپنځه شپيته فيصدوڅخه کمې نمرو محصل باندې ليليه بنده شوه چې له سختوستونزوسره مخ شول .
دنوموړې په وينا ميرويس ياسيني لومړنى شخص وه چې پوهنتون ته له کابله راغي اودننګرهارپوهنتون محصلينوته يې ډاډورکړچې تاسې ته به حتما ليليه فعالوي اوکنه زه خپل کورلرم ستاسې په واک کې دى چې بالاخره يې په مسؤلينو ليليه فعاله کړه .
جليلي زياته کړه چې دهمدې کړو له امله دننګرهارپوهنتون ټول محصلين په بشپړتوګه ملاتړي دي اولابه يې هم وکړي .
وروسته بيا د کمپاين مسولينو خبري وکړې او د دوى څخه يې دملاتړمننه وکړه اوويې ويل تاسې ته ډاډ درکوم که ياسيني بريالي شي دتيروکارونوپه پرتله به ستاسې ستونزوته لازياته پاملرنه کوي .
غونډې ته په ختيزوولايتونوکې دميرويس ياسيني دکمپاين مسؤل سيدعبدالغفارپاچاهم خبرې وکړې اوويې ويل چې ځوانان کولاي شي دهيوادپه روان حالت کې بدلون راولي اودولسمشرۍ نوماندميرويس ياسيني چې کومې موخې لپاره دريدلى خپلې موخي ته ورسوي .
د محصلینو د ملاتړ انځورونه د همدې ليک سره درلېږو.
پشه يې قوم د ولسمشرۍ د نوماند ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ.
په ورته وخت کې په ننګرهارکې ميشت پشه يې قوم هم دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني څخه ديوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړوکړ .
ياده شوې غونډه چې دپشه يې قوم مشرانوپه دره نورولسوالۍ کې جوړه کړي وه وويل چې په ننګرهارکې ميشت پشه يې قوم په بشپړتوګه دميرويس ياسيني ترشا ولاړدي اونوموړې به خپل مقصدته که دالله رضاوي رسوي .
غونډه چې دډاکټرعبدالمنان په مشرۍ جوړه شوي وه پکې ملک دادکريم ، ملک ناصر، مولانا ابراهيم ملک محمدباز اويوشميرنوروقومي مشرانوخبرې وکړې اودياسنيد کمپاين دفتر ته يې ډاډ ورکړچې پشه يې قوم به په پشپړتوګه دميرويس ياسيني ترشا ولاړوي اوخپله رايه به نوموړې ته ورکوي .
د معلوماتو لپاره د افغانستان په شمال کې د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کاروان سره په دې نمره اړيکي ونيسئ: ۰۷۰۰۲۵۱۸۰۳
په خپله د ميرويس ياسيني سره په دې نمره اړيکي نيولای شئ: ۰۷۹۹۰۱۰۱۹۹

